دوشنبه, ۲۳ جمادی الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۱/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له اسلام پرته د انسانیت مفهوم نه تکمیلېږي!
بسم الله الرحمن الرحيم
له اسلام پرته د انسانیت مفهوم نه تکمیلېږي!

(ژباړه)

انسانیت نوې کلمه ده، خو زموږ د ژوند په ډېری برخو کې ډېره ژر خپره شوې ده.  په ځانګړې توګه کله چې د خلکو تر منځ په اندونو، کلتور او لیدلوري په کچه کې اختلاف راځي، نو د انسانیت کلمه د خلکو تر منځ د مساواتو او د مختلفو عقایدو پر اساس د مخلتفو لیدلورو لپاره کاروي.

 د معاصرې طرحې پر بنسټ د انسانیت مانا دا ده، چې دین او هر هغه څه ګوښې ته شي، چې د انسان په دریځ کې دي یا هم د هغه لارې ګوښې ته کول دي، چې اېمان پرې لري. دا د خلکو تر منځ د جګړې لامل ګرځي. ځينې له ځینو نورو سره په فکري، مادي او فرهنګي لحاظ ټکر کوي. نو د سېکولرانو لپاره ډېره اسانه ده، چې دین په نفاق متهم کړي او ووایي، چې دین د فتنې لامل ګرځي. 

په ډېرې بې‌شرمۍ د انسانیت مفهوم په خلکو کې د یوې ټولیزې ښکارندې په حیث وړاندې کوي، چې د مینې، احترام، اسانۍ او سولې لامل ګرځي. وایي د انسانیت مفهوم د ټولو اختلافاتو د حل توان لري؛ خو  دین بیا شخصي مساله ده، چې د ارزښتونو، لیدلورو او سرچینو په موضوع کې هېڅ باور نه لري. د دغې کلمې د لوبولو موخه ډېره ښکاره ده. دغې کلمې ته د سولې، امنیت او په خلکو کې د ورورولۍ د بنسټ اېښودنکې رنګ ورکوي او غواړي له دې بې‌لارې کوونکي مفهوم څخه په ګټې اخیستنې سره، اسلام د یوې ځانګړې موخې پر اساس ګوښې ته کړي. 

ایا هغه مسلمان چې د یوه داسې کامل شریعت تر سیوري لاندې کوي، چې الله سبحانه وتعالی د ټول بشر لپاره رالېږلی، دې ته راضي شي چې یوه لوري ته یې ګوښه کړي؟ ایا هغه مسلمانان چې خورا ښه دین او لوی پیام لري او الله سبحانه وتعالی د خلکو تر منځ شاهد او عادل ګرځولي، خپل ښه به بدو بدل کړي؟ ایا کوم خیر له اېمان او اسلام څخه ښه دی؟

د مومن ځانګړنه دا ده، چې له خالق سره یې مینه او اړیکه، له کورنۍ، چاپېریال او ټولو انسانانو سره یې اړیکه قوي کوي. کله چې انسان خپل خالق ته ورنږدې کېږي، نو د خپلې عقیدې او مسوولیت لویي احساسوي، چې د الله سبحانه وتعالی، امت او ټول بشریت پر وړاندې یې لري. څو د اسلام د دین لپاره شپه او ورځ کار وکړي. ځکه د خلکو لپاره له هغه اېمان پرته بل لوی څه نشته، چې خلک د دنیا له بدبختۍ او د اخرت له عذاب څخه ژغوري.

مسلمان تر نورو مخکې د انسانیت په تر ټولو کوچنۍ مرتبه پوهېږي. ځکه له خلکو سره تر ټولو ښه مینه دا ده، چې د هغوی لپاره د خیر غوښتونکي وئ. د هغه صلی الله علیه وسلم له لاندې قول څخه زیات ریښتیا نشته: «لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى يُحِبَّ لِأَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ»

(رواه البخاری و مسلم)

ژباړه: یو مسلمان تر هغه مهاله مومن نه دی، کله چې د ځان لپاره یو څه خوښوي، د بل مسلمان ورور لپاره یې خوښ نه کړي.

نو په دې دنیا کې د مسلمان رول عبارت دی له: د اسلام خپرول، پلي کول او د اسلام تر چتر لاندې ژوند کول. د خیر د ټینګښت لپاره ټول بشریت ته د دغه پیغام رسول او ارامي او نیکمرغي رامنځته کول. الله سبحانه وتعالی فرمایي: 

﴿وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ﴾

[آل عمران: 104]

ژباړه: له تاسو څخه باید یوه داسې ډله وي، چې زده کړه وکړي. قران، سنت او شرعي احکام زده کړي او خلک نېکۍ ته راوبولي. امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړي. دوی پخپله ريښتیني دي او دا خیر یوازې په اسلام کې دی.

اسلام په رښتینې توګه د انسانیت بنسټ دی. ځکه الله سبحانه وتعالی اسلام د انسان د ساتنې لپاره نازل کړ، څو د دنیا او اخرت نیکمرغي ورته ډاډمنه کړي. تر ټولو لوی حقیقي انسانیت دا دی، چې انسان په خپل ځان کې د راحتۍ احساس وکړي. په داسې فکر اېمان راوړي چې عقل ته یې قناعت ورکړي، له فطرت سره یې سم وي، د زړه ارامتیا ورکړي او دی دې ته اړ کړي، چې دغه نېکمرغي نورو ته هم ولېږدوي.

کله چې الله سبحانه وتعالی ته په عاجزۍ سجده کوئ، د ژړا له کبله مو مخ لندوئ او د هغې په وسیله مو زړه مینځئ؛ نو له هغه وروسته د ارامۍ احساس کولی شئ. دا داسې کار دی چې له مسلمان پرته یې بل څوک نه شي کولای. کله چې خپل مال صدقه کړي او دومره یې پر زړه اغېز وکړي، چې له ډېرې خوشحالۍ وخاندي او ارامه شي، دا کار له مسلمان پرته بل څوک نه شي کولی. دا چې له خپل مور او پلار سره نیکي وکړئ، د خپلې مور پښې مچي کړئ او له هغې څخه دعا وغواړئ، تر دې چې دعا درته وکړي. له شکه پرته چې یوازې مسلمان دا کار کولای شي. د دین لپاره زنداني کېدل او یوازې په دې هیله چې له الله سبحانه وتعالی څخه ثواب تر لاسه کړئ، شکنجه او ځور زغمل او پر دغه کار ویاړل یوازې د مسلمان کار دي. د امکاناتو پر نشت او کمزورۍ سر بېره له چارواکو سره مقابله کوئ، هغوی امر بالمعروف ته رابولئ، دا هغه عزت دی چې له مسلمان پرته یې بل څوک نشي ترلاسه کولای.

سر بېره پر ټولو هغه ستونزو او خنډونو چې تاسو یې محاصره کړي یاست، بیا هم د اسلام د راژوندي کولو لپاره مبارزه وکړئ. ځکه مبارزه د الله سبحانه وتعالی په حضور کې تر ټولو لوی باور دی، چې له مسلمان پرته بل څوک پرې نه پوهېږي. دا چې د حکم، قضا، ټولنې او اقتصاد په باره کې د شرعي احکامو تر سیوري لاندې ژوندو وکړئ، عدالت مراعات کړئ، زړونو ته ارامتیا راولئ او ځمکه د الله سبحانه وتعالی پر نور روښانه کړئ، دا هغه عزت دی چې له مسلمان پرته یې بل نشي کولی.

د مسلمان په توګه مو په ژوند کې ډېر موقفونه شته، خو موږ ترې تېریږو. لوړ احساسات، نیکمرغي او داسې ارامتیا لرو چې میلیاردونه خلک ترې محروم دي. هغه احساسات، چې په مادیاتو، خوراک، څښاک او د غرایزو په مړولو نه ختمیږي، بلکې داسې احساس دی چې د واقعي نیکمرغۍ لامل ګرځي. یو څوک دا احساس هغه وخت کولی شي، چې خالق یې په سمه توګه ترې راضي شي. دا هغه څه دي چې کفار ارزښت نه پوهېږي.

یوازې اسلام مسلمانان د دغې نېکمرغۍ لېږدولو ته هڅوي. دا نېکمرغي د ټول بشریت لپاره د خیر غوښتل دي. د ټول بشریت لپاره باید لارښوونه، اصلاح او د دنیا او اخرت له سختیو څخه ژغورنه خوښه کړو؛ حتا د کفارو لپاره د ژغورنې هڅه وکړ، چې شپه او ورځ په بې لارۍ کې اخته دي. د دغه خیر لار دعوت، جهاد، فکري او سیاسي مبارزه ده؛ چې په هغې کې به د باطل او کفر پر وړاندې مقابله کېږي. د هغو کسانو په مقابل کې باید فزیکي ځواک وکارول شي، چې موږ خپل دښمنان بولي، څو مسلمان په دغه لاره کې خپل ژوند قرباني کړي او نور خلک له بدبختیو څخه وژغوري.

له دې کبله د انسانیت مفهوم له اسلام پرته، چې انسان له بې‌لارۍ ژغوري او د نور په لوري ورته لاره ښيي، نه تکمیلېږي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿أَوَ مَن كَانَ مَيْتاً فَأَحْيَيْنَاهُ وَجَعَلْنَا لَهُ نُوراً يَمْشِي بِهِ فِي النَّاسِ كَمَن مَّثَلُهُ فِي الظُّلُمَاتِ لَيْسَ بِخَارِجٍ مِّنْهَا كَذَلِكَ زُيِّنَ لِلْكَافِرِينَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ﴾

[انعام: ۱۲۲]

ژباړه: هغه څوک چې د کفر او ذلت له کبله لکه مړه شوي وو او موږ هغوی ته قراني اېمان ور وباښه، پرې ژوندي مو کړل، د اېمان نور مو د هغه مخې ته کېښود؛ چې هغه ته د حرکت، خبرو کولو، لیدلو، کار کولو  او اورېدولو توان ورکوي. له هغه چا سره د پرتلنې وړ دي، چې د ناپوهۍ،  کفر او ظلم په تیارو کې غرق دي؛ لکه بې‌ساه، بې‌فکره چې وي، له خپله ځایه نه شي خوځېدلی او له دغو تیارو څخه نشي راوتلی؟ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی د اېمان لرونکو په زړونو کې اېمان اچولی، دغسې یې د نااېمانو په زړونو کې کفر او ذلت اچولی دی او کافرانو ته یې د دوی عمل ښه په نظر ور وستلی دی.

لیکواله: استاد نسرین بوظافري

ژباړن: حبیب الله

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې