دوشنبه, ۲۳ شوال ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۴/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د دعوت د یوه حامل د وفات خبر
بسم الله الرحمن الرحيم
د دعوت د یوه حامل د وفات خبر

 

یو ستر اسلامي شخصیت او په لیبیا کې د حزب التحریر یو مخکښ، انجنیر علي محمد کجیجي له دې فاني نړۍ وکوچېد. له الله سبحانه و تعالی نه ورته رحمت او جنت غواړو. هغه یې له خپلو ملګرو؛ محمد مهذب حفاف، حسن کردي، عبدالله مسلاتي، عبدالرحمن بیوض، صالح نوال، خلیفه کمیشي، عبدالله حموده، ماجد قدسی، عمرو نامی، محمد عمر نعاس او ډیرو نورو سره یوځای شو چې هیڅکله یې د الله په دین کې تغیر او تبدیل را نه وست او د دې نړۍ په مادیاتو یې ونه پلوره؛ موږ د الله سبحانه و تعالی په وړاندې د دوی تزکيه نه کوو کوو؛ څکه چې له پټو نیتونو او رازونو یوازې هغه سبحانه و تعالی خبر دی.

هغه رحمه الله علیه، له هغو کسانو و چې د طاغوت پر وړاندې ودرېد او دې دنیا – چې یوازې د الله تعالی په اختیار کې ده او بل هیڅکوم مالکیت نه پرې لري- فریب ور نه کړ. د دغه ستر شخصیت خبرې به هېرې نه شي؛ تر ۱۵ کاله زندان تېرولو او له اسلامي باورونو د هغه د منصرف کولو له هڅو وروسته یې د ازادۍ لپاره یو د طاغوت ملګری ورته راغئ او ترې ویې پوښتل: «اې کجیجي، ایا خپل نظر دې نه دی بدل کړی؟» هغه ځواب ورکړ: «ته د رایې سړی نه یې چې بحث درسره وکړم.» او تر دې وروسته یې له خپلو ملګرو سره ۱۵ کاله نور هم په زندان کې تېر کړل؛ د الله سبحانه و تعالی تقدیر همداسې و.

إنا لله وإنا إليه راجعون. الله تعالی دې هغه ته پرېمانه رحمتونه او په جنت کې پراخ ځای ورکړي؛ الله سبحانه و تعالی دې هغه ته له خپلو ملګرو سره په کوثر حوض کې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څنګ کې ځای ورکړي. کورنۍ ته یې د الله سبحانه و تعالی له دربار څخه صبر غواړو. الله تعالی دې یې خالي ځای په خیر او برکت ډک کړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۶هـ.ق کال د جمادي الاول ۲۹مه

۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۱

Last modified onشنبه, 07 ډسمبر 2024

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې