سه شنبه, ۲۴ جمادی الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۱/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ایا امریکا اوس هم د اروپایي ټولنې غوښتونکې ده؟
بسم الله الرحمن الرحيم
ایا امریکا اوس هم د اروپایي ټولنې غوښتونکې ده؟

(ژباړه)

د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال امریکا د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو ملاتړ کاوه او د پاشل کېدو او تیتېدو مخه یې نیوله؛ هېڅکله یې نه غوښتل چې وزرونه یې پرې شي. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې د دغې ټولنې د پاتې شونو تضمین وکړ او د دې لپاره چې اروپا یو ځل بیا پر خپله لاره ولاړه شي، ملاتړ یې کاوه. کله چې دغه ټولنه وپاشل شوه او نوره اروپایي ټولنه نه ګڼل کېده، په ځانګړي ډول هغه وخت چې انګلستان او فرانسه چې له دویمې نړیوالې جګړې تنګ شول او ډېر زیانونه یې ولیدل؛ له اروپایي ټولنې بېرون شول او امریکا هغه وخت په نړۍ کې په لومړي دولت بدله شوه. امریکا مخکني حالت ته د اروپا بیرته ګرځېدل پر غاړه واخیستل. د دغې پروژې په سر کې داسې مارشال و چې امریکایي له اقتصادي کړکېچ څخه ژغورلې وه.

له هغو اقداماتو څخه د امریکا موخه دا وه چې اروپا پیاوړې کړي او د شوروي اتحاد پر وړاندې ترې ګټه واخلي. ځکه په هغه وخت کې د شوروي ستوری ځلېده او په قدرت بدل شوی و، چې هغه ته په کمه سترګه نه شوی کتل کېدای او د امریکا لپاره یو ګواښ بلل کېده؛ په ځانګړي ډول دا چې شوروي په هغه وخت کې ایډیولوژي هم درلوده. همدانګه امریکا د اروپا او غړو هېوادونو د پیاوړي کېدو هڅې وکړې؛ خو د اروپایي ټولنې او غړو هېوداونو په اړه یې د امریکا په سیاست کې د اوباما د سیاست له پیل څخه ځینې بدلونونه لیدل کېږي: امریکا نوره د اروپايي ټولنې شتون نه غواړي، ولو که د یو نوم په کچه هم وي. په ډېرو بیانیو کې په دې اړه په څرګند ډول لیدل کېږي چې د اروپايي ټولنې له تیت او پاشل کېدو ملاتړ کوي، څنګه چې له اروپايي ټولنې څخه د انګلیس د وتلو په اړه د ټرامپ خوشالي له هېچا پټه نه ده؛ بلکې له اروپايي دولتونو په ځانګړي ډول له المان او فرانسې څخه غواړي چې له اروپايي اتحاديې څخه بېرون شي.

کلونه کېږي چې امریکا د اروپايي ټولنې د قدرتونو په توازن کې په ځانګړي ډول د المان او فرانسې په منځ د هر ډول بې نظمۍ مخه نیسي؛ حتی له اروپايي ټولنې څخه د انګلیس له وتلو وروسته. که امریکا په نړیوالو جګړو کې لاس درلود، یوازې د دې موخې لپاره و چې پر نورو غړو دولتونو د اروپايي ټولنې د غړو دولتونو د واکمنۍ مخه ونیسي. هر کله چې امریکا د المان د کمزوري کېدو هڅې کولې، دغه کمزري کېدل په دې کچه نه و چې فرانسه له پښو وغورځوي. د انګلس او فرانسې پر وړاندې د امریکا سیاست کله چې د دغو دوو دولتونو اروپايي ټولنه رهبرۍ کوله، همدارنګه و. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د مارشال د پروژې له وخته او پر المان د بندیزونو لګېدل، په ځانګړي ډول د نظامي صنایعو، شرکتونو، بانکونو، امریکایي موسیسو او د اروپا په خیتځ او لودیځ کې د امریکا د نظامي اډوو په اړه اشغال کړی دی او په اروپا کې ډېری لوی شرکتونه اوس هلته فعالیت کوي؛ امریکا هلته برخه پکې لري. د الکترونیاتو په برخه کې امریکا بشپړ واک لري. امریکایي شرکتونه، لکه ګوګل، فیسبوک او اپل د اروپا ټول بازارونه په لاس کې لري. د نفتو د صنعت په برخه کې د اروپا لویه برخه نفت د شیفرون امریکایي شرکت تر کنټرول لاندې دي.

هغه کمزوري چې په اروپایي ټولنه کې لیدل کېږي، د هغه وروستي کړکېچ په مرسته چې له اټومي هوکړې څخه د امریکا د وتلو په پایله کې د ایران او امریکا تر منځ پېښه شوې، ښکاره شوه. همداچې امریکا د بېرون کېدو ګواښ وکړ، المان او فرانسه له سختې حیرانیتا سره مخ شول؛ تر دې د فرانسې ولسمشر یې اړ کړ چې د امریکا لمنې ته لاس واچوي او له هغه څخه وغواړي چې له تړون څخه ونه وځي؛ خو امریکا غوښتل هغو اروپايي شرکتونو ته زیان ورسوي چې له دغې هوکړې یې ګټه تر لاسه کوله. المان او فرانسې هغه لس میلیاردي تړونه چې له ایران سره یې درلودل، دغو تړونونو ته یې هېڅ پام ونه کړ. د ایران له بازار څخه یې د دغو شرکتونو وتلو ته ضرب الاجل وټاکه او د نه وتلو په صورت کې یې د بېرحمه بندیزونهو ګواښ ورته وکړ؛ هغه داسې چې المان او فرانسه یې داسې سره تیت کړل چې هېڅ مخینه یې نه درولوده.

خو دویم کړکېچ چې امریکا اروپا ته د زیان رسېدو لپاره رامنځته کړ، هغه بې شمېره ګمرکي مالیې دي چې د فولادو، المونیمو او پر نورو وارداتو یې ولګولې. پر دې سربیره چې دا ډول مالیې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان له قوانینو سره په ټکر کې وې. د دغو قوانینو پر بنسټ د سازمان غړي دولتونه له هېڅ ډول مالیو لګولو پرته پخپل منځ کې سوداګریزې معاملې لري، خو امریکا د دغو ټولو قوانینو پر وړاندې دیوال کېښود. امریکا خپل کورنی صنعت پراخه کړ او د خپلې کورنۍ سوداګرۍ د ودې لوړېدل یې پیل کړل. دغه بندیزونه یې پر چین او مګزیک تر بندیزونو وروسته هم ولګول او اروپا په ځانګړي ډول المان او فرانسې د سوداګري نړیوال سازمان ته تر مراجعې پرته نور هېڅ په وسه نه وو.

پر دې سربېره چې اروپا ته د یوې اتحادیې په سترګه کتل کېږي، په حقیقت کې یوه ورځ هم متحده نه ده او واحد او نړیوال سیاست نه لري. تل د انګلیس ګټې له المان او فرانسې سره توپیر لري. هېڅ وخت اروپایي ټولنه پارلمان او اروپايي محکمه یو رښتینی او همغږی نړیوال سیاست نه لري. کله چې المان د سیاست له پلوه څنډې ته شو، یوازې یې د اقتصاد په برخه کې رول لیدل کېږي. په همدغه ترتیب فرانسه هم سیاسي تمرینونه نه لري، هر کله چې کوم سیاسي ګام پورته کړي، سیاست یې له هېچا پټ نه وي او امریکا ته یې د پایلو له منځه وړل ډېر اسانه دي. انګلیس هم د خپل تاریخي ځای په له لاسه ورکولو سره دې ته غاړه اېښې ده چې له امریکا سره ملګری شي او د هغې په ژوند کې ورسره شریک شي.

انګلیس که څه هم د خپلو مزدورانو په واسطه پیاوړی دی، خو په دې کچه نه دی چې د امریکا پر وړاندې ودرېږي. امریکا د انګلیس مزدور دولتونه یو پر بل پسې لکه مصر او عراق ترې واخیستل او د یمن او لیبیا د تر لاسه کولو هڅې کوي. دا په داسې حال کې ده چې انګلیس له دې وروسته د اروپايي ټولنې غړی هېواد نه بلل کېږي. پر دې سربېره چې ایټالیا د خپلو کورنیو تولیداتو په دلیل چې یونیم ټریلیون ډالر دي، د نړۍ درېیم اقتصادي هېواد بلل کېږي، خو بیاهم له اقتصادي او سیاسي کړکېچ څخه ځورېږي، د اروپا تر ټولو ښه اقتصاد (المان) یې هم ژغورلی نه شي. څه چې له یونان سره وشول او که ایټالیا بیاهم د مفلسۍ اعلان وکړي، دغه لویه وچه هم په غم اخته کېږي، چې المان یې هم پر وړاندې د درېدو وس نه لري. 

امریکا له وړاندې پلان شوی او عملي هوډ د اروپایي ټولنې د پاشل کېدو لپاره نه دی نیولی. امریکا په اروپا کې داسې څه نه شي پیدا کولی چې په اړه یې اندېښنه وکړي او تل یې د اورپایي ټولنې دولتونو د پاشل کېدو مخنیوی کړی دی؛ که څه هم د ټرامپ ادارې په ډېرو مواردو کې دا څرګنده کړې چې امریکا له اروپایې دولتونو سره شخصي اړیکو ته لومړیتوب ورکوي. د امریکا د سوداګرۍ وزیر د ایران له کړکېچ او ګمرکي مالیو وروسته وایي: «امریکا له اروپايي دولتونوسره نېغو او شخصي اړیکو ته لومړیتوب ورکوي.» بلخوا فرانسه هم داسې ښيي چې په شخصي ډول له امریکا سره خبرو ته چمتو ده؛ ولو که د المان پر خلاف هم وي او په همدغه ترتیب سره غواړي چې د انګلس په رکاب کې پېښې کېږدي او له امریکا سره ملګرې شي. که امریکا پر دې بریالۍ شي چې فرانسه هم د انګلیس په مسیر برابره کړي، په دغه صورت کې یې اروپايي ټولنه پاشلې، ولو که د اروپايي ټولنې شکلیات پر ځای پاتې شي.

هغه پوښتنه چې اونۍ او یا راتلونکې میاشتې به یې ځواب کړي، دا ده چې ایا اروپا پر دې توانېدلی شي چې تازه نفس واخلي او یا دا چې امریکا یې منزوي کوي او د اروپايي دولتونو خوړل او تېرول پیلوي، پرته له دې نور دولتونه شک وکړي؛ چې همداسې ورځ به پر دوی هم راشي.

لیکوال: استاد ابو المعتز بالله الاشقر

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې