دوشنبه, ۲۳ جمادی الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۱/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د زمري ۲۴مه؛ له وياړه ډکه ورځ چې ثمره يې له لاسه وځي! Featured

د اسد ۲۴مه (د اګسټ ۱۵مه) د جمهوريت د پرځېدو او کابل ته د مجاهدينو د داخلېدو له درېيمې کليزې سره برابره ده. دا ورځ له يوه اړه د اشغالګرو د ماتې او له بله اړخه د جمهوري نظام د پرځېدو په خاطر يوه تاريخي او مبارکه ورځ ګڼل کېږي. دا ورځ هغه فرصت و چې افغانستان پکې له مرکزي اسيا سره په وحدت کولی شول چې د خلافت په ځواکمن دولت بدل شي، خو له بده مرغه د تېرو درېیو کلونو په اوږدو کې غربي قدرتونو، د سيمې خاينو حکامو او نامطلوبو عناصرو هڅه وکړه چې حاکم نظام له دغې موخې منحرف کړي.

ځينو هغه وخت دغه بدلون «نصرت» وباله. څرنګه چې "نصر" په لغت کې "باراني اوبو" ته ويل کېږي چې ځمکه خړوبوي او ژوندۍ يې ساتي، د ټولې نړۍ د مسلمانانو هيله دا وه چې د افغانستان پر محوريت به د خلافت د تاسيس او د اسلام په حاکميت سره "د باران د رحمت" شاهدان وي؛ د يوې شرعي اصطلاح په حيث بیا د هغه ځواکمن د ملاتړ او مرستې په معنا دی چې داسې ځواک او نفوذ په واک کې لري چې د اسلام حاکميت تقويه کړي او حفاظت او ساتنه يې وکړي.

خو له بدغه مرغه تر نن ورځې د "نصرت" او "رحمت د باران" شواهد ونه ليدل شول، بلکې يوازې د "غلبې" يادونه کولی شو. د نصرت له حکمتونو او ښکلاوو يو دا دی چې د الله تعالی دين تمکين پيدا کوي، مسلمانان د رهبرۍ په چاره کې د ځمکې وارثان ګرځي او دولت د دین د اظهار او اعلاء کلمة الله لپاره جهاد کوي، فتح تر لاسه کېږي، سرحدونه ماتېږي، د مسلمانانو له وينو او مقدساتو دفاع کېږي او خلک جوپې جوپې اسلام يا دار الاسلام ته داخلېږي.

خو په تېرو درېيو کلونو کې فعلي حاکميت د حکومتولۍ، اقتصاد، تعليم او تربيې، ټولنې او بهرني سياست په برخو کې اسلام په بشپړ او هر اړخيز ډول نه دی پلی کړی، په پولو کې محبوس پاتې دی، جهاد يې معطل کړی دی او د ختيځ ترکستان، مرکزي اسيا، فلسطين او نورو اسلامي خاورو له مستضعفينو څخه يې دفاع نه ده کړې او عملاً هڅه کوي چې ځان په نړيوال سيکولر نظم کې ورګډ کړي. په دغو درېيو کلونو کې نه يوازې جوپې جوپې خلک په اسلام کې نه داخلېږي، بلکې جوپې جوپې او مېليونونه خلک زموږ له خاورو څخه غرب ته تېښته کوي. ايا دا همغه مجاهدين نه وو چې ناټو ته يې د احزاب د لښکر په څېر ماته ورکړه؟ خو نن وينو چې د دښمن په زړه کې ورځ په ورځ له مجاهد څخه وېره کمېږي. دا د غير شرعي سياست پايله ده. کله چې احزابو ماته وخوړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم له هغوی سره سوله و نه کړه، له هغوی څخه يې د مرستو او په رسميت پېژندلو غوښتنه و نه کړه، له کفارو سره نرم او له مسلمانانو او دعوتګرانو سره شديد نه شو، بلکې ويې فرمايل:

«الآن نغزوهم ولا يغزونا؛ نحن نسير إليهم» (صحیح البخاری)

ژباړه: اوس موږ د جګړې لپاره په هغوی پسې ورځو، هغوی په موږ پسې د جګړې لپاره نه راځي، موږ د هغوی پر لور ور درومو.

موږ پوهېږو چې د مجاهدينو په منځ کې داسې رهبران شته چې په زړه کې د اسلام تشويش لري او د خير په نيت کې يې هيڅ شک نه شته، خو د اسلام د نه تطبيق او حمل له امله حتا تر ټولو مخلص زړونه هم زنګ نيسي او د خير فرصت او توفيق ترې اخيستل کېږي. که څه هم داسې توجيهات مطرح کېږي چې ګواکې د دغو کارونو لپاره «ترتيبات او تياري روان دي او له بيړې بايد ډډه وشي»، خو درې کاله د اساسي کارونو، اسلام د بشپړ تطبيق او حمل لپاره لږ وخت نه دی!

څرنګه چې د دولتولۍ لپاره د رسول الله صلی الله عليه وسلم ـ چې د مسلمانانو لپاره د دولتولۍ الګو ده ـ لومړی ګام له خلکو او د قدرت او نفوذ له څښتنانو څخه د شرعي بيعت اخيستل و؛ دويم ګام يې په اسلام کې د دولتولۍ د اساسي اصولو او سرو کرښو تعريف و، تر څو اسلامي دولت له نورو دولتونو ځانګړی شي. هغه صلی الله عليه وسلم په لومړي کال کې د "امت" مفهوم متبارز کړ، د دولتولۍ نظامونه يې پر پښو ودرول او په بهرني سياست کې يې په څرګنده توګه بيان کړه چې د دولت موخه د دين اظهار او دغې موخې ته د رسېدو طريقه قتال دی. په همدې دليل يې د درېیو کلونو په اوږدو کې د اسلامي دولت لښکر له خپلو پولو بهر څو سريو او غزاوو ته ولېږه او په دويم کال يې د بدر په غزا کې له ډېرو لږو نظامي امکاناتو سره قريش مشرکينو ته ماتې ورکړه. خو له بده مرغه چې په تېرو درېيو کلونو کې د دولتولۍ اساسي کرښې نه دي روښانه شوي او عملاً د حاکم نظام د ځينو رهبرانو هڅې د اسلام د تطبيق او خلکو د هدايت پر ځای د خلکو او دعوتګرانو پر ځپلو او د قدرت پر سر پر سيالۍ ورټولې شوې دي.

موږ خپلو مجاهدينو وروڼو ته يادونه کوو چې دين نصيحت دی. اوس هم فرصت له لاسه نه دی وتلی چې "غلبه" د الله تعالی پر نصرت بدله کړو، په دې شرط چې له الله تعالی سره ميثاق د دولتولۍ اساس وګرځوو او د حق مومنانو صفات خپل کړو. موږ باور لرو چې د مجاهدينو په منځ کې ستر خير شته او تقوا او اخلاص د هغوی په منځ کې څپې وهي. پر دغه اساس، پکار ده چې قدرت ـ چې د الله تعالی امانت دی ـ د اسلام د تطبيق او حمل لپاره وکارول شي. که اسلام تطبيق نه شي، نو مجاهدين او عام خلک به فاسد او متفرق شي. نو د قيامت په ورځ به څوک د جبار الله پر وړاندې د هغو کسانو مسوليت پر غاړه واخلي چې ان يوه ورځ يې له خليفه او د اسلام له تطبيق پرته ژوند کړی وي؟

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

ملي ګټې؛ زهرجن خنجر!

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

مسلمانان باید ملي ګټې د یوې سیاسي ګټې په توګه ونه پېژني. سیاسي ګټه یوه بشپړه اصطلاح ده، چې د اسلام په ثقافت کې ځای لري او له اسلام سره سمه ده. موږ په اسلامي فقه کې هېڅ داسې کتاب نه لرو چې کوم باب یا څپرکی یې دې د ملیت یا قومیت په اړه وي او یا یې دغه مفهوم تایید کړی وي. همدارنګه په هېڅ یوه شرعي نص او عربي لغت کې د ملیت مفهوم ته پام نه دی شوی؛ ځکه د «وطنیت» معنا چې په پښتو ژبه کې ورته ملیت وایو، د «مېشت کېدو» په معنا ده، یعنې استوګن او مېشت شوی وي. ویل کېږي «وطن فلان بالمکان» یعنې فلانی مېشت شو او فلانی ځای یې د ژوند لپاره وټاکه. که دغې معنی ته ځیر شو، ګورو چې د دغه مفهوم او هغو قوانینو او سیاسي ارزښتونو ترمنځ هیڅ اړیکه نشته چې دولت یې د خلکو د ګټو لپاره وضع کوي.

موږ په خپل طبیعي ژوند کې د انقلابونو د رامنځته کېدو او د ایډیولوژیو د نسکورېدو پر مهال د دغو قوانینو د بدلون شاهدان یو؛ د بېلګې په توګه د اروپا ملت د هغه حکومتي ظلم پر وړاندې نوی سیاسي نظام رامنځته کړ، چې له پادشاهانو سره د کلیسا د جوړجاړي په پایله کې پر خلکو روان و او دوی له ژوند څخه د دین د بېلېدو د عقیدې پر بنسټ دغه سیاسي نظام پیل کړ او داسې یو نظام ترې راووت چې دغه سیاسي نظام له وطن، خاورې او جغرافیې یعنې غرونو، دښتو او سیندونو سره هېڅ اړیکه نه درلوده؛ بلکې دغه سیاسي نظام د خلکو له عقل او فکر او له هغه څه چې دوی هوکړه پرې کړې وه او ګټې یې خوندي کولې، رامنځته شو.

دغه مورد د هغو خلکو په اړه دی چې د خپل تحریف شوي دین پر وړاندې یې انقلاب وکړ او پر وړاندې یې جګړې ته ور ودانګل؛ خو اسلامي امت باید په دې قضیه کې څه ډول دریځ ونیسي؟ همدارنګه د بلشویکیانو انقلاب د همغه وخت خلکو د افکارو په پام کې نیولو سره کمونیستي نظام رامنځته کړ او بیا د کمونیستي مفکورې د فساد او ناتوانۍ تر ښکاره کېدو وروسته له منځه ولاړ او بیا یې یو بل سیسټم رامنځته کړ، چې له تېر سیسټم سره په ټکر کې و او دغه سیسټم هم له ملي او جغرافیایي ارزښتونو څخه لرې و.

نو په ټینګار سره ویلی شو چې ملي ګټې یوه ناسمه اصطلاح ده، چې د واقعیت په ډګر کې نشته، بلکې دغه اصطلاح پر داسې مفهوم اطلاقېږي چې د هغو ملتونو په نزد له وطن او استوګنځي څخه ډېره لرې موخه لري، چې د دین او سیاسي نظام پر ضد یې انقلاب وکړ. دغه اصطلاح د دولت د جغرافیې او حدودو او د هغوی د ګټو د پایلو په اختلاف سره تغیر کوي او د ګټو پر اساس یې تصمیم نیول کېږي، چې ایا سره یوځای شي که ووېشل شي، په سوله پرېکړه وشي که په کورنۍ جګړه. لکه څنګه چې اوسمهال د روسیې او اوکراین او همدارنګه د چین او تایوان تر منځ په ځینو سیمو کې دغه اختلاف جریان لري؛ هغه تایوان چې په حقیقت کې یو وخت ټول یوه خاوره وه.

کله چې موږ د سیاستوالو، د واک د خاوندانو او قانون جوړوونکو لخوا د ملي ګټو د اصطلاح کارونې مفهوم ته ځیر شو، نو د دې اصطلاح پر وړاندې له تناقض او ګډوډۍ سره مخ کېږو او دغه ابهام او تناقض شته دی؛ مګر دا چې په معیارونو او د ملي ګټو له مفهوم سره په تعامل کې دوه ګونی چلند وکړو.

پر همدغه اساس ویلی شو چې د ملي ګټو مفهوم د دولت په موخو او غوښتنو پورې تړاو لري؛ هغه که دغه غوښتنې او موخې اقتصادي، یا نظامي او یا هم فرهنګي وي. د دغو موخو په مشخصولو سره د کورنيو سیاستونو موخې او نړیوالې اړیکې ترسیمېږي، یعنې خپل قوانین له واقعیت، امکاناتو او خپل لیدلوري څخه اخلي. لکه څنګه چې هر دولت هڅه کوي چې د خپلو ملي ګټو د خوندي کېدو لپاره چې له سیمې او د نړیوالو حدودو په چوکاټ کې له مشخصې جغرافیې سره تړاو لري او خپلو قوانینو سره چې د دولت له واقعیت، امکاناتو او خپل لیدلوري اخیستل شوي، ځان عیار کړي. نو ملي ګټې د سیاست په چوکاټ کې د واقعیت‌پالنې د یو مکتب تنظیم کېدو ته ویل کېږي.

کله چې موږ ملي اصطلاح ته له سیاسي اړخه وګورو، دې پایلې ته رسېږو چې دغه اصطلاح د پانګوالۍ اصطلاح ده، چې له مادي ګټې پرته بل هېڅ شي ته ارزښت نه ورکوي. له بده مرغه د دې اصطلاح تخم هغه وخت دلته وشیندل شو، کله چې اسلامي خاورې په کوچنیو او کمزورو دولتونو ووېشل شوې، چې اوس د نورو د لاس نانځکې دي.

کله چې دغه اصطلاح د شریعت په چوکاټ واچوو، نو وینو چې دغه اصطلاح د مسلمانانو دین او ژوند ته ډېر ستر خطر لري:

لومړی- د دې اصطلاح لومړی خطر عقیدوي دی؛ ځکه اسلامي عقیدې د وحې پر اساس د الله سبحانه وتعالی د اوامرو ترسره کولو له امله، هر هغه چا ته د حقونو ورکړه او د واجباتو مشخصول لازم کړي، چې د اسلامي دولت تابع وي. یوازې الله سبحانه وتعالی د خپلو بندګانو لپاره تکالیف، واجبات او حقونه ټاکلي دي او دغه ارزښتونه د خاورې او وطن پر اساس نه دي. نو حقونه د اسلامي خاورو په اختلاف سره توپیر نه کوي او د جغرافیې په اختلاف سره نه ساقطېږي. پر همدغه اساس هغه څه چې د یو مسلمان حق دی او هغه څه چې پر یو مسلمان واجب دي، په شرعي دلیل سر ثابت شوي، نه د جغرافیایي او سیاسي دلیل پر اساس.

دویم- د ملي ګټو دویم خطر د مسلمان د فکر په طریقه کې منهجي خطر دی؛ ځکه د مسلمان منهج د فکر په طریقه او تصمیم کې له شرعي دلیل څخه په شرعي حکم پورې مشروط او مقید دی. په افعالو کې اصل پر شرعي حکم مقیید کېدل دي. نو د ملیت لیدلوری له شرعي حکم سره په ټکر کې دی، چې د سیاسي او جغرافیایي واقعیتونو پر محور راڅرخي او دغه محور له حلالو، حرامو او د الله سبحانه وتعالی د اوامرو له تعظیم څخه لرې دی او په حقیقت کې د الله سبحانه وتعالی د حکم د له منځه وړلو لپاره یوه دروازه ده. الله سبحانه وتعالی فرمایلي:

﴿وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُّبِينً﴾ا [احزاب: 36[

ژباړه: مومن نر او ښځه دا حق نه لري، کله چې الله سبحانه وتعالی او پیغمبر یې یو امر لازم وګڼي، نو دوی دې په هغو کې اختیاري ولري؛ هر څوک چې د الله او د هغه د رسول نافرماني وکړي، ښکاره ګمراهي یې کړه ده.

همدارنګه په اسلامي فکر کې یوه اساسي قاعده دا ده، چې د الله سبحانه وتعالی دین د بندګانو د ګټو د خوندي کېدو لپاره راغلی دی، لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُواْ وَاتَّقَواْ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ وَلَـكِن كَذَّبُواْ فَأَخَذْنَاهُم بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ﴾ [اعراف: 96[

ژباړه: که د هغو ښارونو خلکو ایمان راوړی او تقوا یې غوره کړې وی، حتما به مو پر دوی له اسمان او ځمکې څخه برکتونه نازل کړي وی؛ خو هغوی زموږ د هدایت پیغامونه دروغ وبلل؛ نو موږ هم هغوی ته د خپلو دغو عملونو له امله جزا ورکړه.

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى﴾ [طه: 124[

ژباړه: هر څوک چې زما له یاد څه مخ واړوي، په رښتیا چې هغوی به سخت ژوند ولري او د قیامت په ورځ به یې نابینا راپورته کړو.

نو د مسلمانانو ګټې په دې کې دي، چې یو امت دی او ملیت یې نه شي سره بېلولی.

همدارنګه یوه بله اساسي قاعده دا ده، چې د ګټو ټاکل د عقل پر اساس نه، بلکې د شریعت پر اساس دي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ وَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَعَسَى أَن تُحِبُّواْ شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ وَاللّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ﴾ [بقره: 216[

ژباړه: جهاد پر تاسو فرض کړل شوی؛ په داسې حال کې چې هغه به مو نه خوښېږي، کېدای شي ستاسو یوه څه نه خوښېږي او په هغو کې مو خیر وي او کېدای شي یو څه مو خوښېږي، خو هغه ستاسو په زیان وي او الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ.

نو هر ځای چې شریعت وي، مصلحت او ګټه هم هلته دي؛ نه برعکس. له همدې امله هېڅوک د الله سبحانه وتعالی دین د ګټو په ضایع کولو نشي تورنولی.

درېیم- د ملي ګټو بل خطر مبدئي دی؛ ځکه مبدأ هغه عقیده ده چې باید وساتل شي، د همدې مبدأ له مخې باید د الله سبحانه وتعالی عبادت وشي او دا هغه نظام دی چې باید پلی شي او هغه رسالت دی چې باید ولېږدول شي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا﴾ [فتح: 28[

ژباړه: هغه چې خپل رسول یې له هدایت او حق دین سره راولېږه، ترڅو خپل دین پر ټولو دینونو برلاسی او غالب کړي او پر دغه امر د الله شاهد کېدل بسنه کوي.

نو ملیت عقیده نقض کړې، شرع یې ځنډولې او رسالت یې ضایع کړی دی.

څلورم- ملي ګټې سیاسي خطرونه لري؛ د سیاسي رژیمونو ډېروالی د ګټو اختلاف او ټکر رامنځته کوي، دا هغه څه دي چې د مسلمانانو د تفرقې لامل کېږي او پخپله یو منکر عمل او ستره ګناه ده. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَلاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ تَفَرَّقُواْ وَاخْتَلَفُواْ مِن بَعْدِ مَا جَاءهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُوْلَـئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ﴾ [آل‌عمران: 105[

ژباړه: د هغو خلکو په څېر مه کېږئ چې هغوی ته ښکاره نښې راغلې، خو دوی تیت پرک شول او اختلاف یې وکړ؛ د دغو کسانو لپاره ستر عذاب دی.

له شک پرته چې ملیت یو بدبویه، ناوړه او متعصب عمل دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«دعوها فانها منتنة»

ژباړه: هغه پرېږدئ، ځکه بدبوی دی.

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«لیس منا من دعا الی عصبیة ولیس منا من قاتل علی عصبیة ولیس منا من مات علی عصبیة»

ژباړه: څوک چې عصبیت ته دعوت وکړي، له موږ څخه نه دي؛ څوک چې د عصبیت لپاره وجنګېږي، له موږ څخه نه دي او څوک چې د عصبیت لپاره مړ شي، له موږ څخه نه دي!

ملي عصبیت د ټولو فسادونو مور او د هر ډول شر یوځای کوونکی دی، چې حرمت یې ډېر شدید حرمت دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

»يَا مَعْشَرَ الْمُسْلِمِينَ! اللهَ اللهَ، أَبِدَعْوَى الْجَاهِلِيَّةِ وَأَنَا بَيْنَ أَظْهُرِكُمْ بَعْدَ إِذْ هَدَاكُمُ اللهُ إِلَى الْإِسْلَامِ، وَأَكْرَمَكُمْ بِهِ، وَقَطَعَ بِهِ عَنْكُمْ أَمْرَ الْجَاهِلِيَّةِ، وَاسْتَنْقَذَكُمْ بِهِ مِنَ الْكُفْرِ، وَأَلَّفَ بِهِ بَيْنَكُمْ، تَرْجِعُونَ إِلَى مَا كُنْتُمْ عَلَيْهِ كُفَّاراً؟«

ژباړه: اې د مسلمانانو ډلې! له الله وډار شئ! ایا وروسته تر دې چې الله سبحانه وتعالی په اسلام سره تاسو هدایت کړئ، د اسلام په وسیله یې پر تاسو احسان وکړ، د اسلام په واسطه یې له تاسو څخه جاهلیت لرې کړ، له کفر څخه یې وژغورلئ او تاسو یې د اسلام په وسیله یو موټی کړئ، بیا هم جاهلیت ته وردانګئ. په داسې حال چې زه ستاسو په منځ کې یم. نو بیرته همغه خپل د کفر حالت ته ور ګرځئ؟!

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«لَيَنْتَهِيَنَّ أَقْوَامٌ يَفْتَخِرُونَ بِآبَائِهِمْ الَّذِينَ مَاتُوا، إِنَّمَا هُمْ فَحْمُ جَهَنَّمَ، أَوْ لَيَكُونُنَّ أَهْوَنَ عَلَى اللهِ مِنَ الْجُعَلِ الَّذِي يُدَهْدِهُ الْخِرَاءَ بِأَنْفِهِ. إِنَّ اللهَ قَدْ أَذْهَبَ عَنْكُمْ عُبِّيَّةَ الْجَاهِلِيَّةِ وَفَخْرَهَا بِالْآبَاء«

ژباړه: يا به خلک پر خپلو مړو پلرونو وياړ کول پرېږدي؛ ځکه هغوی د دوزخ سکاره دي. که نه نو کوم کسان چې پر خپلو پلرونو ویاړي، له هغې حشرې څخه به ډېر ذلیل شي چې د انسان مرداري په پوزه رغړوي. په یقین سره چې الله سبحانه وتعالی له تاسو څخه د جاهلیت فخر او وياړ لرې کړی او له تاسو څخه یې پر پلرونو ویاړ کول هم لرې کړي دي.

په رښتیا چې منفورې او ناوړې ملیت‌پالنې زموږ په ژوند کې خپله زهرجنه مېوه پخه کړې ده او موږ هره شېبه د هغې تریخ خوند څکو او نن ورځ غوره امت د سیند د ځک په څېر دی، چې هېڅ سیادت، خپلواکي، عزت او شوکت نه لري. نن ورځ موږ د مسلمانانو د شتمنۍ لوټلو، فقر، لوږې او محرومېدو شاهدان یو. موږ د ناحقه وینې تویېدنې شاهدان یو. د مسلمانانو د مقدساتو سپکاوی مباح شوی، خو موږ لا هم بې حرکته یو. نن ورځ په غزه کې وحشیانه وژنې او ویجاړۍ یوازې د غزې په قضیه بدلې شوې او په ډېرې بې شرمۍ مو هغه یوازې په یوه قومي قضیه او قدس مو په یوه فلسطیني قضیه بدل کړي دي؛ په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ إِلاَّ عَلَى قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَاقٌ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ﴾ [انفال: 72]

ژباړه: که یې له تاسو څخه په دین کې مرسته وغوښته، پر تاسو يې مرسته واجب ده؛ خو دا چې د هغه قوم پر وړاندې وي چې ستاسو او د هغوی تر منځ تړون وي. په رښتیا چې الله هر هغه څه ویني، چې تاسو یې ترسره کوئ.

الله سبحانه وتعالی فرمایلي:

﴿إِلاَّ تَنفِرُواْ يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَيَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلاَ تَضُرُّوهُ شَيْئًا وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ﴾ [توبه: 39]

ژباړه: که د جهاد پر لور حرکت ونه کړئ، تاسو به له ډېر دردوونکي عذاب سره مخ شئ او ستاسو پر ځای به بل قوم ستاسو ځایناستی شي او هغه ته به هېڅ زیان ونه رسوئ او الله تعالی د هر څه وس لري.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«المسلم أَخُو الْمُسْلِمِ لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يُسْلِمُهُ، مَنْ كَانَ فِي حَاجَةِ أَخِيهِ كَانَ اللهُ فِي حَاجَتِهِ، وَمَنْ فَرَّجَ عَنْ مُسْلِمٍ كُرْبَةً فَرَّجَ اللهُ عَنْهُ بِهَا كُرْبَةً مِنْ  كُرَبِ يَوْمِ القیامة»

ژباړه: مسلمان د مسلمان ورور دی، پر هغه ظلم نه کوي او دښمن ته یې نه سپاري. هر څوک چې د خپل مسلمان ورور اړتیاوې پوره کړي، الله سبحانه وتعالی د هغه اړتیاوې پوره کوي. څوک چې له یو مسلمان څخه غم لرې کړي، الله سبحانه وتعالی به له هغه څخه د قیامت غمونه لرې کړي.

همدارنګه فرمایي:

«ما من امْرِئٍ يَخْذُلُ امْرَأً مُسْلِماً فِي مَوْضِعٍ تُنْتَهَكُ فِيهِ حُرْمَتُهُ وَيُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ إِلَّا خَذَلَهُ اللهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ فِيهِ نُصْرَتَهُ»

ژباړه: که چېرې د یو مسلمان په نه ملاتړ سره د بل مسلمان حرمت او عزت له منځه ځي، نو الله سبحانه وتعالی به نوموړی هم په داسې ځای کې له مرستې بې برخې کړي، چې دی ورته اړتیا لري.

ملي ګټې د دې وسیله ګرځېدلې چې غزې ته خلک شاه کړي، د اجیرانو عیبونه پټ شي او خاینان توجیه وکړي. زموږ د خلکو په حق کې ظلم شوی او موږ د ماشومانو، سپین‌ږیرو، ناروغانو او بندیانو د وژلو او ځورولو شاهدان او همدارنګه موږ د ونو، ډبرو او د ژوند د ټولو وسایلو د له منځه وړلو شاهدان یو؛ خو دغه ټولې تېروتنې او ظلمونه د ناوړه ملي ګټو تر چتر لاندې پټېږي!

په الله سبحانه وتعالی قسم چې دا ملي ګټې نه دي؛ بلکې د تاج او تخت ګټې دي. د هغو مزدورو نظامونو ګټه ده، چې د مسلمانانو وینه، ابرو او مقدسات یې په ډېره کمه بیه پلورلي دي؛ یعنې د مزدورو او لاسپوڅو استعمارګرو نظامونو د خیانت په قېمت سره.

۱۴۴۵هـ.ق د ذولقعدې ۱۴مه

۲۰۲۴م د مې ۲۲مه

لیکوال: استاد سعید رضوان ابوعماد

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

سویلي اسیا د دويم راشده خلافت لور ته د تګ او له نوو څېرو سره د تېرو نظامونو د دوام ترمنځ په تاریخي ازمېیښت کې ده Featured

د بنګلدیش زړورو مسلمانانو د خپلو لاریونونو په څپې د دغه هیواد لومړۍ وزیره، شیخ حسینه د یوه ظالمانه او په استعمارګرو پورې تړلي حاکمیت تر اوږدې دورې وروسته په ډیر ذلت تېښتې ته اړ ایستله او د هغې د حکومت تیاره دوره یې پای ته وروسوله.

موږ د بنګلدیش مسلمانانو ته د دغې تاریخي لحظې مبارکي وایو او دا نه یوازې په بنګلدیش، بلکې ټوله سویلي اسیا کې یو ستر فرصت او د ویښتابه او نهضت د څپې پیل ګڼو. په سویلي اسیا کې د تېرو درېیو کلونو بدلونونه له «عرب پسرلي» سره پرتله کولی شو. له افغانستان څخه د امریکا تېښتې، د پاکستان ماتېدونکي سیاسي او امنیتي وضعیت او اوس په بنګلدیش کې تحولاتو دا سیمه له یوه تاریخي ازمېیښت سره مخ کړې. په دې حساسه لحظه کې لاندې ټکي او عبرتونه د یادولو وړ بولو:

غربي استعمارګر قدرتونه هڅه کوي چې د بدلون دا ستر فرصت – چې د بنګلدیش او ټولې سویلي اسیا د خلکو هیله ده- د څېرو په تغیر سره منحرف کړي. اصلي ستونزه پر اسلامي خاورو د دولت-ملت سیستم حاکمیت دی او د څېرو بدلون ستونزه نه  شي حل کولی.

لکه څنګه چې د عرب پسرلي له پیليدو سره بن علي له تونس څخه وتښتېد، خو دا چې نظام بدل نه شو، په وضعیت کې ښه‌والی رانغی. حسني مبارک په مصر کې له واکه لرې شو، خو دا چې نظام پر خپل حال پاتې شو، وضعیت تر پخوا لا خراب شو، همغه سیستم د سیسي پشان لا ظالم او لا خاین حاکم واک ته ورساوه. په پاکستان کې هم د ملکي او نظامي رهبرۍ په کچه بدلونونه راغلل، خو دا چې فاسد استعماري سیستم پر خپل حال پاتې شو؛ سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت تر پخوا خراب شو. په افغانستان کې هم د څېرو بدلون په بېلابېلو بڼو تکرار شوی. نو د بنګلدیش مسلمان خلک باید له داسې تاریخي تېروتنو درس واخلي او پرې نه ږدي چې د بدلون دغه تنده د څو څېرو په بدلېدو سره خړوبه شي. ځکه استعمارګر هڅه کوي چې په بېلابېلو فرېبونو د نظام په بڼه کې له بدلون پرته، د نوې څېرې په راوستلو سره په بنګلدیش کې خپل نفوذ وساتي.

له هغو عبرتونو چې له دغه ډول پېښو یې باید واخلو، یو يې دا دی چې د واک ریښې باید د ټولنې په ژورو کې وي؛ که نه نو دا ډول حکومتونه پايښت نه لري. ځکه خو اسلام د مشروعیت یوازینۍ لار بیعت ټاکلی، خو د بنګلدیش حکومت د یوه‌حزبي او استبدادي سیاست پر بنسټ عمل کاوه او تر ډېره یې له نړیوالو قدرتونو سره پر اړیکو تکیه کوله. بل عبرت د بنګلدیش «اقتصاد محوره» سیاست دی؛ ټولنه یوازې په اقتصاد سره مخته نه شو بيولی، هغه هم د پانګوالۍ په اقتصاد سره؛ ځکه چې انسانان پر مادي ارزښتونو سربېره، معنوي، اخلاقي او انساني ارزښتونو ته هم اړتیا لري. د خلکو له ارزښتونو سره د بنګلدیش حکومت د سیاستونو د نه همغږۍ له امله د حکومتولۍ پایله فساد شو.

خو اساسي ټکی دا دی چې که ولسي پاڅونونه د یوې مبدأ او اساسي فکر پر بنسټ نه وي؛ منحرفېږي او پایله نه لري. تاریخي تجربو ښودلې چې مسلمانان تل د استعمارګرو په ماتولو او طاغوتي نظامونو په راپرځولو کې بریالي شوي، خو د نظام جوړونې او دولتدارۍ په پړاو کې ناکام شوي. د بنګلدیش د اکثريت مسلمانانو او په ټوله کې د سویلي اسیا د مسلمانانو غوښتنه د دويم راشده خلافت تاسيس او د اسلام حاکمیت دی. د بنګلدیش مسلمانان باید پرې نه ږدي چې له کلونو مبارزې او قربانیو وروسته راغلی دا فرصت د خلکو په تېرايستونکو ډیموکراټیکو شعارونو او د نظام په بڼه کې له اساسي بدلون پرته له لاسه ووځي. نو په سیمه کې د واک څښتنان باید لاسونه سره ورکړي او له دغه فرصت څخه د دویم راشده خلافت د تاسیس لپاره ګټه پورته کړي؛ ځکه چې له خلافت پرته بل هر نظام به د اشغال، استعمار، ناورین او دیکتاتورۍ دوام وي.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ ۖ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾ [انفال: ٢٤]

ژباړه: «اې مؤمنانو! د الله او پیغمبر بلنې ته لبيک ووايئ، كله چې تاسو د ژوند بښونکي څيز لوري ته رابولي او پوه شئ، چې الله د انسان او د هغه د زړه ترمنځ حایل او خنډ ږدي او بېشکه چې تاسو به د هغه لور ته ورټولېږئ.»

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د پټروډالر د توافق واقعیت

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه:

د ۲۰۲۴م کال، د جون په ۱۸مه الحرة ویبپاڼې داسې مطلب خپور کړ: «په دې وروستیو کې خبري پاڼو په پراخه کچه داسې راپورونه خپاره کړي دي چې په ۱۹۷۴م کې د سعودي او امریکا تر منځ یو توافق شوی و؛ چې د دغه توافق له مخې سعودي مکلف و چې د خپلو نفتو ټول پلور په ډالر وکړي. د دغو راپورونو پر اساس، د دغه هوکړه‌ليک موده ۵۰ کاله وه، چې اوس پای ته رسېدلې ده...» خو د "لیډر اینسایټ" ویبپاڼې دغه راپورونه رد کړی او ټینګار یې کړی چې: «دغه ډول توافق نشته.» هیله لرم چې د دغه توافق حقیقت او د ډالر د ولکې په ساتنه کې د نفتو رول راته واضح کړئ او دا چې ایا بریکس په راتلونکې کې د ډالر پر ولکه اغيز کولای شي؟

ځواب:

د پورتنیو پوښتنو د ځوابونو لپاره باید لاندې ټکي وڅېړو:

لومړی: سربېره پر دې چې د سعودي او امریکا د توافق د پای ته رسیدو په اړه په پراخه کچه د ټولنیزو شبکو په وسيله خبرونه خپاره شوي، خو د دواړو هیوادونو رسمي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي. داسې ښکاري چې دوی قصداً پر دغې مسله سترګې پټې کړې دي! لکه څنګه چې رسنیو په لومړیو کې د دغه خبر له خپرولو څخه ډډه کوله. د بېلګې په توګه: د RT روسیې ویبپاڼې د ۲۰۲۴م کال د جون په ۱۵مه داسې مطلب خپور کړ: «اولگا سامووالوا په وزګلیاد کې لیکي: د پټروډالر توافق چې په ۱۹۷۴م کال کې د سعودي او امریکا تر منځ لاسلیک شوی و، پای ته رسیدلی او دا د سعودي لپاره فرصت دی چې خپل نفت او د نفتو محصولات نه یوازې په ډالر، بلکې په هر بل ارز چې وغواړي وپلوري. البته د رسنیو له تایید سره سم.» د دغه توافق په اړه دا د یوې روسي رسنۍ له لوري یو غیر رسمي تایید دی.

دویم: د امریکایي رسنیو منابع دا موضوع ردوي:

1- په پوښتنه کې راغلي و چې په الحرة ویبپاڼه کې د ۲۰۲۴م کال، د جون په ۱۸مه داسې راغلي دي: «...د دغو راپورونو پر اساس، د دغه توافق موده ۵۰ کاله وه، چې اوس پای ته رسیدلې ده او دا د امریکایی ارز د پای ته رسیدو په اړه د خوښۍ خبره ده. خو د لیډر انسایټ ویبپاڼې دا راپورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې دغه ډول توافق نشته».

2- د MorningStar ورځپاڼې د ۲۰۲۴م کال، د جون په ۱۷مه پر ټولنیزو شبکو د خپرو شوو راپورونو او روایتونو په اړه، چې په اوږدمهاله امریکایی او سعودي پټروډالر توافق کې شامل دي، ويلي چې: «دا ډول توافق هیڅکله نه و.»

3- په یوه ویبلاګ پوسټ کې چې د جمعې په ورځ خپور شو، پول دونوان، د UBS Global Wealth Management لوړپوړي اقتصادپوه، په دې اړه اشاره وکړه چې د "پټروډالر توافق" جعلي کیسه ډېره خپره شوې ده او دغه مسله د تایید غوښتنې د پلوۍ د خطرونو په اړه بل درس وړاندې کوي. (سرچینه: MorningStar، د ۲۰۲۴م کال، د جون ۱۷مه)

درېیم: هیڅ یوه لوري په دې وروستیو خبرو کې چې د ۱۹۷۴م کال د سپتمبر په ۶مه د امریکا او سعودي ترمنځ د پټروډالر توافق د پای ته رسیدو په اړه وې، رسمي تبصره نه ده کړې. د دواړو لورو لخوا په دې موضوع کې د رد یا تایید په اړه هیڅ رسمي بیان نه دی ورکړل شوی، بلکې لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، د نورو رسنیو او سرچینو له لوري پرې تبصرې شوې دي! خو نور قراین هم شته چې له مخې یې د امریکا او سعودي ترمنځ د دغه ډول توافق شتون شونی دی، له دغو قراینو څخه د لاندې ټکو یادونه کولای شو:

۱. په ۱۹۷۸م کال کې د امریکا د عمومي محاسبې محکمې راپور کې چې د "امریکا او سعودي د اقتصادي همکاریو کمیټې" تر سرليک لاندې خپور شوی، داسې راغلي: «عمومي اداره د سعودي او امریکا د اقتصادي همکاریو د فعالیتونو پیاوړي کولو وړاندیز کوي، چې په ۱۹۷۴م کال د جون په میاشت کې رامنځ ته شوی دی او په ریاض کې د امریکا د خزانې وزارت د دفتر پرانیستلو لپاره د پټروډالر چرخې د بیا پیل لپاره وړاندیز کوي.» دا راپور په خپله مقدمه کې د دغې ګډې کمیټې د تاسیس تایید کوي.

۲. وروسته له دې چې پل دونووان په خپل ویبلاګ پوسټ کې وویل: «دا معلومه ده چې د "پټروډالر توافق" کیسه چې نن ورځ خپریږي، د جعلي او دروغو له خبر پرته بل څه نه ده.» او زیاته یې کړه: «ښايي د پټروډالر توافق ته نږدې کیسه، یو پټ توافق وي چې د ۱۹۷۴م کال په وروستیو کې د امریکا او سعودي ترمنځ لاسلیک شوی و او په هغه کې ژمنه شوې وه چې د امریکا په خزانه کې د سعودي د نفتو له پلور څخه ترلاسه شوو ملیاردونو ډالرو پانګونې په بدل کې به دا هیواد سعودي ته مرستې او نظامي تجهیزات وړاندې کړي.» (سرچینه: MorningStar، ۲۰۲۴م کال، د جون ۱۷مه)

۳. وروسته له دې چې د MorningStar ورځپاڼې د ۲۰۲۴م کال،  د جون په ۱۷مه وویل: «د امریکا او سعودي ترمنځ د پټروډالر توافق هیڅکله نه و.» په بل ځای کې وايي: «د امریکا د حساب ورکولو ادارې په خپاره شوي راپور کې، د امریکا او سعودي د ګډې کمیټې مسله راغلې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړي کولو لپاره جوړه شوې وه او د هغه د تاسیس توافق د ۱۹۷۴م کال د اګېسټ په ۶مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کیسینجر او د سعودي ولیعهد فهد بن عبدالعزیز ترمنځ لاسلیک شوی و.»

۴. کویټي ورځپاڼې «القبس» د ۲۰۲۰م کال د اکټوبر په ۲۰مه په خپله «خبري حافظه» خپرونه کې یو خبر خپور کړ چې د ۱۹۷۴م کال، د جون په ۷مه خپور شوی و. په هغې کې داسې راغلي: «ولسمشر نیکسون نن له شاهزاده فهد بن عبدالعزیز، د سعودي د لومړي وزیر د دویم مرستیال او کورنیو چارو وزیر سره په منځني ختیځ کې پایدارې سولې ته د رسېدو په اړه خبرو اترو کې ګډون وکړ او د اقتصادي، صنعتي او دفاعي همکاریو پراختیا په اړه یې خبرې وکړې. دغه خبرې په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر نیکسون په دفتر کې تر میلمستیا وړاندې وشوې. په دغو خبرو کې شاهزاده فهد په دې هڅه کې و چې امریکا د نفتو د تامین په بدل له سعودي سره نظامي مرستې زیاتې کړي.»

۵. د businesstimes.com.sg ویبپاڼې د ۲۰۲۴م کال د جون په ۱۸مه یادونه وکړه چې: «د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ۱۹۷۴م کال، د جون په ۸مه په خپله لومړۍ پاڼه کې ویلي: «د بهرنیو چارو وزیر کیسینجر او شاهزاده فهد بن عبدالعزیز، د سعودي د لومړي وزیر دویم مرستیال او د ملک فیصل ناسکه ورور، نن سهار په بلرهاوس کې چې د سپینې ماڼۍ پر سړک دی، یو شپږ مخیز تړون لاسلیک کړل.»

څلورم: د پورته دریم بند په دقیقې کتنې سره، په ځانګړې توګه له فهد بن عبدالعزیز څخه د نیکسون هرکلی د دغې لیدنې ډیر اهمیت ښيي او بیا د ۱۹۷۴م کال د اګېسټ په ۶مه د امریکا او سعودي د اقتصادي همکاریو کمیټې تاسیس، چې د امریکا د عمومي محاسبې محکمې راپور یې یادونه کوي، د هغو توافقاتو ښودنه کوي چې داسې ښکاري چې دغه کمیټه د دغو توافقاتو د پلي کولو مسولیت لري او دا ټول د امریکا او سعودي ترمنځ د توافق شتون تاییدوي، ښايي دغه توافق لیکل شوی او محرم وي او یا ښايي ناليکل شوي توافقات وي، چې د یو کوچني مزدور دولت او د یو ځواکمن دولت لکه امریکا ترمنځ شوي او دا ډول توافقات معمولاً که لیکلي هم نه وي، د مزدورانو لپاره مکلفیت لري.

پورته ټول حقایق د پټرو ډالر تړون شتون تاییدوي؛ موږ هم دې ته ترجیح ورکوو؛ که څه هم دا موضوع پټه ساتل شوې او رسمي ادارو نه ده تایید کړې، خو رد کړې یې هم نه ده. 

پنځم: هغه څه چې دا تاییدوي، هغه دا دي چې امریکا د نړیوال ارز په توګه د ډالر ټاکل توجیه کوي؛ لکه څنګه چې: 

۱. د ۱۹۴۴م کال د بریټن ووډز تړون له مخې، چې هر انس طلا یې ۳۵ ډالر وټاکه، ډالر د نړیوال مالي نظام په لوړ سر کې راغی؛ داسې چې ډالر او طلا یو شان ارزښت ترلاسه کړ؛ خو د امریکا د استعماري پروژو، په ځانګړې توګه د ویتنام جګړې او د جګړې په لګښتونو کې د زیاتوالی له امله، امریکا اړ شوه چې له هغو ډالرو څخه ډیر چاپ کړي چې هغه یې په طلا بدلولی شول، تر دې چې د ۱۹۶۰مې لسیزې په پای کې په نړۍ کې د ګردش په حال کې ډالر تر طلا زیات شول. دغې مسلې نور هیوادونه وهڅول چې په بدل کې یې له امریکا څخه طلا وغواړي؛ دې د امریکا د طلا ذخيرې کمې کړې. لکه څنګه چې د ۱۹۷۱م کال په پای کې د امریکا د طلا ذخیرې له ۵۷۴ ملیون انس څخه شاوخوا ۲۶۱ ملیون انسه ته راکمې شوې. دلته و چې ریچارډ نيکسون، د امریکا د هغه وخت ولسمشر، د ۱۹۷۱م کال د اګېسټ په ۱۵مه د طلا معیار لغوه کړ او په دې توګه ډالر له طلا څخه په بشپړه توګه جلا شو. دغه مسله د "نيکسون ناورین" په نامه مشهوره ده.

۲. د ډالر او طلا دغه بېلوالي د امریکا لپاره سیاسي او مالي ستونزې رامنځته کړې او د نړۍ هیوادونه نور د ډالر د ترلاسه کولو لپاره اړ نه وو. نو امریکا اړ شوه چې د نورو لارو چارو په لټه کې شي، تر څو هیوادونه د ډالرو ډیرې غوښتنې ته وهڅوي او په پایله کې د ډالر نړیوال تسلط خوندي کړي، تر دې پورې چې بلاخره امریکا خپل حل انرژۍ ته د نړۍ په اړتیا کې ولید؛ هغه وخت د انرژۍ اصلي سرچینه نفت وو، چې سعودي یې لوی تولیدونکی و.

۳. د نيکسون حکومت له ۱۹۷۲ تر ۱۹۷۴م کال پورې له سعودي سره د پټروډالر توافق په اړه خبرې وکړې او په پایله کې یوه موافقه وشوه چې له مخې یې امریکا د سعودي رژیم امنیت تضمین کړ او په بدل کې یې سعودي، چې د نړۍ تر ټولو ډېر نفت توليدوي او د نړۍ تر ټولو ډېر د نفتو ذخایر لري، خپل نفت په ډالرو وپلوري؛ لکه څنګه چې سعودي هم موافقه وکړه چې د خپلو نفتي عوایدو ملیاردونه ډالر بیا بېرته د امریکا په خزانه کې وساتي.

۴. تر دغه تړون وړاندې، سعودي د هغه وخت په حکومت کې د انګلیسي عناصرو د نفوذ له امله، خپل نفت په پونډ پلورل، کله چې دا تړون د ۱۹۷۴م کال، د جون په ۸ مه د بهرنیو چارو وزیر کیسینجر او شهزاده فهد بن عبدالعزیز ترمنځ لاسلیک شو، دا یوه مقدمه شوه چې د نفتو بیه د سټرلنګ پر ځای په ډالر ټاکي.

له دې وروسته، شهزاده فهد په ۱۹۷۵م کال کې د خپل ورور ملک خالد د سلطنت په وخت کې د شهرت لوړه کچه ترلاسه کړه او ولیعهد شو. هغه د ​خپل ورور ملک خالد د واکمنۍ پر مهال ډیری صلاحیتونه درلودل او د ملک خالد تر مرګه همداسې وو؛  بیا د ملک خالد تر مرګ وروسته د ۱۹۸۲م کال، د جون په ۱۳مه پاچا شو. هغه  امریکا ته په وفادارۍ کې مشهور و.

نو د سعودي د نفتي پلور له ۱۹۷۵م کال راهیسې په ډالر کېږي، تر ۱۹۷۴م کال وروسته سرچینو له مخې، د سعودي د نفتو پلور په امریکايي ډالرو کېږي او دا مسله په اوپیک کې د غړو هیوادونو لپاره هم پلې کېږي. په دې توګه هر هیواد چې د نفتو اخیستل غواړي، اړ دی چې کافي اندازه ډالر ولري، ځکه دا یوازینی ارز دی چې د نفتو په راکړو ورکړو کې کارول کېږي. په دې مانا چې دې هیوادونو باید ډالري پورونه او یا له مالي بازارونو څخه ډالر اخیستی وی او یا په هره بله وسیله د ځان لپاره ډالر واخلي. د یادونې وړ ده چې امریکا د ډالر د دوامداره زیاتیدو تضمین ورکړی او د فډرال ریزرو بانک د ډالر تولید دوامداره تضمین کړی دی... په ځانګړې توګه دا چې د سعودي ریال له ډالر سره تړلی و او له همدې امله یو عامل د سعودي لپاره شته، ترڅو خپل اقتصادي ثبات خوندي کړي او د امریکا له ډالرو سره وفادار او متعهد وي. لکه څنګه چې انادولو خبري اژانس د ۲۰۱۹م کال د سپتمبر په ۴مه راپور ورکړ: "خالد الفالح، د سعودي د انرژۍ وزیر تایید کړه چې د امریکا ډالر به د خپلو خامو نفتو پلورلو او سوداګرۍ لپاره د باور وړ ارز پاتې شي..."

شپږم: که د امریکا د سیالانو، چین او روسیې په رهبرۍ، بریکس سره د سعودي یو ځای کېدل پر ډالرو د نفتو پلور په اړه د سعودي د محدودیت په دوام اغېز وکړي، دا موضوع د نورو عواملو تر اغېز لاندې راځي چې د وضاحت لپاره یې موږ لاندې ټکو ته اشاره کوو:

۱. د BRICS اصطلاح د برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا اقتصادونو ته اشاره کوي. برازیل، روسیې، هند او چین په ۲۰۰۶م کال کې د BRIC ګروپ جوړ کړ، چې مخ پر ودې هیوادونو ته په نړیوالو چارو کې ډیر رول ورکړي. په ۲۰۱۱م کال کې د دې ډلې نوم د سویلي افریقا په ګډون BRICS ته بدل شو. د ۲۰۲۳م کال، د اګېسټ په ۲۴مه د سویلي افریقا په پلازمینه جهانسبورګ کې د ال ۱۵ کنفرانس په پای کې خبر ورکړل شو چې د ۲۰۲۴م کال په پیل کې به د سعودي په ګډون مصر، امارات، ایران، اتوپیا او ارجنټاین هم د بریکس غړي شي. د دې غونډې یو هدف د ډالر له تسلط څخه د خلاصون لپاره هڅه او د بریکس غړو لپاره د یوه پولي واحد صدور و، هغه څه چې دغه هیوادونه په هغې کې موافقې ته ونه رسیدل، بیا یې پریکړه وکړه چې په خپلو اسعارو راکړې ورکړې وکړي. له همدې امله دغې ډلې هڅه وکړه چې سعودي، چې د نفتو لوی صادرونکی دی، دغې ډلې ته راوبولي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۴م کال د فبروري په لومړۍ نیټه د سعودي په رسمي تلویزیون کې له بریکس سره د سعودي د یو ځای کېدو رسمي اعلان سره سره، د سعودي د سوداګرۍ وزیر مجید القصابي، د سویس په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې وویل: "سعودي ته د بریکس د ګډون لپاره بلنه ورکړل شوه، خو موږ لا تر اوسه په رسمي توګه ګډون نه دی کړی." (سرچينه: سکای نیوز عربي، ۲۰۲۴م کال، د جنوري ۱۶مه) دا په دې معنی ده چې سعودي په بریکس کې د ګډون لپاره د امریکا موافقې ته ـ که د امریکا په ګټه وه ـ په تمه و.

۲. له بریکس سره د سعودي پشان په امریکا پورې تړلو هیوادونو یو ځای کېدل دغه ډله کمزورې کوي او له ماتې سره يې مخ کوي؛ لکه څنګه چې موږ د بریکس پولي واحد له صدور سره د سویلي افریقا د مخالفت شاهدان وو. په بریکس کې له روسیې او چین پرته کوم خپلواک هیواد نشته؛ پاتې غړي هیوادونه ټول د غرب، په ځانګړې توګه امریکا مزدوران ګڼل کیږي. خو روسیه او چین غواړي داسې وښيي چې دوی له غرب سره د مقابلې او د مقابلې جبهې جوړولو وړتیا لري او تل د څو قطبي نړۍ خبرې کوي. کله چې امریکا سعودي او خپلو نورو مزدورانو ته په بريکس کې د ګډون اجازه ورکوي، غواړي نفوذ پکې وکړي، لکه څنګه چې وړاندې یې هم د ختيځې اروپا هېوادونه وهڅول چې په ۲۰۰۴م کال کې اروپایي اتحادیه کې ګډون وکړي، ترڅو له دغو هیوادونو په استفادې پر اروپايي اتحادیه اغېز ولرلی شي او د دغو هیوادونو له لارې اروپايي اتحادیې ته ننوځي. لکه څنګه چې د پولنډ، چې د اروپايي اتحادیې غړی شو، له لارې یې وکولی شو چې د دغې ټولنې لپاره د اساسي قانون د تدوین مخه ونیسي؛ دا هغه قانون و چې د اروپايي اتحادیې سیاسي قدرت یې زیاتاوه او د فدرالي شبه دولت تر حده ور نیږدې کېدل. خو له دې لارې یوه کمزورې اتحادیه پاتې شوه چې تل د ماتې او سقوط له ګواښ سره مخ ده. همدارنګه کله چې سعودي، چې د اوپیک تر ټولو لوی تولیدونکی دی او په اوپیک کې لوی نفوذ لري، موظف شو چې د روسیې د تولیداتو د کنټرول لپاره د اوپيک دننه د سعودي او روسیې په همغږۍ یو ډول اتحاد رامنځته کولو لپاره له لازمو اسالیبو کار واخلي.

۳. پوتین، چې هیواد یې د بریکس له بنسټ ایښودونکو دی او د دې ډلې لپاره د خپلواک پولي واحد صدور ته ډیر لیواله دی، د دې ډلې د غړو هیوادونو سیاسي واقعیت ته تسلیم شوی او وايي: "د بریکس دوامداره پراختیا به په نړیواله کچه د دې ډلې رول فعال کړي او دا چې د خپلواک پولي واحد اخیستلو موضوع لا تر اوسه حل شوې نه ده، حل او نورو خبرو ته اړتیا لري..." (منبع: الجزیره، ۲۰۲۳م کال، د اګېسټ ۲۴مه) همدارنګه الجزیره وړاندې له دې د ۲۰۲۳م کال، د اګېسټ په ۲۳مه یو مطلب خپور کړ: "د بریکس لپاره د خپلواک پولي واحد جوړولو موضوع د پنځو هیوادونو ترمنځ د اختلافاتو د شتون له امله په رسمي توګه د کنفرانس په اجنډا کې نه نیول کېږي... خو پوتین په دغې ډله کې په یوه ویډیوې وینا کې غوښتنه وکړه چې د ډلې غړي په خپلو معاملاتو کې خپل پولي واحدونه وکاروي..." له همدې امله، روسیه په دې ډول بریالۍ نه شوه چې د ډالر بدیل پیدا کړي، البته لا هم د بریکس له غړو د یوه پولي واحد د تحقق غوښتنه کوي.

اووم: تر هغه وخت پورې چې پیسې کاغذي وي ذاتي ارزښت به نه لري؛ اقتصادي ستونزې، اقتصادي انحصارونه، سیاسي اختلافات او ان استعمار به دوام مومي. اسلام د الله سبحانه وتعالی له وحي سره سم پیسې په طلا او نقره پورې تړلې دي. طلا او نقره پخپله ذاتي ارزښت لري او لکه څنګه چې په صحیح احادیثو کې ثابت شوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم طلا او نقره د پیسو په توګه غوره کړې دي او دا یې یوازیني پولي معیار ټاکلی چې د مال او عمل ارزښت ورګرځي. خو استعمارګرو د اقتصادي او مالي استعمار لپاره کاغذي پیسې د خپل استعمار وسیله جوړه کړې ده. له همدې امله یې د پیسو او نغدي وجهې لپاره نور سیستمونه جوړ کړي چې اساس یې طلا او نقره نه دي او ستونزې له همدغه ځایه پیل شوې...

نو دا ستونزې د خلافت دولت له اقامې پرته نه حلېږي؛ خلافت به طلا او نقره پیسې کړي چې پخپله طلا او نقره به په ګردش کې وي او یا به یې بدیل کاغذي پیسې په ګردش کې وي؛ دا به داسې ځایناستي وي چې په هر وخت کې به یې بېرته طلا او نقرې ته اوښتل شوني وي. دا هماغه شریعت دی چې الله سبحانه وتعالی په پاک او خالص علم سره نازل کړی دی. الله سبحانه و تعالی فرمایي: 

﴿أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ﴾ [ملک: ۱۴]

ژباړه: «ایا هغه (د زړونو په حال) نه پوهېږي چې هغه پیدا کړي دي؟ په داسې حال کې چې هغه باريک ليدونکی (په پټو رازونو پوه) او باخبره دی.»

۱۴۴۶ هـ.ق کال د محرم ۱

۲۰۲۴م کال، د جولا ۷مه

ژباړن: اسرار تکل

 

د مطلب ادامه...

د دوحې تړون ته په پابندۍ سره که افغانستان له فلسطين سره پوله هم لرلای، څه شی يې نه شول کولی! Featured

د ايسنا خبري شبکې د راپور له مخې د افغانستان د حکومت د رئيس الوزراء سياسي مرستيال، چې د ايران د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه يې تهران ته سفر کړی و، د فلسطين د قضيې په اړه څرګنده کړې چې: «افغانستان د ايران له اسلامي جمهوریت سره د غزې د مظلومو خلکو ملاتړ کوي او که چېرې موږ له اشغالګر رژيم سره پوله لرلای، نو د غزې له مظلومو خلکو څخه په ملاتړ په جګړه کې ور ګډېدلو».

د رئيس الوزراء سياسي مرستيال داسې وخت دغه خبرې کوي چې د دوحې تړون او د ځینو غير شرعي افکارو شتون د افغانستان د حکومت لاسونه داسې د شا لخوا تړلي چې حتا که افغانستان د فلسطين پر ځای هم وای، نه يې شو کولی چې د يهودي دولت پر وړاندې ګام پورته کړي. امريکا د دوحې په تړون کې د افغانستان له فعلي حکامو ژمنه اخيستې «چې خپل هيڅ غړي او د القاعدې په ګډون نورو افرادو او ډلو ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د امريکا متحده ايالاتو او د هغوی متحدينو ته د تهديد لپاره استفاده وکړي.» امريکا په دغه تړون سره خپل متحدين له خطر څخه خوندي کړي دي او يهودي دولت د اسلامي خاورو په زړه کې د امريکا تر ټولو ستر ستراتژيک شريک او متحد دی.

پر دغه اساس، د دوحې تړون ته په پابندۍ سره که افغانستان له فلسطين سره پوله هم لرلای، نو د حاکمانو استدلال به يې د مصر او اردن د حاکمانو له استدلال سره توپير نه درلود. دغه هېوادونه چې د افغانستان په پرتله ډېره نظامي وړتيا لري، د فلسطين له خلکو سره د نصرت نه کولو لپاره پر خپلو اقتصادي مصلحتونو او سياسي هوکړه‌ليکونو استدلال کوي. مصر په ۱۹۷۸ کال کې له اسرائيلو سره کمپ ډيويډ د سولې معاهده لاسليک کړې او اردن په ۱۹۹۴ کال کې د وادي عربه تړون لاسليک کړی چې د هغو پر اساس يې تعهد کړی چې اسرائيلو ته به خطر متوجه نه شي.

يو بل مورد چې د اسلام د هر اړخيز تطبيق او مظلومانو د نصرت په لاره کې يې د افغانستان د حکومت لاسونه تړلي دي، د دغه نظام «پراګماټيک او اقتصادي محوره» سياست دی. په دغه سياست کې اسلامي ارزښتونه کمزوري کېږي او ملي ګټو او اقتصادي اړېکو ته لومړيتوب ورکول کېږي. اقتصاد محوري او شخصي او ملي ګټې دي چې له فلسطين سره هم‌سرحده هېوادونه يې د غزې له مسلمانانو سره خيانت ته اړايستلي دي. امريکا د اسرائيلو د امنيت د تأمين لپاره له مصر او اردن سره مالي مرسته کوي او لبنان او سوريه هم د ملي ګټو او اقتصاد محوره سياست پر بنسټ استدلال سره خپل خيانت ته دوام ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې اسلام بهرنی سياست د دعوت او جهاد له لارې د اسلام حمل (لېږد) مقرر کړی دی.

هيڅ عذر د اسلامي خاورو حکام د فلسطين له مظلومو خلکو سره له نصرت څخه نه شي راګرځولی. که واقعاً له فلسطين سره پوله نه لرل له هغوی سره د مرستې نه کولو لپاره عذر وي، بايد پام وشي چې افغانستان له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره هم پوله لري، چېرې چې پر اسلامي شعائرو بندېز لګېدلی او مسلمانان د اسلام په خاطر په زندانونو کې اچول کېږي او شکنجه کېږي. حتا تاجک مسلمانې خويندې چې د تاجکستان حکومت يې د حجاب پر ايسته کولو حکم کړی او هغوی د افغانستان لور ته د «وا معتصماه» په څېر نارې وهي! دغه راز له شرقي ترکستان سره هم پوله لرو، هغه خاوره چې د کمونيست چين لخوا اشغال شوې ده او د يهودي دولت په څېر يې پر خلکو ظلم او تېری کوي. خو د افغانستان  حکومت وايي چې د «واحد چين» سياست ته ژمن دی او د چينايي پلاوو تود هرکلی کوي.

پر دغه اساس، که د افغانستان حکام د تقوا لار خپله نه کړي او له ډيپلوماټيکو او تشو خبرو څخه لاس وا نه خلي، نو ډېر ژر به د نورو اسلامي خاورو د حکامو له کاروان سره يو ځای شي. د نورو حکامو د استدلال له اسلوب څخه ـ چې له خپلو خلکو سره خيانت کوي ـ بايد ډډه وشي او د الله سبحانه و تعالی له مکر څخه بايد ووېريږو، ځکه چې الله تعالی تر ټولو غوره مکر کوونکی دی. بايد پوه شو چې څرنګه چې د مظلومانو نصرت پر اهل قدرت فرض دی، دغه شان پرې د خلافت تأسيس هم فرض دی، د خلافت دولت به د ټينګې کلا په څېر د مسلمانانو له وينو او حريم څخه دفاع وکړي. نو د اهل قدرت شرعي مسووليت دا دی چې، هر ميثاق چې د الله سبحانه و تعالی له ميثاق سره په ټکر کې دی، مات کړي او د دويم راشده خلافت د تأسيس لپاره ګام پورته کړي، تر څو الله سبحانه و تعالی د هغوی مرسته وکړي او قدمونه يې ټينګ کړي.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ [محمد: ۷]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی که د الله (دین) ته نصرت ورکړئ، هغه به ستاسو نصرت وکړي او ستاسو قدمونه به ټينګ او مستحکم کړي.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

په اقصی کې تلمودي صلوات؛ پر صلاح الدین نوی غږ!

(ژباړه)

خبر:

د الجزیرې ویبسایټ راپور ورکړ چې د یهود میشتو ښارګوټو ډیرو اوسېدونکو د جولای په ۲۳مه د اقصی جومات انګړ ته په زوره ننوتل چې تملودي صلوات ووایي. دغه خبر د «نن ۱۸۴ یهود د اقصی جومات انګړ ته په زور ننوتل» تر سرلیک لاندې خپور شو.

تبصره:

د یهودي رژیم ظلمونه لا هم پراخ روان دي؛ په غزه کې بې دفاع خلک په بې خورا وحشت وژني، مجاهد ځوانان په جنین او طولکرم او د ختیځې تړانګې په نورو سیمو کې شکنجه کوي، په قدس کې فساد کوي او د اقصی جومات انګړ ته په بې شرمۍ ننوځي؛ خو دا خبرونه خپریږي او هیریږي.

پر اقصی بریدونه غږ او په غزې کې وژنې رسنیز پوښښ نه لري. ایا اسلامي امت ویده دی!؟ ایا د وینو او وژنو له پیښو او صحنو سره عادت شوی!؟ د هغو کسانو لخوا چې د خنزیر او شادیانو وروڼه بلل کیږي، پر اقصی برید پر یو عادي خبر بدل شوی چې وینه مو په جوش نه راولي!؟

که یهود له دغې جګړې وړاندې د مجد الاقصی د زماني او مکاني ویش لپاره د خپل پلان مطابق مخکې تلل، چې د ابراهیمي جومات په څېر یې کړي؛ اوس چې ټول اسلامي امت د غزې مسلمانان یوازې پریښي او د یهودو د ظلمونو او وحشتونو پر وړاندې چوپ دي، یهود خپلې موخې ته نیږدې شوي او طمع یې ډیره شوې ده. که امت او پوځونه یې، علما او ټول ځواکونه د اقصی مرسته ونه کړي؛ وروسته بیا چغې او ژړاوې ګټه نه لري.

د اردن، الجزایر، مصر او نورو اسلامي هېوادونو په پوځونو کې مخلص مسلمانان څه ته په تمه دي؟ ایا د مړو جسدونه او سوځېدلي جنازې تاسو په حرکت نه راولي!؟ ایا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسری لپاره حرکت نه کوئ!؟

څه ته اړتیا ده چې د ظالمو او خاینو حکامو له اطاعت څخه لاس واخلئ او د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د رضا ترلاسه کولو لپاره حرکت وکړئ چې د دنیا او آخرت اتلان مو کړي؟ او د قیامت تر ورځې به له اسمانه ستاسو لپاره غږ کیږي: مسجد الاقصی چا د یهودو له منګولو ازاد کړ؟ او یا غواړئ چې الله سبحانه وتعالی درته ووایي: چا زما د رسول د مسری سپکاوي ته اجازه ورکړه او پرې یې ښوده چې زما دښمنان هغه چټله کړي!؟

اې د اسلامي امت په پوځونو کې افسرانو! ایا غواړئ اقصی جومات د مغصوب علیهم په ډیسکوټیک بدل شي!؟ الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿أَلَا تُقَاتِلُونَ قَوْمًا نَّكَثُوا أَيْمَانَهُمْ وَهَمُّوا بِإِخْرَاجِ الرَّسُولِ وَهُم بَدَءُوكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ ۚ أَتَخْشَوْنَهُمْ ۚ فَاللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَوْهُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ﴾ [توبه: ۱۳]

ژباړه: «ایا له هغو خلکو سره نه جنګیږئ چې خپل تړونونه يې (مکرراً) مات کړي دي او (مخکې هم هغوی و چې) (له مکې څخه) د پیغمبر د ایستلو پریکړه یې وکړه او هغوی لومړی تیری کړی و. ایا تاسو له هغوی څخه ویریږئ؟ الله د دې ښه حقدار دی چې ورڅخه ووېریږئ، که تاسو مومنان یئ».

لیکوال: بیان جمال

۱۴۴۶هـ.ق د محرم ۲۱مه

۲۰۲۴م د جولای ۲۷مه

د مطلب ادامه...

د مسلمانو د مشرانو خیانت د اسلامي ټولنې د ذهنیت په فاسدولو کې له صهیونیستانو سره مرسته کوي

خبر:

د فتوا لپاره د اندونیزیا علماوو شورا (MUI) رییس محمد اسرورون وروسته له هغه د MUI د دوو غړو غړیتوب وځنډاوه چې د یهودي ګټو ملاتړي سازمان سره د اړیکو تور پرې پورې شو؛ دا پرېکړه د نهضة العلماء د غړو او اسرایلو د ولسمشر ترمنځ تر لیدنې وروسته وشوه. د دغو کسانو هویت نه دی افشا شوی. اسرورون وویل چې دغو دوو تنو تېر کال په سينګاپور کې د اسرایلو له سفیر سره کتلي وو. د هغوی د غړیتوب ځنډېدل د موضوع تر روښانه کېدو پورې دي او اصلي پرېکړه به وروسته وشي. تر دې وړاندې نهضة العلماء اسرایلو ته د پنځو تنو علماوو سفر غندلی او بې‌اجازې يې بللی و. د سمیه‌يیزو رسنیو له لوري د دغو  کسانو نومونه زین المعارف، منور عزیز، نور البحرالعلوم او عزه عنفیسه خپاره شول. نهضة العلماء د اسرایلو له ولسمشر هرتزوګ سره دغه کتنه نامناسبه او بې‌اجازې وبلله. (سرچینه: Jakartaglobe.id)

تبصره:

په غزه کې د روانې نسل وژنې سربېره اسرایلي دولت هڅه کوي چې اسلامي علما، مشران، روڼ اندي او ځوانان د صهیونیستي رژیم په ګټه وکاروي. د حیرانتیا وړ ده چې اوس هم په مسلمانانو کې باسواده کسان او علما شته چې له صهونیستي مشرانو سره لیدنې ته لیواله دي او یا له صهیونیستي پلوه ډلو سره دوستانه اړیکې لري.

دا د غزې له خلکو، چې هره ورځ په بې رحمانه ډول وژل کیږي، سره ستر خیانت دی. مسلمانان د یو بدن په څېر دي؛ کله چې یې یو غړی خوږ شي، ټول بدن ورسره دردېږي. د مسلمانانو د ورورولۍ د دغه مفهوم په اړه دوی پوهیږي؟ که دا مسلمان شخصیتونه د سولې او زغم په نامه د صهیونیستي رژیم له مشرانو سره خپلې لیدنې توجیه کوي؛ نو د سولې ویجاړونکو او د نړۍ تر ټولو توکمپال او اپارټایډ رژیم ته کومه سوله وړاندې کېدی شي؟

دا ډول کړنې یوازې د مسلمانانو پر وړاندې د ایمان او رحم د کمزورۍ او د اسلامي ټولنې دښمنانو ته د تسلیمیدو په معنی دي.

دا هغه ناروغي ده چې نن ورځ زموږ ځینې مسلمانان ورونه پرې اخته دي، چې د مسلمانانو پر وړاندې سخت خو د کافرانو پر وړاندې نرم دي. الله تعالی موږ ته امر کوي چې له کافرانو سره سختي او له مسلمانانو سره نرمي وکړو. دغه لارښوونه نه یوازې پر مسلمانه ټولنه، بلکې پر مسلمانو مشرانو هم تطبیقیږي. شونې نه ده چې دغه شخصیتونه دې له صهیونیستانو سره په ازاده توګه همکاري وکړي او یا دې له صهیونیستي رژیم سره د خپل حکومت او چارواکو له اجازې پرته لیدنه وکړي.

که دولت په ریښتیا هم د صهیونیزم پر وړاندې کلک هوډ لرلای او له فلسطین څخه یې په کلکه دفاع کولای، نو په دولت کې دننه ټول عناصر یې باید نه یوازې د فلسطین د دفاع لپاره پورته کړي وای، بلکې په اسلامي ټولنه کې د صهیونیستي رژیم د تبلیغاتو د ډیرو کوچنیو فرصتونو مخه به یې هم نیولي وای.

په اندونیزیا کې له صهیونیستانو سره د مسلمانو روڼ اندو د ښو اړیکو ساتل ښيي چې د اندونیزیا حکومت له صهیونیزم سره د مبارزې او د فلسطین په دفاع کې جدي نه دی. دا د فکر وړ ده، ځکه چې د اندونیزیا او اسراییلو ترمنځ سوداګریزې اړیکې شته او په وروستیو کلونو کې څو اسرایلي ورزشکارانو او چارواکو اندونیزیا ته سفر کړی دی.

یوازې اندونیزیا دا کار نه کوي؛ ښايي نور مسلمان هېوادونه هم ورته چلند وکړي. له یوې خوا پر صهیونیزم نیوکه کوي او د فلسطین ملاتړ کوي، خو له بلې خوا له اسرایلو سره همکاري کوي او صهیونیستي تبلیغاتو ته اجازه ورکوي چې د مسلمانانو په ذهنونو کې نفوذ وکړي.

دغو حالاتو ته په کتو، د اوسنيو مسلمانو مشرانو څخه د فلسطين د کړکېچ هوارولو ډېره لږه تمه شته. پرېږدئ چې دا حقیقت افشا شي ترڅو مسلمانه ټولنه د خپلو مشرانو پر خیانت پوهه شي او دا درک کړي چې دا رهبران د مسلمانانو د اوس او راتلونکي دواړو لپاره هیڅ ګټه نه شي رسولی.

مسلمان وروڼه، مشران، روڼ اندي او علما باید تل د الله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم لارښوونې په یاد ولري، چې په نیکۍ او تقوا کې له یو بل سره مرسته وکړي، نه په ګناه او دښمنۍ کې. ایا تاسو د الله تعالی له خبرداري څخه نه وېرېږئ، په تېره بیا کله چې تاسو اسلام او مسلمانه ټولنه د الله تعالی او مسلمانانو له دښمنانو سره کتنې او ورورګلوۍ ته وربولئ؟ دا د الله تعالی د ایتونو پټولو او په لږ قیمت خرڅولو ته ورته کړنه ده. په اخرت کې به دا خلک د دوزخ اور خوري. الله تعالی فرمايي:

«إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنزَلَ اللّهُ مِنَ الْكِتَابِ وَيَشْتَرُونَ بِهِ ثَمَنًا قَلِيلاً أُولَـئِكَ مَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ إِلاَّ النَّارَ وَلاَ يُكَلِّمُهُمُ اللّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلاَ يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ» [بقره: ۱۷۴]

ژباړه: «په رښتیا هغه خلک چې د الله تعالی نازل کړي کتاب (یوه برخه) پټ (یا یې تحریفوي)، او هغه په لږه ګټه خرڅوي، هغوی د دوزخ له اور پرته بل څه نه خوري او د قیامت په ورځ الله تعالی له هغوی سره خبرې نه کوي او هغوی (له ګناهنونو) څخه نه پاکوي. هغوی ته سخت عذاب په تمه دی.»

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

عبدالله اسوار

۱۴۴۵هـ.ق کال، د محرم ۱۶مه

۲۰۲۴م کال، د جولای ۲۲مه

د مطلب ادامه...

د اسلامي خاورو پر حریم د یهودي رژیم تېری او په پلازمېنو کې د امت د بچیانو ترور؛ تر يهودي کيان وړاندې د دغو ډارنو رژیمونو جرم دی! Featured

  • خپور شوی په فلسطین

(ژباړه)

صهیونیستي رژیم په یوه خاینانه او بې شرمانه برید کې د ایران په تهران ښار کې د حماس ډلې سياسي مشر، زموږ ورور، اسماعیل هنیه ترور کړ. له الله سبحانه و تعالی څخه رحمت، مغفرت او د شهداوو مقام ورته غواړو! إنالله و إنا الیه راجعون!

د دغه غضب شوي رژیم چټل لاسونه اوږده شوي او فساد یې له حده تېر دی. جنایتونه یې نور د فلسطین تر مبارکې ځمکې نه محدودېږي چې خلک یې له ټول‌وژنې، شکنجې او نسل‌وژنې سره مخ کړي. اوس یې الوتکې او چورلکې د مسلمانانو د خاورو په ښارونو او پلازمېنو کې ګرځي، هر ډول چې وغواړي وژل کوي، ویجاړول کوي، اورونه بلوي او هر وخت چې وغواړي ترور کوي. د غزې او یمن یا د بیروت سویلي ضاحیې او تهران ترمنځ کوم توپیر نشته. د حال او مقال ژبه یې وايي چې دوی نه د مسلمانانو د وينې حرمت پېژني، نه يې د ځان، نه يې د ځمکې او نه يې د فضا. ښکاري چې دوی هیڅ مرز نه لري او یوه سره کرښه یې هم نه شي راګرځولی.

وضعیت داسې شوی چې نور یوه اسلامي خاوره هم نشته چې د یهودي رژیم له تعرض او تېري خوندي وي. دا په داسې حال کې ده چې خاین او دسیسه کوونکي حکام دومره ذلیل او خوار شوي چې نور هغو خاورو ته چې تېری پرې شوی، هغه کرامت ته چې نقض شوی او یا هغو ګاونډیو مسلمانانو ته چې د دښمن تر ظلم لاندې دي، هیڅ پام نه کوي. دوی ان په ناحقه تویې شوې وینو ته، هغه که د هغو مېلمنو وي چې دوی ته یې پناه راوړې او یا د هغو مسلمانانو وي چې د یهودو د ظلم له لاسه دوی ته ورغلي، په حرکت نه راځي.

د ټولو حکامو حالت يو شان دی؛ هغوی چې په ښکاره خیانت کوي او له یهودي رژیم سره اړېکې عادي کوي او هغوی چې په درواغو د مقاومت ادعا کوي، هیڅ توپیر نه لري. ټول حکام په ورته حالت کې دي؛ یا چوپ پاتې دي او په دسیسو کې لاس لري او یا هغه ډارن دي چې ان د دښمن بریدونو ته له ځواب څخه عاجز دي! دوی د ځواب ویلو حق یوازې د ځان لپاره محفوظ ګڼي او د بیړني اقدام پر ځای په راتلونکي کې پر ځواب ویلو اکتفاء کوي او یا هم د بزدلۍ له امله اغېزناک اقدام نه کوي؛ په داسې حال کې چې د امریکا تر چت لاندې یې پناه اخیستې او دښمن له کوم محدودیت پرته وژنو او ویجاړیو ته دوام ورکوي.

څه چې نن ورځ یهودي رژیم کوي، ښيي چې دښمني یې ځانګړو چارواکو یا دولتونو ته نه، بلکې ټول اسلامي امت ته معطوفه ده. یهودي رژیم پر ټولو برید کوي او شر یې نور یوازې د فلسطین تر خلکو نه محدودېږي او دا شر به تر هغې دوام کوي چې څو د یهودي رژیم جرړې نه وي ایستل شوې.

تر هغې چې یهودي رژيم شته، خپل تجاوز ته به دوام ورکوي. دا پېښې ښيي چې په اوسنیو شرایطو کې نه بومي مسلمانان او نه هغوی چې اسلامي خاورو ته یې پناه راوړې، هیڅ خوندي ځای نه لري!

تر هغې چې دا ډارن حکام شته او د واک پر ګدۍ ناست وي؛ د مسلمانانو خاورې به همداسې لوټېږي، پر کرامت به یې تېری کېږي، وینې به یې تویېږي او ځانونو ته به یې ګواښ وي.

سره له دې چې د امت شمېر، شتمنۍ، پوځونه او ځواکونه زیات دي؛ خو تر هغې به هیڅ ګټه ونه لري چې څو د دغو خاینو رژیمونو لخوا محدود وي. دا حاکم رژیمونه نه د امت دفاع کوي او نه یې پشتوانه ده!

له دغو حکامو د ژغورنې او خلاصون قضیه او مسله چې له امت سره یې خیانت او خپل دین يې سپک کړی او له الله سبحانه و تعالی او پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره یې خپل عهد مات کړی، اوس په هره پېښه کې ښکاري او ان دا قضیه د هر هغه مصیبت اصل او اساس شوی چې په اسلامي خاورو کې پېښېږي.

د مسلمانانو لپاره د ډال په توګه د یوه داسې امام او رهبر د شتون قضیه اوس اصلي اړتیا ګرځېدلې چې دین اقامه کړي، جهاد ژوندی وساتي او خپلې خاورې او خلک خوندي کړي. باید هیره نه کړو چې د داسې امام او رهبر شتون فرض دی او له راتګ سره به یې د الله سبحانه و تعالی په خوښه یهودي رژیم او د هغو تېري له منځه لاړ شي او هیڅ نښه به یې پاتې نه شي! الله سبحانه و تعالی فرمايي:

‏‏﴿كُلَّمَا أَوْقَدُواْ نَاراً لِّلْحَرْبِ أَطْفَأَهَا اللّهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الأَرْضِ فَسَاداً وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ [مائده: ۶۴]

ژباړه: «دوی چې کله هم (د مومنانو پر وړاندې) د جګړې اور بل کړی، الله هغه (د دوی په ماتولو او د مومنانو په بري) مړ کړی دی. دوی په ځمکه کې د فساد رامنځته کولو هڅه کوي (او په فریب او فتنه اچولو او جګړه فساد خپروي. دوی مفسدین دي) او د الله مفسدین نه خوښېږي»

د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر – د فلسطین مبارکه خاوره

۱۴۴۶هـ.ق، دمحرم ۲۵مه

۲۰۲۴م کال د جولای ۳۱مه

 

د مطلب ادامه...

د کفر او ایمان تر منځ پوله د لمانځه ترک کول دي

(ژباړه)

له جابر بن عبدالله رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«بَيْنَ الكُفْرِ وَالإِيمَانِ تَرْكُ الصَّلَاةِ» (جامع الترمذي/۲۶۶۳)

ژباړه: د کفر او ایمان تر منځ پوله (د بېلتون ټکی) د لمانځه ترک کول دي.

دغه حدیث شریف په تفصیل سره د کفر او ایمان تر منځ پوله بیانوي؛ یعنې د دوو متضادو باورونو (ایمان او کفر) تر منځ د بېلتون ټکی لمونځ دی. دغه امر د الله سبحانه وتعالی پر عبادت او پر ټولو خاصو او عامو احکامو باندې په منګولو لګولو دلالت کوي، ځکه که د صلاة (لمانځه) لغوي معنا ته ځیر شو، نو وینو چې د خاصو عباداتو د ترسره کولو لپاره له خپل رب سره د بنده د اړیکې په معنا دی. همدارنګه یو مسلمان باید د هغه عمل په ترسره کولو کې خپله ژمنتیا څرګنده کړي، چې یو بنده خپل رب ته نږدې کوي او هغه عملونه باید ترسره کړي چې الله سبحانه وتعالی پرې فرض کړي دي.

هغه عملونه چې د شکر، عبادت او الله سبحانه وتعالی ته د نږدېوالي ښکارندویي کوي، په ټولو کې مهم یې لمونځ دی. خو که د لمانځه هراړخیزې معنا ته پام شي، د صلاة تر نامه لاندې موخه یې ټول شرعي احکام دي؛ ځکه دغه موضوع له متن څخه ترلاسه کولی شئ. صلاة د هغو ټولو احکامو په اړه کنایه ده، چې الله سبحانه وتعالی پر انسان فرض کړي او یو انسان باید یوازې د ایمان پر ژبني اقرار بسنه ونه کړي؛ بلکې د ایمان پر هغو غوښتنو یا احکامو باید عمل وکړي، چې ايمان د هغو پر ځای کول ايجابوي او الله سبحانه وتعالی له موږ غوښتي چې ورته ژمن پاتې شو او منګولې پرې ټینګې کړو. پر همدغه اساس دواړې معناوې ترې اخیستلی شو او دواړې پخپل وار سره سمې دي.

پر موږ مسلمانانو لازمه ده چې د الله سبحانه وتعالی پر ټولو احکامو ـ له عباداتو نیولې بیا تر معاملاتو پورې  ـ یو ډول عمل وکړو، ځکه پر الله سبحانه وتعالی رښتینی باور یوازې هغه وخت په لاس راځي، چې دغه تصدیق عملي پلی کړو، چې په حقیقت کې د الهي احکامو پلي کول دي.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې موږ د هغو کسانو په ډله کې حساب کړي، چې پر الله سبحانه وتعالی یې د «رب» په توګه ایمان راوړی او پر خپل ایمان او هغو ټولو احکامو چې په شریعت کې پرې واجب دي، استقامت کوي. همدارنګه له الله سبحانه وتعالی غواړو چې موږ د مسلمان په توګه په دنیا کې ژوند وکړو او د مسلمان په توګه له دنیا څخه لاړ شو. الله آمین!

اې ربه! د نبوت پر منهج راشده خلافت راپه برخه کړه، چې په واسطه یې د مسلمانانو ستونزې او سختۍ لرې او مصیبتونه او بلاوې له منځه لاړې شي. اې ربه! ځمکه په خپل کریم نور سره روښانه کړه! اللهم آمین آمین!

ژباړه: بهیر (ویاړ)

د مطلب ادامه...

اې د اسلامي خاورو حکامو، ایا نه پوهېږئ!؟

(ژباړه)

خبر:

د ترکیې د پارلمان رییس، نعمان کورتولموش وویل: «کومه ټولنه چې د خپلې ټولوژنې عامل ته - چې په نړیوالو محکمو کې محاکمه کېږي- چک چک کوي، پخپله دغه ټولنه هم په دغې ټولوژنه کې شریکه ده. تاسو ته د ننګ ځای دی! » (سرچینه: فتیح مډیا، ۲۰۲۴م کال د جولای ۲۵مه)

تبصره:

په داسې حال کې چې د ۲۰۲۳ م کال د اکټوبر له ۷مې را وروسته پر غزه د یهودي رژیم بریدونه دوام لري او په پایله کې یې لسګونه زره ملکي وګړي وژل شوي دي. د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د امریکا د کانګرېس د مشرانو په بلنه د کانګرېس ګډې غونډې ته حاضر شو. نتانیاهو په یاده غونډه کې شاوخوا یو ساعت خبرې وکړې او د هرې جملې په پای کې به یې د کانګرېس غړو تود هرکلی کاوه. ټولې نړۍ ته معلومه ده چې د غزې د بې ګناه وګړو د وژلو اصلي عامل امریکا ده، خو د نتانیاهو پر وړاندې د امریکا د کانګرېس دریځ دغه حقیقت تر پخوا ډېر ثابت کړ.

د ترکیې د پارلمان رییس «تعمان کورتولموش» چې د امریکا د دریځ په اړه خپل نظر بیان کړ، البته د پام وړ نظر دی. خو پوښتنه دا ده چې ایا د نوموړي دغه نظر د ترکیې د دولت له اقداماتو سره چې د همدغه پارلمان په واسطه رهبري کېږي، توافق لري که نه؟ ایا د ترکیې دولت د تېرو شپږو میاشتو په اوږدو کې په غزه کې د یهودي رژیم د نسل وژنو له پیل راهیسې ډېری داسې توکي لکه اوسپنه، فولاد او خوراکي توکي د یهودو رژیم ته نه دي رسولي؟ ولې نعمان کورتولموش په هغه وخت کې د ترکیې د دولت دغو اقداماتو ته هېڅ غبرګون ونه ښود؟ د ترکیې دولت ولې د یهودي رژیم لخوا د دغې نسل وژنې د درولو لپاره ځواب ورنه کړ؟ ولې یې هغه وخت دا خبره ونه کړه چې پوځونه باید د غزې د مظلومو او بې وسه خلکو د ژغورلو لپاره حرکت وکړي؟ ایا د نوموړي څرګندونې هغه تشه بیانیه نه ده، چې موخه یې یوازې د ترکیې د مسلمان ولس غلي کول دي؛ لکه د خپل ولسمشر رجب طیب اردوغان د څرګندونو په څېر؟

ټوله نړۍ او ان ماشومان پوهېږي چې امریکا په غزه کې د یهودي رژیم لخوا د نسل وژنې ملاتړ کوي! ایا په دغو شرایطو کې لازمه نه وه چې د نعمان کورتولموش دریځ د امریکا پر ځای د اسلامي خاورو حکامو ته متوجه وای، په ځانګړي ډول ترکیې ته چې د غزې د نسل وژنې په اړه یې چوپتیا غوره کړې ده!؟

پر همدغه اساس، وایو: که نعمان کورتولموش د امریکا په اړه په خپلو څرګندونو کې په رښتیا جدي وي، باید لاندې موارد د رښتیني غبرګون په توګه څرګند کړي:

۱. مسلمان حکام دې په ټوله نړۍ کې په ځانګړي توګه په ترکیه کې له امریکا سره د اړیکو پرې کېدو ته راوبولي.

۲. د اسلامي خاورو ټولو حکامو ته دې ووایي، چې د غزې ازادي یوازې د پوځونو په بسیج سره شونې ده.

۳. هغو ټولو مسلمانانو ته دې ووایي چې د غزې د نسل وژنې دردېدو ته لېوالتیا لري، زړونه یې ورباندې خوږېږي او شپه او ورځ د دغې موخې لپاره لاریونونه کوي، چې د دولتونو ماڼیو او د پوځونو اډو ته لاړشئ او پر خپلو دولتونو فشار راوړئ.

۴. په پایله کې او تر ټولو مهم اقدام دا دی، چې د نبوت پر منهج دې د راشده خلافت دولت تاسیس ته دې دعوت وکړي، ځکه چې د غزې د مظلومو مسلمانانو او ټولو اشغال شویو اسلامي خاورو د ازادۍ لپاره یوازنۍ حللاره ده.

له دې پرته به د نعمان کورتولموش څرګندونې نه د الله سبحانه وتعالی او نه هم د مسلمانانو پر وړاندې کوم ارزښت ولري؛ بلکې که داسې ونه کړي، نو د الله سبحانه وتعالی له قهر سره به مخ شي، ځکه الله سبحانه وتعالی داسې فرمایي:

 ﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ۞ كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ [صف: ۲ او ۳]

 ژباړه: «اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! ولې داسې خبره کوئ چې عمل نه پرې کوئ؟ الله سبحانه ډېر په قهر کېږي چې خبره وکړئ، خو عمل نه پرې کوئ!»

لکه د یوه شاعر د شعر دغه مفهوم:

«له داسې کړنې نهي مه کوه چې خپله یې کوې؛ دا تاته لوی شرم او ننګ دی.»

ټولو مسلمانو حکامو ته په خطاب کې! تاسو وینئ چې د امریکا کانګرېس قاتل نتانیاهو ته چک چکې وهي او هغه ته د یو اتل په سترګه ګوري؛ اې مسلمانو حکامو، ایا نه پوهېږئ!؟

 لیکوال: رمضان ابو فرقان

۱۴۴۶هـ.ق د محرم ۲۱مه

۲۰۲۴م کال د جولای ۲۷مه

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې