دوشنبه, ۲۳ شوال ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۴/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     13 شوال 1446

میلادی نېټه :     جمعه, 11 اپریل 2025 م

شمېره:      ۳۷/ ۱۴۴۶


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
مطبوعاتي اعلامیه بې جهاده فتوا د بې لمانځه اذان پشان ده؛ غږ یې لوړ وي خو ګټه نه لري!

 (ژباړه)

په غزه کې د یهودي رژیم د روانو وحشیانه وژنو په اړه د اسلامي نړۍ د ډېرو علماوو له اوږدې چوپتیا وروسته، د مسلمانو علماوو نړیوال اتحاد (IUMS) بالاخره یوه فتوا ورکړه چې پکې د اشغالګر یهودي رژیم پر ضد د وسله‌وال جهاد غوښتنه شوې ده. په دې فتوا کې ټینګار شوی چې باید اسلامي خاورې فوري نظامي مداخله او د فلسطیني مقاومت ملاتړ وکړي او له یهودي رژیم سره د اړیکو هر ډول عادي کول ختم کړي. دغه فتوا د علماوو د اجتهاد او فتوا کمیټې له لوري - چې مرکزونه یې په دوحه او استانبول کې دي - د یهودي رژیم لخوا د اوربند د نقض په غبرګون کې شوې او غوښتنه یې کړې چې دا رژیم باید د ځمکې، سمندر او هوا له لارې محاصره شي او نورې اسلامي خاورې دې ژر تر ژره د فلسطیني مقاومت مالي، نظامي او سیاسي ملاتړ وکړي. د IUMS په اعلامیه کې راغلي، هغه ټول‌وژنه چې په غزه کې روانه ده او تر اوسه یې په پایله کې تر ۵۰ زرو زیات کسان شهیدان شوي؛ یو منظم جنایت دی چې د عربي خاورو د بې‌غورۍ او د اسلامي نړۍ د حکومتونو د شرموونکې چوپتیا تر سیوري لاندې د امریکا په مستقیم ملاتړ ترسره کېږي.

سره له دې چې دغه فتوا – چې په اسلامي خاورو کې د حاکمو دولتونو پر اوږو دروند مسولیت ږدي - تر ډېر ځنډ وروسته ورکړل شوه؛ پر وړاندې یې د نورو علماوو او فتوا ورکونکو بنسټونو غبرګونونه بیلابیل وو. ځینو یې دغه فتوا وستایله، خو هیڅ عمل یې ونه کړ؛ ډېری چوپ پاتې شول، لکه د کلونو وحشت او ظلم پر وړاندې چې چوپ پاتې وو؛ او ځینو خو په بی‌شرمۍ رد کړه؛ لکه په مصر کې د سیسي د رژیم دارالافتاء چې په خپل دغه کار یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر دغه حدیث هم سترګې پټې کړې، چې فرمايي:


«وَمَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ، فَلْيَقُلْ خَيْرًا أَوْ لِيَصْمُتْ»

ژباړه: څوک چې پر الله تعالی او د قیامت پر ورځ ایمان لري، هغه دې نېکې خبرې کوي او یا دې چوپ پاتې شي. (رواه البخاري ومسلم)

له هغو کسانو څخه چې دا فتوا یې تایید او او وستایله، په پاکستان کې مفتي تقی عثماني و، چې ویې ویل: «د اسراییلو پر وړاندې جهاد پر ټولو اسلامي حکومتونو واجب دی». هغه په اسلام‌اباد کې د فلسطین په ملي کنفرانس کې وپوښتل: «د اسلامي هیوادونو پوځونه که د لومړۍ قبلې د ازادۍ لپاره جهاد ته نه راپورته کېږي، نو ګټه یې څه ده؟»

موږ حزب‌التحریر–ولایه پاکستان له هماغه پیل څخه د یهودي رژیم د وحشي یرغل په غندلو کې خاموش پاتې نه‌ شو او د مسلمانانو له پوځونو مو همدا غوښتنه کړې چې دا فتوا ټینګار پرې کوي. موږ تل دا خبره واضح کړې چې جهاد یوه شرعي فریضه ده او په دې برخه کې سستي او ځنډ د منلو نه دي. موږ په ډاګه اعلان کړی: «د فلسطین د ازادۍ لاره کنفرانسونه نه، بلکې د پوځونو عمل دی.»

که څه هم دغه فتوا ناوخته خپره شوې، خو موږ وایو: «تر نه خپرېدو یې ناوخته خپرېدل هم ښه دي!» خو یوه مهمه پوښتنه لا هم پاتې ده: دا فتوا به څنګه عملي کېږي؟ علما او امت دواړه پوهېږي چې د جهاد پر وړاندې اصلي خنډ د مسلمانانو مزدور حکام دي. دوی هغه قوي دیوال جوړ کړی چې یهودي رژیم د امت له قهره ساتي. دغه حکام د الله سبحانه وتعالی شریعت نه عملي کوي، د هغه احکام یې ځنډولي او د اسلام د کلا تاج، یعنې جهاد یې درولی. ایا دا منطقي ده چې له داسې چا مرسته وغواړو چې له امت سره یې خیانت کړی دی؟ ایا موږ باید له هغه چا هيله ولرو، چې پوځونه یې په زنځیرونو تړلي او امت یې پړ او بې وسه کړی دی؟

شرعي قاعده ده چې: (ما لا يتم الواجب إلا به فهو واجب) «هغه څه چې د یوه واجب کار د پوره کولو لپاره ضروري وي، هغه خپله هم واجب دي.» نو دغه قاعده موږ مکلفوي چې دغه حاکم نظامونه لرې کړو، ځکه همدوی د جهاد او ازادۍ پر وړاندې خنډ دي او همدوی امت او د امت پوځونه نه پرېږدي چې خپله شرعي فریضه او مکلفیت ادا کړي. دا کار یوازې هغه مهال شونی دی چې یوه صادقه رهبري رامنځته شي، داسې رهبري چې د امت د یووالي پروژه ومني، حاکمیت بېرته امت ته راوګرځوي او امت د فلسطین د سپېڅلې خاورې د ازادۍ لپاره رهبري کړي.

نن دغه رهبري په حزب‌التحریر کې شته؛ دا حزب د نبوت پر منهج راشده خلافت د بیا تاسیس پروژه لري او رهبري یې جلیل القدر عالم‎ عطاء بن خلیل ابو الرشته کوي. دا حزب یوازې د مسلمانانو د پوځونو - په ځانګړې توګه د پاکستان پوځ - له منځه د واک او ځواک خاوندانو نصرت ته اړتیا لري چې وروستی ګام واخیستل شي.

موږ پر ټولو علماوو او مفتي صاحبانو غږ کوو: له حزب‌التحریر سره کار وکړئ، جدي دعوت وکړئ، تر څو د مسلمانانو لپاره داسې یو خلیفه وټاکل شي چې د امت یووالی بیا راولي، پوځونه په حرکت راولي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری پوره کړي چې فرمايي.

«لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يُقَاتِلَ الْمُسْلِمُونَ الْيَهُودَ، فَيَقْتُلَهُمُ الْمُسْلِمُونَ، حَتَّى يَخْتَبِئَ الْيَهُودِيُّ وَرَاءَ الْحَجَرِ أَوِ الشَّجَرِ، فَيَقُولُ الْحَجَرُ أَوِ الشَّجَرُ: يَا مُسْلِمُ، يَا عَبْدَ اللَّهِ، هَذَا يَهُودِيٌّ خَلْفِي، فَتَعَالَ فَاقْتُلْهُ، إِلَّا الْغَرْقَدَ، فَإِنَّهُ مِنْ شَجَرِ الْيَهُودِ»

ژباړه: قیامت تر هغه وخته نه راځي، ترڅو چې مسلمانان د یهودو پر وړاندې ونه جنګېږي؛ مسلمانان به یې تر هغه وژني چې یهود به د ډبرو يا ونو ترشا پټ شي، نو دغه ډبرې او ونې به وايي: اې مسلمانه اې د الله تعالی بنده دلته زما ترشا یهودی پټ دی، راشه او ویې وژنه؛ خو د غرقد ونه به نه وایي، ځکه دا د یهودو ونه ده. (رواه مسلم)

د حزب‌التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۶ هـ.ق کال، د شوال ۱۳مه

۲۰۲۵م کال، د اپرېل ۱۱مه

د صدور ګڼه: ۳۷/ ۱۴۴۶

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې