یکشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
مطبوعاتي اعلامیه امریکا پر یمن او غزه بریدونه کوي او زموږ پوځونه یې نندارې ته ناست دي!

 

(ژباړه)

له څو ورځو راهیسې امریکا –د ټرمپ په خبره «وژونکي او ویجاړوونکي» ځواک- څخه په استفادې د یمن پر خلکو وحشیانه بریدونه کوي. هغه وړاندې ګواښ کړی و چې: «دوزخ به داسې درباندې را ړنګ کړم چې هیڅکله مو نه وي لیدلی!»

دا دی د امریکا چلند! چې په تکبر او ګستاخۍ د مسلمانانو خاورې بمباروي؛ اولادونه یې وژني او مقدساتو ته یې سپکاوی کوي؛ د دغو وحشیانه کارونو کولو پر وخت د مسلمانانو حکامو او پوځونو ته هیڅ پام نه کوي؛ ته به وایې چې پر وړاندې یې هیڅوک نشته.

د ایران چارواکي چې تل د «ستر شیطان» یعنې امریکا پر وړاندې د مقاومت او دښمنۍ د ملاتړ شعار ورکوي، اوس په راحتۍ د یمن له حوثیانو ځان باسي؛ لکه هیڅ ملاتړ یې چې نه وي کړی! حوثیان یې یوازې پرېښي چې یهودو او امریکا ته اسانه ښکار وي!

له بل لوري، امریکا هڅه کوي چې ان د خپلو سیاستونو مخالفان هم جوړجاړي ته اړ کړي. وروسته له هغې چې په لبنان کې د ایران حزب (حزب الله) یې اړ کړ چې له یهودو سره له شخړې لاس واخلي او ایران یې اړ ایست چې د غزې او مقاومت ډلو ملاتړ پرېږدي؛ اوس غواړي حوثیان هم اړ باسي چې په سره بحیره کې د یهودو د اقتصادي ګټو له ګواښلو لاس واخلي. موخه یې دا ده چې غزه د یهودو او ټرمپ د وحشتونو پر وړاندې یوازې پرېږدي چې په اسانۍ یې تر ستوڼي تېره کړي.

نن ورځ د ټرمپ په دوره کې د امریکا سیاست دا دی: یا تسلیم شئ او یا مړه! او که مسلمانان او د مسلمانانو پوځونه له دغه اوږده خوبه راویښ نه شي؛ تیاره راتلونکی به یې په تمه وي. ټرمپ به یې یو پر بل پسې په خاورو بریدونه وکړي؛ ځکه چې څوک په مخ کې نه شي درېدی او نه یې شاتګ ته اړ کولی شي. ټرمپ دا خبره په ډاګه او بې پردې کړې ده!

نو د مسلمانانو په پوځونو کې پر مخلصانو واجب ده چې ژر تر ژره د اسلام او مسلمانانو د ملاتړ او مرستې لپاره راپورته شي او د یهودو، امریکا او د کفر ټولو ځواکونو پر وړاندې ودرېږي؛ دا کار باید همدا اوس وکړو، وړاندې له دې چې زموږ ټولې خاورې ویجاړې کړي، موږ له ژړا او افسوس پرته بله لار ونه لرو او د تېښتې کومه لار هم نه وي راپاتې!

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۶هـ.ق، د رمضان ۱۹مه

۲۰۲۵م، د مارچ ۱۹مه

د صدور ګڼه: ۱۴۴۶/۹۵

 

Last modified onیکشنبه, 23 مارچ 2025

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې