د نصرت په اړه د الله سبحانه وتعالی زیري او ابتلاءګانې (څلورمه برخه)
- خپور شوی په تثقیفي
د نصرت په تحقق کې د وګړو د کمښت او ډېرښت اغېزې!
د قرآن کریم ایتونه تل د هغو مومنانو د اقلیت ستاینه کوي چې د الله سبحانه وتعالی په امر ټینګ ولاړ وي او د باطل د پلویانو او هغو کسانو کثرت غندي، چې د باطل پر وړاندې چوپتیا غوره کوي. ځکه دغه ډېرښت یا کثرت شرعي دریځ نه غوره کوي چې له حق څخه دفاع پرې وکړي او یا یې په څنګ کې ودرېږي. تر ټولو بد حالت هغه دی چې دغه کثرت د حق د اقامې لپاره نه راپورته کېږي، د حق له لېږدونکو سره مرسته نه کوي او هغوی ته ستونزې جوړوي. الله سبحانه وتعالی د مومنانو د اقلیت د ستاینې او د باطل پلوو د اکثریت د غندنې په اړه فرمایي:
﴿يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى الْقِتَالِ إِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ وَ إِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ مِائَةٌ يَغْلِبُوا أَلْفًا مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَفْقَهُونَ(65) الْآنَ خَفَّفَ اللَّهُ عَنْكُمْ وَ عَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًا فَإِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ مِائَةٌ صَابِرَةٌ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ وَ إِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ أَلْفٌ يَغْلِبُوا أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ اللَّهِ وَ اللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ﴾ [الأنفال/ 65-66]
ژباړه: اې پیغمبره! مومنان (د الله سبحانه وتعالی د فرمان د پلي کېدو لپاره له دښمن سره) جګړې ته وهڅوه. که په تاسو کې شل تنه پیاوړي (قوي ایمان لرونکي) کسان وي، پر دوو سوو تنو بریالي کېږي او که سل تنه وي، پر زر تنو کافرانو بریالي کېږي، ځکه کافران داسې کسان دي چې نه پوهېږي (د څه شي او چا لپاره جنګېږي او که چېرې ووژل شي، خپل او د کورنۍ برخلیک به یې څه ډول وي، نو دا لارورکي، د هدف نه پېژندل او پر دنیوي او اخروي پایله نه پوهېدل، د هغوی د مبارزې او توان د له منځه تلو لامل کېږي). همدا اوس الله سبحانه وتعالی تاسو ته تخفیف در کړ او پوه شو چې تاسو کمزوري یاست. پر همد اساس که په تاسو کې سل کسان صبر کوونکي وي، پر دوو سوو کسانو بریالي کېږي او که زر تنه وي، پر دوو زرو کسانو بریالي کېږي او الله سبحانه وتعالی له صابرانو سره دی.
الله سبحانه وتعالی همدارنګه فرمایلي دي:
﴿فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوتُ بِالْجُنُودِ قَالَ إِنَّ اللَّهَ مُبْتَلِيكُمْ بِنَهَرٍ فَمَنْ شَرِبَ مِنْهُ فَلَيْسَ مِنِّي وَ مَنْ لَمْ يَطْعَمْهُ فَإِنَّهُ مِنِّي إِلَّا مَنِ اغْتَرَفَ غُرْفَةً بِيَدِهِ فَشَرِبُوا مِنْهُ إِلَّا قَلِيلًا مِنْهُمْ فَلَمَّا جَاوَزَهُ هُوَ وَ الَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ قَالُوا لَا طَاقَةَ لَنَا الْيَوْمَ بِجَالُوتَ وَ جُنُودِهِ قَالَ الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُمْ مُلَاقُو اللَّهِ كَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ وَ اللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ﴾ [بقره: 249]
ژباړه: کله چې طالوت (د بني اسراییلو د سرلښکر په توګه وټاکل شو) او عسکر یې له ځان سره بېرون ته یو وړل، هغوی ته یې وویل: «الله سبحانه وتعالی تاسو د یوه سیند په وسیله ازمایي. کوم کسان چې (د تندې په وخت کې) له هغه څخه اوبه وڅښي، له ما څخه نه دي او که یې څښي هم، خو له یوې لپې څخه باید زیاتې نه وي. له کمو کسانو پرته نورو ټولو له هغه څخه اوبه وڅښلې. وروسته کله چې ده او هغو کسانو چې ایمان یې راوړی و (له ازموینې څخه روغ وتلي وو) له هغه سیند څخه تېر شول (د خپلو کسانو له کموالي څخه ناارامه شول) او ویې ویل: نن ورځ موږ له جالوت او د هغه له عسکرو سره د مبارزې وړتیا نه لرو. خو هغو کسانو چې له الله سبحانه وتعالی سره یې په بیا لیدلو باور درلود (د اخرت په ورځ به خپله بدله ترلاسه کوي) وویل: ډېر ځله داسې شوي دي چې یوه وړوکې ډله د الله په امر پر یوې لویې ډلې برلاسه شوې ده. الله سبحانه وتعالی د صبر کوونکو ملګری دی.
الله سبحانه وتعالی خبر ورکړی چې یوازې لږ شمېر خلک یې پر اوامرو عمل کوي، خو اکثریت خلک یوازې د سختۍ او فشار په حالت کې د اقامې لپاره اقدام کوي. الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمایي:
﴿وَ لَوْ أَنَّا كَتَبْنَا عَلَيْهِمْ أَنِ اقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ أَوِ اخْرُجُوا مِنْ دِيَارِكُمْ مَا فَعَلُوهُ إِلَّا قَلِيلٌ مِنْهُمْ وَ لَوْ أَنَّهُمْ فَعَلُوا مَا يُوعَظُونَ بِهِ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ وَ أَشَدَّ تثبیتا(66) وَ إِذًا لَآتَيْنَاهُمْ مِنْ لَدُنَّا أَجْرًا عَظِيمًا(67) وَ لَهَدَيْنَاهُمْ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا(68) وَ مَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَ الرَّسُولَ فَأُولَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مِنَ النَّبِيِّينَ وَ الصِّدِّيقِينَ وَ الشُّهَدَاءِ وَ الصَّالِحِينَ وَ حَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقًا﴾ [نساء: 66-69]
ژباړه: که مو هغوی ته امر کړی وی، چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې خپل ځانونه ووژنئ او یا (د جهاد لپاره) مو له خپل وطن او کور څخه بېرون شئ، نو لږ شمېر کسانو دغه خبره منله. که دوی ته ویل شوي نصحتونه هغوی پر ځای کولی، د دوی لپاره غوره وو او د ایمان د پیاوړتیا لامل یې کېدل. په دغه صورت کې مو هغوی ته ډېر اجر ورکاوه او هغوی ته مو سمه لاره ورښودله. هغه کسان چې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت وکړي، (د قیامت په ورځ به) له هغو کسانو سره یو ځای وي چې الله سبحانه وتعالی خپل نعمت ورکړی دی؛ یعنې له پیغمبرانو، صدیقینو، شهیدانو او صالحینو سره او هغوی څه ښه ملګري دي.
الله سبحانه وتعالی ټینګار کړی چې په مدینه کې د اسلامي دولت تر تاسیس وړاندې، په مکه کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د مومنانو شمېر لږ و، خو بیا هم الله سبحانه وتعالی هغه ته نصرت ورکړ او پر خپل توفیق او لښکر سره یې د هغوی مرسته وکړه. اسلام بېلابېلو خاورو ته خپور شو او دا د دې ښکارندویي کوي چې اسلامي امت یوازې د الله سبحانه وتعالی په غوښتنه او توفیق سره بریالی کېږي، که شمېر یې هر څومره زیات او قدرتمند وي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:
﴿وَ اذْكُرُوا إِذْ أَنْتُمْ قَلِيلٌ مُسْتَضْعَفُونَ فِي الْأَرْضِ تَخَافُونَ أَنْ يَتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ فَآوَاكُمْ وَ أَيَّدَكُمْ بِنَصْرِهِ وَ رَزَقَكُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ﴾ [انفال: 26]
ژباړه: اې (مومنانو) هغه وخت مو در په یاد کړئ چې کله تاسو لږ وئ او د (مکې) په خاوره کې کمزوري وئ او وېرېدئ چې خلک به مو له منځه یوسي؛ خو الله سبحانه وتعالی تاسو ته (په مدینه کې) پناه درکړه او په مرستې سره یې (په بدر غزا کې) پیاوړي کړئ او پاک غنیمتونه یې درکړل؛ ترڅو شکر وباسئ (د جهاد په لاره کې د زړه له تله هڅه وکړئ).
الله سبحانه وتعالی د خپل بنده نوح علیه سلام په اړه فرمایلي دي:
﴿حَتَّى إِذَا جَاءَ أَمْرُنَا وَ فَارَ التَنُّورُ قُلْنَا احْمِلْ فِيهَا مِنْ كُلٍّ زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ وَ أَهْلَكَ إِلَّا مَنْ سَبَقَ عَلَيْهِ الْقَوْلُ وَ مَنْ آمَنَ وَ مَا آمَنَ مَعَهُ إِلَّا قَلِيلٌ﴾ [هود: 40]
ژباړه: (نوح پر دعوت بوخت و او کافرانو خپلو ملنډو ته دوام ورکړی و) تر دې چې زموږ امر (د کافرانو د له منځه وړلو په اړه) راغی، اوبه له ځمکې پر راخوټېدو شوې ( قهر مو نهایت ډېر شو او نوح ته مو) وویل: د هر ډول حیواناتو یوه جوړه په بېړۍ کې واچوه، خپله کورنۍ دې هم سپره کړه، پرته له هغو کسانو چې د هلاکت فرمان وړاندې صادر شوی دی (په هغوی کې ستا سو زوی او مېرمن هم شامل دي). هغه کسان (په کښتۍ کې کېنوه) چې ایمان یې راوړی دی. یوازې کم شمېر خلکو ایمان راوړی و.
الله سبحانه و تعالی خپل بنده داوود علیه سلام ته وویل، لږ شمېر کسان شکر وباسي، ډېری کسان نافرماني او ناشکري کوي او لازمه هم نه ده چې ډېری کسان دې له حق سره یو ځای وي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿اِعْمَلُوا آلَ دَاوُودَ شُکرًا وَ قَلِيلٌ مِنْ عِبَادِيَ الشَّكُورُ﴾ [سبأ: 13]
ژباړه: اې د داوود قومه! (د دغو ټولو نعمتونو) شکر ادا کړئ او (پوه شئ چې) ډېر لږ بندګان مې شکر ایستونکي دي (الله سبحانه وتعالی د خوښۍ او نعمت په وخت کې یادوي او هڅه وکړئ چې د دغې ډلې غړي شئ).
د حق د لېږدونکو لپاره باید لږوالی یا اقلیت د فتنې سبب نه شي او ډېروالی یا کثرت یې دې د کبر لامل نه شي، ځکه نصرت او بریا په دغو دوو کې نه ده او د حق دعوتګر دې په دې اړه فکر نه کوي چې څومره کسان ورسره دي؛ شمېر یې څو ته رسېدلی او څوک یې تاییدوي... هغه څه چې خپل ټول تمرکز باید پرې ورټول کړي، دا دي چې د حق د لېږد لپاره یې څومره هڅې او کوښښونه کړي دي او څومره نیکۍ یې ترسره کړې دي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:
﴿وَ أَنْ لَيْسَ لِلْإِنْسَانِ إِلَّا مَا سَعَى* وَ أَنَّ سَعْيَهُ سَوْفَ يُرَى * ثُمَّ يُجْزَاهُ الْجَزَاءَ الْأَوْفَى * وَ أَنَّ إِلَى رَبِّكَ الْمُنْتَهَى﴾ [نجم: 39- 42]
ژباړه: دا چې د انسان لپاره د هغه د هڅو او کړنو له بدلې پرته بله بدله نشته او د هغه هڅې به ولیدل شي. نو د همغه (کار په اندازه به) ورته مناسبه جزا ورکړل شي او دا چې دغه لاره ستا د رب لوري ته ورګرځېدلې ده.
الله سبحانه وتعالی له خپلو بنده ګانو غوښتي، چې هڅې وکړي او څومره چې کولی شي، پخپلو کړنو کې احسان او له الله سبحانه وتعالی سره خپل ارتباط ټینګ وساتي، خپل دعوت ښه مخته یوسي، ثبات یې وساتي او همدارنګه پر خپلې برخلیک ټاکونکې قضیې نور هم خپل باور پیاوړی کړي. ځکه دا ساده قضیه نه ده، بلکې د نبوت پر تګلاره د خلافت دولت په تاسیس سره پر ځمکه د اسلامي احکامو تطبیقول او اقامه کول دي. نو پر همدې اساس، هغه کس چې د خلکو په اقلیت او اکثریت پسې ګرځي، د دې پر ځای باید یوازې هغه مسوولیت او تکلیف تعقیب کړي، چې الله سبحانه وتعالی د هغه پر غاړه ورکړی دی. ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «که څوک مړ شي او بیعت یې نه وي کړی، د جاهلیت په مرګ مړ شوی دی.» مخلص مومنان باید هڅه وکړي، چې خپل ځواکونه راټول کړي، ترڅو د الله سبحانه وتعالی لپاره خپل خیر او ښېګڼه وښیي. همدارنګه دغه دین ته د دولت په تاسیس (د نبوت پر تګلاره راشده خلافت دولت) سره قدرت ورکړي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:
﴿وَ يَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ* بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَ هُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ [روم: 4-5]
ژباړه: په هغه ورځ (د نصرت په ورځ) مومنان د الله سبحانه وتعالی له نصرت څخه خوشحاله کېږي. الله سبحانه وتعالی له هغو ټولو کسانو سره چې وغواړي مرسته کوي او هغه (پر خپلو دښمنانو) برلاسی او (پر خپلو دوستانو) مهربانه دی.
دوام لري...
الرایه جریده: ۴۱۹
لیکوال: استاد محمد جامع (أبو أیمن)
ژباړه: بهیر «ویاړ»