جمعه, ۰۴ ذیقعده ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د اردوغان له څېرې د نقاب تر لرې کېدو وروسته؛ ایا نور داسې څېره پاتې ده، چې افشا شوې نه وي!؟

خبر:

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د ۲۰۲۴م کال، د اګست په ۳۰مه په یوه اعلامیه کې وویل: «موږ قدس او فلسطین ته نه شو شا کولی او د (اسراییلو) پر وړاندې، چې د غزې له خلکو سره ظلم کوي، چوپ نه شو پاتې کېدی. موږ د استانبول او قدس ترمنځ کوم توپیر نه وینو او د غازي عینتاب او غزې ترمنځ هم کوم فرق نه کوو.» هغه زیاته کړه: «زموږ پوځ په سوریه، عراق، لیبیا او سومالیا کې خپلې دندې په غوره توګه ترسره کوي او د ترکیې وسله‌وال ځواکونه زموږ د هېواد د خپلواکۍ، امنیت او ملي وحدت ضامن دي».

تبصره:

اې اردوغانه! په چلبازۍ او د خلکو د فکرونو په غولولو کې دې ځان داسې ځای ته رسولی چې کومو کسانو پخوا اسمان ته پورته کولې، اوس ملنډې درباندې وهي او درپورې خاندي! ایا ته فکر کوې چې د دغو تکراري او له دروغو ډکو ویناوو په وسيله به خلک دوکه او ملاتړ به یې ترلاسه کړی شې؟ په داسې حال کې چې له یو کال راهيسې د یهودو تر بشپړ یرغل لاندې یې او په غزه کې د ټول‌وژنو او بې‌کوره‌کېدو ننداره کوې، ان تر دې چې دا سیمه پر یوه کنډواله بدله شوې ده، څوک به باور وکړي چې ته به د غزې پر خلکو د ظلم پر وړاندې چوپتیا غوره نه کړې!؟

ایا نور داسې څه پاتې دي چې ته ورته شا کړې، په داسې حال کې چې له یوولس میاشتو راهيسې دې د دوو میلیونو انسانانو پر وژلو او ظلم سترګې پټې کړې دي؟ بیا بیا په ډېرې بې‌شرمۍ سره اعلانوې چې ته د استانبول او قدس ترمنځ توپیر نه کوې!؟ د غزې او غازي عینتاب ترمنځ کوم فرق نشته!؟ که د دغو خبرو دقیقې معنی ته وګورو، دا ده چې که کومه ورځ یهود پر استانبول برید وکړي د غزې پشان به یې ننداره کوې. که یهود پر ایاصوفیه، فاتح، د سلطان سلیمان او د سلطان احمد پر جوماتونو بریدونه وکړي، بیا به یې هم د مسجدالاقصی پشان ننداره کوې؛ هو یوازې ننداره به یې کوې او هیڅ عمل به ونه کړې. که هغوی پر غازي عینتاب برید وکړي، ته به یې له انقرې څخه ګورې، لکه له یوه کال زیات وخت چې د غزې ننداره کوې؛ لکه د نرون په اړه چې ویل کېږي په خپله مجلله ماڼۍ کې ناست و او له لېرې یې د روم سوځېدل کتل!

تر ټولو بده لا دا ده چې ته په هماغه اعلامیه کې په خپل ځان ویاړې او افتخار کوې چې ستا پوځ په سوریه، عراق، لیبیا او سومالیا کې په غوره توګه خپلې دندې ترسره کوي. داسې ښکاري چې ته غواړې د غزې خلکو، فلسطینیانو او ان ټول اسلامي امت ته وښیې چې ستا پوځ پوهېږي چې څنګه د خپل بادار، امریکا، په غوښتنه هر ځای ته ولاړ شي؛ خو نه پوهېږي چې څنګه د مسلمانانو لومړي قبله او د دوی سپېڅلې خاورې ته لار ومومي!

اې د غزې غمه! ته څومره لوی افشاکوونکی یې! څومره دردوونکې ده چې میلیونونه مسلمانانو دې ته اړتیا لرله چې داسې یوه فاجعه دې ورته پېښه شي ترڅو د نفاق، دروغو او خیانت پرده ورڅخه لرې شي. کلونه وشول چې موږ خلکو ته ښیو چې د دې سړي خبرې څومره دروغجنې دي او ثابتوو چې هغه یو له همغو سیکولر خاینانو څخه دی چې هېڅکله د نړیوالو نظامونو له سرو کرښو نه تېرېږي او د هغوی پر محور عمل کوي. خو غولېدلو خلکو به په غرور سره د هغه دفاع کوله او په خطا سره یې هغه د امت سلطان ګاڼه چې ژر به امت ته بریا، عزت او اقتدار ورکړي. خو غزه قرباني شوه او هغه هېڅ غبرګون ونه ښود، ان د یهودي رژیم سفیر یې احضار نه کړ او له یهودو سره د توکو او سرچینو صادرات یې ونه درول. اوس له دې مایوسۍ او نهیلۍ وروسته هغوی وايي: داسې ښکاري چې دا کس په خیانت کې له نورو خاینانو سره کوم توپير نه لري.

اې مسلمانانو! تاسو لسیزې په عرب‌پال دجال عبدالناصر  باور وکړ او د هغه په لاره کې مو خپل ژوندونه قرباني کړل، بیا یې نقاب لرې شو. له هغه وروسته مو د ایران په اخوندي دولت او د هغوی پر مقاومت باور وکړ؛ د هغه نقاب هم لرې شو او تاسو ته په ډاګه شوه چې دغه دولت هېڅکله د امریکا له ګټو او امر بهر کار نه کوي او نمایشي توغندي یې پر یهودو هېڅ اغېز نه لري. بیا مو په ترکیه کې د مصطفی کمال پر ځای‌ناستي (اردوغان) باور وکړ، چې غزې یې نقاب لرې کړ.  

ایا د هغه سیاسي جریان د پېژندلو وخت نه دی رارسېدلی چې خپلې هیلې ورپورې وتړئ، خپل ځواک یې په خدمت کې ورکړئ او د هغوی حللارو ته تسلیم شئ؟ یوازینۍ حللاره دا ده چې د هغه دولت له لارې اسلامي ژوند بیا پیل کړو چې له الله سبحانه و تعالی، رسول الله او مومنانو پرته بل هیچا ته وفادار نه وي او د الله سبحانه و تعالی له شریعت پرته بل قانون پلی نه کړي او د الله سبحانه وتعالی په لاره کې له هیڅ نړیوال نظام او لویو پوځونو څخه ویره ونه لري. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱستَجِيبُواْ لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحيِيكُم﴾

ژباړه: «اې مومنانو! کله چې الله تعالی او رسول صلی الله علیه وسلم تاسو داسې څه ته راوبولي چې ستاسو ژوند ته وده درکوي، نو د هغوی بلنه ومنئ!»

لیکوال: احمد القصص

۱۴۴۶ هـ.ق کال، د ربيع الاول ۹مه

۲۰۲۴م کال، د سپټمبر ۱۲مه

ژباړن: اسرار تکل

د مطلب ادامه...

د پاکستان، افغانستان او ایران ترمنځ بلوڅستان سیمه

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پوښتنه:

د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۱۴مه، دارالهلال خبر خپور کړ چې: «پاکستاني پولیسو نن شنبه خبر ورکړ چې لږ تر لږه دوه پولیس د بلوڅستان په مرکز کويټې ښار کې د یوې چاودنې په پایله کې ووژل شول. چاودنه د پولیسو له یو بس موټر سره نږدې شوې وه.» په تېرو کلونو کې پاکستان د پراخو بریدونو شاهد و، چې د وسله‌والو د یوه قومي شورش په چوکاټ کې له څو لسیزو راهیسې روان دی. «په دغو بریدونو کې تر اوسه تر ۷۳ زیات کسان وژل شوي دي.» د یوې اعلامیې له مخې، چې د ایمیل له لارې خبریالانو ته استول شوې وه، د بلوڅستان د آزادۍ پوځ ډلې د دغو بریدونو مسولیت منلی دی. (سرچینه: الحرة؛ ۲۰۲۴ د اګسټ ۲۷مه). په بلوڅستان کې دا بریدونه ولې زیات شوي دي؟ آیا بریتانیا د پوځ پر وړاندې ستونزو جوړولو کې رول لري؟ آیا امریکا پخپله ستونزې جوړوي چې پوځ له کشمیر او هندوستان څخه لرې وساتي؟ آیا هندوستان هم په دې کې لاس لري؟ او ایا چین کوم رول پکې لري؟

ځواب: د دغو پوښتنو د ځوابونو روښانه کولو لپاره لاندې ټکي څېړو:

لومړی: د بلوڅستان سیمه د پاکستان، افغانستان او ایران تر منځ پرته ده. په جنوب لوېدیځ پاکستان کې دا سیمه د «پاکستاني بلوڅستان ایالت» په نامه پېژندل کېږي چې مرکز یې کویټه ښار دی. په جنوب ختیځ ایران کې دا سیمه د «سیستان-بلوڅستان» په نامه یادیږي، چې مرکز یې زاهدان ښار دی. دغه سیمه تر ۱۰۰ کیلومترو پورې د افغانستان خاورې ته غځېدلې او د نیمروز، هلمند او کندهار ولايتونو ځینې برخې پکې شاملې دي. د وګړو له نظره، د بلوڅستان پاکستانۍ برخه ځانګړی اهمیت لري، چې شاوخوا ۲۰ میلیونه بلوڅان او پښتانه پکې اوسېږي. د دغې سیمې مساحت د پاکستان د ټولې خاورې ۴۴ سلنه جوړوي او د نفوس له نظره د پاکستان د ټول نفوس -چې ۲۴۰ میلیونه خلک دي- شپږ ۶ سلنه جوړوي. بلوڅستان د طبیعي زېرمو له پلوه د پاکستان له شتمنو - په ځانګړي ډول د ګاز او کانونو په برخه کې - سیمو څخه ګڼل کېږي. دغه سیمه د نړۍ په کچه د مسو او سرو زېرمو له لویو ذخیرو ګڼل کېږي. د بېلګې په توګه، د کاناډا «باریک ګلد» شرکت د بلوڅستان د ریکو ډیک کان شاوخوا ۵۰ سلنه په واک کې لري.

سربېره پر دې، بلوڅستان د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز په پروژه کې مهمه سیمه ګڼل کېږي، چې د چین د «یو کمربند، یوې لارې» تر طرحې لاندې تمویل کېږي او عمان خلیج ته نیږدې له عرب سمندر او ګوادر بندر سره نښلول شوی. سربېره پر دې، چین په ګوادر بندر کې یو نړیوال هوایي ډګر هم جوړوي. له همدې امله، د پاکستان بلوڅستان ایالت ځانګړی ستراتیژیک اهمیت لري. د دې سیمې ایرانۍ برخه شاوخوا ۳ میلیونه وګړي لري، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بلوڅانو نفوس تر یو میلیون لږ اټکل شوی دی. د بلوڅستان خلک په درې واړو هېوادونو کې په لویه کچه سني مسلمانان دي، او اسلام دې سیمو ته په ۲۳ هجري کال کې د سیدنا عمر بن خطاب رضی الله عنه د خلافت په وخت کې ورسېد. د هند او سند پاچاهۍ د واک له امله تر ځینو ګډوډیو وروسته، اسلامي خلافت د سیدنا معاویه رضی الله عنه د خلافت په وخت کې بیا د دې سیمو واک ترلاسه کړ او دغه سیمې یې فتح کړې. همدارنګه، د اموي خلیفه عبد الملک بن مروان په وخت کې دغه سیمې د سند د فتحې لپاره د یوې اډې په توګه وټاکل شوې.

دویم: د پاکستان بلوڅستان ایالت کې څو قومي بېلتون‌غوښتونکې ډلې شته چې له ۱۹۶۰ لسیزې راهیسې یې د پاکستاني پوځ پر وړاندې چریکي جګړې پیل کړې دي. تر ټولو مشهوره او لویه ډله یې د بلوڅستان د آزادۍ پوځ دی، چې په ۲۰۰۰م کال کې تاسیس شوې. دغه ډله په سیمه کې له یوې زړې ډلې سره، چې د بلوڅستان د آزادۍ جبهه نومېږي او په ۱۹۶۴ کال کې یې د پاکستاني پوځ پر وړاندې چریکي جګړې پیل کړې وې، همکاري کوي. دغې ډلې د ایران دننه هم د پوځ پر وړاندې په عملیاتو کې برخه اخیستې ده. سربېره پر دې، نورې نسبتاً کمزورې ډلې هم په دې سیمه کې فعالې دي، چې د نورو وسله‌والو ډلو پشان د وسلو او مالي تمویل ته اړتیا لري. د بلوڅستان بېلتون‌غوښتونکي هم ژر د بېلابېلو استخباراتي ادارو هدف ګرځېدلي دي.

کله چې په ۱۹۷۹ کال کې شوروي په افغانستان یرغل وکړ او پاکستان د مجاهدینو لپاره د شوروي پر وړاندې په یوه اډه بدل شو، مسکو په بلوڅستان کې د بېلتون‌غوښتونکو ډلو ملاتړ پیل کړ ترڅو پاکستان ته زیان ورسوي. په همدې توګه، کله چې په ایران کې د خمیني انقلاب بریالی شو او د ایران او عراق جګړه پیل شوه، د عراق رژیم هم له دغو ډلو (د بلوڅستان د آزادۍ پوځ) ملاتړ وکړ چې په ایران کې نظامي عملیات وکړي. سربېره پر دې، هندوستان هم د کشمیر پر سر له پاکستان سره د خپلو کړکېچونو له امله، له دغو ډلو ملاتړ کاوه. په دې لړ کې، امریکا هم د چین پر وړاندې د هند د ملاتړ په موخه په بلوڅستان کې له دغو ډلو ملاتړ وکړ څو د پاکستان پوځ په داخلي کشمکشونو کې بوخت کړي او له دې لارې یې د هند له پولو او د جمو او کشمیر له کنټرول څخه لرې وساتي.

درېیم: دا سیاسي حقایق د هغو چریکي جګړو او بریدونو د حقیقت د درک لپاره اړین دي چې د وسله‌والو ډلو یا ګوندونو لخوا په بلوڅستان کې د پاکستاني پوځ پر وړاندې ترسره کېږي. د دغو بریدونو او په څو لسیزو کې يې تحولاتو په څېړلو، دا ټکي څرګندېږي:

۱. د امریکا لخوا د افغانستان له اشغال وړاندې، د پاکستان حکومتونه له دغو ډلو سره په اړیکه کې وو او له هغوی سره یې د سولې تړونونه کول. له همدې امله، د ۹۰مې لسیزې په اوږدو کې نسبي ارامي وه. خو له ۲۰۰۳ کال راهیسې، د دغو ډلو، په ځانګړې توګه د بلوڅستان د آزادۍ پوځ بریدونه ډېر پراخ او شدید شول. د پاکستان دولت د دغو بریدونو په ځواب کې په ۲۰۰۶ کال کې د بلوڅستان بېلتون‌غوښتونکی مشر، نواب اکبر بوګټي، وواژه، چې په پایله کې یې حالات نور هم کړکېچن شول.

۲. پاکستان د ۲۰۲۴ کال د اګسټ په ۲۵مه او ۲۶مه د بلوڅستان د آزادۍ پوځ لخوا په وروستیو کلونو د تر ټولو پراخو بریدونو شاهد و. تر ټولو شدید بریدونه د ۲۰۲۴ کال د اګسټ په ۲۶مه، دوشنبه په هغه لویه لاره کې وشول چې بلوڅستان او پنجاب له موسی سیمې سره نښلوي. د ځایي سرچینو په وینا، وسله‌والو بسونه او موټرونه درولي، د مسافرو هویت یې تفتیش کړی او وروسته یې ۲۳ تنه د پنجاب اوسېدونکي کارګران په ډزو وژلي دي. همدارنګه، د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې په بلوڅستان کې یې ۲۱ وسله‌وال بېلتون‌غوښتونکي وژلي دي. په اسلام‌آباد کې د سولې د مطالعاتو د انسټیټیوټ د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۱۱۰ بریدونه شوي وو او د ۲۰۲۴ کال په لومړیو میاشتو کې ۶۲ بریدونه شوي دي. (سرچینه: الجزیره؛ ۲۰۲۴د اګسټ ۲۶مه)

۳. د پاکستان پولیسو نن شنبه اعلان وکړ چې د بلوڅستان ایالت مرکز، کویټه ښار کې د چاودنې په پایله کې لږ تر لږه دوه پولیس وژل شوي. د لومړنیو راپورونو له مخې، دغه چاودنه د سړک غاړې بم په وسيله شوې ده. (سرچینه: دارالهلال؛ ۲۰۲۴ د سپټمبر ۱۴مه)

څلورم: سربېره پر دې چې دغه ډلې د پاکستان پوځ او پولیس په نښه کوي، دوی په ځانګړي ډول چینایان او د چین هغه پروژې هم هدف ګرځوي چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز په چوکاټ کې روانې دي:

۱. په بلوڅستان کې یو شمېر لویې پروژې شته چې د چین لخوا مدیریت کېږي. په یوه پېښه کې، پنځه چینایي انجنیران چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د داسو بند په جوړولو بوخت وو، له خپل پاکستاني چلوونکي سره په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول. (سرچینه: الحرة؛ ۲۰۲۴ د اګسټ ۲۷مه)

۲. شپږ کسان نور هغه وخت ووژل شول چې د دوی د موټرو کاروان له ځانمرګي برید سره مخ شو. دا په یوه اوونۍ کې د چینایي ګټو پر وړاندې درېیم لوی برید و. له دې وړاندې دوې نورې چاودنې شوې وې چې په یوه کې د هوايي ځواک اډه او په بله کې د بلوڅستان په ایالت کې یو سټراټیژیک بندر په نښه شوی و، هغه سیمه چې چین پې په زیربنایي پروژو کې میلیاردونه ډالر پانګونه کړې ده. (سرچینه: الشرق الاوسط؛ ۲۰۴ د مارچ ۲۶مه)

۳. د بلوڅستان د آزادۍ پوځ په خپل جوړښت کې د مجید په نامه ځانګړې قطعه هم لري چې ځانمرګي عملیات ترسره کوي. د دې ډلې یو له لویو بریدونو څخه د ۲۰۲۲ په اپریل کې په سند ایالت کې د کراچۍ پوهنتون په یوه چینایي مرکز کې ځانمرګی برید و. (سرچینه: الجزیره نېټ؛  ۲۰۲۴ د فبروري ۱)

۴. دا بریدونه په ځلونو تکرار شوي دي: له دې جملې، د ۲۰۱۸ کال په اګسټ کې د چینایي انجنیرانو وژل (رویټرز، ۲۰۱۸ د اګسټ ۱۱مه)؛ د ۲۰۱۸ کال په نومبر کې په کراچۍ ښار کې د چین پر کونسلګرۍ برید (سکای نیوز عربي؛ ۲۰۱۸ د نومبر ۲۳مه) او همدارنګه د ۲۰۱۹ کال په مې میاشت کې د بلوڅستان په ګوادر ښار کې پر یوه لوکس هوټل برید (الحرة؛ ۲۰۱۹ د مې ۱۲مه) چې معمولاً چینایان پکې اوسېږي. په دغې سیمه کې هغه مشهور بندر هم موقعیت لري چې چین جوړ کړی دی.

۵. بېلتون‌غوښتونکي همدارنګه په بلوڅستان کې د چینایي ګټو او هغو چینایانو پر وړاندې بریدونه کوي چې په دې سیمه کې فعالیت لري. په تازه پېښه کې، د ۲۰۲۴ کال د اګسټ په ۱۳مه نېټه، پر یوه کاروان برید وشو چې چینایي انجنیران یې ګوادر بندر ته لېږدول. ورته پېښې پخوا هم شوې دي، چې په هغو کې هغه چینایي محصلین وژل شوي چې د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز په پروژه کې پر کار بوخت وو. دا پروژه د چین د «یو کمربند، یوې لارې» نوښت یوه مهمه برخه ګڼل کېږي. د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف، ویلي: «د دغو بریدونو هدف د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز ته زیان اړول دي.» (سرچینه: العربي؛ ۲۰۲۴ د اګسټ ۳۰مه)

پنځم: د هغو اړخونو په اړه چې دا بریدونه د چین د ګټو او پاکستان د پوځ پر وړاندې هدایت کوي؛ باید ووایو چې هند او تر شا یې امریکا ده:

1. د پاکستان پر پوځ په دغو بریدونو کې د هند ګټې په لاندې ډول دي:

الف) په ۲۰۱۸م کال کې  ذانیوز انټرنیشنل ورځپاڼې په امنیتي راپورونو کې اشاره وکړه، چې هند تر ۵۰ میلیاردو ډېرې روپۍ (۲۶۱ میلیون ډالر) ځانګړي کړي چې په بلوڅستان کې د ناامنیو له لارې اقتصادي دهلیز ته زیان وړاوي. (سرچینه: الجزیره نټ؛ ۲۰۲۲ د مې ۱۵مه)

ب) د پاکستان د پوځ مشر، جنرال راحیل شریف، د بلوڅستان ایالت سیمه‌ییز لومړی وزیر او د پاکستان د سنا مجلس رییس رضا رباني د هند استخبارات په دې مسله کې په لاس لرلو تورن کړل. شریف اشاره وکړه چې هند پلان لري هغه لویې اقتصادي پروژې تخریب کړي، چې چین په بلوڅستان ایالت کې د ۴۶ میلیارده ډالرو په ارزښت پیل کړې دي. نوی ډهلي اندېښمن دی، چې دغه پروژې به یې اقتصاد ته ضربه واړوي. هغه زیاته کړه: «په حقیقت کې دا هڅې د دې لپاره کوي، چې په دغه ایالت کې امنیت خراب کړي او د پاکستان او چین تر منځ د اقتصادي دهلیز پروژه هدف وګرځوي.» (سرچینه: نون پسټ؛ ۲۰۱۶ د اګسټ ۱۸)

ج) دا ډله یو ځل بیا وروسته له هغې راڅرګنده شوه چې د پاکستان د اقتصادي پلازمېنې، کراچۍ ښار په بورس بازار کې یې د تېرې جون میاشتې په ۲۹مه د یوه ځانمرګي برید پړه پر غاړه واخیسته او په دغه برید کې یې ۷ کسان ووژل. له دغه برید لږ وروسته پاکستان هند تورن کړ چې دا برید یې پلان کړی او همدارنګه د بلوڅستان د ازادي غوښتونکي پوځ او نورو بېلتون‌غوښتونکو ډلو ملاتړ هم کوي. (سرچینه: العربي الجدید؛ ۲۰۲۰ د جولای ۱۲مه)

د) پاکستان د ۲۰۲۳م د اپریل په ۹مه د بلوڅستان د ملي پوځ مشر او بنسټ ایښودونکی ګلزار امام ونیو، نوموړي په ۲۰۲۲م کال کې دغه پوځ تاسیس کړ او په پنجاب او بلوڅستان کې د لسګونو بریدونو مسول و. د پاکستان د پوځ رسنیزې برخې اعلان وکړ، چې د پوځ د استخباراتو برخې څرګنده کړې: «ګلزار امام هند او افغانستان ته سفر کړی دی او د دښمن استخباراتي کړیو هڅه کوله، چې له نوموړي څخه د پاکستان او د هغه د ملي ګټو پر ضد استفاده وکړي.» (سرچینه: الجزیره؛ ۲۰۲۳ د سپټمبر ۱۲مه)

2. د بلوڅستان له بریدونو څخه امریکا لاندې ګټې ترلاسه کوي:

الف) پر هند باندې له ۲۰۱۴م راهیسې په بهاراتیا جناتا حزب کې د مودي په مشرۍ د امریکا مزدوران حکومت کوي، چې د چین پر وړاندې د امریکا سیاستونه مخته وړي. پر همدغه اساس هر اقدام چې هند د چین پر وړاندې کړی یا یې کوي، په حقیقت کې له هندي وسایلو څخه په استفادې د امریکا د ګټو د خونديتوب لپاره دی.

ب) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني د خپل هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په اړه امریکا ته خبرداری ورکړ. دا خبرداری له هغه وروسته و چې د امریکا کانګرس یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ، چې د بلوڅستان ایالت لپاره پکې د برخلیک ټاکلو حق غوښتنه شوې وه. په دې توګه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ، چې دوی پوهېږي چې دغه پرېکړه لیک د امریکا دولت رسمي سیاست نه منعکسوي. (سرچینه: بي‌بي‌سي؛ ۲۰۱۲ د فبروري ۲۰مه)

ج) په ۲۰۲۲م کال کې امریکا له بلوڅستان دولت سره په دغه ایالت کې د لومړي ځل لپاره د پولیسو د څېړنیز مرکز د جوړولو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ، چې امریکا ته یې په دې سیمه کې د قانوني څېړنو، پولیسي څېړنو او نظم او قانون د پراختیا په برخه کې اساسي رول ورکړ. دا موضوع د بلوڅستان په چارو کې د امریکا د مداخلې لپاره پیلامه شوه!

شپږم: په دې توګه موږ وینو چې امریکا له دغو بېلتون‌غوښتونکو قومي ډلو څخه په بلوڅستان کې د چین د ګټو د ګواښلو لپاره د خپلو سیاستونو په برخه کې ګټه اخلي. داسې ښکاري چې امریکا او هند په دې لټه کې دي، چې د چین ګټو ته زیان واړوي او په دې برخه کې دواړه سره متحد دي؛ ځکه هند له چین سره هم د مرزي اختلافاتو له امله او هم د امریکا د ګټو د خوندیتوب لپاره په ټکر کې دی او اوس دغه ټولې امریکایي موخې په واقعیت بدلې شوې دي.

د پاکستان پوځ په خپلو داخلي سیمو کې مصروف شوی او له هند او په ځانګړې توګه له کشمیر څخه لرې پاتې شوی دی او د هغه پر ځای په بلوڅستان کې د شورشونو او بېلتون‌غوښتونکو ډلو پر ضد مبارزه کوي او په سیمه کې د شخړو زیاتوالي ته په پام سره د پاکستان دولت ۸۰ زره سرتېري د بلوڅو ډلو پر وړاندې د مقابلې لپاره ځای په ځای کړي دي. (سرچینه: الجزیره نېټ؛ ۲۰۲۴ د فبروري ۱)

پاکستان د هند پر ضد خپل ګواښونه او څرګندونې هېرې کړې دي او د هغه پر ځای یې د دوی په وینا ترورېزم او شورشیانو پر وړاندې نوي ګواښونه رامنځته کړي دي. په دې توګه د هند جبهه د پاکستان لخوا خوندي شوې او د هند پوځ له چین سره په خپله ګډه پوله کې ځای په ځای شوی دی او په پایله کې هلته شخړې رامنځته شوې، چې امریکا هڅه کوي ترڅو له هند سره مصروف کړي.

اووم: دا چې په فارس خلیج او د پاکستان په بلوڅستان کې د برېتانیا د ښکاره فعالیتونو یا مزدورانو په اړه شواهد نشته، خو په ۲۰۱۰ کال کې د بلوڅو د آزادۍ پوځ کې د مهران مری ، چې د بریتانیې تابعیت یې درلود، په مشرۍ انشعاب رامنځته شو او د بلوڅانو متحد پوځ یې تاسیس کړ. (سرچینه: الجزيرة نېټ؛ ۱/۲/۲۰۲۴) په دې توګه په بلوڅستان کې د بېلتون‌غوښتونکو ډلو تر منځ د نفوذ لپاره د برېتانیا هڅې څرګندېږي. پر همدغه اساس د دغه هېواد اغېز د امریکا او هند په پرتله ډېر کم دی. په هند او پاکستان کې د برېتانیا نفوذ د پام وکړ را کم شوی دی، ځکه په دواړو هېوادونو کې حکومتونه د امریکا د مزدورانو په لاس کې دي.

اتم: د پورتنیو مواردو لنډیز:

۱ـ په پاکستان کې حکومت باید د بلوڅستان مسله، چې د خپلې خاورې یوه برخه یې ده، په شرعي توګه په عدالت او نیکۍ سره حل کړي او د بلوڅستان په خاوره کې ټول اوسېدونکي باید د بلوڅانو په ګډون له عمومي مالکیت څخه برخمن کړي. خو د دې پر ځای یې دغه ستونزه په امنیتي توګه په وژنه او بندي کېدو سره حل کړه، نه په هغه نېک تدبیر سره چې اسلام یې یادونه کړې ده:

«الْإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ» (رواه البخاری)

ژباړه:‌ امام ساتونکی او د خپل رعیت مسوول دی.

۲ـ همدارنګه په بلوڅستان کې وسله‌والې ډلې باید اجازه ور نه کړي، چې د اسلام دښمنان (امریکا او هند) له دوی څخه د دوی په خپله خاوره کې ناوړه ګټه واخلي او همدارنګه دوی باید د دولت د بېلتون او تجزیې هڅه ونه وکړي، ځکه دا موضوع په اسلام کې یوه لویه چاره او ستره ګناه ګڼل کېږي. مسلمانان یو واحد امت دی، چې باید تجزیه نه شي.

﴿إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ﴾

ژباړه: دا ستاسو امت، یو واحد امت دی او زه ستاسو رب یم، نو یوازې زما عبادت وکړئ.

۳ـ درېیم او خطرناک اړخ دا دی، چې په پاکستان کې حکومتي نظام په امریکا پورې تړلی دی او پر خپلو داخلي چارو د تمرکز او د کشمیر د ازادۍ پر ځای د هغوی اوامر پر ځای کوي. له بلې خوا په بلوڅستان کې بېلون‌غوښتونکې ډلې پر کفارو او مشرکانو تکیه کړې ده، چې دا ټول په اسلام کې روا نه دي.

﴿وَلَنْ يَجْعَلَ اللهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلا﴾

ژباړه: او هېڅکله الله (سبحانه وتعالی) د کافرانو لپار پر مسلمانانو (د حاکميت او برلاسۍ) لاره نه ده ګرځولې.

۴ـ یوازینی شی چې د پاکستان د خلکو رښتینی یووالی راګرځولی شي، د اسلامي احکامو پلي کول او د رښتینې اسلامي ورورولۍ د مفهوم خپرول دي. همدارنګه د ټولو مسلمانانو تر منځ باید د عامه مالکیت له عوایدو لکه؛ ګاز، کانونو او داسې نورو څخه د استفادې لپاره یو عادلانه پروګرام جوړ کړي، ترڅو د بلوڅستان له مسلمانو خلکو او نورو اسلامي ملتونو څخه ظلم، فقر او ګوښه‌والی لرې شي. اسلام په ډېر شدت سره قومي شعارونه رد او منعه کړي دي او د مسلمانانو تر منځ یې ورورولي ټینګه کړې ده.

﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ﴾

ژباړه: یوازې مومنان د یو او بل وروڼه دي؛ د خپلو وروڼو تر منځ سوله راولئ او له الله (سبحانه وتعالی) څخه ووېرېږئ، ترڅو رحم درباندې وشي.

سربېره پر دې دغه اسلامي ورورولي باید دوی د واحد دولت (خلافت) د تاسیس لپاره په فعاله توګه د ګډې همکارۍ په لوري بوزي، چې د دوی د یووالي او عزت سرچینه او د ورورولۍ حقیقت دی؛ دا په اصل کې همغه لویه بریا ده.

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ(4) بِنَصْرِ اللهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾

ژباړه:‌ په هغه ورځ به مومنان د الله (سبحانه وتعالی) له مرستې څخه خوشاله شي، الله (سبحانه وتعالی) له هر هغه چا سره مرسته کوي، چې وغواړي او هغه (پر خپلو دښمنانو) برلاسی او پر (خپلو دوستانو) مهربانه دی.

صهیب منصور

د مطلب ادامه...

اې نتانیاهو! له شک پرته چې دا یوازې اسلامي عقیده ده چې ته او ستا ملاتړي يې په وېره کې اچولي یئ!

(ژباړه)

شهید اتل، ماهر الجازي په خپلې اتلولۍ د فلسطین د سپېڅلي خاورې درې تنه غاصب مجرمین پر هغه لار ووژل، چې د یهودي اشغالګر رژیم له لوري د بې‌غیرته حکامو په همکارۍ او د کفري غربي هیوادونو په ملاتړ اشغال شوې وه. دغې سرښندنې اسلامي امت او نړۍ ته څو مهم پیغامونه ورسول. په داسې حال کې چې اسلامي امت له دې نه دی خبر چې دغه لاره چې (الن‌بي) نومول شوې، د هغه جنرال په نوم یادیږي چې ویلي و: «اوس صلیبي جګړې پای ته ورسیدې.» دغه خبره یې په ۱۹۱۷م کال کې په قدس کې د عثماني پوځونو د ماتې پر مهال وکړه.

له دې وړاندې چې ظالم نتانیاهو د شهید اتل، ماهر الجازي د عملیاتو په اړه په اردن کې د خلکو غبرګونونه وګوري، خپل غږ یې اوچت کړ او ویې ویل: «دا یوه سخته ورځ ده او موږ د یوې وژونکې ایډیالوژۍ له لوري چې د ایران د شرارت محور له لوري رهبري کیږي، محاصره شوي یو.» د خلکو پراخو غبرګونونو چې د شهید اتل په بریا یې خوښي څرګنده کړه او د هغه پیغامونه یې خلکو ته رسول، د نتانیاهو دا ادعا چې د دغه ویاړ نسبت ايران ته ورکړي، رد کړه؛ ځکه چې د ایران حکام له نورو بې‌غیرته مسلمانو حکامو سره هیڅ توپیر نه لري او د دغه ستر ویاړ وړ نه دي.

خو جنایتکار نتانیاهو ته زموږ پیغام دا دی چې دغه ورځ ستاسو لپاره یوازينۍ سخته ورځ نه وه؛ بلکې ستاسو سختې ورځې ډېرې شوي دي او موږ تاسو ته زیری درکوو چې په راتلونکو ورځو کې به ستاسو ټولې ورځې د الله سبحانه وتعالی په فضل سره سختې وي. تاسو هغه کسان یاست چې د مسلمانانو پر ځمکو مو تیری کړی دی او زموږ په هره سیمه کې مو بې‌رحمانه وژنې او قتلونه کړي دي.

د شهید اتل، ماهر الجازي عملیاتو د غصب شوې لارې (الن‌بي) نوم په رسنیو کې مطرح کړ؛ تر څو هغه کسان چې دغه لاره یې هیره کړې وه، په یاد راوړي چې د خلافت سیوری له قدس پورته شو او وروسته بیا دغه سیوری له ټولې نړۍ څخه ورک شو. هغه جنرال او د هغه خبره به یې په یاد راوړي چې له هغه وخت راهيسې چې کفري غربي هیوادونو او یهودو د مسلمانانو پر وړاندې دویمه صلیبي جګړه پیل کړه؛ هغه جګړه چې لاهم روانه ده او پایله به یې د لومړنیو صلیبي جګړو پایلې ته ورته وي. پایله به د اسلامي عقیدې او د هغې د ریښتینو پیروانو لپاره یوه روښانه بریا وي او دغه جګړه هغه قبر دی چې تاسو یې په خپلو لاسونو ځان ته ژوروئ. په دغې جګړه کې به داسې څپې راشي چې بې‌غیرته حکام او د هغوی ملاتړي به د مسلمانانو له سیمو ورسره یوسي او هغه ستر پوځونه چې په یوه لاس کې به یې لارښود او رڼا لېږدوي او په بل لاس کې به یې پر دښمنانو وېره او لړزه او ستاسې قتل راوړي. په هغه وخت کې به تاسو په ریښتینې توګه سختې ورځې تجربه کړئ او ان شاء الله چې هغه ورځ ډېره نیږدې ده.

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۶ هـ.ق کال، د ربیع الاول ۱۳مه

۲۰۲۴م کال، د سپټمبر ۱۰مه

ژباړن: اسرار تکل

د مطلب ادامه...

ملي سرود د ملي‌پالنې ترانه ده چې د نوي جاهلیت تعصب ژوندی ساتي

 په وروستيو کې د پاکستان په پيښور کې د افغانستان د حکومت سرکونسل او په ايران کې په يوه نړيواله غونډه کې د افغانستان ډيپلوماټيک استازي د دغو دوو هيوادونو د ملي سرودونو په احترام له درېدو څخه ډډه وکړه. دغه اقدامات د پاکستاني او ايراني مقاماتو له منفي غبرګونونو سره مخ شول او دا يې ډيپلوماټيک عرف او نړيوالو قوانينو ته بې احترامي  وګڼله.

موږ دغه اقدامات ستايو او د ايماني شجاعت او اسلامي احساس نښه يې ګڼو. په واقعيت کې ملي سرود د ملي‌پالنې هغه ترانه ده چې د نوي جاهليت تعصب ژوندی ساتي. په معاصره نړۍ کې «ملت» د حاکميت سرچينه او د حق او باطل معيار ګرځېدلی، ملي ګټې د حرامو او حلالو ځايناستې شوي، ملي دولتونه د امت د وحدت مانع او د خلافت بديل شوي دي، ملي پولې د اسلامي امت تر منځ د تفرقې پر کرښو بدلې شوي او ملي بيرغونه هم د جاهلیت د بيرغونو په څېر د امت پر ټوټه، توټه وجود مېخ شوي دي.

همدا ملي‌پالنه ده چې د امت مهمې قضيې لکه د غزې قضيه يې د فلسطين د کورنۍ قضيې کچې ته را کوچنۍ کړې ده او «اسرايل» او د هغه نړيوالو ملاتړو ته يې جرأت ورکړی چې نسل‌وژنه وکړي. پر دغه اساس، ملي ارزښتونه «محترم» نه دي چې د هغو بد ګڼل بې احترامي وبلل شي. له بده مرغه، نن د ملت او ملي‌پالنې د مفاهيمو داسې تقديس کېږي، لکه پخوا چې به بتانو ته عبادت کېده؛ د هغوی لپاره به قرباني ورکول کېده او د هغو د دفاع لپاره به جګړې کېدلې. له دې امله، نه يوازې دا چې دغو معاصرو «بتانو» ته درناوی حرام دی، بلکې واجب ده چې مات کړل شي.

أَتَتَّخِذُ أَصْنَامًا آلِهَةً ۖ إِنِّي أَرَاكَ وَقَوْمَكَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ [الانعام:٧٤]

ژباړه: «ايا تاسو بتان معبودان ګرځوئ؟ زه تا او ستا قوم په ښکاره ګمراهۍ کې وينم.»

موږ مسلمانان د نړيوال عرف مخالف نه يو، خو دا چې نن دغه عرف په سيکولر او اسلامي ضد افکارو ککړ شوی، نو د هغه له پيروۍ څخه ډډه کوو. نړيوال قوانين له سيکولر عقايدو څخه راوتلي او د اسلام خلاف بولو.

له بده مرغه ځينو استازو وروسته بښنه وغوښته او څرګنده يې کړه چې د کوربه هېواد ملي سرود ته د بې احترامۍ نيت يې نه درلود. موږ هغوی ته وايو چې د اسلام د غربت (نا اشنايۍ) په عصر کې بايد د نړيوالې فضا تر اغېز لاندې را نه شي او د هغو کسانو پر توصيه عمل و نه کړي چې د مصلحت تر نامه لاندې شريعت قرباني کوي. اسلام موږ په هر ډول شرايطو کې پر حق مسير استقامت ته را بللي يو او له شک پرته د غربت په دې دوران کې اسلام تر هر وخت ډېر پر صبر او استقامت ټينګار کوي. همدا شان د اخر الزمان په فتنو کې صابر کس هغه څوک دی چې پر اسلام عمل د هغه لپاره په لاس کې د سکروټې نيولو په څېر وي؛ ځکه چې هغه د هيڅ قدرت، هيڅ سياسي فضا، هيڅ منفعت او مصلحت او هيڅ دستور او فرمايش تر اغېز لاندې نه راځي.

دا يو منل شوی واقعيت دی چې هر څومره چې نړيوال سيکولر نظم ته ډېر ننوځئ، نو حتا ستاسو تر ټولو کوچنی اسلامي احساس به ځپل کېږي او تاسو به شاتګ ته اړ ايستل کېږئ. پر دغه اساس، ملي دولت ته بايد «نه» وواياست او ملي پولې بايد ماتې کړئ، ځکه چې د بتانو ماتول د دې امت رسالت دی. د اسلام پيغمبر صلی الله عليه وسلم د بتانو او جاهلي افکارو په ننګولو کې پوره صراحت درلود او هيڅکله يې شاتګ نه کاوه. لکه څه ډول چې د مشرکانو مشرانو له پيغمبر صلی الله عليه وسلم څخه وغوښتل چې د هغوی عقايدو او بتانو ته دې سپکاوی نه کوي او له خپل رسالت څخه دې لاس واخلي، خو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«والله لو وضعوا الشمس في يميني، والقمر في يساري على أن أترك هذا الأمر حتى يظهره الله أو أهلك فيه ما تركته»

ژباړه: «زما دې پر الله تعالی قسم وي، که دوی لمر زما په ښي لاس کې کېږدي او سپوږمۍ مې په کيڼ لاس کې کېږدي، تر څو زه دا کار پرېږدم، تر هغه پورې به یې پرې نه ږدم چې یا یې الله تعالی اظهار (غالب) کړي او یا په دې لاره کې ووژل شم».

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د غزې ویجاړوونکې جګړې په اړو خبرو اترو څخه څه تمه کېدای شي؟

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه:

پر غزې د یهودو له تېري تر لسو ډیرې میاشتې وشوې خو په دغې ویجاړوونکې جګړه کې وژنې لا هم روانې دي. بلخوا د دغو بریدونو د درولو لپاره ځینې خبرې اترې او هوکړې د کېدو په حال کې دي؛ خو اسرایلو دا هوکړې رد کړي او ان د صلاح‌الدین محور له پرېښودو ډډه کوي، په داسې حال کې چې مصر هغه خپله سره کرښه بولي. (سرچینه: العربیه؛ ۲۰۲۴/۹/۳) د بایډن دولت هم پر دغو وژنو څار کوي؛ خبرې اترې یې تر نظر لاندې دي او ادعا کوي چې حللاره له خبرو اترو پیدا کېږي؛ خو په ورته وخت کې وژنې هماغسې روانې دي. د دغې ویجاړوونکې جګړې په اړه خبرو اترو څخه څه تمې کېدای شي؟ له دغه تېري څخه په ملاتړ کې د امریکا ونډه څه ده؟ ایا امریکا په جدي توګه د دوو دولتونو حللارې ته ژمنه ده؟ څنګه دا تېری درولی او فلسطین یې بېرته خپلو خلکو ته ورګرځولی شو؟ وبښئ چې پوښتنه اوږده شوه.

ځواب:

د پورتنیو پوښتنو د ځوابونو روښانولو لپاره لاندې ټکي څېړو:

لومړی: د دغې ویجاړوونکې جګړې په اړه خبرې اترې، پایلې یې او په دې برخه کې د امریکا ونډه:

۱. موږ د هغې پوښتنې په ځواب کې چې په ۲۰۲۴/۳/۲۲ نېټه خپور شو، وویل چې د غزې پر وړاندې د اسرایلو جګړه په ریښتینې معنی یوه ویجاړوونکې جګړه ده. دا جګړه د غرب، که امریکا ده او که اروپايي هیوادونه، په ملاتړ وهڅول شوه. غربي رهبرانو اسرایلو ته سفرونه وکړل چې د غزې پر وړاندې جګړه کې له اسرایلو خپل بشپړ ملاتړ وښيي. دغه راز د عرب او اسلامي دولتونو چوپتیا هم له اسرایلو سره مرسته وکړه. د دې پر ځای چې پوځونه د غزې مرستې ته ور ودانګي، ځینو دغو هیوادونو د مجاهدینو بریدونه وغندل او له اسرایلو سره یې خپلو اړیکو ته دوام ورکړ؛ لکه هیڅ چې نه وي شوي. هغو هیوادونو چې پخوا یا تازه یې له اسرایلو سره خپلې اړیکې عادې کړې وې، دغه بهیر ته یې دوام ورکړ او یوه یې هم نه له اسرایلو سره خپلې اړیکې پرې کړې او نه یې تړونونه او معاهدې – لکه له مصر سره کمپ ډیویډ او له اردن سره وادي عربه معاهدې- ورسره لغوه کړې.

په دې توګه نتنیاهو د لا وحشیانه بریدونو جرات پیدا کړ. د ۲۰۲۴م کال د اپریل په لومړۍ نېټه اسرایلو په دمشق کې د ایران سفارت په مجتمع کې د کنسولګرۍ پر ودانۍ هوايي بریدونه وکړل. اسرایلو پر دغه برید بسنه ونه کړه او د ایران او حزب‌الله سپکاوي ته یې دوام ورکړ. د جولای ۳۰مې په ماښام یې د لبنان پر پلازمېنه، بیروت هوايي برید وکړ چې موخه یې د حزب‌الله یو لوړپوړی قوماندان، فواد شکر و. یوه ورځ وروسته، د جولای په ۳۱مه یې د ایران په زړه، تهران کې عملیات وکړل چې موخه یې د حماس مشر، اسماعیل هنیه و. دا بریدونه په داسې حال کې وشول چې هیچا یې پر وړاندې غبرګون ونه ښود.

۲. بیا امریکا د ابتکاراتو د وړاندې کولو اقدام وکړ او چارواکو یې سفرونه پیل کړل چې د غزې د ملاتړ لپاره د اسلامي خاورو، په ځانګړي ډول د فلسطین ګاونډیو، د پوځونو د غبرګون مخه ونیسي. موخه دا وه چې په فلسطین کې د اسرایلو وژنو ته زمینه برابره کړي. د بېلګې په توګه په ۲۰۲۴/۵/۳۱ نېټه د بایډن کمزوری ابتکار او په ۲۰۲۴/۶/۱۰ نېټه د امریکا تر ملاتړ لاندې امنیت شورا پرېکړه د دغو هڅو بېلګې دي. امریکا دغه راز ښکېل اړخونه د خبرو اترو، په سفرونو کې تعدیل او بدلونونو لپاره په تګ راتګ بوخت کړل؛ موخه یې دا وه چې د مسلمانانو د خاورو نادانه او بې کفایته حکام د غزې له ملاتړه منحرف کړي او د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره پلمه راوړي چې د سترګو پر وړاندې یې وژنې دوام وکړي.

په ورته وخت کې، امریکا په بشپړ ډول د اسرایلو له تېریو ملاتړ کړی او وژنې یې توجیه کوي؛ د دې ترڅنګ ډول ډول وسلې ورکوي. مثلاً؛ په ۲۰۲۴/۸/۱۳ نېټه امریکا پر اسرایلو د ۲۰ ملیارده ډالرو په ارزښت وژونکو وسلو له پلور سره خپل موافقت اعلان کړ. د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر، نتنیاهو د بري احساس وکړ او دا یې د خپلو سختو دریځونو بشپړ تایید وګاڼه او دا چې امریکا به د اسرایلو د ملاتړ او هغو ته د وسلو د لېږد مخه ونه نیسي.

۳. دا هماغه څه دي چې بایډن یې خپل د بهرنیو چارو وزیر، بلینکن د صهیونیستي رژيم د بریدونو له پیل وروسته نهم سفر لپاره ولېږه. په بله ورځ، ۲۰۲۴/۸/۱۹ نېټه بلینکن د صهیونیستي رژيم له لومړي وزیر، نتنیاهو سره وکتل او په فریب او دوکه یې وویل: «متحده ایالاتو په وار وار اعلان کړې چې د غزې هیڅ ډول (اسرایلي) اوږدمهاله اشغال نه مني.» دا خبره مبهمه ده او «اوږدمهاله» وخت مشخص نه دی. هغه خپل فریب ته دوام ورکړ او ویې ویل: «نتنیاهو امریکايي وړاندیز منلی چې موخه یې د تېرې اونۍ خبرو اترو –چې امریکا له قطر او مصر سره په دوحه کې پيل کړې وې- له درېدو وروسته د دواړو اړخونو ترمنځ د واټن کمول دي. بلینکن همداراز له نتنیاهو وغوښتل چې پر حماس فشار راوړي چې دا وړاندیز ومني.» (سرچینه: رویترز؛ ۲۰۲۴/۸/۱۹)

نیویارک ټایمز په ۲۰۲۴/۸/۲۰ نېټه له خبرو اترو باخبرو چارواکو په حواله راپور ورکړ: «د امریکا نوی وړاندیز (صهیونیستي) ځواکونو ته اجازه ورکوي چې د غزې او مصر ترمنځ پولې په اوږدو، فیلاډلفیا لاري په یوه برخه کې خپلو ګزمو ته دوام ورکړي.»

۴. سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې ولسمشر بایډن د ۲۰۲۴/۸/۲۱ نېټې په ماښام له نتنیاهو سره ټلیفونې خبرې وکړې: «بایډن او نتنیاهو د امریکا د دفاعي نظامي شتون په ګډون؛ د ایران او ترهګرو ډلو لکه حماس، حزب‌الله او حوثیانو پر وړاندې د «صهیونیستي رژيم» د ملاتړ لپاره د امریکا پر هڅو خبرې اترې وکړې.» (سرچینه: مونټ کارلو؛ ۲۰۲۴/۸/۲۲) دغه راز یوه امریکايي چارواکي له دغې ټلیفوني اړیکې وړاندې وویل چې بایډن له نتنیاهو تمه لري چې د مصر او غزې ترمنځ پولې په اوږدو، فیلاډلفیا کې د صهیونیستي رژیم د ځواکونو ساتلو لپاره نوې غوښتنه کمه کړي. نتنیاهو له دغه محور څخه، چې د صلاح‌ الدین لارې په نامه مشهوره ده، له وتلو ډډه کوي. دا محور شاوخوا ۱۴ کیلومتره اوږد دی او په ځینو سیمو کې شاوخوا ۱۰۰ متره عرض لري. مصر وايي چې پر دغې سیمه د صهیونیستي رژیم کنټرول د کمپ ډیويډ شرمناکې معاهدې نقض دی چې په ۱۹۷۹ کې د امریکا تر نظر لاندې لاسلیک شوې وه او له دغې سیمې د صهیونیستي رژیم د وتلو غوښتنه پکې شوې.

صهیونیستي رژیم په تېره مې میاشت کې دا سیمه ونیوله. د امریکا دغه دریځ د دې سبب شو چې د امریکا نازولی زوی، نتنیاهو متوجه شي چې د امریکا خبرې نمایشي دي او ریښتینی اقدام نه کوي. ځکه چې صهیونیستي رژیم د امریکا په اقتصادي مرستو، نظامي تجهیزاتو پورې تړلی او که امریکا جدي وای، صهیونیستي رژیم له کوم اقدام پرته فشارونو ته غبرګون ښود.

۵. په قاهره کې خبرې اترې له ۲۰۲۴/۸/۲۴ نېټې پیل شوې چې د سي آی اې مدیر، ویلیم برنز؛ د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر؛ د صهیونیستي رژیم پلاوي او مصري پلاوي ګډون پکې کړی و. د حماس پلاوی هم پکې و چې مستقیم ګډون یې ونه کړ. رسمي پلاوو له صلاح‌الدین محور څخه له وتلو سره د نتنیاهو لېوالتیا نه لرلو په سبب په ۲۰۲۴/۸/۲۵ نېټه قاهره له کوم توافق پرته پرېښوده.

انادولو خبري اژانس په ۲۰۲۴/۸/۲۵ نېټه د حماس د یوه لوړپوړي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې افشا شي، په حواله راپور ورکړ: «حماس د اوربند هغه وړاندیز ته ژمن نه دی چې بایډن اعلان کړ او امنیت شورا تایید کړی دی.» هغه زیاته کړه: «حماس د هغو مسایلو پلي کولو ته تیار دی چې د جولای په ۲مه توافق پرې شوی و». خو نتنیاهو تر هغې چې د امریکا د ټاکنو پایلې مشخصېږي، له هر ډول توافق لاسلیک کولو ډډه کوي. هغه له جمهوري غوښتونکو سره د اړیکې ټینګولو په حال کې دی؛ ځکه چې یهودو یې د بایډن او ډیموکراټانو په پرتله د ډیر ملاتړ ژمنه کړې ده. نتنیاهو د ۲۰۲۴م کال د جولای په ۲۶مه په واشنګټن کې له ټرمپ سره ولیدل او د ټرمپ او په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو له بشپړ ملاتړ سره مخ شو. په کانګرس کې د هغه د ۵۳ دقیقو خبرو په جریان کې، جمهوري غوښتونکو هغه پرلپسې وهڅاوه. نتنیاهو هیله لري چې د ټرمپ – چې د بشپړ ملاتړ ژمنه یې کړې او د دوو دولتونو له نظریې یې صرف نظر کړی- په راتلو به سعودي ته له صهیونیستي رژیم سره د اړیکو عادي کولو امر وشي او ورپسې به نور هیوادونه هم له دغه رژیم سره خپلې اړیکې عادي کړي. نو اټکل کېږي چې نتنياهو به د امریکا د ټاکنو د پایلو تر مشخصېدو پورې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

۶. د امریکا د ټاکنو د پایلو تر مشخصېدو د نتنیاهو ځنډ او سختګیرۍ د هغه له هغو خبرو لیدلی شو چې العربیه د هغه له تلویزیوني مطبوعاتي کنفرانس څخه په ۲۰۲۴/۹/۳ نېټه نقل کړې دي. نتنیاهو وویل: «په دغې ځانګړې جګړه کې موږ ځان ته څلور موخې ټاکلې: د حماس له منځه وړل، د ټولو برمته شوو کسانو را خوشي کول، له دې څخه ډاډ ترلاسه کول چې غزه به په راتلونکي کې (د صهیونیستي رژیم لپاره) ګواښ نه وي او خپلو کورونو ته د شمال د اوسېدونکو خوندي راستنول». هغه زیاته کړه: «له دغو مواردو څخه درې یې له یوه ټکي، یعنې فلاډلفیا محور څخه، د تحقق وړ دي». نتنیاهو دغه راز اشاره وکړه چې دا محور «د حماس د اکسیجن او وسلو سرچینه» ده او زیاته یې کړه: «ځکه خو (صهیونیستان) باید دا سیمه کنټرول کړي».

دويم: ايا امريکا د دوه دولتونو په حللاره کې جدي ده؟

1. هغه طرحه چې امريکا يې د دوه دولتونو د حل لپاره وړاندې کوي او د اسلامي خاورو د خاينو حکامو په  مرسته يې تبليغوي، په واقعيت کې يوازې يو فريب او د الفاظو لوبه ده. دا طرحه تر ډېره د يوې فلسطينۍ ادارې لپاره ده، نه د فلسطينيانو لپاره د يو واقعي دولت لپاره. د امریکا ولسمشر جوبايډين د جمعې په ماښام خبريالانو ته وويل چې د دوه دولتونو د حل لپاره مختلف موډلونه شته او په ملګرو ملتونو کې يې ځينو شاملو هېوادونو ته اشاره وکړه چې خاص وسله‌وال ځواکونه نه لري. (سرچينه: الجزیره، ۴/۱/۲۰۲۴) دا له مسلحو ځواکونو پرته موډلونو ته د اشارې په معناده! خو هغه دولت چې د نورو دولتونو په څېر واقعي حاکميت ولري، د صهيونيستي رژيم لخوا ردېږي.

الجزيرې په ۱۸/۷/۲۰۲۴ نېټه راپور ورکړ چې د اسرايلو کنسټ (پارلمان) د چهار شنبې په ماښام په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د فلسطيني دولت د تشکيل د رد تصميم ونيوه. هغوی ښه پوهېږي چې امریکا يې هيڅکله له ملاتړه لاس نه اخلي؛ ځکه دغه رژيم د امريکا توليد او د اسلامي نړۍ په زړه کې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د امريکا پرمختللې اډه ده. ولسمشر بايډن په شخصي ډول صهيونستي رژيم ته نږدې دی او ځان صهيونست بولي او د ديني باورونو لرونکی دی چې هغه له دغه رژيم څخه دفاع ته هڅوي.د بهرنيو چارو وزير يې، بلينکن، چې د دولت له کليدي افرادو څخه دی اعلان کړه چې د خپل يهودي‌والي په دليل له صهيونستي رژيم څخه دفاع کوي. حتا د ولسمشر مرستيالې، کامالا هريس، له يهوديانو سره په يوه غونډه کې خپل مېړه د يهودي په صفت معرفي کړ تر څو له يهودي دولت او يهودانو څخه د بايډن د دولت ملاتړ وښيی او دا چې که د هغه مرستياله ولسمشرۍ ته ورسېږي، نو له يهودو څخه د ملاتړ سياست ته به دوام ورکړي. که ټرمپ بريالی شي، هغه به هم له يهودانو او صهيونستي رژيم څخه ملاتړ ته دوام ورکړي او له ډيموکراټانو به هم په دې برخه کې ځان مخکې کړي. په همدې دليل صهيونستي رژيم په دغو حمايتونو تکيه کوي او خپلو جنايتونو ته ادامه ورکوي.

2. يوه بله موضوع چې بايد د دوه دولتونو د طرحې په اړه څرګنده شي، په لاندې دول ده:

الف) فلسطين مبارکه اسلامي خاوره او د مسجد الاقصی خاوره ده چې الله سبحانه و تعالی برکتي کړې ده:

﴿سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ﴾ [اسراء: 1]

ژباړه: پاکي ده هغه ذات لره چې خپل بنده يې په شپه کې له مسجد الحرام څخه مسجد الاقصی ته بوتللو (هغه مسجد چې) د هغه شاوخوا سيمه مو برکتي کړې ده.

د دوو دلتونو دغه طرحه چې دغه حاکمان ورته مخه کوي، له الله سبحانه و تعالی، رسول الله صلی الله عليه وسلم او مومنانو سره خيانت دی. اسلامي خاوره دا ويش ـ چې دغه خاوره دې د خاورې د خلکو او د دوی د  دښمانو تر منځ وويشل شي ـ نه مني. پر دغې خاورې د يهودانو ولکه ناسمه ده او په دغه خاوره کې د دوه دولتونو طرحه ځای نه لري. څه ډول چې عمر بن خطاب رضي الله عنه دغه خاوره فتحه کړه، راشده خلفاوو وساتله، صلاح الدين ايوبي رحمه الله ازاده کړه او عبد الحميد د يهودانو پر وړاندې د هغې ساتنه وکړه، دغه خاوره به د الهي لښکر په صادقانه هڅو بيا ازاده شي او خپل اصلي حالت ته به را وګرځي.

ب) د دوه دولتونو طرحې په اړه شرعي حکم دا دی چې حتا که چېرې دغه طرحه فلسطينيانو ته د دولت د ورکړې په معنا هم وي ـ چې د ۱۹۶۷ د حدودو مطابق د فلسطين يوه برخه يعنې د فلسطين د خاورې ۲۰ سلنه فلسطينيانو ته ورکړل شي او له ۸۰ سلنه خاورې څخه تېرېدل ورسره ومنل شي ـ بيا هم دا طرحه سترګه ګناه او له الله سبحانه و تعالی، رسول الله صلی الله عليه وسلم او مومنانو سره خيانت دی. په داسې حال کې چې که له دغې اندازې څخه لږ څه طرحه شي، لکه دا چې د فلسطينۍ ادارې وړانديز وشي، نو دا خو په مراتبو لوی خيانت او ستر جرم ګڼل کېږي چې ترسره کوونکی به يې په دنيا کې له ذلت او شرمندګۍ او په اخرت کې له سخت عذاب سره مخامخ شي:

﴿سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُوا صَغَارٌ عِنْدَ اللهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُوا يَمْكُرُونَ﴾ [انعام: 124]

ژباړه: هغه کسان چې د ګناهونو او جرمونو مرتکب شوي دي ډېر ژر به دوی (په دنيا کې) د الله تعالی لخوا  له ذلت او (په اخرت کې) له شديد عذاب سره مخ شي، د دوی د هغو مکرونو په سبب چې کول يې.

درېيم: څنګه کولی شو دغه تجاوز ته د پای ټکی کېږدو او فلسطين په بشپړ ډول بېرته خپل اهل ته را وګرځوو:

1. دا موضوع په اسلام کې بشپړه روښانه ده. که کفار له اسلامي خاورو څخه پر کومه خاوره بريد وکړي، هغه اشغال کړي او خلک يې ترې وباسي، نو واجب ده چې له دښمن سره په شدت وجنګېږو، تر څو هغوی ترې په زور بېرته وشړو او هغه خاوره بېرته خپلو خلکو ته را وګرځوو. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ﴾ [بقره: 191]

ژباړه:  هغوی چې هر چېرې ومومۍ ويې وژنۍ او هغوی له هغه ځای څخه وباسئ چې تاسو يې ترې ايستلي ياست.

همدا شان فرمايي:

﴿فَإِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِي الْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِمْ مَنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَرُونَ﴾ [انفال: 57]

ژباړه: که له دوی سره د جګړې په ډګر کې مخامخ شې نو داسې سخت ګوزار پرې وکړه چې د دوی تر شا ډلګۍ يې هم وپاشل شي، ښايي په دې سره پند واخلي.

حتا که پر اسلامي خاورې ـ پرته له دې چې هغه اشغال شي ـ بريد وشي، نو بايد د تېري ځواب يې ورکړل شي:

﴿فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ﴾ [بقره: 194]

ژباړه: چا چې پر تاسو تېری وکړ، نو تاسو هم پر هغوی دومره تېری وکړئ څومره يې چې پر تاسو تېری کړی وي او له الله تعالی څخه تقوا غوره کړئ او پوه شئ چې الله تعالی د متقيانو ملګری دی.

د اشغال شوو اسلامي خاورو بېرته را ګرځول او له متجاوزو سره مقابله هغه مسايل دي چې هر عاقل ته څرګند دي او په قران، د رسول الله صلی الله عليه په سنتو او د اصحابو په اجماع کې په پوره وضاحت سره بيان شوي دي.

پر دې سربېره، صهيونيستي رژيم په يوازې ځان د درېدو توان نه لري او له بهرني ملاتړ پرته د جګړې وړتيا نه لري. لکه الله سبحانه و تعالی چې فرمايي:

﴿ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِنَ اللَّهِ وَحَبْلٍ مِنَ النَّاسِ﴾ [آل عمران: 112]

ژباړه: پر دوی د خوارۍ او ذلت مهر وهل شوی دی هر چېرې چې وي، مګر له الله سره په اړېکه (چې پر خپلو ناسمو کړنو او تګلارو تجديد نظر وکړي او الله يې مرسته وکړي) او يا له خلکو سره په اړېکو (چې دا او هغه يې لاتړ وکړي).

دغه رژيم له الله تعالی سره خپل ميثاق مات کړی دی او د هغه رسۍ يې پرې کړې ده او يوازې د امريکا، اروپا او اسلامي خاورو د خاينو حکامو د ملاتړ پر رسۍ متکي دی، د اسلامي خاورو هغه خاين حکام چې د صهيونيستي رژيم د وحشي تېريو پر وړاندې هيڅ ګام نه پورته کوي او حتا په دی کې هغه تر ټولو غوره يې يوازې د شهيدانو او ټپيانو شمېرلو ته ناست دي.

2. صهيونيستي رژيم په هيڅ ډول د مبارزې او بريالي کېدو وړتيا نه لري. لکه څه ډول چې الله سبحانه و تعالی په قرآن کريم کې فرمايي:

﴿لَنْ يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ﴾ [آل عمران: 111]

ژباړه: ‌‌دوی هيڅکله له کوچني زيان پرته (لوی) زيان تاسو ته نه شي رسولی او که دوی له تاسو سره جګړه کوي، نو شا درته اړوي او تېښته غوره کوي، چې بيا د دوی مرسته او ملاتړ نه کېږي.

لکه چې وينو مومنې ډلې د صهيونيستي رژيم په پرتله په خورا لږو تجهيزاتو او کم شمېر سره د هغوی پر وړاندې جنګېږي، خو له دې سره هم صهيونيستي رژيم په دې نه دی توانېدلی چې بريا خپله کړي. نو که چېرې د مسلمانانو پوځونه، حتا د فلسطين د ګاونډيو اسلامي خاورو لښکرې د جګړې ډګر ته را ودانګي، نو صهيونيستي رژيم به په بشپړ ډول له منځه لاړ شي.

خو اصلي ستونزه په اوسنيو اسلامي هېوادونو کې ده؛ چېرې چې حکام يې په استعمارګرو کفارو او د اسلام او مسلمانانو په دښمنانو پورې تړلي دي. دغه حکام سره له دې چې د صهيونيستي رژيم د جناياتو په اړه هر څه په سترګو ويني او په غوږونو يې اوري، خو داسې دي لکه نه چې څه ويني او نه يې اوري، لکه الله سبحانه و تعالی چې په قران کريم کې فرمايلي دي:

﴿صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَرْجِعُونَ﴾ [بقره: 18]

ترجمه: دوی کاڼه، ګونګيان او ړانده دي، نو دوی ( داسې دي لکه په هيڅ چې نه پوهېږي او د حق لور ته) نه راګرځي.

د مسلمانانو ستونزه د دوی په حکامو کې ده چې تر ننه پورې د لښکرو مانع شوي دي چې په غزه کې د خپلو ورونو مرستې ته ور ودانګي. په داسې حال کې چې د شهيدانو شمېر ۴۱ زره او د ټپيانو شمېر ۹۵ زره تنو ته رسېدلی، حکام يوازې تماشه‌چيان دي او یو شمېر يې حتا يوازې د مړو او ټپيانو شمېرنه کوي او انګېرل کېږي چې همدوی صهيونيستي رژيم ته تر بل هر اړخ ډېر نږدې دي.

څلورم: خپلې خبرې په دوو ټکو پای ته رسوم؛ د هغه چا لپاره چې حق مننونکی زړه او اورېدونکي غوږونه لري:

1. د ۲۰۲۴/۳/۲۲ د پوښتنې په ځواب کې مو ويلي وو: «دا معلومه ده چې د برېتانيا د بهرنيو چارو د وزير بالفور وعده چې په خپل ليک کې يې لرډ روټ شيلډ ته په ۲/۱۱/۱۹۱۷ کې ورکړې وه، په فلسطين کې د يهودانو لپاره د ملي دولت له جوړېدو څخه د برېتانيا تاييد ته شامله وه. دغه وعده د ځینو عرب او ترک اشخاصو د خيانت په پايله کې په دويمه نړيواله جګړه کې د عثماني خلافت د ماتې په وروستيو ورځو کې ورکړل شوه. تر دې وړاندې څو کاله مخکې د صهيونيستي ټولنو استازی هرټزل چې برېتانيا يې ملاتړ کاوه، په ۱۸/۵/۱۹۰۱ نېټه عثماني خليفه ته وړانديز وکړ چې دوی به د خلافت د مالي بحران په حل کې مرسته وکړي او د بودجې د کسر د پوره کولو لپاره به له خلافت دولت سره په لويه کچه مالي مرسته وکړي، خو په بدل کې يې دې دوی ته په فلسطين کې ځمکه ورکړل شي. خو هرټزل ته د خليفه عبد الحميد ثاني ځواب خورا قوي او حکيمانه ځواب و: "زه د فلسطين يوه لوېشت خاوره هم چا ته نه شم ورکولی، دا ځمکه زما ملکيت نه دی؛ بلکې د اسلامي امت ملکيت دی. زموږ خلکو د دغې خاورې لپاره جګړه کړې او هغه يې په خپلې وينې خړوبه کړې ده. يهودان دې خپلې پيسې له ځان سره وساتي، که کومه ورځ خلافت ټوټه ټوټه شو، هغه وخت بیا کولی شي چې فلسطين وړيا واخلي؛ خو تر څو چې زه ژوندی يم، دا کار ناشونی دی." خليفه درک، بصير او لرليد درلود او په (۱۳۴۲ هـ - ۱۹۲۴ م) کې د خلافت لغوه د دې باعث شوه چې فلسطين له بديل پرته په وړيا ډول يهودانو ته ورکړل شو! او د خليفه عبد الحميد رحمه الله وړاندوينه ريښتيا شوه؛ ځکه د خلافت لغوه په فلسطين کې د يهودي رژيم د ايجاد لپاره واقعي مقدمه شوه.»

نن ورځ سره له دې چې د اسلامي خاورو خاين حکام د استعمارګرو کفارو پيروي کوي او سره له دې چې دوی له فلسطين سره خيانت کوي، هغه مبارکه خاوره چې مسجد الاقصی پکې دی، هغه ځای چې شاوخوا يې الله تعالی برکتي کړې ده؛ دغه خاينان به له منځه لاړ شي او اسلامي دولت (دويم راشده خلافت) به د الله سبحانه و تعالی په اراده بېرته را وګرځي. له يهودانو سره جګړه او د فلسطين د خاورې اشغال به د الله تعالی په اراده محقق شي؛ ځکه صادق او ريښتيني پيغمبر صلی الله عليه وسلم په هغه حديث کې چې امام احمد له حذيفه رضي الله عنه څخه نقل کړی دی، فرمايلي دي:

«...ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»،

ژباړه: ... بيا به د نبوت پر مهج خلافت راشي.

همدا شان بخاري له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:

«تُقَاتِلُكُمُ الْيَهُودُ فَتُسَلَّطُونَ عَلَيْهِمْ»

ژباړه: يهودان به له تاسو سره وجنګېږي او تاسو به پر هغوی برلاسي شئ.

او همدغه راز مسلم په مشابه لفظ له ابن عمر رضي الله عنه څخه په روايت نقل کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:

«لَتُقَاتِلُنَّ الْيَهُودَ فَلَتَقْتُلُنَّهُمْ»

ژباړه:‌تاسو به خامخا له يهودو سره وجنګېږئ او خامخا به هغوی ووژنئ.

ځمکه به يو ځل بيا د الله سبحانه و تعالی د دين په بريا سره روښانه شي.

﴿وَیَوْمَئِذٍ یَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (4) بِنَصْرِ اللَّهِ یَنْصُرُ مَنْ یَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِیزُ الرَّحِیمُ﴾ [روم: 4_5]

ژباړه:‌ په هغه ورځ به مسلمانان خوشاله شي. د الله تعالی په نصرت سره. الله چې هر چا ته د نصرت اراده وکړي، د هغه مرسته او نصرت کوي او هغه (پر کافرانو او دښمنانو) برلاسی او (پر خپلو دوستانو او مومنانو) مهربانه ذات دی.

1 ربیع الاول ۱۴۴۶هـ.ق.

۴/۹/۲۰۲۴م.

ژباړه: يما افغان

د مطلب ادامه...

د الله سبحانه وتعالی محبت

(ژباړه)

له قتاده بن نعمان رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إذا أحبَّ الله عبداً، حماه الدنيا كما يظِلُّ أحدُكم يحمى سقيمه الماء» (صحیح ابن حبان/۶۷۱)

ژباړه: هر کله چې الله (سبحانه وتعالی) له خپل بنده سره محبت ولري، نو هغه د دنیا له زیان څخه داسې ساتي لکه تاسو چې یو ناروغ له اوبو څښلو څخه ساتئ. (په هغه صورت کې چې اوبه ورته زیان رسوي.)  

دغه حدیث شریف موږ د رب له هغه پراخه رحمت څخه خبروي، چې له خپلو بندګانو سره یې کوي او دا بیانوي چې الله سبحانه وتعالی به له هغه کس سره چې محبت ورسره لري او هغه له ګناهونو ځان ساتي، څه ډول چلند کوي. الله سبحانه وتعالی د دغه کس ساتنه کوي او نوموړی له هغو کارونو څخه خوندي کوي، چې هغه ته زیان رسوي. کوم عملونه چې د الهي محبت د لاسته راوړلو لامل کېږي، هغه د الله سبحانه وتعالی له اوامرو څخه اطاعت دی او کوم عملونه چې یو انسان له الهي رحمت څخه لرې کوي، ګناهونه او د هغو په ترسره کولو ټینګار دی.

همدرانګه هغه عملونه چې یو مسلمان خپل رب ته نږدې کوي، د شرعي احکامو مطابق او سم چلند دی او کوم عملونه چې یو مسلمان د الله سبحانه وتعالی له رحمت څخه لرې کوي، هغه چارې دي چې الله تعالی یې موږ ته امر کړی، ترڅو له هغو څخه ډډه وکړو او ځانونه ترې وساتو.

اوس باید درک کړو چې هرې موخې ته د رسېدو لپاره باید سمه لاره انتخاب کړو، چې موږ هغه لوړ هدف ته رسوي. نو تر ټولو غوره عملونه هغه دي؛ چې موږ د شرعي احکام په پلي کولو، د دین د خپراوي لپاره په هڅه کولو او د دین په حاکمولو سره د رب رحمت او محبت ته ورسوي.

نو له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې موږ د هغو کسان په ډله کې راولي، چې الله سبحانه وتعالی محبت ورسره لري او همداراز موږ له هغو ټولو شیانو څخه وساتي، چې د الله سبحانه وتعالی د قهر سبب کېږي او د هغه سبحانه وتعالی محبت راڅخه اخلي.

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

خلافت دولت او اقلیتونه

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

له لومړي اسلامي دولت راهيسې، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم یې په مدینه منوره کې بنسټ کېښود، تل په اسلامي دوتل کې تنوع وه. په دغه دولت کې مهاجرین او انصار یو ځای وو، د دغه ځای په اوسېدونکو کې عرب او عجم، مسلمان او غیرمسلمان هم وو. رسول الله صلی الله عليه وسلم د دغې نوې ټولنې د بېلابېلو اقشارو ترمنځ د اړیکو اصول "د مدينې ميثاق" کې څرګند کړل. وروسته، اسلامي دولت د رسول الله صلی الله عليه وسلم په دوره کې ټول جزیرۃ العرب ته پراخ شو او د خلفای راشدین او بیا د امویانو، عباسیانو او عثمانیانو په دورو کې دغې پراختیا دوام وموند. په اسلامي دولت کې تنوع د بېلابېلو قبیلو او ملتونو له لوري د اسلام منلو او همدارنګه په دغه دولت کې د بېلابېلو دینونو پیروانو د حضور له امله نوره هم زیاته شوه. سره له دې ټولو توپیرونو لکه نژاد، رنګ، ژبه، کلتور او دین، د خلکو ترمنځ او د هغوی د دولت او حاکم سره اړیکې عموماً د همغږۍ، موافقې او ښه چلند پر بنسټ وې. د "اقلیتونو" مفهوم په اسلامي دولت او اسلامي ټولنه کې چې د پیړیو په اوږدو کې له دغه مفهومه بې‌خبره وو، یوازې هغه وخت دې ټولنې ته داخل شو چې استعمارګرو د عثماني خلافت په وروستیو کې دغه مفهوم له غرب څخه راووړ.

هغوی وروسته له دې چې د مسلمانانو سیمې یې استعمار کړې، د دغه مفهوم د ودې او خپرولو هڅه یې وکړه، څو د عثماني دولت پر کنډوالو ملي او قوم‌پال سيکولار هېوادونه رامنځ ته کړي. د اقلیتونو مفهوم د سیاسي او قانوني مفهوم په توګه په اروپايي ټولنو کې د رنسانس په دوره کې راڅرګند شو. له دې دورې وړاندې، اروپايي ټولنې په عمده ډول د الهي حق تیورۍ تر اغېز لاندې وې، چې له مخې یې پاچا یا حاکم د خدای او دین په نوم واکمني کوله او ټول واک په مطلق ډول د هغه په لاس کې و او هېڅ قانون یې عمل نه شو اغېزمنولی. خو د کلیسا له تسلط څخه د ازادۍ او د دیني تفکر څخه د سرغړونې په لور د غربي فکر په حرکت سره، فرد او د هغه حقوقو ته ډېر پام وشو او د فرانسې د انقلاب شعارونو لکه: ازادۍ، برابرۍ او ورورولۍ نړیوال رنګ غوره کړ. سره له دې، غربي فکر چې د الهي حق تیورۍ له منځه وړل یې غوښتل، په سیاسي ډګر کې له ځینو ننګونو سره مخ شو او له دغه کړکېچ څخه د وتلو لپاره، غربي فیلسوفانو د ملي‌پالنې مفهوم له سیاسي معنی سره وړاندې کړ او ملت او قوم یې پر هماغه اساس تعریف کړل.

د اقلیتونو مفهوم د سیاسي او قانوني مفهوم په توګه په غربي تفکر کې، په حقیقت کې د بشري ټولنو لپاره خورا خطرناک ګڼل کېږي. لکه څرنګه چې مارکسیستي فرضیې د ټولنیزو طبقو ترمنځ شخړې اټکل کړې وې، دغه مفهوم په ضمني ډول یوازې د نژادي، دیني، ژبني یا کلتوري توپیرونو له امله د اقلیتونو او اکثریتونو ترمنځ او ان د اقلیتونو ترمنځ د شخړو او تاوتریخوالو شتون په ګوته کوي. په داسې حال کې چې دغه توپیرونه په ټولنو کې طبیعي او د الهي سنتو برخه ګڼل کېږي.

د اقلیتونو په اړه د اسلام موقف:

د اسلام د موقف پیژندلو لپاره په دې اړه څو اساسي ټکي را اخلو:

۱. هغه ټولنه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم یې بنسټ کېښود او هغه دولت چې په مدینه کې یې تاسیس کړ، له هغو ټولو نمونو څخه چې تر هغه مخکې او وروسته وې، بېل او یو غوره مثال و. رسول الله صلی الله عليه وسلم اسلامي امت د اسلامي عقیدې پر اساس جوړ کړ او پرته له دې چې نژادي، ژبنيو او نورو توپیرونو ته پام وکړي، د مسلمانانو ترمنځ اړیکه یې د اسلام پر اساس جوړه کړه. اسلام د اسلامي امت مفهوم یوازې معنوي او روحي اړخ پورې محدود نه کړ، بلکې دا یې د سیاسي او قانوني مفهوم په توګه تعریف کړ، چې په ټولنه او دولت کې د مسلمانانو حقوق او مکلفیتونه مشخصوي.

۲. اسلام نژادي، د رنګ یا ژبنيو توپیرونو ته اهمیت نه ورکوي، بلکې انسان ته د انسان په توګه پام کوي. په اسلام کې خلک سره برابر دي او توپیر یوازې په تقوا، یعنې د الله سبحانه وتعالی د اوامرو په اطاعت کې دی. نژادي، د رنګ او ژبني توپیرونه د خلکو ترمنځ طبیعي او د الله سبحانه وتعالی د قدرت نښې دي او اسلام دوی ته نه په منفي او نه هم په تفصیلي ډول ګوري.

۳. اسلام، اسلامي دولت پر نژاد یا ژبه نه دی تعریف کړی او د هغې لپاره یې ثابت جغرافیوي یا سیاسي سرحدونه نه دي مشخص کړي، بلکې اسلام د دارالاسلام او دارالکفر پر مفهومونو تمرکز کوي چې د اسلامي دولت انعطاف‌منونکی مفهوم په ګوته کوي.

۴. سره له دې چې د اسلامي امت مفهوم په اسلام کې لوی اهمیت لري، خو اسلام په اسلامي دولت کې دا د تابعیت لپاره بنسټ نه ګڼي. اسلام یوازې دولت او نظام ته ولاء (وفاداري) د اسلامي تابعیت لپاره شرط ګڼي. په دارالاسلام کې د غیرمسلمانانو (اهل الذمة) شتون یوه طبیعي خبره ده، چې له الهي سنتو سره سمون لري، چې د بشر تنوع او د دینونو توپیر ټاکلی دی او له الهي تشریعي سنتو سره سمون لري، چې په دین کې د خلکو په فتنه کې اچول (په زوره يې د دين پرېښودو ته اړ ايستل) حرام ګڼي. هغه غیرمسلمانان چې غواړي په اسلامي دولت کې تابعیت ولري، خو په اسلام ایمان نه لري او د اسلامي هیوادونو له دفاع څخه معاف دي، باید د دولت پر وړاندې تعهدات ولري او په مقابل کې دولت باید د هغوی حقوقو ته درناوی وکړي. د دې تعهداتو قانوني بڼه، تړون دی او همدا لامل دی چې اسلام په دارالاسلام کې د غیرمسلمانانو موجودیت، که موقتي وي یا دايمي، د تړون پر اساس تنظیموي چې د دواړو خواوو حقونه او وجایب مشخصوي.

له خپلو رعیتونو سره د اسلامي دولت اړیکې په دوو برخو کې تعریف شوي دي:

لومړۍ برخه: حکومت کول او د چارو ساتنه؛ دولت باید د خپلو رعیتونو تر منځ توپیر ونه کړي او له ټولو سره باید پرته له دې چې د هغوی نژاد، رنګ، جنس یا دین ته پام وکړي، یو ډول چلند وکړي. دا پر شرعي نصوصو ولاړ دی چې په حکم، قضا او د چارو ساتلو په اړه مسلمانانو ته لارښوونې کوي.

دویمه برخه: په قانون جوړولو او د قوانینو په پلي کولو کې، اسلام د ژوند ټول اړخونه پوښي، له عباداتو او حکم څخه نیولې تر اقتصاد، تعلیم، داخلي او بهرني سیاست او قضا پورې. دغه نظام یوازې د دین روحاني اړخ ته پام نه کوي، بلکې قانوني او اجرایي اړخونه هم رانغاړي.

اسلامي تشریع او اهل الذمه:

اسلامي تشریع انسانانو ته د انسانیت له نظره ګوري او هغوی ته د انسان په توګه اهمیت ورکوي. د اصولو د علماوو په وینا، شرعي حکم د شارع خطاب دی چې د بندګانو په اعمالو پورې اړه لري او کفار هم د اسلامي احکامو پيروي کوي، که څه هم پر ټولو احکامو مکلف نه وي.

اسلامي تشریع ستونزې د انساني اړخ له مخې حل کوي او په دې توګه، توپیرونو ته پام نه کوي، بلکې د هرې ستونزې ځانګړتیاوو ته په کتلو، مناسب حکم صادروي. د بېلګې په توګه، د نارینه او ښځې اړیکې تنظیموي او په خپلو احکامو کې د جنسي توپیرونو په پام کې نیولو سره عمل کوي. په همدې توګه، د مسلمانانو او غیرمسلمانانو تر منځ توپیرونه په احکامو کې د مسلې د ځانګړتیاوو له امله وي، نه د تبعیض له امله.

د سیکولر غرب د دولت ماډل، چې د اقلیتونو ستونزې یې رامنځته کړي، له دین څخه د ژوند جلا کولو او د دولت پر نژادي، ژبني او تاریخي بنسټونو د تعریف له امله رامنځ ته شوی. سربېره پر دې، د سیکولر غرب دولت د اکثریت رایې، که څه هم چې غلطه وي، ته پام کوي او د اقلیتونو رایه که څه هم چې سمه وي، نه مني. په داسې حال کې چې اسلامي دولت ټول دینونه رانغاړي او د دیني شعایرو د پلي کولو لپاره پراخ چاپېریال برابروي.

د اقلیتونو ستونزې او د سیکولر دولت ناکامي، د یادونې وړ دي. تر دې هم بده دا ده چې دغه ماډل د اسلامي هېوادونو حکومتونو ته، چې د درېیمې نړۍ په نوم یادېږي، منتقل شوی دی او اوسمهال خلک له دې څخه کړاو ویني او د ورانۍ او کورنیو جګړو له یوه ستر حالت سره مخ شوي، چې عراق او سوریه یې ښې بېلګې دي.

د خلافت دولت له اهل الذمه سره په چلند کې احسان او عدالت کړی دی. هر څوک چې د اهل الذمه په اړه نبوي احادیث او قراني نصوص وڅېړي، ښکاره شواهد به ومومي چې له هغوی سره د احسان او عدالت امر شوی. تاریخ هم په دې موضوع کې ښه شاهد دی. هر ډول اختلاف او بې عدالتي چې په ځینو مواردو کې د اهل کتابو پر وړاندې پېښ شوي، اسلام یې نه زغمي او د اسلام د حاکمیت په اوږده تاریخ کې دا ډول پېښې نادرې دي. سربېره پر دې، ځینې انصاف لرونکي او غیرمسلم مستشرقین هم د اسلام پر عدالت او د مسلمانانو او اسلامي دولت پر پراخه زغم د خپلو غیرمسلمانو رعیتونو پر وړاندې شهادت ورکړی دی. خو د هغو ادعاوو په اړه چې وایي اسلام له اهل الذمه سره سخت چلند کړی او ځینې شرعي نصوص له قرآن او سنت څخه د غیرمسلمانانو پر وړاندې د کرکې د رامنځ ته کولو په توګه ذکر کوي، باید وویل شي چې دغه خلک دا نصوص په ناسم ځای کې استعمالوي. دا نصوص په دوو برخو وېشل شوي دي:

د شرعي نصوصو لومړۍ برخه هغه نصوص دي چې د اسلام او نورو مفکورو او ادیانو تر منځ د فکري مقابلو په اړه دي. دغه نصوص په ښکاره ډول د اسلام پر حقانیت او د نورو ادیانو او عقایدو پر بطلان ټینګار کوي او یادونه پکار ده چې دغه ډول فکري او احساساتي توپیر په هر دین او مکتب کې شته. اسلام، ځکه چې ځان مطلق حق او له الله سبحانه وتعالی څخه بولي، طبیعي ده چې له نورو دینونو او مفکورو سره موافق او راضي نه دی. سره له دې، اسلام له اهل کتابو سره چې هغوی کافر ګڼي او ورسره د فکري جګړې په حالت کې دی، ځانګړی چلند کوي؛ د بېلګې په توګه، د هغوی د ذبیحې خوړل او له هغوی سره واده کول حلال ګڼل شوي. دا ښیي چې دغه توپیر یوازې فکري دی او له هغوی سره د انسانانو په توګه په چلند کې هیڅ اغېز نه لري.

د شرعي نصوصو دویمه برخه نصوص د هغو کافرانو په اړه دي چې د اسلام دښمنان دي، د اسلام پر وړاندې جنګ کوي او له مسلمانانو سره په جګړه بوخت دي. د دغه ډلې احکام له اهل الذمه سره توپیر لري، ځکه چې دغه کسان محارب دي او د دې ډلې اړوند شرعي نصوص پر اهل الذمه نه شي تطبیق کېدلای، ځکه چې د دوی شرایط بېل دي.

هغه مفهوم چې غرب د اقلیتونو په اړه رامنځته کړی دی او نړۍ ته یې وړاندې کړی، د اقلیتونو ستونزې نه شي حل کولای؛ ځکه چې دا د ملتونو تر منځ د واټن رامنځته کولو او د هغوی په وېشلو کې مرسته کوي. یوازینۍ اساسي حللاره د انسجام او د بېلابېلو بشري ډلو تر منځ د یووالي لپاره هڅه کول دي؛ ځکه چې د انسانانو تر منځ د ژبې، مذهب، دین او نورو توپیرونو شتون له هغه وخت راهیسې چې الله سبحانه وتعالی بشریت پیدا کړی دی، یو طبیعي حالت دی.

د هغو ستونزو حللاره چې په هغو ملتونو او ډلو کې شته چې په یوه خپلواک رژیم کې ژوند کوي او بېلابېلې ځانګړتیاوې لري او دا ځانګړتیاوې کله کله د ستونزو او فتنې لامل کېږي، د دغو ډلو له منځه وړل نه دي؛ ځکه چې دا د ټول بدن د تباهۍ په څېر دي. حللاره دا ده چې ستونزې حل او وروسته له دې چې د ستونزې لامل معلوم او لرې شي، د خلکو تر منځ سوله تامین شي.

په پای کې، باید په یاد ولرو چې د اقلیتونو ستونزه یوه مصنوعي او جوړه شوې ستونزه ده او دا سیکولر ډیموکراتیک دولتونه نه شي حل کولی چې خپله د دې ستونزې لامل شوي دي. اسلامي دولت، له خپلو اصولو سره سم، د دغې ستونزې لپاره غوره حل وړاندې کوي او پر دې اساس، اهل الذمه به د خلافت دولت تر سیوري لاندې له خپلو ټولو حقونو څخه برخمن وي.

ټول باید پوه شي چې د اسلام دولت او حاکمیت راتلونکی دی او د مسلمانانو او ټول بشریت لپاره د کپیټلېزم یا پانګوال نظام او سیکولریزم او د هغوی د پلویانو له ظلم څخه د خلاصون لار یوازې اسلام او د اسلام حاکمیت دی؛ هغه وخت به اهل الذمه پوه شي چې ټول خیر او نېکي د خلافت دولت تر سیوري لاندې ژوند کولو کې نغښتې ده.

لیکوال: ایاد عبدالرحمن – ولایه عراق

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ژباړن: اسرار تکل

د مطلب ادامه...

اصلي مکلفیت یوازې د تېریو درول نه، بلکې د ټول اشغال پر ختمولو تمرکز دی!

 (ژباړه)

د اسلامي هېوادونو وزیران، د اندونیزیا له ختیځ څخه د مراکش تر لويديځ پورې په دې هڅه کې دي چې په لویدیځه غاړه یا په غزې تړانګه کې د صهیونستي رژیم له لوري د بشري حقونو د سرغړونو او تجاوزونو پر وړاندې فشارونه زیات کړي. لومړي وزیران او د بهرنیو چارو وزیران په دوره‌يي ډول سره راټولېږي او د حکومتونو او وزیرانو ترمنځ اړیکې ټینګېږي. ځینې وخت د دغو چارواکو له لوري د غندنې غوښتنه کېږي او یا یې پخپله غندنه کوي او ځینې خو ان د ترکي چارواکو په څېر د سوداګريزو اړیکو د پرېکون ګواښ هم کوي. همدارنګه، ځینې یې خلکو ته د لاریونونو اجازه ورکوي، ترڅو د تېریو او تجاوزونو د درولو غوښتنه وکړي، خو د اشغال پای ته رسولو غوښتنې له پامه غورځوي؛ ځکه دوی پوهېږي چې دغه غوښتنې د کمزورو او بې ارادې سیاسي جوړښتونو په چوکاټ کې نه عملي کېږي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان له خپلو ترکي، مصري، اردني، بحریني او ګامبیايي سیالانو سره په اړیکه کې دی، ترڅو د فلسطین د وضعیت، په غزه کې د اوربند او د فلسطین د خلکو د حقونو د ملاتړ په اړه خبرې وکړي. دغه هڅې د اسلامي هېوادونو د هغو هڅو یوه برخه ده چې د فلسطین د دولت او اوسېدونکو مشروع حقونه بیرته ترلاسه کړي او عربي او اسلامي همکارۍ پیاوړې کړي، ترڅو د صهیونستي رژیم ټولې جدي سرغړونې ژر تر ژره ودرول شي. د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان هم د ترکیې او مصر له ولسمشرانو سره ټلیفونې اړیکې نیولې او له هغو سره یې په غزه او لویدیځه غاړه کې د بریدونو او سرغړونو د زیاتېدونکو هڅو د بندولو په اړه خبرې کړې دي.

تر دې وړاندې، د اسلامي همکاریو سازمان د ۲۰۲۳م کال، د اکتوبر په۱۸مه نېټه د یو استثنایي کنفرانس پریکړې ولیدل شوې چې د فیصل بن فرحان په مشرۍ ترسره شوی و. دغه پریکړې پر دې ټینګار کوي چې د فلسطین مسله باید مرکزي پاتې شي، د فلسطین د خلکو د حقونو ملاتړ وشي او د «نړیوال قانون» پر بنسټ د فلسطین د دولت جوړېدلو غوښتنه کوي. له ملګرو ملتونو او د امنیت شورا څخه هم غوښتنه شوې وه چې د جنګي جنایتونو او سرغړونو د درولو په اړه خپله مکلفیت ادا کړي.

د ۲۰۲۴م کال، د مې په۱۶مه په بحرین کې د عربي هېوادونو د رهبرۍ غونډه هم د دغو پخوانیو پریکړو سره پای ته ورسېده چې مهم ټکي یې په لاندې ډول دي: 

۱. د غزې پر وړاندې د (اسراییلي) بریدونو ژر تر ژره درول او له غزې څخه د اشغالګرو ځواکونو وتل. 

۲. د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې د نړیوالو ساتونکو ځواکونو ځای پر ځای کول. 

۳. د فلسطینیانو د اجباري بې‌ځایه کولو هر ډول هڅه ردول. 

۴. پر رفح ښار د اسراییلي بریدونو او د رفح د مهارولو غندنه. 

۵. پر اردني مرستندویه کاروانونو د بریدونو غندنه او د نړیوالې څېړنې غوښتنه. 

۶. له ټولو اړخونو غوښتنه چې له جګړې او تاوتریخوالي ډډه وکړي او په سیمه کړکېچ ډېر نه کړي. 

۷. د ۲۰۲۴م کال، د اپریل ۱۸مې په ناسته کې د فلسطین دولت د بشپړې رسمیت پیژندنې په اړه د امنیت شورا د پریکړې د بیاکتنې غوښتنه.

دغه پریکړې او هڅې ښيي چې د دغو هېوادونو موخه، که انفرادي وي که په ګډه، یوازې یو سیاسي حل لټول دي، چې امریکا یې د فلسطین د مسلې وروستی حل ګڼي او هغه د دوو دولتونو حل دی. سربېره پر دې، د دوی غوښتنې چې په لویدیځه غاړه کې نړیوال ځواکونه ځای پر ځای شي، د اشغال پای ته رسولو یا د فلسطین د ازادۍ لپاره هېڅ هدف نه لري! 

پر ځای یې، دغه هېوادونه، په داسې حال کې چې دغو اقداماتو ته بلنه ورکوي او بریدونه غندي، له اسراییلو سره خپلې ډیپلوماټیکې او سوداګريزې اړیکې ساتي او ان پولې یې ورته پرانیستي دي، ترڅو په جګړه او سرغړونو کې یې بې‌ساری ملاتړ ورکړي او په مستقیم ډول په جنګي جنایتونو کې برخه ولري، چې د امریکا او غربي هېوادونو له لوري د وسلو او ځواکونو په وسيله ترې ملاتړ کېږي. دغه مسایل د ژورناليستيکي څېړنو په پایله کې په ډاګه شوي دي، لکه د متحده عربي اماراتو څخه د عربي ټاپوزمې او اردن له لارې اسراییلو ته د کلک محافظت او د باروړونوکو موټرو امنیت ټينګول.

دې ته ورته حالت له ترکیې سره هم شته، چې صادرات یې له هغه وخت څخه ډېر شوي چې د باب المندب تنګی تړل شوی او له دې کبله د تېلو او سوداګریزو توکو انتقال محدود شوی دی. د بریتانیا د «Middle East Eye» وېب‌پاڼې په راپور کې ویل شوي دي چې د یوې ډلې ترکي شرکتونو چې د فلسطین د ګمرکاتو له لارې اسراییل ته صادرات کوي، صادرات د ۲۰۲۴م کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۴۲۳ سلنه زیات شوي، یعنې له ۷۷ میلیونه ډالرو څخه ۴۰۳ میلیونه ډالرو ته رسېدلي. دغه راپور اشاره کوي چې په ځانګړي ډول په اګست میاشت کې صادرات د پام وړ وو؛ ځکه په دغې میاشت کې د ترکیې صادرات ۱،۱۵۶ سلنه زیات شوي او له ۱۰ میلیونه ډالرو څخه ۱۲۷ میلیونه ډالرو ته لوړ شوي. 

د دغو حکامو د خیانت بېلګې ډېرې دي او په ډاګه ښيي چې اسلامي امت له دغو خیانتونو څخه بیزاره دی او پوهېږي چې د غندنې او استنکار په اړه د هغوی اعلامیې او بیانونه یوازې یو چل دی او هغه څه چې دوی ورته د هڅو زیاتوالی وایي، یو له دروغو ډک تبلیغ دی. د دوی غونډې په هره کچه ناکامې دي او امت پوهېږي چې د دوی واکمني یوازې د وخت مسله ده؛ ځکه له دوی سره خلک نشته. که څه هم ځینې سیاسي او پوځي ځواکونه ښايي په راتلونکي کې د پام وړ بدلونونو لپاره رول ولوبوي او په فلسطین او نورو سیمو کې له مستضعفينو سره مرسته وکړي، دغه بدلون یوازې د دغو کمزورو او مزدورو رژیمونو په ړنګولو سره شونی دی، چې د امریکا یا بریتانیا په فرمان عمل کوي او د خلکو د پاڅون او انقلاب له ویرې سره مخ دي. 

حزب‌التحریر به د امت د ویښتابه او پر سم لوري د امت روانولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او له اهل قدرت څخه غواړي چې له اسلامي امت سره مرسته وکړي، ترڅو خپل واک بیرته ترلاسه کړي او داسې یو عادل خلیفه غوره کړي چې د الله سبحانه وتعالی کتاب او د هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سنت تطبیق کړي، ترڅو دغه مزدور رژیمونه او له دسيسو ډک نړیوال نظام ړنګ او د مظلومانو پر وړاندې ظلم او تجاوز پای ته ورسوي.

 [وَمَا لَكُمْ لَا تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيّاً وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيراً]

ژباړه: «په تاسو څه شوي دي، چې د الله تعالی په لاره کې د هغو بېوسو نارینه، ښځو او ماشومانو لپاره نه جنګېږئ چې کمزوري کړل شوي دي، تر فشار لاندې نیول شوي دي او فریادونه کوي چې : اې زموږ ربه، موږ له دې وطنه چې اوسېدونکي یې ظالمان دي وباسه؛ او له خپل لوري څخه زموږ لپاره سرپرست او مرستندوی پیدا کړه.» [نسأ: ۷۵]

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۶ هـ.ق کال، د ربيع الاول ۶مه

۲۰۲۴م کال، د سپټمبر ۹مه

ژباړن: اسرار تکل

د مطلب ادامه...

علماء به تل په امت کې وي

(ژباړه)

له عبدالله بن عمرو بن عاص رضی الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:

«إِنَّ اللَّهَ لَا يَقْبِضُ الْعِلْمَ انْتِزَاعًا يَنْتَزِعُهُ مِنْ الْعِبَادِ، وَلَكِنْ يَقْبِضُ الْعِلْمَ بِقَبْضِ الْعُلَمَاءِ، حَتَّى إِذَا لَمْ يُبْقِ عَالِمًا اتَّخَذَ النَّاسُ رُءُوسًا جُهَّالًا فَسُئِلُوا فَأَفْتَوْا بِغَيْرِ عِلْمٍ فَضَلُّوا وَأَضَلُّوا» (سنن ابن ماجه)

ژباړه: الله (سبحانه وتعالی) د خپلو بندګانو له سینو څخه علم نه محوه کوي، بلکې د علماوو په له منځه وړلو سره یې له منځه وړي. کله چې علماء له منځه لاړ شي، خلک ناپوهان خپل رهبران ټاکي، د خپلو مسایلو په اړه له هغوی څخه پوښتنه کوي او هغوی هم له علم پرته فتوا ورکوي. پر همدغه اساس خپله هم ګمراه شي او نور هم د ګمراهۍ خوا ته بیایي.

دغه حدیث شریف موږ د مخلوقاتو په اړه د الله سبحانه وتعالی له سنتو څخه خبروي، چې هغه سبحانه وتعالی هر کس ته وغواړي، علم ورکوي او د علماوو په ډله کې یې راولي. همدارنګه الله سبحانه وتعالی علم او د علم لاسته راوړل خوښوي.

په دې ورځو کې داسې کسان وینو چې ځانونه علماء بولي؛ خو کوم څه چې له علم څخه یې باید زده کړي وای، نه یې دې زده کړي. همدارنګه په دوی کې یو شمېر کسان نورو خلکو ته علم نه ور زده کوي او دغه کار یې د ناپوهۍ او جهل له مخې نه دی؛ بلکې وېرېږي، هسې نه چې په حق خبرې کولو سره ځانته زیان ورسوي. دغه کسان علم پخپل ځان کې بندي کوي او نورو ته یې نه رسوي. دا ډله خلک په داسې وخت کې چې ذلیل انسان باعزته او محترم بلل کېږي، باعزته انسان ذلیل ګڼل کېږي، د ناپوه درناوی کېږي او هوښیار انسان له پامه لوېږي؛ د خلکو  د غوسې او سپکاوي، د زنداني کېدو، شکنجې او یا تبعید له وېرې علم پټوي.

هغه کس چې علم پټوي او نورو ته یې نه رسوي، لوی زیان کوي او دوی هغه کسان منحرف کوي، چې د حق په لټه کې دي. کله چې علم له حق پلټونکي څخه پټېږي، نو چا ته باید مراجعه وشي؟ هغه عالم چې علم یې نورو خلکو ته نه دی رسولی، د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې به څه ځواب وايي؟

بل ټکی چې په حدیث شریف کې ورته اشاره شوې، دا دی چې که چېرې ټولنه د دین له علماوو څخه خالي شي، نو پر ځای به یې داسې کسان راشي چې په دین به نه پوهېږي او داسې خبرې به کوي چې له دین څخه به نه وي. د هغوی خبرې به له اسلام سره هېڅ ورته‌والی نه لري او یوازې مزدور حکام به خوشحالوي. پر همدغه اساس په ټولنه کې د داسې کسانو د شتون او له حق خبرې څخه د دوی د مخ اړولو له امله، وینئ چې خلکو خپل دین ورک کړی او پر ناسمه لار روان دي. خو د الله سبحانه وتعالی په سنتو کې هېڅ بدلون نه راځي. 

ښايي داسې ګومان وشي، چې په دغه امت کې به علم او علماء نور پیدا نه شي، خو څوک چې داسې ګومان کوي، هغوی تېروتي دي؛ ځکه د الله سبحانه وتعالی د دین علم او علماء له منځه نه ځي او زیات دي. خو موږ چې اوس له کوم حالت سره مخ یو، ښايي هغوی ته لاس رسی سخت وي.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې علم او متقي علماء را وګرځوي، ترڅو د بندګانو د لارې څراغ شي. اسلامي امت د کفارو له استعماري لومو څخه ازاد کړي او د امت له سترګو پرده لرې کړي، ترڅو حق وویني او د غوره او رښتیا خبرې پیروي وکړي!

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

متقي علماء؛ د حکامو او امت د اصلاح یوه اساسي ستنه!

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

علماء د انبیاوو وارثین او د امت او حکامو د اصلاح یوه اساسي ستنه ده؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«صِنفَانِ مِنَ النَّاسِ إِذَا صَلَحَا صَلَحَ النَّاسُ وَ إِذَا فَسَدَا فَسَدَ النَّاسُ؛ العُلَمَاءُ وَ الأُمَرَاءُ» (رواه ابونعیم فی الحلیة)

ژباړه: که په خلکو کې دوې ډلې که اصلاح شي، خلک هم اصلاح کېږي او که فاسدې شي، خلک هم فاسد کېږي؛ علماء او حکام.

د حکامو او مسولینو فساد د علماوو په فساد پورې تړاو لري؛ ځکه د هغوی دنده پر حکامو نظارت، د دغه نظارت د اړتیا او څرنګوالي په اړه د امت پوهاوی او حق ته د دوی هدایت دی. پر همدغه اساس پر علماوو واجب دي، چې د دین د مبلغینو په توګه تر نورو وړاندې په ښه ډول خپل رول ادا کړي؛ ځکه دوی د خپل علم په سبب د الله سبحانه وتعالی پر حلالو او حرامو تر نورو ښه پوه دي. علم، عمل او خلکو ته یې لېږد، په حقیقت کې د دوی دعوت او میراث بلل کېږي؛ ځکه دوی لومړني کسان دي چې فتنه یې پېژندلې او د الله سبحانه وتعالی پر کتاب او رسول الله صلی الله علیه وسلم پر سنتو د پوهېدو له امله د فتنې په پېژندلو کې تر نورو ښه خبر دي او د عامو خلکو غوندې نه دي چې د فتنې تر ښکاره کېدو او په هغې کې تر ښکېلېدو وروسته یې پېژني.

علماء باید د خپل دغه رول په ترسره کولو کې غفلت ونه کړي او نه یې هېر کړي؛ ځکه الله سبحانه وتعالی له هغوی څخه کلکه ژمنه اخیستې ده. لکه څنګه چې په قران کریم کې راغلي دي:

﴿وَإِذْ أَخَذَ اللهُ مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَـٰبَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلا تَكْتُمُونَهُ فَنَبَذُوهُ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ وَاشْتَرَوْا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ﴾ [آل عمران: 187]
ژباړه: او (په یاد ولرئ) هغه وخت چې الله له اهل کتابو څخه ژمنه واخیسته، چې باید کتاب یې خلکو ته ښکاره او توضیح کړي او هغه پټ نه کړئ. خو هغوی دغه کتاب شاه ته وغورځاوه او په کمه بیه یې وپلوره. څه یو ناوړه شی یې واخیست! (هغوی دایمي دنیا په لنډمهاله دنیا بدله کړه!)

علماء د اسلامي زده کړو په بیان او تبلیغ مکلف دي، په اړه یې الله سبحانه وتعالی ته مسول دي او په دې موضوع اصحاب او تابعین ښه پوه وو. پر علماوو د نبوت د وارثینو په توګه واجب ده، چې د مسایلو په اړه لیدلوری یې باید د اسلام د احکامو، اصولو او عقیدې پر اساس وي او لیدلوری او نظرونه یې په هېڅ صورت باید له کفري افکارو اغېزمن نه شي.

همدارنګه علماء باید د اسلامي افکارو د پلي کېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د اسلام د حاکمیت پر اساس د اوسني واقعیت د بدلون اړتیا باید له نیمګړتیا او تدریج پرته په پوره معنا او جزیاتو بیان کړي.

علماء باید اسلامي مفاهیم خلکو ته په ساده او عملي بڼه ور وپېژني، ترڅو خلک د خپلو ستونزو په حل کې د هغو پر توانایۍ باور وکړي. همدارنګه بشپړ اسلامي نظام چې د ژوند ټولې برخې پکې شاملېږي، باید په سم ډول څرګند او په دې برخه کې له هر ډول کمزورۍ او تدریج څخه ډډه وکړي، ترڅو نیمګړی ماډل رامنځته نشي او په دې توګه له اسلام او د هغه له حاکمیت څخه د خلکو د کرکې لامل نشي. علماء باید هڅه وکړي، چې د اسلام د حاکمیت کیفیت او هغه ته د رسېدو لپاره لاره باید له نورو نظامونو سره له یو ځای کېدو او ګټې اخیستنې پرته بیان کړي او اوسني واقعیت، د رسمیت پېژندنې عرفونو او نړیوالو قوانینو ته له تسلیمېدو څخه ځان لرې وساتي.

الرایه جریده: ۵۰۳مه ګڼه

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې