سه شنبه, ۲۴ جمادی الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۱/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

په لوړ غږ د حق خبره کول

  • خپور شوی په سیاسي

 (ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله و برکاته

زه یوه پوښتنه لرم:

د یونس سورت، ۹۰ام ایت کې راغلي: [فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُ] «فرعون او لښکر یې هغوی تعقیب کړل» او د طه سورت ۷۸ام ایت کې راغلي: [فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ بِجُنُودِهِ] «فرعون په خپل لښکر هغوی تعقیب کړل»

ایا دا په دې معنی ده چې د حاکم امر او د حاکم عمل دواړه یو شی دي؛ نو وایو چې د امرونو پر وړاندې درېدل یې د عملونو پر وړاندې درېدلو سره یو دي؛ یعنې که موږ د هغه د پولیسو یا مرستیالانو پر وړاندې د حق خبره وکړو؛ همداسې ده لکه د ده پر وړاندې مو چې کړې وي؟ او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې وينا تر مصداق لاندې راځي؟: «أَفْضَلُ الْجِهَادِ كَلِمَةُ حَقٍّ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ» یعنې تر ټولو غوره جهاد د ظالم حاکم پر وړندې د حق خبره کول دي. مننه

د پوښتنې د الفاظو بدلولو حق لرئ؛ جزاک الله خیراً

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

لومړی: په پوښتنه کې د دوو ذکر شوو ایتونو په اړه؛ چې الله سبحانه و تعالی د سورت یونس په ۹۰ام ایت کې فرمايي:

[وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُ بَغْياً وَعَدْواً]

ژباړه: «او (په پايله كې) موږ بني اسراييل (د نيل) له سينده پورې ایستل؛ نو فرعون او لښكر يې د ظلم او دښمنۍ له امله هغوی تعقیب کړل (ورپسې شول)»

او دغه راز هغه سبحانه و تعالی د طه سورت، په ۷۸ام ایت کې فرمايي:

[فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ بِجُنُودِهِ فَغَشِيَهُمْ مِنَ الْيَمِّ مَا غَشِيَهُمْ]

ژباړه: «نو فرعون په خپل لښکر هغوی تعقیب کړل؛ خو سیند دوی (فرعونیان) ښه پوره راونغاړل. »

ښکاري چې تاسو د معنی هغه توپیر ته اشاره کوئ چې د «جُنُودُهُ» کلیمه کې د (واو) او (باء) تورو په سبب رامنځه شوی. الله سبحانه و تعالی په لومړي ایت کې فرمايي: [فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُ] «فرعون او لښکر یې هغوی تعقیب کړل». او بیا په دویم ایت کې فرمايي: [فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ بِجُنُودِهِ] «فرعون په خپل لښکر هغوی تعقیب کړل».

د تفسیر د کتابونو له مخې، د «فَأَتْبَعَهُمْ» معنی دا ده چې هغه دوی وڅارل او ورورسېد.

خو لومړی ایت [فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُ] «فرعون او لښکر یې»؛ له ژبني اړخه داسې فهمولی شو چې فرعون د هغو کسانو په منځ کې و چې دوی یې څارل؛ یعنې د موسی علیه السلام او بني اسرایلو په څارلو کې فرعون شامل و او په هغو کسانو کې و چې دوی یې څارل او ور ورسېدل. ځکه خو دلته واو (او لښکر یې) په ګډون دلالت کوي؛ یعنې د بني اسرایلو په څارلو کې د فرعون او هغه د لښکر ګډون.

او په دویم ایت کې: [فِرْعَوْنُ بِجُنُودِهِ] «فرعون یې په خپل لښکر». له ژبني اړخه دلته پوهېدی شو چې فرعون یې له لښکر او د هغو له ملګرو سره په تعقیب کې شامل و؛ خو له ژبني اړخه دا خبره هم ترې درک کېدی شي چې فرعون یې له لښکر سره نه و او له هغو سره بهر نه ولاړ، بلکې یوازې په تعقیب کې یې مرسته ترې وغوښته؛ دا ځکه چې «با» د ژبې له اړخه ملګرتیا او مرستې ته اشاره کوي. نو په دغه ایت کې له «بِجُنُودِهِ» څخه هم دا معنی اخیستل کېږي چې فرعون یې له لښکر سره د بني اسرایلو په تعقیب کې ملګری و او هم دا معنی ترې اخیستل کېږي چې له هغو یې مرسته وغوښته؛ یعنی کېدای شي ورسره ملګری وي او کېدای شي پرته له دې چې خپله په دغه تعقیب کې برخه واخلي، یوازې له لښکره مرسته وغواړي؛ په دې معنی چې تعقیبوونکی پخپله فرعون نه، بلکې لښکر یې و.

د دغو دوو معناوو (مرسته یا ملګرتیا) تشخیص د دواړو ایتونو له ترکیب څخه ښکاري:

لومړی ایت له ژبني اړخه یوه معنی لري؛ هغه دا چې فرعون د موسی علیه السلام په تعقیب کې له خپل لښکر سره یو ځای و. د دوهم ایت معنی له ژبني اړخه ښايي دا وي چې فرعون د موسی علیه السلام په تعقیب کې له خپل لښکر سره ملګری و او دا معنی هم ممکنه ده چې په دغه تعقیب کې یې یوازې د خپل لښکر مرسته وغوښته او پخپله یې ګډون پکې ونه کړ. دا چې د دواړو ایتونو معنی سره په ټکر کې نه ده، نو د دواړو ایتونو له ترکیب څخه دا معنی اخلو چې فرعون د موسی علیه السلام په تعقیب کې له خپل لښکر سره و. یعنی په «بِجُنُودِهِ» کې (با) ملګرتیا ته اشاره کوي؛ په دې معنی چې دی د موسی علیه السلام په تعقیب کې له خپل لښکر سره یو ځای او ملګری و. دا د دواړو ایتونو له معنی څخه درک کوو.

دویم: په پوښتنه کې د ذکر شوي حدیث شریف په اړه؛ دا حدیث تزمذي په خپل سنن کې د ابو سعید الخدري رضي الله عنه په حواله روایت کړی چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«إِنَّ مِنْ أَعْظَمِ الْجِهَادِ كَلِمَةَ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ»

ژباړه: تر ټولو ستر جهاد د ظالم حاکم پر وړاندې د عدل خبره کول دي.

ابو عیسی ويلي؛ په دغه باب کې د أبو أمامة په حواله، د هغه له نظره دا یو حسن غریب حدیث دی. د طبراني په معجم الکبیر کې د أبو أمامة په حواله راغلي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«أَحَبُّ الْجِهَادِ إِلَى اللهِ كَلِمَةُ حَقٍّ تُقَالُ لإِمَامٍ جَائِرٍ»

ژباړه: الله ته تر ټولو خوښ جهاد د حق هغه خبره ده چې ظالم حاکم ته ويل کېږي.

طبراني په یوه بل روایت کې له أبو أمامة څخه په روایت راوړي چې یوه کس په جمرات (په ډبرو د شيطان ويشتلو ځای) کې وویل: اې رسول الله، کوم جهاد تر ټولو غوره دی؟ هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«أَفْضَلُ الْجِهَادِ كَلِمَةُ حَقٍّ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ»

ژباړه: تر ټولو غوره جهاد د ظالم حاکم پر وړاندې د حق خبره کول دي.

په عون المعبود کتاب کې د دغه حدیث په تشریح کې راغلي: [... د ابو سعید الخدري رضي الله عنه په حواله، چې ویې ویل: پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «تر ټولو غوره جهاد د ظالم حاکم پر وړاندې د حق خبره کول دي.» په عون المعبود کې راځي:

(تر ټولو غوره جهاد): یعنې یو له تر ټولو غوره؛ لکه د ترمذي په روایت کې چې راځي: بې شکه چې یو له غوره جهادونو.

(د حق ـ عدل ـ خبره): د ابن ماجه په روایت کې د حق خبره ده؛ د لفظ مفهوم امر بالمعروف او نهی عن المنکر دی. دا که په خبره وي، که په لیکلو یا د مطلب د اظهار کومه بله لار.

(د یوه ظالم حاکم پر وړاندې): یعنې یو ظالم. بیشکه چې دا تر ټولو غوره جهاد شو؛ ځکه چې څوک له دښمن سره مبارزه وکړي، د وېرې او هیلې ترمنځ وي، نه پوهېږي چې بریالی کېږي که ماتې خوري.

د واک د څښتن پر وړاندې مظلوم دی؛ که حق ووایي او امر بالمعروف وکړي، له زیان سره مخ کېږي ځان له منځه وړي. لکه خطابي او نورو چې ویلي، دا پر وېره د برلاسي کېدو په سبب تر ټولو غوره جهاد دی. (یا یو ظالم حاکم / امير): ښکاري چې د راوي لخوا شک دی].

له دغه حدیث شریف څخه پوهېږو چې تر ټولو غوره جهاد د ظالم واکمن پر وړاندې د حق خبره کول دي؛ نه یې د پلویانو. دلته د ظالم سلطان معنی ظالم واکمن دی؛ دا کېدی شي ولسمشر، پاچا، لومړی وزیر یا والي وي. باید واک او حاکمیت ولري چې پر وړاندې یې د حق ویلو دا ارجحیت ورکړل شي.

خو دا په دې معنی نه ده چې د ناعادل او ظالم حاکم د پیروانو پر وړاندې د حق خبره هیڅ فضیلت نه لري. د حق خبره کول تل ښه او له فضیلته ډکه وي. خو کوم امتیاز چې رسول الله صلی الله عیله وسلم په دغه حدیث کې ذکر کړی، هغه د حاکمیت او واک د خاوند پر وړاندې د حق خبره کول دي؛ لکه پخپله حاکم. ځکه چې په دغه ډول د حق خبره ډير ارزښت لري؛ خطر ورسره مل وي او باید د کولو لپاره یې زړورتیا او قوت وي. د حدیث ځینو شارحينو ویلي:

 [...خطابي ویلي: دا بېشکه چې تر ټولو غوره جهاد دی؛ ځکه چې څوک له دښمن سره مبارزه وکړي، د وېرې او هیلې ترمنځ وي، نه پوهېږي چې بریالی کېږي که ماتې خوري. د واک د څښتن پر وړاندې مظلوم دی؛ که حق ووایي او امر بالمعروف وکړي، له زیان سره مخ کېږي ځان له منځه وړي. دا پر وېره د برلاسي کېدو په سبب تر ټولو غوره جهاد دی. المظهر ویلي: دا ځکه غوره جهاد دی چې د سلطان ظلم د هغه تر حاکمیت لاندې پر ټولو خلکو کېږي او په ډيره لویه کچه دی. که هغه له ظلم څخه منعه شي، ډيرو خلکو ته يې ګټه رسېږي، چې دا ځانګړتيا د کافر په وژلو کې نه شته...].

نو ټوله خبره پخپله د ناعادل او ظالم حاکم په اړه ده؛ نه د هغه پیروان، مرستیالان او عسکر.

ستاسو ورور،

عطاء بن خلیل ابو الرشتة

۱۴۴۵هـ.ق، د رجب الخیر ۱۷مه

۲۰۲۴م، د جنوري ۲۹مه

د مطلب ادامه...

استعماري قدرتونه غواړي طالبان د نړیوال نظم په دام کې بند کړي

  • خپور شوی په سیاسي

لوی قدرتونه اوس طالبان په فعاله توګه په اوسني نړیوال نظم کې ښکېلوي. د دغې ښکېلتیا زیاتېدل اسلامي امت ته د امپراتوریو هدیرې، د امت سنګر او لومړۍ کرښې یعنې افغانستان په اړه د خطر یو نوی اعلان دی.

د امریکا په اړه؛ امریکا غږ د ۲۰۲۴ کال د فبروري په لومړۍ نېټه راپور ورکړ (۱ سرچینه ): «د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د سټراټېژۍ د یوه نوي خپور شوي سند له مخې، امریکا په احتیاط د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د کنسولي لاسرسي ترلاسه کولو امکان ارزوي.» د دغه سند سرلیک «د افغانستان واحده سټراټيژي» دی او لیکي چې «موږ باید داسې ګټورې اړیکې جوړې کړو چې زموږ موخو ته وده ورکړي.» (۲مه سرچینه)

د چین په اړه؛ چین په افغانستان کې مخکښ پانګه اچوونکی دی او خپلې رسمي او ډیپلوماټیکې اړیکې یې پیل کړې. چین لومړی ستر قدرت دی چې دا کار کوي. د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴م کال د فبروري په ۸مه راپور ورکړ: «د چین ولسي جمهوریت ولسمشر ښاغلي شي جن‌پنګ د چین لپاره د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفیر او فوق العاده استازي په توګه د محترم مولوي اسدالله (بلال کریمي) باورلیک ومانه.» (۳مه سرچینه)

د نورو لویو سیمه‌ایزو سهامدارانو یا پانګه اچوونکو په اړه؛ د روسیې خبري اژانس، ټاس (TASS) د ۲۰۲۳م کال د سپټمبر په ۲۸مه ولیکل: «د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف له RTVI سره په مرکه کې وویل چې روسیه ښايي په راتلونکي کې د طالبانو لنډمهالی (په روسیه کې ناقانوني) دولت په رسمیت وپېژني؛ خو استازي یې دا باید د خپلو ژمنو په ترسره کولو سره ترلاسه کړي.» (۴مه سرچینه) د روسیې لویه اندېښنه داسې دولت دی چې د قومونو تنوع پکې وي او یوازې په پښتنو پورې نه وي محدود؛ بلکې نور قومونه (تاجکان او ازبکان) چې په پخواني شوروي اتحاد، مرکزي اسیا دولتونو کې موندل کېږي، هم پکې شامل شي.

د افغانستان په اړه نوې سټراټېژي که په د ټول منځني ختیځ لپاره سټراټيژۍ سره پرتله کړو، هیڅ نوي څه پکې نشته. دا هغه سټراټيژي ده چې د ۱۳۴۲هـ.ق کال د رجب په ۲۸مه د اسلامي خلافت تر سقوط وروسته یې پر اسلامي نړۍ د استعمار حاکمیت تضمین کړی. افغانستان ته، په دې سبب چې «د لېتیم سعودي» ورته وايي او په غرونو کې یې نورې لویې شتمنۍ هم دي؛ د نړۍ د سترو قدرتونو خولې اوبه کوي.

استعماري قدرتونه د دغې سټراټيژۍ د پلي کول لپاره د تنبیې او هڅونې له تګلارې کار اخلي. په مهمو هڅونو کې يې لویه کچه بشري مرستې، د اقتصادي سوداګرۍ وده، د مالي سرچینو زیاتول او د نړیوالو اقتصادي نورمونو منلو ته د طالبانو متقاعد کول شاملېږي. په سیمه کې یې په تنبیه یا مجازاتو کې یو دا دي چې د پاکستان غلامو حکامو په افغانستان کې د کډوالۍ ستر ناورین رامنځته کړ. له امریکايي چارواکو سره تر لیدنې وروسته د پاکستان حکامو ناڅاپه سلګونه زره افغان مسلمانان و ایستل؛ دغو کسانو له لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کاوه او ډیری ځوانان یې له پاکستان څخه د بهر ژوندکولو په اړه هیڅ نه پوهېدل. پر دې سربېره، د تنبیې په پالیسۍ کې د پاکستان د پوځ او قبایلي جنګیالیو ترمنځ له تاوتریخوالي ډکې شخړې هم شاملې دي چې دا نور خونړي مجازات او تنبیه ده. غربي هېوادونو په درواغو د ښځو او ماشومانو د حقونو خبره راپورته کړې چې فشار راوړي؛ اصلاً خو دا حقونه غربي دولتونو ته هیڅ ارزښت نه لري، په غزه کې دا خبره ډیره ښه واضح شوه.

په طالبانو کې ځینې اړخونه له غرب سره د ګټورو اړیکو جوړولو ته لېوالتیا ښيي؛ دا دریځ خطرناکې پایلې لري. دا کسان هماغه مرګونې تېروتنه کوي چې په اسلامي هېوادونو کې نورو رهبریو وکړه. دوی له استعماري قدرتونو سره درېږي او بیا یې د قوانینو او کنوانسیونونو په دام کې لوېږي. د طالبانو رهبري باید پوه شي چې استعمار د جهاد په زور له افغانستان څخه د مخې له دروازې ووت او اوس هڅه کوي چې د نړیوالو بنسټونو له لارې د شا له دروازې بیا راشي. د لویو قدرتونو بهرنی سیاست د استعمار پر محور را څرخي. امریکا په افغانستان کې خپل نظامي استعمار ختم کړ؛ اوس هڅه کوي چې له اقتصادي او استخباراتي لارو په افغانستان کې خپل چینلونه بیا فعال کړي؛ په ځانګړي ډول هغه استخباراتي چینلونه چې په ۲۰۲۱ کال کې له منځه لاړل.

د لویو قدرتونو ترمنځ د شدیدې سیالۍ په منځ کې؛ مجاهد طالبان باید د خلافت په تاسیس سره د اسلامي امت لپاره یوه مستقله لار جوړه کړي. د لویو قدرتونو په څنګ کې درېدل داسې لار ده چې پخوا نورو اسلامي ډلو خپله کړې او تل ناکامه شوې؛ پایله یې د استعماري موخو لپاره د مسلمانانو د سرچینو استثمار و. نو طالبان باید د اسلام له دښمنانو او په اسلامي نړۍ کې د هغو له غلامانو سره اړیکه پرې کړي. باید په بشپړه توګه هغې پروژې ته اوږه ورکړي چې د اوسني نړیوال نظم ځایناستې کېږي؛ دا د نبوت پر منهج د خلافت پروژه ده. دا به ټولې اسلامي خاورې سره یو کړي او واحد پیاوړی خلافت به جوړ کړي. خلافت به ټولې اشغال شوې خاورې ازادې کړي او د دعوت او جهاد له لارې به نوې خاورې فتح کړي. خلافت به تسلیمېدل په تسلط او ناکامي په بري بدله کړي. پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي:

ما ترك قوم الجهاد إلاّ ذُلّوا

ژباړه: «هر قوم چې جهاد پرېښود خوار او ذلیل شو» [رواه احمد]

سرچینې:

له الرایه مجلې څخه

مصعب عمر- ولایه پاکستان

د مطلب ادامه...

رهبرانو زموږ وینې تویېدو ته له اجازې ورکولو پرته بل څه کړي؟

  • خپور شوی په سیاسي

په غزه کې وحشت ټوله نړۍ راویښه او فکر ته اړ ایستله. ښکاري چې په لومړي ځل به ټوله نړۍ درک کړي چې زموږ د نظام حکامو موږ ناکام کړو. دوی هڅه وکړه راته ووایي چې د حکامو دنده د خپلو اتباعو د ګټو خوندي کول دي او دا چې د قانون حاکمیت وڅاري او ډاډه کړي چې د دولت پالیسي هغه څه ده چې موږ یې غواړو؛ خو دا ښکاره درواغ دي.

د تېر کال پېښې راته ښيي چې حکام د خپلو شخصي او خپلو پلویانو د ګټو خوندي کولو لپاره څومره وړاندې ځي. د دې لپاره د وینې بهېدنې، نسل وژنې په کیسه کې نه دي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپلو خلکو په دفاع کې پاتې راځي. کله چې خبره د دوی د خپلو غوښتنو وي؛ هغو  معیارونو او اصلو ته هم شا کوي چې دوی واک ته د رسېدو لپاره کارول او واک ته یې ورسول.

د مسلمانانو وینه تویېږي.

په اسلامي خاورو کې خلک په بېلابېلو لارو ځورېږي. پر هغه ځمکه د سیکیولر پانګوال نظام حاکمیت، چې یو وخت اسلام پرې حاکم و؛ خلک د سیاسي لوبو په دام کې اچولي. دوی د دایمي نا امنۍ په حالت کې دي؛ وینې یې په دوامدره توګه تویېږي. دلته له غزې پرته په تېر کال کې نورو څو نمونو اشاره کوو:

- د میانمار وضعیت تر ۲۰۲۳ وړاندې وخت ته ورګرځي. په دې سیمه کې شخړې د دویمې نړیوالې جګړې پر وخت پیل شوې؛ خو په ۲۰۲۱ کې وروستی نظامي تسلط د تاوتریخوالي او تحقیر د مکررو کړنو له لارې له میانمار څخه د سلګونو زرو روهنګیايي مسلمانانو د ایستلو د «سیستماتیکې پروسې» سبب شو.

- په هند کې، پر مسلمانانو مکرر بریدونه وشول – د هندوتوا د څار سازمان راپور ورکړی چې د ۲۰۲۳م کال په لومړۍ نیمايي کې په هند کې د مسلمانانو پر وړاندې د کرکجنو پېښو تر ۲۵۰ زیاتې پېښې شوې.

- په کشمیر کې د هندي ځواکونو اشغال روان دی. په دې کال کې د جمو او کشمیر په اننت ناګ ولسوالۍ کې د هندي امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ جګړه وشوه.

خو ایا یوازې مسلمانان ځورېږي؟

نه. په دې کې هېڅ شک نشته چې د اسلام او مسلمانانو د ځپلو اجنډا روانه ده. خو پانګوال نظام په ټوله نړۍ کې افشا شو. په غربي نړۍ کې حکامو هڅه وکړه چې له ځینو اصولو؛ لکه «د رایې حق»، «د اعتراض حق»، «شفافو او ازادو مطبوعاتو» څخه ګټه واخلي چې خپل اتباع پرې راضي کړي. دوی ته یې وویل چې که په نظام کې کار وکړي، غږ به یې واورېدل شي او د نظام ستونزې به حل شي. د تېر کال پېښې ښيي چې دا خبرې ټولې درواغ دي:

  • په امریکا کې وسله‌وال تاوتریخوالی یوه جدي او لویه مسله ده. په ۲۰۲۳ کې د ریکارډ په کچه ډله‌ایزې وژنې وشوې؛ خو پر اعتراضاتو او فعالیتونو سربېره، د وسلو لابي تر اوسه نه ده محاسبه شوې.
  • په امریکا د پولیسو تاوتریخوالي دوام درلود. په ۲۰۲۳ کې پولیسو تر ۱۲۰۰ زیات کسان ووژل.
  • په فرانسه کې چې خلکو لاریونونه وکړل؛ په بېلابېلو مواردو کې د اوبو له ټوپکو او اوښکې بهوونکي ګاز سره مخ شول.
  • په ټوله بریتانیا کې تر اعتصابونو وروسته، دولت د اعتصاب ضد قانون تصویب کړ.

دا په غربي نړۍ کې د ستونزو یوازې یو څو بېلګې دي؛ دا ډول ستونزې په ځانګړي ډول په اقتصادي برخه کې خورا ډېرې دي.

په نوره نړۍ کې نورې ستونزې لیدلی شو چې د دغه نظام په مستقیمه پایله کې رامنځته شوې – هغه ستونزې چې هم پر اسلامي او هم نا اسلامي خاورو اغېز کوي.

پراخه سیاسي بې ثباتي موجوده ده.

تر ۱۹۴۰ کلونو وروسته د ځان برخلیک ټاکلو او ډیموکراټ حکومت فکر په ټوله نړۍ کې د دولتونو په تعینوونکي اړخ بدل شو. خو د استعمار «تفرقه واچوه او حکومت وکړه» میراث د نویو استعماري قدرتونو له دوامدارې مداخلې سره؛ یو داسې وضعیت رامنځته کړی چې د نړۍ په کچه ځینو هېوادونو کې بې ثباتي او شخړې په یوه اصل بدلې شوې. په بېلابېلو هېوادونو کې اړخونه، پرته له دې چې خلکو ته یې رسېدونکو پایلو ته پام وکړي، د واک او حکومت پر سر سیالي کوي.

یوازې د دغه کال (۲۰۲۳) د ځینو بېلګو یادونه یې کوو:

  • د ځایي ملیشو ترمنځ په نایجریا کې وروستی سیاسي تاوتریخوالی.
  • په مکسیکو کې سیاسي جنایي تاوتریخوالی.
  • په هایتي کې د مرکزي دولت نشتون؛ د پلازمینې لویه برخه بانډونه کنټرولوي او خلک یې د خوړو او روغتیا په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
  • د ارمنستان او ازربایجان ترمنځ د پولې پر سر روانې شخړې چې په ۲۰۲۱ کې پیل شوې.
  • د سویلي سوډان په شنه نیل ایالت کې د ځمکې پر سر شخړو په سبب د ملکیانو مړینه او بېځایه کېدل.
  • د سویلي سوډان د أبيي سیمې پر سر شخړې. په داسې حال کې چې دا شخړې رسماً ختمې شوې، خو لا هم خواره بریدونه کېږي.
  • په سومالیا کې د سوماليلنډ ملي اردو او خاتمه ولایت (د سومالیا په شمال ختیځ کې خودمختاره سیمه ده) ځواکونو ترمنځ شخړې.
  • د نایجریا پوځ پر یوه کلي اشتباهاً ډرون برید وکړ او لږ تر لږه ۸۸ ملکي وګړي یې ووژل. دوی فکر کاوه چې غله یې په نښه کړي.

هېڅوک په نړیوالو لوبو کې د ملکیانو د ښکېلولو مخه نه شي نیولی

ګورو چې حکام یو ځای سره کېني او پر هغه څه بحث کوي چې «د دوی په نظر سم» دي؛ دوی هڅه کوي خپل اتباع قانع کړي چې له «ترهګرو» د نړۍ د ساتلو «اخلاقي تعهد او دنده» ترسره کوي. خو د سرچینو او سټراټيژيکو ګټو پر سر نړیوالې لوبې د دغه نظام یوه پېژندل شوې او منل شوې برخه ده. حکام د «اخلاقي تعهد او دنې» او «ترهګرۍ» اصطلاحات یوازې د دې د توجیه کولو لپاره کاروي چې ولې ملکیان په خپل ځان او مال د دغو لوبو بیه پرې کوي.

- اکراین؛ د اکراین – روسیې له جګړې خبر یو؛ پایلې يې په ټوله نړۍ کې حس شوې. دا ښکاره ده چې یاده جګړه په سیمه کې د امریکا د تسلط لپاره وه او دا چې غرب داسې سیمو ته د لاسرسي له لاسه ورکولو ویره لري چې هم یې سټراټيژیکې ګټې پکې دي او هم سرچینې لري.

- یمن؛ د هوثي ملیشو او سعودي ایتلاف –چې په نړیواله کچه د یمن په رسمیت پېژندل شوي حکومت پلوی دی- ترمنځ جګړه د دې سبب شوې چې د یمن ۲۱،۶ ملیونه خلک مرستو ته سخته اړتیا ولري. ۵ ملیونه خلک یې د قحطۍ په خطر کې دي او کلورا وبا خپرېدو تر یو ملیون زیاتو خلکو باندې اغېز کړی.

- سوریه؛ د سوریې جګړه یوه دوامداره جګړه ده چې تر یوې لسیزې زیات وخت یې وشو. کله څه هم دې ته کورنۍ جګړه وايي؛ خو ګڼو دولتونو مداخله پکې کړې. پخوا ناټو او د خلیج هیوادونو شورا، ایران او روسیه وو او اوس د ترکیې پراخه مداخله وینو. ویل کېدل چې دا کورنۍ جګړه د بشار الاسد پر ضد پیل شوې، خو هغه تر اوسه واک په لاس کې لري. د دې په پایله کې د سوریې تر ۱۳ ملیونو زیات خلک بېځایه شول او تر ۵۰۰ زرو زیات ووژل شول.

- ګویانا؛ په دې سیمه کې په ۲۰۱۰ او تر دې وروسته د نفتو مهمې زیرمې کشف شوې؛ په دغه (۲۰۲۳) کال کې ګویانا تر مناقشې لاندې اوبو کې د کېندنو جواز ورکړ. ونزویلا پر سیمه د کنټرول لپاره خپله لېوالتیا اعلان کړه؛ ټولپوښتنه یې وکړه او پر یاده سیمه د دعوې لپاره یې ګامونه پورته کړل. د ونزویلا د اقدام په ځواب کې؛ د برازیل، انګلستان او امریکا په ګډون نورو هېوادونو د ګویانا د دریځ ملاتړ وکړ. برازیل له یادې سیمې سره ګډې پولې ته خپل پوځیان واستول او امریکا له ګویانا سره ګډ پوځي تمرینونه وکړل.

- غزه؛ په غزه او لوېدیځه غاړه کې هم وحشتونه وینو. نړیوالو د اسرایلو ناقانوني اشغال، نسل وژنې او هر راز ظلمونه منلي او پر وړاندې یې هېڅ غبرګون نه ښيي.

هېڅوک نشته چې په ښکاره مسولیت واخلي او د بېځایه شویو ساتنه وکړي

له شخړو او نړیوالو لوبو سره لوی شمېر کسان بېځایه کېږي. لا تر اوسه روښانه نه ده چې څوک باید د دغو ملکیانو مسولیت واخلي. که دا بېځایه کېدل داخلي وي، حکومت وايي چې د ستونزو حلولو لپاره یې سرچینې نه لري. که بېځایه کېدل بیروني وي؛ نور دولتونه نه غواړي چې د اوږدې مودې لپاره یې مسولیت واخلي. په داسې حال کې چې د کډوالو د حقونو بحث کېږي؛ په ریښتینې توګه کډوالو ته پام نه کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د اټکل له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې ۱۱۷،۲ ملیتونه خلک اجباري بېځایه شوي یا کډوال دي.

ځینو بېلګو ته یې اشاره کوو:

- ګڼ شمېر افغان کډوال چې د پاکستان دولت یې د ایستلو پرېکړه وکړه.

- تر ۵۰۰ زرو زیات ایریتیایان – د دغه هیواد تر ۱۵ سلنه زیات نفوس- په دغه هیواد کې د روان تاوتریخوالي او سیاسي بې ثباتۍ په سبب نورو هېوادونو ته کډوال شول.

- په ۲۰۲۳ کال کې په مرکزي افریقا جمهوریت کې د روان ناورین په سبب تر ۷۵۰ زرو زیات کسان کډوال شول.

- په دغه کال کې په سومالیا کې هم د کډوالو شمېر زیات شو. د ۲۰۲۳ کال تر نیمايي پورې ۸۱۴ زره سومالیایان بېځایه شوي وو.

- په کانګو کې تر نورو افریقايي هیوادونو زیات کسان بېځایه شوي.

- تر یو ملیون زیات روهنګیایي مسلمانان له خپلو مېنو شړل شوي.

- د سویلي سوډان تر ۴ ملیونو زیات خلک له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي.

د سیکولر پانګوال نظام تر حاکمیت لاندې نړۍ د ژوند لپاره یو ناوړه ځای دی. سیاسي تاوتریخوالي، اقتصادي ستونزې، ټولنیزې ګډوډۍ؛ دا ټول په یوه اصل بدل شوي. موږ راویښېدل پیل کړي، خو باید ویښ پاتې شو. په ټوله نړۍ کې حکامو په وار وار ښودلې چې درواغ وايي. نور څومره اجازه ورکړو چې دوکه راکړي!؟

د غزې پېښو نړۍ ولړزوه؛ خو دا حکام هڅه کوي چې ځان پاک وښيي. وایي چې فلسطین ته مرستې استوي؛ خو د غزې ۸۰ سلنه بېخ‌بنسټونه ونړول شول. د دغو حکامو خبرې راوځي چې د دوو دولتونو حللاره هڅوي. د رسنیو منافقت هم ښه وینو.

د غزې پېښې او د ټولې نړۍ پېښې ځکه وشوې چې حکامو یې اجازه ورکړه. په ټاکنو کې د څېرو له بدلون او د قوانینو له بدلون سره هیڅ بدلون نه راځي. دا ټول د نظام او سیستم ستونزه ده. بدلون د دغه نظام په بدلون راځي. که دا بدلون را نه شي، نړۍ به همداسې ځورېږي. خلافت به نه یوازې دا چې پر نړۍ د اسلام په حاکمولو د مسلمانانو ساتنه وکړي، د خپلو نامسلمانو اتباعو ساتنه به هم داسې وکړي چې کپیټلیسټ نظام یې هېڅ وخت نه شي کولی. پیغمبر صلی الله علیه وسلم مفرمايي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ فَإِنْ أَمَرَ بِتَقْوَى اللَّهِ وَعَدَلَ فَإِنَّ لَهُ بِذَلِكَ أَجْراً وَإِنْ أَمَرَ بِغَيْرِهِ فَإِنَّ عَلَيْهِ وِزْراً»

ژباړه:  امام هغه ډال دی، چې خلک له هغه څخه په پیروۍ له کفارو سره جنګېږي او هغه ته پناه وروړي. که هغه د تقوا او عدالت امر وکړي، نو اجر تر لاسه کوي؛ خو که پر ظلم امر وکړي، د عذاب مستحق کېږي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

فاطمه مصعب

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې

د مطلب ادامه...

هغه دوه ضد تصویرونه چې زړه زخمي کوي

(ژباړه)

له ابو نجیح عرباض بن ساریه رضی الله عنه څخه روایت دی چې وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته داسې خطبه وویله، چې زوړونه یې ولړزول او سترګې یې له اوښکو ډکې کړې، وروسته مو وویل: اې رسول الله! ته به وایې چې وروستۍ خطبه ده، نو موږ ته نصیحت وکړه، بیا یې وفرمایل:

«أوصيكم بتقوى الله عز وجل، والسمع والطاعة، وإن تأمر عليكم عبدٌ؛ فإنه من يعش منكم فسيرى اختلافًا كثيرًا، فعليكم بسنتي وسنة الخلفاء الراشدين المهديين، عَضُّوا عليها بالنواجذ، وإياكم ومحدثات الأمور؛ فإن كل بدعةٍ ضلالة.» [رواه ابو داوود او ترمذي]

ژباړه: تاسو ته په تقوا، له الله سبحانه وتعالی څخه په وېره او په اورېدلو او اطاعت کړلو سره توصیه کوم، که څه هم غلام ستاسو امیر وي. هر څوک چې له تاسو څخه ژوندي پاتې شي، ژر به د ډېرو اختلافونو شاهدان وي؛ نو پر تاسو لازمه ده چې زما او د راشده خلفاوو چې هدایت کوونکي دي، د طریقې پیروي وکړئ؛ هغه پخپلو غاښونو کلکه ونیسئ ـ یعنې پر سنتو د منګولو لګولو لپاره کنایه ده ـ د بدعت له چارو ځانونه لرې وساتئ، ځکه هر بدعت ګمراهي ده.

کله چې په دې ورځو کې دا حدیث وایو، دغه دوه تصویرونه د یو بل تر څنګ ږدو او له یو بل سره یې پرتله کوو؛ نو زموږ زړونه غمجن او زخمي کوي، داسې حالت ولې راځي او موږ دا څه وینو؟

په لومړي تصویر کې تقوا او له الله سبحانه وتعالی څخه وېره وینو، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته وصیت کړی او په دویم تصویر کې داسې ظلم وینو چې ټوله نړۍ یې نیولې ده؛ په لومړي تصویر کې داسې حاکم وینو چې د قرآن او سنتو په رڼا کې پر مسلمانانو حکومت کوي او د هغوی ساتنه کوي، خو په دویم تصویر کې هغه مزدور او خاین حکام وینو چې هر څومره زیاتېږي، په همغه اندازه ذلیل او ګمزوري کېږي؛ د دې تر څنګ په لومړي تصویر کې د الله سبحانه وتعالی احکامو ته ژمنتیا او د هغه سبحانه وتعالی اطاعت وینو او په دویم تصویر کې بدعتونه او نوي پیدا شوي کارونه وینو، چې له قرآن سره هېڅ تړاو نه لري.

ایا نه وینئ چې ستاسو حالت چېرې رسېدلی؟ ایا د قرآن نه پلي کېدل مو نه غمجنوي؟ ایا د خپل ګران پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم امر نه پر ځای کوئ، چې فرمایي: «زما او د راشده خلفاوو پر سنتو منګولې ټینګې کړئ»؟! له هغو پرته ژوند د زغم وړ نه دی، ذلت او بدبختي د دغه دوران سرلیک ګرځېدلي او د کایناتو د خالق له نظام پرته ژوند ګډوډ شوی او انسان هوساینه او ارامي له لاسه ورکړې ده؛ دغه نظام یوازې د هغه دولت په شتون کې ترسره کېدلی شي، چې خلک یې له حاکم سره د الله سبحانه وتعالی د حکم د پلي کېدو په بدل کې بیعت کوي.

اې الله! راشده خلافت د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج ژر حاکم کړه، چې د هغه په واسطه د مسلمانانو مایوسي له منځه ځي او غمونه او مصیبتونه ورڅخه لرې کوي. اې الله! په خپل کریم نور سره ځمکه رڼا کړه! اللهم آمین آمین

لیکوال: أبو مریم

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د فلسطین او بندي اقصی ازادول او د غزې چیغو ته لبیک ویل، د خلافت تر تاسیس پورې مه ځنډوئ!

  • خپور شوی په سیاسي

 (ژباړه)

هر امت په خپل مسیر کې له یو لړ ستونزو سره مخ کېږي او د ستونزو حللارې یې باید له عقیدې څخه سرچینه واخلي. اسلامي حللارې، یعنې شرعي احکام او شرعي قاعده وايي: «په عملونو کې اصل دا دی، چې د شرعي حکم پر اساس ترسره شي»؛ ځکه الله سبحانه وتعالی دین بشپړ کړی دی. اسلام ټولو ستونزو ته ځواب وايي او د هرې ستونزې حللاره لري. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَنَزَّلْنَا عَلَیكَ الْكِتَابَ تِبْیاناً لِّكُلِّ شَیءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِینَ‏[نحل: 89]

ژباړه: «موږ دغه (اسماني) کتاب پر تا نازل کړی چې د هر څه (د خلکو د اړتیا وړ د دین چارې) بیانوونکی، د هدایت وسیله، د رحمت سرچینه، او د مسلمانانو لپاره (د نعمت په اړه) زېری رسوونکی دی.»

د فلسطین د ازادۍ، د خلافت دولت د تاسیس، د في سبیل الله جهاد، د مسلمانانو د نصرت او له خپلو خاورو څخه د دښمنانو د شړلو په فرضیت کې هېڅ شک نشته. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِی الدِّینِ فَعَلَیكُمُ النَّصْرُ[انفال: 72]

ژباړه: «که چېرې (مومنان د نورو د ظلم او زیاتي له امله) د خپل دین په سبب له تاسو څخه مرسته وغواړي، پر تاسو یې مرسته کول واجب دي.»

د دغو فرایضو د ډلبندۍ په وخت کې ممکن یو شمېر مسایل سره ګډوډ شي، فکري اندېښنه رامنځته شي او خلک له سمې حللارې منحرف کړي. نو د موضوع د لاښه وضاحت لپاره باید مسایل سم تفکیک شي او لازمه ده چې واقعیت په غور سره وارزول شي او د احکامو د پلي کېدو شرایط وپېژندل شي؛ ترڅو شرعي حکم په خپل ځای کې پلی شي.

خلافت تاج الفروض دی؛ چې د ټولو مسلمانانو رهبري پر غاړه اخلي، د دین ساتنه کوي او دنیا یې د الهي شریعت په واسطه سیاست کوي. خلافت د خپل قدرت په واسطه د اسلام د قلمرو ساتنه کوي، مسلمانانو ته تر خپل بیرغ لاندې یووالی او نړیوال قدرت او ځواک ورکوي. خلافت د الله سبحانه وتعالی په لار کې جهاد اعلانوي، اشغال شوې خاورې ازادوي، د وینو او مالونو ساتنه کوي او د بندګانو ګټې او مصلحتونه خوندي کوي.

الله سبحانه وتعالی په هر ډول شرایطو کې پر ټولو مسلمانانو د خلافت دولت تاسیس فرض کړی دی؛ نو پر هر مسلمان لازمه ده چې د تاسیس لپاره یې فعالیت وکړي. یوازې خلافت دولت امت له ډوبېدو او بدمرغۍ څخه ژغورلی او بېرته په هغه غوره امت بدلولی شي، چې د بشر د لارښوونې لپاره پیدا شوی. د امام مسلم رحمه الله په سنن النووي شرحه کې د «کتاب الامارة» په برخه کې راغلي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«اِمَام جُنة یُقاتَل مِن وَرائِهِ وَ یُتَّقَی بِه»

ژباړه: امام هغه ډال دی چې تر شاه یې جګړه کېږي او هغه ته پناه وړل کېږي، ترڅو د دښمنانو له ظلم څخه وژغورل شي.

الإمامُ جُنَّة؛ امام د ډال په څېر دی، چې پر مسلمانانو باندې د دښمنانو د ظلم او زیاتي پر وړاندې درېږي، په امت کې د لویو ستونزو مخه نیسي او د اسلام د قلمرو ساتنه کوي. همدارنګه د امام په واسطه خلک ساتل کېږي، له اقتدار څخه یې وېرېږي او "یُقَاتَلُ مِن وَرَائِهِ"، په دې معنا چې کفار، باغیان، خوارج، مفسدین او ظالمان په مطلق ډول له هغه سره جنګېږي.

د جهاد په فرضیت کې شک نشته. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿كُتِبَ عَلَیكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ[بقره: 216]

ژباړه: «جګړه پر تاسو فرض شوې ده، په داسې حال کې چې (د انساني طبیعت په سبب) تاسو ترې بېزار یئ.»

جهاد په شرعي صطلاح کې "د اعلای کلمة الله لپاره له کفارو سره جګړه" ده. جهاد په دوه ډوله دی: تعرضي جهاد، چې د خاورو د فتحې او د اسلام د خپراوي لپاره کېږي او بل دفاعي جهاد، چې د مسلمانانو په خاورو کې د شته دښمن د ایستلو لپاره کېږي. دواړه جهادونه فرض دي او یو امیر او علی سرقومندان ته اړتیا لري، چې پوځونو ته امر وکړي او اطاعت یې وشي؛ توپیر نه کوي چې دغه امیر دې د اوسني وخت د حکامو غوندې د دولت-ملت حاکم وي او یا دې د مسلمانانو خلیفه وي. همدارنګه جهاد په مدینه منوره کې د دولت تر تاسیس وروسته د الله سبحانه وتعالی په دغه قول سره فرض شو:

﴿أُذِنَ لِلَّذِینَ یقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِیرٌ[حج: 39]

ژباړه: «هغو کسانو ته (له ځانه د دفاع) اجازه ورکول کېږي چې پر هغوی جګړه (تپل) کېږي، ځکه چې ظلم پرې شوی (او هغوی له اوږدې مودې راهیسي د ظالمانو د ظلم پر وړاندې زغم کړی او د زړه وینې یې خوړلې دي) او الله دا وس لري چې هغوی بریالي کړي.»

خو په مکه مکرمه کې د دولت تر تاسیس وړاندې مسلمانانو ته امر وشو، چې د دښمنانو له ځورولو لاس واخلي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

‏ ‏﴿أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِینَ قِیلَ لَهُمْ كُفُّواْ أَیدِیكُمْ وَأَقِیمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ فَلَمَّا كُتِبَ عَلَیهِمُ الْقِتَالُ إِذَا فَرِیقٌ مِّنْهُمْ یخْشَوْنَ النَّاسَ كَخَشْیةِ اللّهِ أَوْ أَشَدَّ خَشْیةً[نساء: 77]

ژباړه: «ایا نه وینې (اې محمد صلی الله علیه وسلم) هغه کسان چې (د جګړې تر اجازې وړاندې به یې د جګړې لپاره لېوالتیا درلوده) دوی ته به ویل کېدل: (د جهاد وخت نه دی رارسېدلی) له جګړې لاس واخلئ، لمونځ وکړئ او د مال زکات ورکړئ (په ښکاره یې بېړه کوله او هېچا ته یې غوږ نه نیوه). خو کله چې پر دوی جګړه واجب شوه (د جهاد امر ورته وشو) هغه مهال یو شمېر کسان له خلکو څخه داسې وډار شول، چې یوازې له الله څخه باید وېرېدلي وی! ان تر دې هم زیات ډار او وهم واخیستل.»

جهاد به د قیامت تر ورځې دوام ولري او هېڅوک یې ځنډولی نه شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«الجَهادُ وَاجِبٌ عَلَیکُم مَعَ کُلِّ أمیرٍ بَرًّا کَانَ أو فَاجِرًا»

ژباړه: که امیر مو نېک وي یا فاجر، خو جهاد درباندې واجب دی.

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«وَالجَهَادُ مَاضٍ مُنذُ بَعَثَنِیَ اللَّهُ إلَی أن یُقَاتِلَ آخِرُ أمَّتِی الدَّجَّال»

ژباړه: د الله لخوا پر پیغمبرۍ زما له مبعوث کېدو راهیسې به جهاد دوام کوي، تر هغه وخته چې وروستی امت مې له دجال سره جګړه وکړي.

هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«إذا تَبَایَعتُم بِالعِینَةِ، وَ أَخَذتُم أَذنَابَ البَقَرِ، وَ رَضِیتُم بِالزَّرعِ، وَ تَرَکتُم الجَهَادَ، سَلَّطَ اللَّهُ عَلَیکُم ذُلًّا لَایَنزِعُهُ حَتَّی تَرجِعُوا إِلَی دِینِکُم»

ژباړه: کله چې پېر او پلور پیل کړئ، د غواګانو پر ساتلو بوخت شئ، په کرنه راضي شئ او جهاد پرېږدئ. الله سبحانه وتعالی پر تاسو ذلت واکمنوي او ترڅو چې خپل دین ته ونه ګرځئ، هغه نه درڅخه لرې کوي.

پر همدغه اساس د راشده خلافت د تاسیس لپاره فعالیت، له جهاد سره په ټکر کې نه دی.

په اوسني عصر کې د خلافت دولت تر تاسیس وړاندې د مسلمانانو پر پوځونو دفاعي جهاد فرض دی او د مکې واقعیت چې په هغه وخت کې د مسلمانانو پوځونه نه وو، زموږ له اوسني واقعیت سره او د دفاعي جهاد په پرتله توپیر لري. دفاعي جهاد د دولت له تاسیس او د فتحې له جهاد څخه بېل دی. دغه هر یو عمل ځانګړی حکم لري، چې هر یو یې باید پر خپل ځای پلی شي. همدارنګه د فلسطین د ازادۍ لپاره جهاد دفاعي او فرض عین دی، چې په هر حال او چټکۍ سره باید ترسره شي، پرته له دې چې د امکاناتو کمښت او زیاتوالی په پام کې ونیول شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: 

«المُسلِمُ أخُوالمُسلِمِ لَا یَظلِمُهُ وَ لَا یُسلِمُهُ»

ژباړه: مسلمان د مسلمان ورور دی، نه ظلم پرې کوي او نه یې دښمن ته تلسیموي.

یو بل ځای رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«المُسلِمُونَ تَتَکَافَأُ دِمَاؤُهُم وَ یَسعَی بِذِمَّتِهِم أَدنَاهُم وَ هُم یَدٌ عَلَی مَن سِوَاهُم»

ژباړه: د مسلمانانو وینې یو ډل دي او د هغوی تر ټولو ټیټ کس هم د ذمې حق لري او دوی د نورو خلکو (نامسلمانانو) پر وړاندې یو موټی دي.

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَا مِن امرَئٍ یَخذُلُ امرأً مُسلِمًا فِی مَوضِعٍ تُنتَهَکُ فِیهِ حُرمَتُهُ وَ یُنتَقَصُ فِیهِ مِن عِرضِهِ إلَّا خَذَلَهُ اللَّهُ فِی مَوطِنٍ یُحِبُّ فِیهِ نُصرَتَهُ، وَ مَا مِن امرِئٍ یَنصُرُ مُسلِمًا فِی مَوضِعٍ یُنتَقَصُ فِیهِ مِن عِرضِهِ وَ یُنتَهَکُ فِیهِ مِن حُرمَتِهِ إلَّا نَصَرَهُ اللَّهُ فِی مَوطِنٍ یُحِبُّ نُصرَتَهُ»

ژباړه: هر څوک چې یو مسلمانان په داسې حال کې پرېږدي چې سپکاوی ورته کېږي او عزت یې لوټېږي، الله سبحانه وتعالی به یې په داسې حال کې پرېږدي چې نصرت ته یې اړتیا وي او هر څوک چې یو مسلمان ته په داسې حال کې نصرت ورکړي چې سپکاوی ورته کېږي او عزت یې لوټېږي، الله سبحانه وتعالی به په داسې حال کې هغه ته نصرت ورکړي چې ورته اړتیا یې وي.

له شک پرته چې د فلسطین او غزې قضیه نه په فلسطین کې ده او نه هم په غزه کې او هېڅکله به داسې نه وي؛ بلکې له فلسطین څخه بېرون قضیه ده او هر مسلمان باید پر دغه حقیقت پوه شي او له دې پرته یوازې د خلکو دوکه کول دي او بس. له غزې څخه لاس اخیستل او وحشي غرب ته یې یوازې پرېښودل، په دې پلمه چې پخپله د غزې خلک یې چاره کولی شي، په الله سبحانه وتعالی قسم چې دا په حقیقت کې د هغه سبحانه وتعالی نافرماني او د غزې د خلکو یوازې پرېښودل دي.

غزې په رښتیا هم ثابته کړه چې عربي دولتونه یوازې د غرب نظامي اډې دي، چې د غزې په له منځه وړلو او له دې سیمې د خلکو په ایستلو کې هغوی تر غرب ډېر حریص دي. دغه دولتونه د یهودو د رژیم ملاتړ کوي، خپل برخلیک یې د یهودو له برخلیک سره غوټه کړی او په ښکاره او پټه د هغوی بریالي کېدو ته حریص او لېوال دي. هر هغه څوک چې د امریکا په نظامي تړون کې غړیتوب ولري، هېڅکله یې پر وړاندې نه درېږي؛ هر هغه هېواد چې د امریکا له اډو څخه ډک وي، هېڅکله به دښمني ورسره ونه کړي؛ هر هغه څوک چې له یهودو سره اړیکې عادي کوي او خپل ځان یې له هغوی سره د هوکړو پر ځنځیر تړلی وي، هېڅکله به یې یرغل ته ځواب ور نه کړي.

لنډه دا چې دښمن ته ځواب ورکول او د مسلمانانو د خاورو او مقدساتو ازادول یوازې په خلافت پورې تړاو نه لري، باید په هر حالت کې دښمن ته ځواب ورکړل شي او حکام باید اړ ایستل شي چې پوځونه په حرکت راولي او یا باید له واکه لرې کړل شي.

الرایه جریده: ۴۷۸یمه ګڼه

لیکوال: الشیخ سعید رضوان أبو عواد (أبو عماد)

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

زموږ د رب رحمت د هغه سبحانه وتعالی له قهره لوی دی

(ژباړه)

له ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لَمَّا قَضَى اللَّهُ الْخَلْقَ، كَتَبَ فِي كِتَابِهِ عَلَى نَفْسِهِ، فَهُوَ مَوْضُوعٌ عِنْدَهُ، إِنَّ رَحْمَتِي تَغْلِبُ غَضَبِي». صحيح مسلم(5070)

ژباړه: کله چې الله سبحانه وتعالی خپل مخلوقات پیدا کړل، نو په هغه کتاب کې چې تر عرش پاس ورسره دی، داسې ولیکل: زما رحمت پر قهر غالب دی.»

دغه حدیث شریف پر بندګانو د الله سبحانه وتعالی د رحمت د پراخوالي کچه ښيي، هغه رحمت چې د ټولو مخلوقاتو لپاره دی؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی د مخلوقاتو تر پیدا کېدو وړاندې، په خپل کتاب کې لیکلي؛ رحمت مې تر قهر مخکې دی او دا د الله سبحانه وتعالی د رحمت د لویوالي دلیل دی.

دې موضوع ته باید پام وشي چې د الله سبحانه وتعالی رحمت پراخ دی او الله سبحانه وتعالی پوهېږي، چې بندګان یې کمزوري پیدا کړي دي او د هغه سبحانه وتعالی د قهر او غضب توان نه لري. نو د الله سبحانه وتعالی بندګان د دې مستحق نه دي، چې پر دوی دې د الله سبحانه وتعالی قهر او عذاب نازل شي او بیرته دې خپل لومړني حالت ته چې یو موټی خاوره وو، وګرځي. په داسې حال کې چې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې هېڅ توان او قدرت نه لري، بلکې هغوی د الله سبحانه وتعالی د رحمت مستحق دي. له همدې امله یې د رحمت دروازې پرانیستې دي، ترڅو د خپلو بندګانو توبه او استغفار قبول کړي. نو د هغو کسانو توبه یې اسانه کړې، چې شیطان او د نفس غوښتنې پرې غالب شوي نه وي.

موږ باید یقین ولرو چې الله سبحانه وتعالی پر خپلو بندګانو مهربان دی او ضمانت یې کړی چې د توبې دروازې به تر هغه وخته پرانېستې وي، چې لمر له لودیځ څخه را پورته شي. که دغه وخت لنډ وي او یا اوږد، نو د توبې د دروازې په طرف باید لاړ شو، چې موږ د الله سبحانه وتعالی د رحمت مستحق ګرځوي او له هغو کړنو څخه باید ځانونه وساتو چې د الله سبحانه وتعالی د قهر لامل کېږي. موږ داسې مقام او دریځ نه لرو چې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې ودرېږو، ځکه له هغو کسانو څخه مو عبرتونه ډېر اخیستي، چې د الله سبحانه وتعالی نافرمانۍ یې کړې دي.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې موږ د خپل رحمت له سیوري څخه برخمن کړي او له خپل قهر څخه مو لرې وساتي. اللهم آمین

لیکوال: ابو مریم

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د مکر اوښکې تویول


بسم الله الرحمن الرحيم

خبر:

د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د هند د اتراپرديش ايالت په ايودها ښار کې د پنځو پېړیو پخواني جومات، بابري مسجد پرځای د رام مندر جوړول او پرانیستل وغندل. (سرچینه: ډاون ورځپاڼه)

تبصره:

د بابري مسجد کسیه د مغولي امپراتورۍ د عروج او زوال کیسه ښيي. دا جومات د لومړي مغل امپراتور، ظهیر الدین بابر لخوا جوړ شوی. د دغه جومات پر سر د انګریزانو لخوا د مسلمانانو او هندوانو تر منځ د کرکې د تخم کرلو تر وخته، یعنې ۱۸۵۳م کال پورې هیڅ لانجه نه وه؛ دا وخت د هندوانو یوې فرقې – نرموهي اکهاړه – د جومات پر ځای دعوه وکړه چې دا جومات د هندوانو د یوه معبد له ړنګیدو وروسته جوړ شوی دی. په ۱۸۵۹ کې، د بریتانیا استعماري ادارې په جومات پورې اړوند سیمه د هندوانو او مسلمانانو لپاره په دوو جلا جلا برخو وویشله. مسلمانانو ته د جومات دننه لمونځ کولو او هندوانو ته يې بهر د خپل عبادت اجازه ورکړل شوه.

په ۱۸۸۵ کې د بابري جومات مخې ته د رام (د هندوانو خدای) د عبادت لپاره د «چبوترا» یا د عبادت څلي جوړولو د اجازې لپاره ځايي محکمې ته عریضه وشوه. دا عریضه دوه ځله رد شوه او قاضي امر وکړ چې هر څه دې په خپل ځای وي؛ ویې ویل چې «اوس د ۳۵۰ کاله مخکې تېروتنې» د اصلاح لپاره ډیر ناوخته دی.

په ۱۹۴۷ کې د هند نیمې وچې له ویشلو وروسته، افراطي هندوانو خپلې هڅې ژوندی وساتلې او د ۱۹۴۹ کال د ډسمبر په ۲۲مه او ۲۳مه، د هند حکومت یاد جومات «متنازع ملکیت» اعلان کړ او دروازه یې وروسته له هغه وتړله چې د هندو پادریانو لخوا د هندوانو د خدای بتان د جومات دننه کیښودل شول. له هغه وروسته په جومات کې هېڅ مسلمان لمونځ ونه کړ. هندوانو -د ټولو نامسلمانو او له اسلام څخه کرکه کوونکو په څېر- خپلو موخو ته د رسیدو لپاره له هرې لارې هڅې کولې او د جومات پر ځای یې د مندر د جوړولو لپاره یو لوی حرکت پیل کړ چې په ۱۹۹۲ کې د ۲۰۰۰ خلکو د مرګ لامل شول.

«مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعًا إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ يَرْفَعُهُ» [فاطر:۱۰]

ژباړه: «څوک چې عزت او قدرت غواړي( له الله څخه دې وغواړي)، عزت او قدرت له الله سره دی (د عزت او قدرت ترلاسه کولو اصول ښه وینا او عمل دی). ښه وینا د الله لورې ته ځي او خدای ښه عمل پورته بیايي.»

په اسلام کې هغه څه چې یو ځای سپیڅلی کوي دا باور دی چې الله سبحانه وتعالی د کائناتو مالک دی او یوازې هغه سبحانه و تعالی د عبادت مستحق دی. په عبادت کې الله سبحانه وتعالی ته بشپړ تسلیمیدل او اطاعت شاملېږي؛ ان که هغه د اهل ذمه (اسلامي دولت ته جزیه ورکوونکي) د حقونو ساتنه وي. حضرت عمر رضی الله عنه د ۶۳۷ کال د اپریل په لومړیو کې فلسطین ته ورسېد او د «سپېڅلې مقبرې» کلیسا په ګډون یې له ښار څخه لیدنه وکړه. کله چې د ماسپښین د لمانځه وخت شو، صفرونیوس  (مسیحي روحاني) بلنه ورکړه چې په کلیسا کې دننه لمونځ وکړي؛ خو حضرت عمر رد کړه او ویې ویل چې که په کلیسا کې لمونځ وکړي نو وروسته به مسلمانان وګڼي چې دا ځای باید په جومات بدل شي او  له دې سره به عیسویان خپل یو سپیڅلی ځای له لاسه ورکړي. پرځای یې له کلیسا بهر لمونځ وکړ چې وروسته هلته د مسجد عمر په نوم یو جومات جوړ شو.

ان د هند په نیمه وچه کې هم مغلو د هندو اتباعو احساساتو ته درناوی درلود؛ ځکه خو په ۱۸۵۷ کې هندو بلواګر په کارتوسونو کې د غوا د چربۍ (وازدې) د کارولو پر وړاندې راپورته شول. ان که د غواګانو د علني ذبحې په اړه د بابر وصیت د باور وړ هم نه وي؛ د کارتوسو پر وړاندې د هندوانو غبرګون ښيي چې دوی هېڅکله د اسلام د حاکمیت پر مهال له دغه ډول تبعیض سره (چې دوی یې اوس له مسلمانانو سره کوي) نه وو مخ شوي.

موږ وینو چې په نړۍ کې ډیر څه پېښېږي او تر ټولو ډیر زیان یې مسلمانانو ته رسېږي؛ مسلمانان یوازې هغه وخت اسلام پلی کولی شي چې په بشپړه او سمه توګه منګولې پرې ټینګې کړي. د الله سبحانه وتعالی په حکمونو او اوامرو کې هېڅ ډول زیاتوالی او بدلون نه شي راتللی. د بابري مسجد د ړنګولو او پرځای يې د رام مندر جوړولو بهیر څه باندې ۱۴۰ کاله ونیول. دا ان د مسلمانانو د مرکزي قدرت، خلافت تر ړنګېدو وروسته هم په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو ځواک ښيي.

دا پېښه لکه په اسلامي نړۍ کې د نورو پیښو په څیر، ښيي چې کافران څنګه غواړي د اسلام نوم له منځه یوسي. دوی نه پوهیږي چې د مسلمانانو د حکامو په خاموشۍ کې به ودانۍ ونړوي، مسلمانان به ووژني؛ خو اسلام هېڅکله له نړۍ څخه نه شي ختمولی. د اسلامي همکاريو سازمان (OIC) په څېر بنسټونه د جومات په ړنګېدو خپلې د درواغو اوښکې–لکه د فلسطین د مسلمانانو په وژلو یې چې تویوي- تویولی شي؛ خو باید ډاډه وي چې الله سبحانه وتعالی مومنانو ته د بریا وعده ورکړې او په هغه ورځ به مومنان د الله په رحمت کې ډوب شي؛ خو خیانت کوونکي به د خپلو کافرو ملګرو له ځای(جهنم)  پرته د پټېدو لپاره بل ځای و نه مومي.

«الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا»  [النساء:۱۳۹]

ژباړه: «هغه خلک چې د مومنانو پر ځای له کافرانو سره د دوستۍ اړیکې ټینګوي، ایا دوی عزت له هغوی څخه غواړي؟ (که داسې وي) نو هر ډول عزت یوازې د الله سره دی.»

اسلامي امت بايد د وروستي پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم له لارښوونو قوت واخلي؛ د هغه صلی الله علیه وسلم پر لار ولاړ شي او په دې لاره کې د خنډونو او ستونزو پر وړاندې تر هغې مبارزه وکړي چې څو بریالي شوي نه وي. بریا د الله سبحانه وتعالی له لورې ده. باید پوه شو چې تر کومه د الله سبحانه وتعالی په لار کې جګړه کوو؛ هېڅ جګړه نه بایلو او دا جګړه په ځمکه کې د الله سبحانه وتعالی د دین د حاکمیت لپاره ده. که هغه ورځ ووینو او که نه؛ له راتلو يې انکار نه شو کولی. که موږ د دې مبارزې برخه وو، نو موږ د الله سرتېري یو.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

اخلاق جهان

۱۴۴۵هـ.ق کال د رجب ۱۷مه

۲۰۲۴م کال د جنوري ۲۹مه

د مطلب ادامه...

څوک چې د حق په خوا نه دي؛ د باطل ساتونکي جوړېږي

بسم الله الرحمن الرحيم

خبر:

د کابینې له غونډې وروسته ولسمشر اردوغان وویل: «د ترکیې د رژیم په اړه شک هغه بحث دی چې د ۱۹۲۳ اکتوبر په ۲۹مه د خلکو لخوا جمهوریت ته له هرکلي او خوشالۍ سره پای ته ورسید. په دغه هېواد کې هېڅوک له جمهوریت او د ترکیې له بنسټګر سره ستونزه نه لري.» (خبري اژانسونه، ۲۰۲۴م کال د جنوري ۱۶مه)

تبصره:

د ښو او بدو، حق او باطل، عدالت او بې‌عدالتۍ د یو ځای کولو هڅه شیطان ته د خدمت په څېر بې ځایه ده. په یوه بې اصوله ډیموکراټیک نظام کې، چې د سیاسي ګټو لپاره هر ډول وسیله پکې مشروع ګڼل کیږي، حکام سیسټم په خپله ګټه کاروي. په اوسني ډموکراټیک نظام کې حکام د خلکو ارزښتونو او اصولو ته هیڅ ارزښت نه ورکوي.

اسلام دیارلس پېړۍ نړۍ ته خدمت وکړ، ټولنه يې له تيارو څخه رڼا ته راوبلله. د سولې او امنیت ساتونکی، اسلامي حاکمیت، د ۱۹۲۴م کال د مارچ په ۳مه د خاینینو او کفارو په ملګرتیا له منځه یوړل شو. پر ځای يې جمهوریت حاکم شو چې د خلکو له ارزښتونو سره په ټکر کې دی. ولسمشر اردوغان هڅه کوي چې د «ژوندی دې وي جمهوریت» په شعارونو سره خلک متقاعد کړي؛ له دې سره په خپله خوښه او شعوري توګه دومره ستر جرم کوي چې غرونه ترې وېرېږي. په الله سبحانه وتعالی او اخرت ریښتینی ایمان لرونکی باید د دغو بشري نظامونو ملاتړ ونه کړي.

وارد شوی جمهوري رژیم چې له غرب سره د یوې معاملې او اسلام او مسلمانانو ته د زیان رسولو له لارې تپل شوی دی؛ بهرنی او د منلو وړ نه دی. که څه هم مسلمانانو د اردوغان په څېر حکام ټاکلي؛ خو د هغه داسې غلطې څرګندونې د مسلمانانو په منځ کې پلوی نه لري. هغه حکام او مشران چې د حقیقت ملاتړ نه کوي؛ د باطلو رژیمونو ساتونکوي دي. د پیړۍ د ظلمونو اوږده دوره ابدي نه ده؛ بلکې د خلافت په بیا راتلو سره به د ظلم لمن ورټوله شي. خلافت یوه دیني او عقلي اړتیا ده. د دغو ظلمونو لمن به څنګه په داسې حال کې ورټوله شي چې حاکمیت د الله –د ځمکې او اسمانونو خالق- د قانون پر ځای د انسانانو په لاس جوړو قوانینو ته ورکړل شوی دی؟

په اسلامي نړۍ کې له یوې پېړۍ راهیسي پلي شوي کاغذي نظامونه د مسلمانانو د ژوند، عزت او دین د ساتنې لپاره نه دي؛ بلکې د هغو کافرو رژیمونو د هژموني او قدرت د ساتنې لپاره دي چې دا رژیمونه یې راباندې تحمیل کړي؛ د غزې په پېښو کې دا خبره ښه لکه لمر واضح شوه. اې اردوغانه! تا په کلونو کلونو د فلسطین له مسلې څخه د رایو ټولولو لپاره ناوړه ګټه واخیسته. نن ورځ، سره له دې چې امکانات لرې؛ د دغو ظلمونو لیدل زغملی شې. سره له دې ته غواړې د بریتانوي ګوډاګیانو لخوا رامنځته شویو شیطاني رژیمونو په اړه بحث بند کړې! د غزې قضیې وښودله چې د اوسنیو رژیمونو پرځای ژر تر ژره د خلافت تاسیس ته څومره اړتیا ده!

موږ به تر هغه د ټولو بشري نظامونو دروغ، دوکه او دوه‌مخي په هرځای کې افشا کوو؛ چې څو د الله سبحانه وتعالی د احکامو پلي کولو لپاره خلافت نه وي تاسیس شوی. موږ به پر مسلمانانو غږ کوو چې هغه حللارې رد کړې چې له اسلامي عقیدې سره په ټکر کې دي؛ تر دې چې الله سبحانه و تعالی له خپل امر سره سم د اسلام د حاکمولو او ریښتیني حللارې لپاره نصرت راکړي. دا ټول بحثونه به انشاالله د نبوت پر منهج راشده خلافت له تاسیس سره پای ته ورسېږي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

احمد ساپا

۱۴۴۵هـ.ق کال د رجب ۱۶مه

۲۰۲۴م کال د جنوری ۲۸مه

د مطلب ادامه...

که ټول غربي حکومتونه او په اسلامي نړۍ کې يې اجنټان هم پر حزب التحریر بندیز ولګوي؛ حزب التحریر به که خدای کول خلافت بیا تاسيسوي او غربي نړیوال نظام به له منځه وړي

  • خپور شوی په پاکستان

(ژباړه)

د پاکستان تر ټولو مشهورې انګلیسي ژبې ورځپاڼې، ډان (Dawn) تر «بريتانیا پر حزب التحریر د یوې ترهګرې ډلې په توګه بنديز ولګاوه» سرلیک لاندې په بریتانیا کې پر حزب التحریر د بندیز لګولو خبر ورکړی. دغه خبر په ټولنیزو رسنیو او بانفوذه حلقو کې بحثونه راوپارول. حزب التحریرـ ولایه پاکستان په پاکستان کې د واک او نفوذ خاوندانو ته لاندې ټکي وړاندې کوي چې غور پرې وکړي:

۱. بريتانیا چې د ډیموکراسۍ "مور" او د "لیبرال آزادیو" زانګو ده، پر نړیوال اسلامي سیاسي حزب، حزب التحریر بنديز ولګاوه. په دې توګه یې د بیان ازادۍ په اړه خپلې ټولې ادعاوې خاورو ته وسپارلې. دا پریکړه غربي روڼ اندو او سیاسي ناظرينو ته یو ټکان و. حزب التحریر له څه باندې اویا کلونو راهیسې په خپله نا‌وسله‌واله، فکري او سیاسي مبارزه مشهور دی. د نړۍ تر ټولو مشهورو فکري بنسټونو، حکومتونو، د بشري حقونو سازمانونو، محکمو او رسنیو سلګونو ځله د دغه حقیقت شاهدي ورکړې. ان د برتانیې د حکومت څو څېړنې همدا وایي. دا بندیز حقوقي بنسټ نه لري او نه د روښانه اخلاقي توجهاتو په بڼه لګېدلی؛ بلکې د بریتانوي سیاستوالو فرېب او حیله ده چې سیاسي انګېزه لري.

۲. دغه بندیز په ډاګه کړه چې حزب التحریر غربي تمدن دې ته اړ کړی چې په فکري او سیاسي ډګر کې ماتې ومني. دغه راز یې وښوده چې د بیان ازادي یوازې هغه وخت د منلو وړ ده چې مسلمانان د غرب ظالم نړیوال نظم ونه ننګوي. دا د غربي تمدن د فکري برترۍ د ماتې اعلان هم دی. مخکې یې د ټولو نورو ایډیالوژیو احزابو ته د بیان ازادي ورکوله؛ که هغه کمونېست وو او که سوسشیلېست؛ ځکه دوی باور درلود چې غربي تمدن، د خپلې "برترۍ" له امله نورې ټولې ایډیالوژۍ شاته کولی شي. دوی باور درلود چې غربي تمدن به ټول اړخونه فکري ماتې او تسلیمۍ ته اړ کړي. خو برتانیې د اسلام د رښتینو، ځواکمنو او د منلو وړ افکارو پر وړاندې له بندیز، سانسور او جبر پرته بله لار نه لیده. په هر حال، بریتانیا –چې د عربو او ترکي همکارانو په مرسته یې د ۱۳۴۲هـ.ق کال په رجب/د ۱۹۲۴م کال په مارچ کې د خلافت د سقوط لپار کار وکړ- به ډېر ژر د خلافت بیا تاسیس وويني او د دغې کرکې ځواب به یې ورکړل شي.

۳. حزب التحریر دا یو ویاړ ګڼي چې د فلسطین د سپېڅلې خاورې لپاره د ځواکونو د بسيج غوښتنه کوي. هیڅ محدودیت یا بندیز د دوی د اسلامي مکلفیت په لاره کې نه شي خنډ کېدی. حزب التحریر به په همغه شدت خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. پر حزب د جان باګوت ګلوب (John Bagot Glubb) لخوا لومړی بندیز هم انګلستان لګولی و. برتانوي ډګر جنرال، جان باګوت ګلوب (گلوب پاشا)، چې د اردون د پوځ لوی درستیز و، په اردن کې يې د حزب التحریر پر فعالیتونو د بنديز ډاډ ورکړ. خو په اسلامي نړۍ کې د غرب د اجنټانو له لوري پر حزب له دغو بندیزونو سره سره حزب التحریر تر څلویښتو زیاتو اسلامي خاورو ته ورسېد او په اسلامي نړۍ کې تر ټولو لوی سیاسي حزب دی. حزب التحریر د غزې او فلسطین د ملاتړ لپاره د پاکستان، ترکیې، اردن او مصر په ګډون د مسلمانو وسله‌والو ځواکونو د بسيج لپاره شپه او ورځ کار کوي. سره له دې چې د حزب التحریر فعالیتونه لا له وړاندې په اسلامي نړۍ کې د غرب د ډیرو اجنټانو له لوري منع شوي دي. نو یو نوی بندیز به زموږ په فعالیتونو کې د هیڅ بدلون لامل نه شي. تر څو لسیزو هلو ځلو وروسته په لسګونو هیوادونو کې د حزب التحریر شباب ښه پوهیږي چې کله د دعوت پر وړاندې دروازې وتړل شي؛ الله سبحانه وتعالی یې پر مخ نورې او تر هغو غوره دروازې پرانیزي.

۴. د بیان آزادي یوه کمزورې او ناسمه مفکوره ده چې ریښه یې له دین څخه د ازادۍ لپاره د سیکولرانو مبارزې ته رسېږي. دا د دیني ارزښتونو د سپکاوي لپاره د غرب وسله ده چې د حکامو په محاسبه او د ټولنې د ناسمو او ناوړه افکارو د اصلاح په برخه کې ناکامه ثابته شوې. پر حزب له بندیز څخه دا ښه په ډاګه کېږي. په اسلام کې د سیاسي او فکري مبارزې اساس، د امر باالمعروف او نهی عن المنکر سپیڅلې دنده ده. دا د حزب د مبارزې شرعي اساس دی. دا اساس د کفر، ظلم او باطل پر وړاندې د خبرو کولو دیني مکلفیت رامنځته کوي. هیڅ محدودیت یا سانسور نه شي لغوه کولی. د ظالمانو له لوري د زیان د وېرې په سبب له دغه مکلفیت څخه غفلت نه شي کېدی. د دغه مکلفیت په لاره کې مبارزه هغه مهال لوی اجر لري چې د ظالمو حکامو پر وړاندې د حق کلیمه پورته شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«أَفْضَلُ الْجِهَادِ كَلِمَةَ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ»

ژباړه: تر ټولو غوره جهاد، د ظالم پاچا پر وړاندې د حق خبره کول دي. [ابو داود]

نو د حزب مبارزه مخ پر وړاندې روانه ده؛ تر دې چې د انګلیسۍ ښځې د قمارباز زوی، د اردون پاچا په ګډون په اسلامي نړۍ کې د غربي اجنټانو تختونه تر راپرځېدو وړاندې د لړزېدو په حال کې دي.

اې د پاکستان وسله والو ځواکونو! غرب په ښکاره د اسلام، خلافت او جهاد پر وړاندې خپله کرکه څرګنده کړې ده. حزب التحریر یوازینی اسلامي حزب دی چې د غربي نړۍ د ظالم نظام پر وړاندې د اسلامي بدیل پلي کولو ته پوره چمتووالی لري. دا مهال په نړۍ کې یوه سخته ایډیالوژیکه جګړه روانه ده؛ د اسلام او کفر جګړه؛ خو ستاسو رهبري په دې جګړه کې له غربي سیاسي نظام سره په ملګرتیا د کفارو ته وفاداره ده. موږ دا جګړه یوازې هغه وخت ګټلی شو چې تاسو دا رهبري لرې کړئ او حزب التحریر ته د نبوت پر منهج خلافت د بیا تاسیس لپاره نصرت ورکړئ. یوازې هغه وخت د غزې مسلمانان د یهودانو له منګولو ازادولی شئ. د خلافت تاسيس د الله سبحانه وتعالی وعده او زمونږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری دی. دا مکلفیت به یا تاسو ادا کوئ؛ یا به یې نن او سبا او یا لږ وروسته ستاسو په څېر نور کسان ادا کړي. نو ولې دا ستر ویاړ نه ترلاسه کوئ؟ څه شی مو مخه نیسي؟ الله سبحانه وتعالی فرمايي:

«وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا» [نور: ۵۵]

ژباړه: «الله تعالی له هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی او نېک کارونه کوي، ژمنه کوي، چې هغوی ته به د ځمکې پر سر خلافت ورکووي، لکه څنګه یې چې مخکنیو ته د ځمکې خلافت ورکړ او هغه دین چې د دوی لپاره یې خوښ کړی، هغه به پر خپل ځای پاتې او ریښې به یې وغځېږي. د هغوی وېره به په امنیت او ارامۍ بدله شي...»

د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د رجب ۱۰مه

۲۰۲۴م کال، د جنوري ۲۲مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

موخې او پر سیاسي او نظامي اقداماتو یې اغېزې

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

د موخو په اړه تفکر؛ یعنې دا چې انسان د خپلو غوښتنو په اړه فکر وکړي، هغه څه چې غواړي په دقیق ډول یې مشخص کړي او د خپلو موخو په اندازه اقدامات ترسره کړي؛ ځکه دا د بریالیتوب او پرمختګ یو مهم اړخ دی. تفکر د واقعیت په اړه له احساس څخه سرچینه اخلي، ځکه تفکر د حواسو له لارې واقعیت له مخکینیو معلوماتو سره یو ځای چې د هغه په اړه وضاحت ورکوي، مغز ته انتقالوي. انسان له تفکر وروسته خپله موخه مشخصوي چې د لاسته راوړلو لپاره یې عملي اقدام وکړي. که چېرې انسان ژور او روښانه فکر وکړي، نو واقعیت او غوښتنو ته یې په سم ډول لاسرسی موندلی شي؛ ځکه چې د واقعیت د درک له لارې فکر تولیدولی شي او دا چاره نوموړی د داسې عملي ګام په لوري هڅوي، چې بل څه نه، بلکې د واقعیت اړوند وي.

که چېرې انسان له تفکر پرته د احساس پر اساس عمل وکړي، عواطف او تمایلات یې پر کار اغېز کوي او ښايي ناوړه پایلې ولري او پر نوموړي منفي اغېزې وکړي. څوک چې له موخې پرته عملي اقدام وکړي، اقدام یې بې‌ځایه دی. ډېری خلک له فکر پرته یا له هغې موخه پرته چې واقعي وي، عمل کوي. همدارنګه داسې اقدامات کوي، چې د موخې په اندازه یې نه وي؛ داسې حالت هم دوی د واقعیت غوښتنو ته نشي رسولی.

که انسان نهضت غواړي او پوه نه وي چې نهضت څه شی دی او څه ډول په لاس راځي یا داسې عملونه وکړي چې پایله یې نهضت نه وي، نو نهضت نه ترلاسه کېږي. که یو کس د نهضت په لټه کې وي او د خلکو د فکري کچې د لوړولو او د هغوی د مفاهیمو، معیارونو او عقیدو د بدلولو لپاره کار ونه کړي او پر ځای یې داسې کارونو ته لاس واچوي، چې په نهضت پورې تړاو ونه لري، هېڅکله به نهضت ته ونه رسېږي؛ ځکه نهضت د خلکو د فکري کچې لوړول دي.

که چېرې انسان په داسې حال کې چې له واقعیت څخه عمیق درک او مستنیر فکر ونه لري او غواړي یوه خاوره ازاده کړي او د وسله‌والو تشکیلاتو په جوړولو لاس پورې کړي، نو هېڅکله به خپلې موخې ته ونه رسېږي. په نیمه لار کې به پاتې وي یا به یوازې خپلو نیمو موخو ته ورسېږي او پر هره حللاره به قناعت کوي؛ ځکه وسله‌وال تشکیلات داسې خاورې ته اړتیا لري، چې له هغه ځایه حرکت وکړي او هغه ځای ته اړتیا لري چې جنګیالي هلته متمرکز شي او له هغه ځایه بیا حرکت وکړي؛ وروسته بیا هغه ځای ته ور وګرځي، چې خپلې جګړې او مبارزې ته دوام ورکړلی شي او ملاتړ یې وشي. همدارنګه وسلې، تجهیزاتو او تدارکاتو ته اړتیا لري ...  

که چېرې د فلسطین واقعیت ته فکر وکړو، د شاوخوا دولتونو حاکم او نظامونه یې دسیسه جوړوونکي او یو لاس دي او د فلسطین د ازادۍ قصد نه لري. دغو نظامونو دښمن په رسمیت پېژندلی او خپلې اړیکې یې ورسره عادي کړې دي؛ دوی په هغو استعماري دولتونو پورې تړلي دي، چې د یهودو رژیم یې رامنځته کړی، له هغه ساتنه کوي او د قدرت او پایښت ټول وسایل یې ورته چمتو کړي دي. نو دغه غلام نظامونه هېڅکله په وسلو، مال او داسې نورو اړتیاوو د جنګیاليو مرسته نه کوي؛ مګر دا چې استعماري دولتونه د خپلو سیاسي موخو لپاره هغوی ته الهام او یا اشاره وکړي. په دغه حالت کې به جنګیالي خپل برخلیک هغو خاینینو ته په لاس ورکړي، چې د دوی پر ضد دسیسې جوړوي او وروسته یې بیا په خپل حال پرېږدي.

پر همدغه اساس په واقعیت کې تفکر کول دا پایله په لاس راکوي، چې د فلسطین د ازادۍ مسیر په لومړي ګام کې د هغه له شاوخوا دولتونو څخه تېرېږي، چې د دغو دولتونو دسیسه‌جوړوونکي او متحد نظامونه باید رانسکور شي او د پیل ټکی یې باید همغه سیمه وي؛ ځکه دغه دولتونه هغه امکانات او وسایل لري، چې د موخې ترلاسه کولو لپاره لازم دي او دې ته ورته حالت د تاریخ په اوږدو کې د صلیبیانو د اشغال پرمهال هم تېر شوی دی. د بېلګې په توګه؛ د کشمیر جهادي خوځښتونو په ۱۹۹۹م کال له پاکستان څخه د دغه هېواد د پوځ په ملاتړ حرکت وکړ چې پر هند برید وکړي او کشمیر ازاد کړي، په پایله کې د هند پوځ د کارګیل په لوړو برخو کې ماته وخوړه او مجاهدین د کشمیر ازادۍ ته ډېر نږدې شول؛ خو په دغه وخت کې امریکا لاس پکار شوه او د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف او د پوځ مشر پرویز مشرف ته یې امر وکړ، چې له ملاتړ څخه باید لاس واخلي او پوځ دې ژر شاتګ وکړي. دا چې دوی دواړه په امریکا پورې تړلي وو، نو د هغې امر ته یې غاړه کېښوده او ان امریکا پرویز مشرف ته د کودتا امر وکړ، چې نواز شریف له واکه لرې کړي، د دغو خوځښتونو مخه ونیسي او هغوی تروریستي خوځښتونه اعلان کړي؛ له بده مرغه پرویز مشرف همداسې وکړل. د پاکستان د حکامو او پوځي رهبرانو د خیانت په پایله کې، هند خوندي پاتې شو او دې پایلې ته ورسېد چې که چېرې د کشمیر خودمختاري لغوه او پر ځان پورې یې وتړي، نو پاکستان به هېڅکله غبرګون ونه شي ښودلی او د ټولو جهادي خوځښتونو مخه به هم ونیسي؛ نو هند دغه اقدام وکړ.

په وروستیو کې په غزه کې هم دغه ډول وضعیت رامنځته شو؛ کله چې جهادي خوځښتونو په فلسطین کې پر غاصب دښمن برید وکړ او هغه یې ذلیل او خوار کړ، نو دښمن په ټول وحشت پر غزه برید وکړ او د ژوند ټول وسایل یې پرې بند کړل. د مصر نظام او رژیم چوپ پاتې شو او د پوځ د غبرګون مخه یې ونیوله؛ ځکه امریکا ورڅخه غوښتي وو چې حرکت ونه کړي او پوځ هم تحریک نه کړي. دا غوښتنه یې د هغې سیمې له ټولو حاکمو نظامونو څخه کړې وه. امریکا په ښکارته دغو نظامونو ته وویل: «موږ نه غواړو چې د جګړې لمن پراخه شي.» یعنې له تاسو څخه هېڅ یو باید حرکت ونه کړي. پر همدغه اساس د یهودو رژیم په امن کې پاتې شو او مرګ ژوبلې او ورانیو ته یې دوام ورکړ؛ ان تر دې چې له ناروغانو ډک روغتونونه یې بمبار کړل، چې دا ډول صحنه تر اوسه د تاریخ په اوږدو کې نه وه پېښه شوې او د نړۍ د ټولو نظامونو د ملاتړ او له سپکاوي ډکو دریځونو پر اساس یې هغوی ژوندي تر خاورو لاندې کړل. امریکا له دغو جنایتونو څخه ملاتړ وکړ او له ځان څخه د دفاع د حق په نامه یې توجیه کړل، خو د فلسطین خلکو ته دا حق نه ورکوي! په سیمه کې هېڅ نظام او پوځ د غزې د خلکو او جهادي خوځښتونو د نصرت لپاره حرکت ونه کړ او نه یې کوم اقدام وکړ!

کله چې موخې د پوره کېدو وړ نه وي، غیر واقعي دي. المانۍ ورځپاڼې «شپیګل» په خپله یوه ګڼه کې دا پوښتنه مطرح کړې: «ایا حماس ته ماتې ورکولی شي؟» په ځواب کې راغلي: «حماس په ټولنه کې ژورې ریښې او په خلکو کې زیات محبوبیت لري.» همدرانګه یې ویلي دي، چې حماس یوازې یو سازمان نه دی، بلکې هغه قدرت دی چې په ټولنه کې ریښې لري، افکارو او نظریاتو یې د خلکو په ذهنونو کې ځای نیولی؛ خلک بیا اشغال نه مني او د هغو کسانو ملاتړ کوي، چې د اشغال پر وړاندې قیام کوي. همدا دلیل دی چې د مقاومت ریښې ډېرې ژورې دي، که چېرې حماس له منځه لاړ شي، پر ځای به یې بل خوځښت راشي. دې ورځپاڼې د حماس مقاومت د چارو یوه کارپوه په حواله ویلي: «دا فکر غیرواقعي دی چې اسراییل دې له نظامي لارې حماس مات کړي او یا یې دې له منځه یوسي.» موخه یې دا ده چې جګړه باید ودرول شي او سیاسي خوځښت په مطرح شوې سیاسي حللاره کې ادغام شي؛ د سیاسي خوځښت رهبرۍ اعلان هم وکړ، چې دوی دغه کار ته چمتو دي! له همدې امله دغه سیاسي خوځښت غواړي، چې د حماس نظامي خوځښت پای ته ورسوي او له داسې پایلې سره یې مخ کړي، چې فتحه پکې نه وي؛ یعنې د هغو وسله‌والو تشکیلاتو په څېر چې په سیاسي حللارو کې ادغام شوي او نظامي تشکیلاتو ته یې د پای ټکی اېښی وي.

دا ورځپاڼه زیاتوي چې: «د طوفان الاقصی عملیاتو یو ځل بیا د فلسطین مسله د نړیوالو د توجه په مرکز بدله کړه.» امریکا غواړي چې د سیاسي حللارې (د دوو دولتونو حل) لپاره د نظامي اقداماتو په مرسته موضوع سخته کړي. له دې پرته به د یهودو رژیم هېڅکله دا حللاره عملي نه کړي او د هغه له نظره یوازینۍ حللاره دا ده، چې د فلسطین خپلسري تشکیلات باید له امنیتي همغږۍ سره د یهودو د رژیم په خدمت کې وي او د دغه رژیم د لومړي وزیر په خبره، چې د دولت یا امپراتورۍ په نامه دې یاد شي.

نظامي موخې د ازادۍ او فتحې لپاره ځانګړي شوي دي، نو هر څوک چې د فتحې او ازادۍ هڅه کوي، د هغو لپاره دې امکانات او تجهیزات چمتو کړي او د دغې موخې په اندازه دې اقدامات وکړي. مګر سیاسي موخې د نقشو او سیاسي حللارو لپاره ځانګړې شوې، لکه د دوو دولتونو حللاره او ځینې وخت بیا د هغو د عملي کولو لپاره هم له نظامي اقداماتو کار اخیستل کېږي.

خیالي او غیر واقعي موخې باید تعقیب نه شي؛ خو د خلافت تاسیس یو خیالي موخه نه ده او د دښمنانو او د هغوی د دوستانو د تصور خلاف چې خلک د هغه د تاسیس لپاره له فعالیت څخه منعه کوي او یو غیرواقعي تصویر وړاندې کوي، ناممکن نه دی؛ بلکې خلافت هغه څه دي چې واقعیت یې غوښتنه کوي او راتګ یې ممکن دی، ځکه هر هغه فکر چې خلک یې تبني کړي او ملاتړ يې وکړي؛ د هغه پر اساس به داسې دولت تاسیس شي، چې امت او پیروان به لري او هغوی به یې فکر منلی وي. د یوه قدرت او دولت په توګه خلافت اوږد تاریخ لري، چې شاوخوا ۱۳ پېړۍ یې د ځمکې پر مخ حاکمیت کړی او د خپل حاکمیت پرمهال یې بې‌مثاله او ډېرې بریاوې ترلاسه کړې. خلافت به د الله سبحانه وتعالی په خوښه یو ځل بیا تاسیس شي، ځکه چې مخلص او کلک ملاتړي او دعوتګران لري، چې شپه او ورځ يې د راتګ لپاره کار کوي.

د الرایه جریدې له ۴۷۶مې ګڼې څخه

لیکوال: استاد أسعد منصور

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې