شنبه, ۰۵ ذیقعده ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۵/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
مطبوعاتي اعلامیه نتانیاهو ته د خاینو حکامو دریځونه دومره زړه راښکونکي دي، چې ان خپلې پښې یې له لمڅي ايستلې دي؛ څوک به یې له دې مستۍ راویښ کړي؟!

 

(ژباړه)

د یهودي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ۲۰۲۵م کال، د اپرېل په ۲۱مه، د دوشنبې په ورځ، په یوه وینا کې وویل: «موږ به هېڅکله هم د مدیترانې پر غاړه د خلافت د رامنځ ته کېدو اجازه ورنه‌کړو.» هغه زیاته کړه:  «ما تل ویلي چې د منځني ختیځ بڼه به بدله کړو او اوس هم همدا کار کوو. د خپل حکومت د پیاوړو پرېکړو او ثبات په مرسته مو د شر محور په غزه، لبنان، سوریه او نورو سیمو کې له منځه وړی دی. موږ خپل دښمن ښه پېژنو او هېڅکله به اجازه ورنه‌کړو چې دلته یا په لبنان کې د خلافت په نامه دولت جوړ شي. موږ هڅه کوو د اسراییلو بقا وساتو.»

روښانه ده چې دا د الله سبحانه وتعالی دښمن، نتانیاهو، د غرور ښکار شوی؛ دغه غرور له هغو خاینو حکامو سرچینه اخلي چې د اسلامي امت مشري کوي. همدوی امت او د هغوی پوځونه د فلسطین، لبنان، یمن او سوریې له ملاتړ څخه منع کړل او اجازه یې ورکړه چې نتانیاهو بمباري وکړي، وژنې او ویجاړۍ وکړي، وسوزوي، خلک بې‌کوره کړي او ګواښونه وکړي؛ پرته له دې چې ان یو عسکر، یوه الوتکه، یوه کښتۍ یا یو ټانک هم د ده پر وړاندې ودرېږي. بلکې برعکس، همدوی د غزې د خلکو په محاصره کې مرسته وکړه، نتانیاهو ته یې پیسې، خواړه، جامې او وسلې ورسولې.

دې کړنو په ځانګړي ډول له دغه اشغال ګر رژیم څخه د امریکا او غرب بشپړ ملاتړ، نتانیاهو ته دا خیال ورکړ چې د مسلمانانو امت کمزوری دی، نو ځکه کولی شي چې خپل شيطاني ارمانونه له خنډ پرته عملي کړي.

هغه څو ځله د منځني ختیځ د بڼې د بدلون خبره کړې، حال دا چې پخپله ښه پوهېږي، که د غرب پرله‌پسې ملاتړ نه وای، د ده رژیم به هېڅکله هم په غزه او په نورو جبهو کې جګړه نه وی کړې. هغه ښه پوهېږي چې تر اوسه یې هېڅکله هم د مسلمانانو له کوم رسمي پوځ سره جګړه نه ده کړې. دی یوازې پر کوچنیو او کم‌وسله ډلو بریدونه کوي، بیا هم ځان د اوو جبهاتو جنګیالی ګڼي!

کومې جبهې؟ ایا دا جبهه ده چې پوځ یې یوازې ماشومان، مېرمنې او بې‌وسه سپین‌ږیري وژني او پر کورونو، ښوونځیو، جوماتونو او پناه‌ځایونو بمباري کوي؟ ایا دی رښتیا هم قانع شوی چې دا جګړه ده؟ که چیرې ده، سره له نړیوال ملاتړ ـ د امریکا، المان، فرانسې او د ټولو خاینو مسلمان حکامو له خوا  و نه توانېده چې په ۱۸ میاشتو کې د محاصره شوې غزې دغه کوچنۍ جبهه ماته کړي، نو څنګه به د مسلمانانو له یوه رښتیني پوځ سره جګړه وکړی شي؟

خو اصلي ملامتيا د مسلمانانو د پوځونو پر عسکرو، افسرانو او قوماندانانو ده؛ هغوی چې تر اوسه یې هېڅ اقدام نه دی کړی، څو د الله سبحانه وتعالی دښمن نتانیاهو او د هغه بادار ټرمپ ته داسې عبرتناکه سبق ورکړي چې شیطاني خوبونه یې له خاورو سره خاورې شي او هغوی ته په ډاګه کړي چې ریښتینۍ جګړه او جبهه څه ته وايي!

نتانیاهو اوس په ښکاره ډول دا خبره کوي چې د هغې خلافت دولت د راګرځېدو مخه به ونیسي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې زیری ورکړی دی ـ هغه زېری چې حق دی:


«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»
ژباړه: «وروسته به د نبوت په منهج خلافت تاسیس شي.»

نو اې د امت عسکرو او درنو افسرانو! راپاڅئ او د خپل شرعي مکلفیت غږ ته لبیک ووایاست! راپاڅئ او د الله سبحانه وتعالی دښمن نتانیاهو ته هماغسې درس ورکړئ، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د خیبر، بني قریظه، بني نضیر او بني قینقاع یهودو ته ورکړ.

تاسو هماغه کسان یاست چې د یهودو، صلیبیانو او ټولو کفارو د کرکې سره سره کولای شئ موازنه بېرته سمه کړئ، د اسلام بیرغ د مسجد الاقصی پر دیوالونو ورپوئ او په ټوله نړۍ کې یې پورته کړئ. لکه څرنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ﴾ [توبه: ۳۳]
ژباړه: «الله سبحانه وتعالی هغه ذات دی چې پیغمبر یې د هدایت او حق دین لپاره رالېږلی، څو دغه دین پر نورو دینونو غالب کړي، که څه هم مشرکین یې نه خوښوي.»

د حزب التحرير مرکزي مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۶ هـ.ق کال، د شوال ۲۵مه

۲۰۲۵م کال، د اپرېل ۲۳مه

د صدور ګڼه: ۱۰۹/ ۱۴۴۶

ژباړن: اسرار تکل

 

Last modified onجمعه, 02 می 2025

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې