(ژباړه)
پوښتنه:
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
الله سبحانه وتعالی دې تا روغ لري شیخ صاحب او نورو ته دې ستا د علم ګټه ورسېږي او ترې برخمن دې شي!
په یوه کمپنۍ کې چې سینګارتوکي تولیدوي او پلوري، د پلورونکي د استازي په توګه دنده راته پیدا شوه. د دغو توکو ډېری سلنه یې الکول وي، لکه (کولون چې د ایتایل الکولو ډېره برخه پکې وي او په تولیداتو کې یې ایتایل، میتایل، ایزوپروپایل الکول وي) د بېلګې په توګه عطر او د سینګار نور بېلابېل توکي.
پوښتنه: ایا ماته روا ده چې د پلورونکي د استازي په توګه هلته دنده ترسره کړم؟
همدارنګه ایا ماته روا ده چې په دې کمپنۍ کې دننه له پلور پرته په نورو برخو لکه اداري برخه کې کار وکړم؟
جزا کلا خیر
ځواب:
وعلیکم وسلام ورحمت الله وبرکاته
زه پوه شوم چې تاسو د هغو شرکتونو په تړاو پوښتنه کوئ چې د سمې سرچینې پر اساس پیل شوي او نه د هغو شرکتونو په تړاو چې باوري نه وي.
د پوښتنې ځواب په دې ډول دی:
۱. په داسې کمپنۍ کې د پلورونکي د استازي په توګه دنده ترسره کول چې منع شوي توکي لکه (عطر او هغه سینګارتوکي چې ایتایل الکول پکې ګډېږي) د کار کړلو قوانین:
موږ پر دې مسله پخپل کتاب کې بحث کړی او دا مو څرګنده کړې چې دغه کار حرام دی. د اسلامي شخصیې په کتاب کې ویل شوي: «هر هغه څه چې خلک ترې منع شي، پلور یې هم حرام دی.»
هغه څه چې الله سبحانه وتعالی یې خوړل منع کړي، لکه د مردار څاروي غوښه، داسې څه چې الله سبحانه وتعالی یې څښل منع کړي، لکه الکول، همدارنګه داسې څه هم شته چې الله سبحانه وتعالی یې عبادت منع کړی، لکه بوتان، الله سبحانه وتعالی د مسجمو شتون او جوړول هم منع کړي دي.
په شرعي متونونو، ایاتونو او حدیثونو کې د یادو مواردو حراموالی او منع یاد شوي دي. هغه څه چې الله سبحانه وتعالی په پیل کې حرام کړي، که هغه خوراکي توکي او یا هم د څښاک توکي وي، پلور یې هم د بیو حراموالي په دلیل منع دی.
جبر رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په نقل سره ویلي:
«إِنَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ حَرَّمَ بَيْعَ الْخَمْرِ وَالْمَيْتَةِ وَالْخِنْزِيرِ وَالْأَصْنَامِ. فَقِيلَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَرَأَيْتَ شُحُومَ الْمَيْتَةِ فَإِنَّهَا يُطْلَى بِهَا السُّفُنُ، وَيُدْهَنُ بِهَا الْجُلُودُ، وَيَسْتَصْبِحُ بِهَا النَّاسُ؟ فَقَالَ: لَا، هُوَ حَرَامٌ. ثُمَّ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ عِنْدَ ذَلِكَ: قَاتَلَ اللَّهُ الْيَهُودَ، إِنَّ اللَّهَ لَمَّا حَرَّمَ شُحُومَهَا جَمَلُوهُ ثُمَّ بَاعُوهُ فَأَكَلُوا ثَمَنَهُ» (بوخاري)
ژباړه: الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم د شرابو او هغو څارویو پلور حرام کړی چې هغه په طبیعي مرګ مړه شوي وي او همدارنګه د خوګ غوښه خوړل او د بوتانو عبادت یې هم حرام اعلان کړی دی. هغه پوښتنه وکړه: اې د الله سبحانه وتعالی رسوله! د هغو څارویو د غوړیو په تړاو څه وایئ چې په طبعیي مرګ مړه شوي وي، یعنې د دغو غوړیو کارولو، د پوستکي په غوړولو او د لامپونو لپاره له دغو غوړیو ګټه اخیستل څنګه دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نه دا حرام دي. ده زیاته کړه، الله سبحانه وتعالی پر یهودیانو لعنت ویلی! کله چې الله سبحانه وتعالی د داسې څارویو غوړ حرام وبلل، خو هغوی بیا هم هغه ویلي کړل، وروسته یې وپلورل او هغه بیې او پیسې یې چې ترې تر لاسه کولې، خوند یې ترې اخیست.
جَمَلُوهُ کلمه د ویلي کېدو په مانا ده.
له ابن عباس څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«قَاتَلَ اللَّهُ الْيَهُودَ ثَلَاثاً، إِنَّ اللَّهَ حَرَّمَ عَلَيْهِمُ الشُّحُومَ فَبَاعُوهَا وَأَكَلُوا أَثْمَانَهَا، وَإِنَّ اللَّهَ إِذَا حَرَّمَ عَلَى قَوْمٍ أَكْلَ شَيْءٍ حَرَّمَ عَلَيْهِمْ ثَمَنَهُ» [بخاري]
ژباړه: پر یهودیانو دې د الله تعالی لعنت وي! رسول الله صلی الله علیه وسلم درې ځلې دا وویل. الله سبحانه وتعالی هغوی ته د مړو شویو څارویو د غوړو کارول حرام اعلان کړي. دوی بیا هم هغه وپلورل او له هغو بیو یې خوند واخیست چې تر لاسه یې کړې. کله چې الله سبحانه وتعالی د خلکو لپاره د حرامو شویو څیزونو خوړل حرام اعلان کړل، نو بیې یې هم ورته حرامې اعلان کړې.
په هر حال، په دغسې ځای کې کار کول حرام دي.
۲. په داسې کمپنۍ کې په اداري برخه کې کار کول چې هلته د منع شوو توکو سوداګري کېږي، یا همدا توکي پکې شامل وي، دا مسله داسې واضح کېږي:
که مدیریتي کار په مستقیمه توګه د حرامو شویو توکو په پلور پورې اړوند وي، یعنې په داسې ځای کې کار کول چې هلته حرام شوي توکي تولید او یا پروسس کېږي او یا داسې نور، نو دغه مدیریتي کار حرام دی؛ ځکه دا د هغو حرامو توکو په کار پورې تړاو لري چې منع شوي دي.
خو که اداري کار په منع شویو توکو پورې اړوند نه و، یعنې په اداري کار کې د منع شویو توکو پلور شامل نه و، چې هغه ستا دنده وي او داسې نور کارونه. دغه اداري کار ستونزه نه لري، یعنې حرام نه دی. که څه هم داسې کمپنۍ وي چې سوداګري او تجارت یې حرام توکي وي. ځکه ته په دغه کمپنۍ کې منع شوی کار یا عمل نه ترسره کوې.
په هر حال، هر کس د خپل پر وړاندې مسوولیت لري.
نه یوازې له حرامو څخه ځان ساتل، بلکې د ځینو حلالو څیزونو په تړاو هم وېره شته چې حرام ورته نږدې وي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصابه وو رضی الله عنهما حرامو ته د نږدې کېدو له ډار څخه له ډېری مباحو لېرې کېدل. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«لَا يَبْلُغُ العَبْدُ أَنْ يَكُونَ مِنَ المُتَّقِينَ حَتَّى يَدَعَ مَا لَا بَأْسَ بِهِ حَذَراً لِمَا بِهِ البَأْسُ»
ژباړه: هېڅوک د مضرو او زیان رسوونکو څیزونو له خوشي کېدو پرته پرهېزګارۍ ته نه رسېږي.
له ترمذي څخه روایت دی چې دا حسن حدیث دی، ترمذي همدارنګه څرګنده کړې چې دا صحیح حدیث دی. له حسن بن علي څخه یې هم روایت دی، الله دې پر هغه رحم وکړي، چې ویلي یې دي: ما دا څه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یاد کړي او په ذهن کې مې ساتلي دي:
«دَعْ مَا يَرِيبُكَ إِلَى مَا لَا يَرِيبُكَ»
ژباړه: د هغه څه په اړه چې شکمن وئ، خوشي یې کړئ او هغه څه ته بیرته ور وګرځئ چې شک پکې نه وي.
پر دې سربېره، دا د پوښتنه کوونکي او د هغه د دین لپاره غوره ده چې په داسې کمپنیو کې له کار کولو څخه ځان وساتي او داسې دنده پیدا کړي چې د ژوند لپاره یې مناسبه او معاش یې هم ښه وي. الله سبحانه وتعالی هغه کسان ژغوري چې ترې ډارېږي:
(وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجاً * وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْراً) [طلاق:۲-۳]
ژباړه: هر کس چې تقوا غوره کړي، الله سبحانه وتعالی یې ژغوري. او هغه ته له داسې ځایه رزق ورکوي چې ګمان یې نه کېږي. هر څوک چې پر الله سبحانه وتعالی توکل وکړي، د هغه امر ومني، الله سبحانه وتعالی خپل فرمان پر ځای کوي او الله سبحانه وتعالی هر څه ته اندازه ټاکلې ده.
زه هیلهمند یم چې دا به بنسه وکړي او الله سبحانه وتعالی تر ټولو ښه پوه او حکیم دی.
ستاسو ورور عطا بن خلیل ابو الرشته
ژباړه: بهیر «ویاړ»