فلسطين: خطبة جمعة "أيها الأدالبة، استنصروا بجيش تركيا"
- خپور شوی په ویډیوګانې
لفضيلة الشيخ عصام عميرة (أبو عبد الله)
بيت المقدس، 12 ذو القعدة 1438هـ الموافق 04 آب/أغسطس 2017م
لفضيلة الشيخ عصام عميرة (أبو عبد الله)
بيت المقدس، 12 ذو القعدة 1438هـ الموافق 04 آب/أغسطس 2017م
للشيخ علي أبو أحمد
الجمعة، 12 ذو القعدة 1438هـ الموافق 04 آب/أغسطس 2017م
حوار مع الأستاذ علاء أبو صالح
عضو المكتب الإعلامي لحزب التحرير في الأرض المباركة - فلسطين
تقديم: الشيخ عدنان مزيان
السبت، 06 ذو القعدة 1438هـ الموافق 29 تموز/يوليو 2017م
للمزيد اضغط هنا
للشيخ محمد عايد (أبو عبد الله)
الجمعة، 05 ذو القعدة 1438هـ الموافق 28 تموز/يوليو 2017م
السبت، 13 ذو القعدة 1438هـ الموافق 05 آب/أغسطس 2017م
لمشاهدة السلسلة كاملة اضغط هنا
الكلمة الأسبوعية للدكتور مصعب أبو عرقوب
عضو المكتب الإعلامي لحزب التحرير في الأرض المباركة (فلسطين)
مسجد الاقصی او فلسطین به یوازې د یوه وسله وال پوځ په منظم جهاد آزاد شي
(ژباړه)
حزب التحریر- ولایه پاکستان د دغه هېواد په لویو ښارونو کې د بې رحمه او وحشي یهود دولت له اشغال څخه د فلسطین او مسجد الاقصی د آزادۍ لپاره لاریونونه وکړل. لاریون کوونکو له ځان سره بنرونه او شعارونه لېږدول چې پرې ليکلي وو: «د پاکستان اردو د فلسطین او مسجد الاقصی د آزادۍ لپاره تجهیز کړئ» او «فلسطین د امت موضوع ده، یوازې د فلسطین د خلکو موضوع نه ده».
د یهودو ناولي دولت په وار وار د فلسطین د مسلمانانو او مسجد الاقصی حرمت تر پښو لاندې کړی، خو لا هم د اسلامي هېوادونو واکمنان، سره له دې چې ځواکمن پوځ يې تر لاس لاندې دی، د دوی د آزادۍ لپاره ګام نه پورته کوي. له یهود دولت څخه د دغو جنایتکارو حاکمانو پټ او ښکاره ملاتړ، یهود هڅوي چې په ښکاره زموږ پر مقدساتو تېری وکړي او تر پښو يې لاندې کړي. د فلسطین مسلمانان له اسلام او مسجد الاقصی سره سخته مینه لري، که څه هم دوی تقریبا اویا کاله تر بې رحمه اشغال لاندې دي؛ خو د دوی دیني انګېزه کمزورې نه، بلکه لا پیاوړې شوې ده. دوی پوهېږي چې د مسلمانانو اوسني حاکمان به یې هېڅکله د ژغورنې لپاره کار ونه کړي، خو د دوی ایمان اجازه نه ورکوي چې د مسجد الاقصی حقارت ومني او د دې لپاره دوی د یهودو د مجهزو ځواکونو پر وړاندې په خالي لاس ولاړ دي.
د فلسطین د مسلمانانو قربانۍ او زړوره مبارزه به د فلسطین او مسجد الاقصی د آزادۍ لپاره هېڅکله بسنه ونه کړي، تر هغه چې مسلمان پوځونه د دوی ملاتړ ونه کړي. د مسلمانانو تاریخ پر دې حقیقت ګواهي ورکوي، چې کله به کفارو د فلسطین په ګډون د مسلمانانو ځمکه اشغال کړه، تل به اسلامي پوځونو ازادوله. حتی نن مسجد الاقصی او د فلسطین مسلمانان په دې تمه دي، چې د دغه عصر صلاح الدین ایوبي راشي او دوی یو ځل بیا آزاد کړي. کفار او د مسلمانانو حاکمان غواړي چې دغه موضوع یوازې د فلسطین د خلکو موضوع وښیي، نه دا چې دا د ټول اسلامي امت قضیه ده. دوی په دې چټي هیله دي چې د نړۍ مسلمانان ځانونه له دې موضوع جدا وبولي. که څه هم د مسجد الاقصی او فلسطین آزادي د یوه ځانګړي پوځ دنده نه، بلکه د ټول اسلامي پوځ دنده ده؛ ځکه چې دا موضوع د ټول امت موضوع ده.
څو چې د مسلمانانو پر سر دا حاکمان وي، اسلامي پوځ به هېڅکله بسیج نه شي. د اسلامي پوځونو لپاره دا اړینه ده چې د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره حزب التحریر ته په نصرت ورکولو د دغو خاینو حاکمانو جرړې وباسي. تر دې وروسته به راشد خلیفه د مسلمانانو سیمې او پوځونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر بیرغ لاندې یو ځای کړي. یوازې همدا وخت به نومړی شخصاً لوی او ځواکمن اسلامي پوځ د مسجد الاقصی او ټول فلسطین د آزادۍ لپاره رهبري کړي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری په رښتیا کړي، انشاءالله. په صحیح مسلم کې له ابو هریرة څخه روایت دی، چې روسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلي:
«لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يُقَاتِلَ الْمُسْلِمُونَ الْيَهُودَ، فَيَقْتُلُهُمُ الْمُسْلِمُونَ»
قیامت تر هغه نه راځي، تر څو مسلمانان له یهود سره ونه جنګېږي او مسلمانان به یهود ووژني.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه بل روایت کې فرمایي:
«تُقَاتِلُكُمُ يَهُودُ، فَتُسَلَّطُونَ عَلَيْهِمْ»
یهود به له تاسو سره جګړه وکړي او تاسو به ورباندې غالب شئ.
د حزب التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر، په ډېرې خوښۍ سره اعلان کوي چې د ۱۴۳۸هـ.ق، کال د ذولقعدې پر ۵ مه چې د ۲۰۰۱۷م کال د جولای له ۲۸ مې، د جمعې ورځې سره سمون لري، د راشده خلافت (Khilafah.net) وېبپانې په نوي ډېزاین په کار پیل وکړ.
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د دغې وېبپاڼې په اعلانولو سره له مهربانه الله سبحانه وتعالی څخه غوښتنه کوي چې له موږ سره د راشده خلافت په تاسیس کې مرسته وکړي، تر څو د اسلامي امت شان وشوکت او خوښي د ژوند د یوازینۍ طریقې په احیا کولو، چې د کایناتو خالق ورته غوره کړې او د عادل او صادق حاکم (چې له امت څخه وي) په رهبرۍ وساتل شي. هغه حاکم چې حوادث یې نهیلی نه کړی، له هېڅ دښمن سره معامله ونه کړي او له الله سبحانه و تعالی پرته له بل چا څخه د بري غوښتنه ونه کړي. په دې ډول، د الله سبحانه وتعالی وعده او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری، چې نښې نښانې یې راښکاره او وړانګې يې رانږدې شوی دي؛ د نبوت پر منهج د دویم ځل خلافت په تاسیس حقیقت پيدا کړي. دا کار د الله سبحانه وتعالی ته ستونزمن نه دی.
حزب التحریر چې له ۶۰ څخه د زیاتو کلونو راهیسې فعالیت کوي، د ټولو خنډونو، موانعو، د دښمن دسیسو او د خاینوو حکامو بې عدالتیو او ظلمونو نهیلی کړی نه دی. له خلکو غواړي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره لکه څنګه چې ده (صلی الله علیه وسلم) په مدینه منوره کې دولت تاسیس کړ، د دولت د بیا تاسیس لپاره مټې را ونغاړي. دغه حزب د شرعي منابعو پر اساس یو بې جوړې او د باور وړ اساسي قانون چمتو کړی او امت ته یې د یوې روښانه طرحې په توګه وړاندې کوي. که پلی شي، نو امت به د بشر په لاس د جوړ شویو قوانینو له تیارو څخه د اسلام او عدالت روښناییو ته را ستون کړي، هغه مهال به د دنیا او اخرت خوښي ورپه برخه شي.
حزب التحریر د الله سبحانه وتعالی په فضل او اراده او د جلیل القدر عالم عطا بن خلیل ابو رشته حفظه الله تعالی په لېوالتیا او غوښتنه له ټولو قانوني لارو چارو او شته وسایلو څخه ګټه اخلي او د یوې نوې پاڼې د ایجاد او خپرولو تقدیر کوي. په دې توګه په نوي ډيزاین د راشده خلافت وېبپاڼه اعلانوي، چې امت ته د خپلې خوښې مطالب ورسوي او سیاسي، فکري او فقهي بیانونه وړاندې کړي، تر څو د امت د حیاتي موضوع (د نبوت پر منهج راشده خلافت) په اړه پوهاوي را منځ ته کړي او امت د ګوډاګیو حکامو تر ولګې لاندې د جهل او سپکاوي له حالت څخه د رښتیني اسلام تر سیوري لاندې د پرمختګ او سر لوړۍ حالت ته را وباسي. رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته لاندې غوره وینا پرېښې ده، چې فرمایي:
«تَركتُكُم على بَيضاءَ نقية لَيلُها كنهارِها لا يَزِيغُ عنها إلاَّ هالِكٌ»
تاسې مې پر داسې روښانه لار پرېښودئ، چې شپه يې د ورځې په څېر ده. تر ما وروسته به له تاسو څخه له هغه چا پرته چې هلاک شوی، بل هېڅوک له دې لارې کوږ نه شي.
دا نوې جوړه شوې د خلافت (Khilafah.net) وېبپاڼه مسلمانانو ته د اسلامي دولت د تاسیس او سقوط څرنګوالی په ډاګه کوي او د هغه د بیا تاسیس د فرضیت او د تاسیس شرعي لارې په اړه معلومات وړاندې کوي. همدارنګه دا وېبپاڼه امت ته د خلافت دولت بڼه، نظام، بنسټ او تشکیل چې د حزب التحریر له لوري د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تګلارې سره سم، د دویم ځل (راشده خلافت) لپاره چمتو شوی، وړاندې کوي؛ چې د الله سبحانه وتعالی په اراده به ډیر ژر تاسیس کړل شي. دا وېبپاڼه خپلو لیدونکو ته د اسلام د حکمرانۍ نظام (خلافت) په اړه هر راز فکري کتابونه، سیاسي او فقهي لیکنې خپروي. پر دې سربېره دا وېبپاڼه د پرمختللې تکنالوژۍ په کارولو د حزب نشراتي خبرپاڼې، مجلې، د خپلو مهمو کړنو او فعالیتونو ارزونې، د خبرونو ټولګې او سیاسي شننې وړاندې کوي.
له مهربان الله سبحانه وتعالی څخه غوښتنه کوو، تر څو موږ ته لار ښوونه وکړي او دغه وېبپاڼه د نېکمرغۍ او د نور څراغ وګرځوي، څو خلکو ته د نېکۍ په لور لارښوونه وکړي. الله سبحانه وتعالی دې د دې وېبپانې مخلصو چلوونکو ته د خیر بدله ورکړي. هغه د بریا څښتن دی.
ډاکټر عثمان بخاش
د حزب التحریر، د مرکزي مطبوعاتي دفتر رییس