- مطابق
د هغې وحشیانه نسلوژنې پر وړاندې چې له ۱۷ میاشتو راهیسې روانه ده او د یهودي مجرم رژیم لخوا د محاصره شوې غزې پر بېوسلې مسلمانانو ترسره کېږي، چې تر دې دمه یې له ۱۷۰ زرو څخه ډېر مسلمانان شهیدان او ټپیان کړي دي، حزبالتحریر ـ ولايه ترکيه یو لړ لاریونونه ترسره کړل چې د ۲۰۲۵م کال د مارچ په ۱۸مه د سه شنبې په سهار یهودي مجرم رژیم ماتېدونکی اوربند مات کړ او د مسلمانانو د سیستماتیک قتل نوې لړۍ یې پیل کړه، چې ډېری قربانیان پکې ښځې، ماشومان او سپینږیري دي.
لاریونونه تر دغه سرلیک لاندې ترسره شول:
«بس ده... پوځونه دې اقصی ته لاړ شي!»
دغه جنایتکار رژیم د خپلو بمباریو او هدفيوژنو لړۍ بیاځل پیل کړه، چې داځل یې تر اوسه یې تر ۵۰۰ زیات مسلمانان شهیدان کړي، چې ډېری یې ښځې، ماشومان او سپینږیري دي.
د دغو فعالیتونو ګډونوالو له اسلامي پوځونو وغوښتل چې سمدستي حرکت وکړي، د مبارکې خاورې (فلسطین) مسلمانانو ته نصرت ورکړي او د اقصی مسجد او له نیل څخه تر بحره پورې ټول اشغال شوی فلسطین د یهودي قاتلانو له ککړتیا پاک کړي.
۱۴۴۶هـ.ق کال د رمضان ۲۶مه
۲۰۲۵م کال د مارچ ۲۶مه
- د مبارکې خاورې (فلسطین) د مسلمانانو د نصرت د فعالیتونو یوه برخه -
https://domainnomeaning.com/pa/index.php/dawahnews/%D8%AA%D8%B1%DA%A9%DB%8C%D9%87/4665#sigProId37ab6afe47
- د فعالیتونو هشتګونه -
#طوفان_الأقصى
#الجيوش_إلى_الأقصى
#الأقصى_يستصرخ_الجيوش
#AksaTufanı
#OrdularAksaya
#ArmiesToAqsa
#AqsaCallsArmies
د لازیاتو معلوماتو لپاره د حزبالتحریر ولایه ترکیې لاندې پاڼې وګورئ:
د حزب التحریر ولایه ترکیې وېبپاڼه
د حزب التحریر ولایه ترکیې فېسبوکپاڼه
د حزب التحریر ولایه ترکیې اکسپاڼه
د حزب التحریر ولایه ترکیې انستاګرام
د حزب التحریر ولایه ترکیې یوټیوب