- مطابق
- Written by Abdulkarim
- Be the first to comment!
- font size decrease font size increase font size
د حزب التحرير ولاية تونس د خلافت کلنی کنفرانس
«د دولت ملت ناکامي او د خلافت دولت لومړیتوب»
حزب التحرير ولاية تونس د ۲۰۲۵م کال د اپرېل په ۲۶مه، د تونس په پلازمېنه کې د سکرې څلور لارې ته نږدې د کنفرانسونو په تالار کې خپل کلنی د خلافت کنفرانس تر سره کړ، چې عنوان یې دا و:
«د دولت ملت ناکامي او د خلافت دولت لومړیتوب»
په دې کنفرانس کې د تونس له بېلابېلو سیمو څخه ګڼ شمېر نارینه او ښځینهو ګډون کړی و. د کنفرانس لپاره ځانګړې شوې دوه تالارونه له ګډونوالو ډک وو.
کنفرانس د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت سره پیل شو چې استاد محمد علي العوني تلاوت کړل.
وروسته استاد محمد بوعزيز وینا وکړه چې عنوان یې دا و: «د دولت-ملت ناکامي... تونس یوه بېلګه»، او بیا استاد طاهر نصر "په اسلام کې د حکومتي نظام مهمې ځانګړتیاوې" تر سرلیک لاندې خپله وینا ترسره کړه.
ورپسې استاد ابراهیم الشاطر «په خلافت دولت کې د تعلیمي سیاست» تر سرلیک لاندې او بیا استاد طارق رافع «په اسلام کې د اقتصادي نظام ځانګړتیاوې» تر سرلیک لاندې خپلې ویناوې ترسره کړې.
استاد عمر العربي هم د «په خلافت دولت کې د بهرني سیاست» تر عنوان لاندې خپله وینا وکړه.
کنفرانس د استاد نجم الدین شعیبن لخوا د نتنیاهو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې له یوه ټکان ورکوونکي پیغام سره پای ته ورسېد.
د کنفرانس په ترڅ کې ګډونوالو داسې شعارونه پورته کړل: «نتنیاهو، واوره زموږ خلافت بیاراځي»، «خلافت، خلافت، خلافت» او نور.
حزب التحرير ولاية تونس د دولت-ملت د ناکامۍ او فاسدو قوانینو افشا کولو ته دوام ورکوي، او همدارنګه د خلافت دولت تفصیلي پروژه خلکو ته وړاندې کوي.
دې کنفرانس په ټولنیزو رسنیو کې پراخ انعکاس درلود او د تونس د خلکو ترمنځ د بحث موضوع وګرځېد.
په ورته مهال کې هغو کسانو چې ځانونه یې «متمدن» ګڼل، هڅه یې وکړه چې د حزب التحرير او د هغه متمدنه پروژه بدنامه کړي، خو د تونس ډېری خلکو د حزب التحرير د وړاندې شوي متمدنې پروژې په هکله مثبت لیدلوری درلود. دا د دې ښکارندويي کوي چې د تونس خلک د خپلې اسلامي عقیدې او اصالت سره وفادار دي.
په تونس کې د حزبالتحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر استازی
۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال ۲۸مه
۲۰۲۵م کال د اپرېل ۲۶مه
د کنفرانس نېټه: ۲۰۲۵م کال د اپرېل ۲۶مه
د کنفرانس ځای: د کنفرانسونو تالار، متفرق سکره، پلازمینه تونس
د کنفرانس سرلیک: «د دولت ملت ناکامي او د خلافت حتمي اړتیا»
د حزبالتحریر ولایه تونس مرکزي مطبوعاتي دفتر مندوب
۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال ۲۸مه
۲۰۲۵م کال د اپرېل ۲۶مه
د کنفرانس ویډیو
https://vimeo.com/event/5086344
https://domainnomeaning.com/pa/index.php/%D8%AF-%D8%AD%D8%B2%D8%A8-%D9%81%D8%B9%D8%A7%D9%84%DB%8C%D8%AA%D9%88%D9%86%D9%87/%DA%A9%D9%86%D9%81%D8%B1%D8%A7%D9%86%D8%B3%D9%88%D9%86%D9%87/4677#sigProId2a346be515
د خلافت کلني کنفرانس ته بلنه
لومړۍ بلنه
دویمه بلنه
د خلافت د کلني کنفرانس د بلنې ویډیو
- د کلني کنفرانس هشتګونه -
#أقيموا_الخلافة
#كيف_تقام_الخلافة
ReturnTheKhilafah#
#YenidenHilafet
#خلافت_کو_قائم_کرو
#TurudisheniKhilafah
د لازیاتو معلوماتو لپاره د حزبالتحریر ولایه تونس پاڼې وګورئ:
د حزبالتحریر ولایه تونس رسمي وېبپاڼه
د تحریر جریدې رسمي وېبپاڼې
د تحریر جریدې فېسبوکپاڼه
Latest from Abdulkarim
- د الرایه جریدې د ۵۴۵مې ګڼې مهم سرلیکونه
- حزبالتحریر ولایه ترکیه د غزې لوی کنفرانس
- حزبالتحریر ولایه لبنان د لاریون راپور «له بیروته تر غزې: اې د امت پوځونو! د الله انصار شئ!»
- حزبالتحریر ولایه پاکستان غزې ته د نصرت لپاره د مسلمانانو پوځ ته اړتیا ده، نه «یوازني لېوانو» ته!
- خلافت به خامخا راځي؛ هغه که په قدرت او سرلوړۍ وي اوکه په کمزورۍ او خوارۍ! (ژباړه)