هجری قمری نېټه : 5 شوال 1446
میلادی نېټه : پنج شنبه, 03 اپریل 2025 م
مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
یهودي رژیم په دوامداره توګه مصر د کمپ ډیویډ تړون د نظامي ضمیمې د سرغړونې په تور تورنوي او غوښتنه کوي چې هغه نظامي تاسیسات لرې کړل شي چې د مصر پوځ په سینا صحرا کې جوړ کړي دي. یاد تورونه د دغه رژیم د دوامداره هڅو په چوکاټ کې راځي چې غواړي پر اسلامي امت خپل تسلط ټینګ کړي او خپل واک پرې وساتي. په حقیقت کې، دا د هغې ژورې اندېښنې انعکاس دی چې دوی یې د مصر د سیاسي معادلو د بدلون له امکانه لري؛ که دا د حاکم نظام د سقوط په صورت کې وي او یا د پوځ د کنټرولولو په برخه کې د دغه نظام د ناکامۍ له امله. نو دغه رژیم هڅه کوي چې له وړاندې د هر هغه قوي ځواک مخه ونیسي چې په راتلونکي کې ورسره مخامخ کېدای شي، ترڅو یوه ورځ مخلص کسان پر مصر حاکم نه شي او د لوبې اصول بدل نه کړي.
اې د کنانه زامنو، اې د امت کلکې کلا او ډاله! یهودي رژیم لا هم د غرور او وهم په ګرداب کې لاس او پښې وهي او فکر کوي چې مصر او د مصر خلک به تل د ذلت او تسلیمۍ د تړونونو په زنځیرونو کې اسیر پاتې شي؛ هغه تړونونه چې د مسلمانانو لپاره یې له خوارۍ او ذلت پرته بل څه نه دي راوړي او یهودي رژيم خپلو توسعهطلبیو او تېري ته دوام ورکړی دی.
د دغه رژیم پرلهپسې بې شرمۍ، د مصري سرتېرو له قصدي وژنې او د "غیر عمدي تېروتنې" په پلمه یې توجیه کولو څخه نیولې، بیا د سینا د نظامي تاسیساتو د لرې کولو په اړه بې باکه غوښتنو او نورو نړیوالو فشارونو پورې، دا ټول د دې ښکارندوی دي چې دغه رژیم یوازې د زور په ژبه پوهېږي او یوازې په زور کنټرولېدای شي.
هو، نن چې څه تېرېږي تصادفي پېښه نه ده، بلکې د تسلط او باج اخیستنې د اوږدې لړۍ یوه کړۍ ده؛ د یوه پخواني پلان دوام دی چې موخه یې په زنځیرونو کې د مصر ساتل او د امت د ساتونکي او د فلسطین د سپېڅلې خاورې د مدافع په توګه د هغه د طبیعي رول مخنیوی دی.
یهودي رژیم، د غرب په ملاتړ، غواړي مصر د هغه ذلیلانه تړون په بند کې وساتي چې پوځ یې فلج کړی او سینا صحرا یې له هر ډول ځواکه خالي کړې ده؛ هغه ځواک چې د معادلو د بدلون په صورت کې د دغه جعلي رژیم لپاره جدي ګواښ کېدای شي.
اوس اساسي پوښتنه دا ده: ایا مصر باید لا هم د دغو ظالمانه تړونونو په زنځیرونو کې پاتې شي؟ ایا د کنانه زامن به دا ومني چې یو غاصب دښمن د دوی برخلیک وټاکي او پر دوی فشار راوړي چې په خپله خاوره کې څه وکړي او څه ونه کړي؟ او که په مصر کې لا هم ازاد، قوي او هوښیار کسان شته چې ښه پوهېږي چې د تسلیمۍ دور پای ته رسېدلی دی؟ مصر یوه عادي خاوره نه ده، بلکې د امت زړه، کلا او د اسلام کلک سنګر دی.
اې د کنانه زامنو! په مصر کې د یهودي رژیم لاسوهنې په خلا کې نه پېښېږي، بلکې د یوه غربي پلان په چوکاټ کې دي چې موخه یې په سیمه کې د اشغال پښې ټینګول او د منځني ختیځ د مسلط قدرت په توګه د یهودي رژيم د ځای نيونې تضمینول دي. خو دغه ناوړه پلان یوازې هغه وخت بریالی کېدای شي چې اسلامي امت د غفلت په خوب ویده پاتې شي او شته وضعیت ومني. خو که ویښ شي او اسلام بېرته حاکم شي، نو دغه غاصب رژیم به له شک پرته له منځه ولاړ شي، ان شاء الله!
اې د کنانه خلکو! اسلام هیڅکله له موږ نه دي غوښتي چې د خپلې خاورې د دفاع لپاره د نړیوالو قدرتونو اجازه وغواړو. د امت امنیت یې د دښمنانو له رضایت سره مشروط کړی نه دی، بلکې موږ ته یې امر کړی چې عزتمن او قوي اوسو؛ په داسې ډول چې هیڅ دښمن زموږ پر وړاندې د تېري جرات ونه کړي او هیڅ پردی زموږ د مقدساتو سپکاوی ونه کړي.
خو څومره خواشینوونکې ده چې نن موږ ګورو یهودي رژیم پر مصر بې باکي کوي، په داسې حال کې چې د مصر پوځ دا وړتیا لري چې دغه رژیم له نړۍ محوه کړي؛ خو په داسې زنځیرونو کې بند دی چې د غرب د استعمار له تحمیل پرته بله توجیه نه لري.
اې د کنانه د پوځ زامنو، اې د عقیدې ساتونکو او د خاورې مدافعانو! ایا د دې وخت نه دی رارسېدلی چې له دغو ذلیلوونکو بندونو خلاص شئ؟ ایا د دې وخت نه دی رارسېدلی چې د صلاحالدین په څېر راپورته شئ؟ هغه چې بیتالمقدس یې د صلیبیانو په لاس کې نه شو زغملی؛ نو امت یې راټول کړ، وسايل یې برابر کړل او دا سپېڅلې خاوره یې ازاده کړه!
نن ورځ، د فلسطین سپېڅلې خاوره له تاسو مرسته غواړي او د غزې خلک ستاسو د سترګو پر وړاندې قتلعام کېږي. یهودي رژیم نه یوازې پر وژنو بسنه نه کوي، بلکې غواړي تاسو پر ګونډو او خوار کړي. ایا دا خواري به ومنئ؟ او که به د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره په غوسه شئ، د خوارۍ او ذلت ګردونه به له اوږو وڅنډئ، د خاینانو او مزدورانو لاس به لنډ کړئ او د عزت او بریا لاره به غوره کړئ؟
اې زړورو، ستاسو دنده د باطلو او تحمیلي تړونونو ساتنه نه ده؛ بلکې ستاسو مسولیت د امت ساتنه، د تېریو پر وړاندې دفاع او له یهودي غاصب څخه د فلسطین سپېڅلې خاورې ازادول دي. مصر یوازې هغه وخت کرامت ته رسېدای شي چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد وکړي او یوازې هغه وخت به عزتمن شي چې د کمپ ډیویډ زنځیرونه مات کړي او له غربي تړاوه ازاد شي.
اې د مصر ازادي غوښتونکو! یهودي رژیم، له خپل تکبر او غرور ښودنې سره سره، نن ورځ په خپل تر ټولو کمزوري حالت کې دی. وېرې او اضطراب نیولی او ښه پوهېږي چې په دغې خاوره کې د هغه پردی او غاصب وجود د مسلمانانو د کمزورۍ او تفرقې په دوام پورې تړلی دی. خو دغه رژیم پر دې هم پوهېږي چې که اسلامي امت متحد او صفونه یې یو شي، نو نابودي یې حتمي ده.
نو ایا تاسو به د دغه ستر بدلون پیلوونکي نه یاست؟ ایا خاموش به پاتې شئ، په داسې حال کې چې یهود ستاسو د نظامي ځواک د نابودۍ غوښتونکي دي؟ او که به له خپل شان سره سم راپورته شئ او د دغه غاصب دښمن پر وړاندې به د "بس دی!" ناره پورته کړئ؟
حللاره په زارۍ او خبرو اترو کې نه ده، بلکې په جدي خوځښت کې ده چې امت خپل واقعي مقام ته ورسوي؛ یو قوي امت، چې اسلام پرې حاکم وي او له عدالت او رحمت سره د نړۍ په مشرۍ کې مخکښ وي. دا یوازې د نبوت پر منهج راشده خلافت په بیا راګرځولو سره ممکنېږي؛ هغه خلافت چې د مسلمانانو صفونه یو کوي او له لاسه وتلی قوت بېرته راوګرځوي. نو تاسو یې د بیرغ سرتېري شئ؛ د خپل دین نصرت ته راپورته شئ، که کمزوري وکړئ، تاریخ به رحم درباندې ونه کړي.
اې د کنانه خلکو! دا یوه برخلیک ټاکونکې شیبه ده. یا به د یهودي رژیم پر وړاندې درېږئ او مصر ته به عزت بېرته راوړئ او یا به په زنځیرونو کې پاتې شئ او ترخې پایلې به یې ووینئ.
هسې نه داسې ورځ راشي چې تاریخ ستاسو چوپتیا او خاموشي ذلت ولیکي او راتلونکي نسلونه ستاسو بې پروايي خیانت وګڼي. نن هغه وخت دی چې د الله سبحانه وتعالی تقوا خپل ډال وګرځوئ، د مظلوم غږ خپل غږ وګڼئ او د دین په لار کې، غیرت او نهضت له لاسه ور نه کړئ. هر ګام چې اخلئ، وګورئ چې دا د امت په ګټه دی او که یې پر ضد او زیان؟ ایا د دین د مرستې په لاره کې دی که يې د خذلان په لار کې؟ د هغه چا پر حال افسوس دی چې د قیامت په ورځ په داسې حال کې راپورته شي چې دین ته یې نصرت نه وي ورکړی!
خو موږ پوهېږو چې په تاسو کې ډیر خیر نغښتی دی، تاسو یوازې پر عزت راضي یاست او یوازې پر بریا قناعت کوئ. یوه ورځ به راشي چې دې شېبې ته به بېرته وګورئ او پر خپل ځان به وویاړئ چې د حق لاره مو غوره کړه او تر نصرت او تمکین پورې پرې ثابت قدمه پاتې شوئ.
﴿وَلَیَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن یَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ﴾ [حج: ۴۰]
ژباړه: «الله تعالی به هرو مرو د هغو کسانو مرسته وکړي، چې د هغه تعالی (د دین) مرسته وکړي. الله تعالی ډېر زورور او برلاسی دی.»
د حزب التحريرـ ولایه مصر مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۶ هـ.ق کال، د شوال ۵مه
۲۰۲۵م کال، د اپرېل ۳مه
د صدور ګڼه: ۲۷/ ۱۴۴۶
ژباړن: اسرار تکل