شنبه, ۰۵ ذیقعده ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۵/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     28 شوال 1446

میلادی نېټه :     شنبه, 26 اپریل 2025 م

شمېره:      ۱۵/۱۴۴۶


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
حزب‌التحریر ولایه لبنان د لاریون راپور «له بیروته تر غزې: اې د امت پوځونو! د الله انصار شئ!»

د حزب‌التحریر ولایه لبنان د بلنې په ځواب کې، د جمعې تر لمانځه وروسته، د ۲۰۲۵م د اپرېل پر ۲۵مه، سلګونه ځوانانو او د حزب انصارو په بیروت کې د محمد الامین جومات مخې ته لاریون وکړ.

دا لاریون تر دغه سرلیک لاندې ترسره شو:

«له بیروته تر غزې: اې د امت پوځونو! د الله انصار شئ

په لاریون کې شعارونه پورته کړل شول چې د اسلامي پوځونو د خوځېدو، د ظالمو واکمنانو د نسکورېدو، او د غزې د نصرت لپاره د جهاد او وسله‌وال مقاومت غوښتنه یې کوله؛ ګډونوالو دا شعارونه پورته کړل:

  • «موږ شندنه او غندنه نه غواړو، موږ نوی خیبر غواړو
  • «اې د مسلمانانو پوځونو! د دین نصرت ته راپورته شئ
  • «امت غواړي چې جهاد اعلان شي

په لاریون کې د حزب‌التحریر غړي استاد احمد العبدالله یوه اغېزناکه وینا وکړه. هغه د مسلمانانو پر پوځونو غږ وکړ چې د هغو اسلافو لار تعقیب کړي چې د دین د نصرت لپاره راپورته شوي وو او روښانه یې کړه چې د غزې او د ټول فلسطین قضیه یوه اسلامي قضیه ده، چې یوازې د جهاد او د پوځونو د حرکت له لارې حل کېدلی شي.

هغه په خپلو خبرو کې دا ټینګار وکړ چې د یهودو د اشغال پای ته رسول د ظالمو حکامو په نسکورولو، د مسلمانانو په یووالي، د خلافت په اقامې او د پوځونو په یوځای حرکت کولو سره عملي کېږي او د نتنياهو دا څرګندونه چې "یهود به د مدیترانې پر ساحل د خلافت جوړېدل ونه مني" بې‌ارزښته ده، ځکه د خلافت اقامه د مسلمانانو شرعي فرض دی، او دا د الله وعده ده چې هېڅوک به یې مخه ونه‌نیسي.

د لاریون په ترڅ کې داسې لیکنې هم وویشل شوې چې د غزې د نصرت د وجوب په اړه سپیناوی پکې شوی و.

 

د حزب‌التحریر ولایه لبنان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې