دوشنبه, ۲۳ شوال ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۴/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     13 شوال 1446

میلادی نېټه :     جمعه, 11 اپریل 2025 م

شمېره:     


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
حزب‌التحریر ولایه تونس د آزادۍ لاریون – «غزه داسې پوځونو ته اړتیا لري چې واکمنان نسکور او جهاد اعلان کړي!»

د ۱۴۴۶هـ .ق کال د شوال په ۱۳مه چې د ۲۰۲۵م کال د اپرېل له ۱۱مې سره سمون لري، د جمعې تر لمانځه وروسته د تونس له فتح جومات څخه حزب‌التحریر ولایه تونس د اهل‌التونس الزیتونه په بلنه د فلسطین او مسجد اقصی د نصرت په موخه یو ستر لاریون ترسره کړ، لاریون تر دې سرلیک لاندې ترسره شو:

«غزه داسې پوځونو ته اړتیا لري چې واکمنان نسکور او جهاد اعلان کړي

په دې لاریون کې د تونس زرګونو مسلمانانو ګډون کړی و، چې د پلازمېنې تر مرکزي واټونو هخوا د «شارع الثورة» واټ ته ورسېدل.

د لاریون پر مهال یو د پام وړ شعار دا و:

«۵۱،۶۰۰ شهیدان – ۱۸،۰۰۰ ماشومان – ۱۲،۰۰۰ ښځې... نو اې د مسلمانانو پوځونو! تاسو څه کوئ؟»

لسګونه نور شعارونه هم پورته شوي وو چې د اسلامي هېوادونو پوځونه یې د فلسطین د مظلومو وروڼو د نصرت لپاره راوبلل. ګډونوالو داسې شعارونه تکرارول:

  • «امت غواړي چې جهاد اعلان شي
  • «امت غواړي چې عرشونه ونړېږي
  • «امت غواړي چې پولې ماتې شي

دا ټول شعارونه د پوځونو افسرانو او سرتېرو ته مستقیم پیغامونه وو چې هغوی د غزې د مستضعفو مسلمانانو پر وړاندې خپل شرعي مسؤولیت ته پام وکړي.

لاریون په یوه وینا پای ته ورسېد چې د حزب‌التحریر یو تن ځوان غړي وړاندې کړ او د اسلامي پوځونو پر وجیبه ې ټینګار وکړ، تر څو د ظالمو واکمنانو تر نسکورېدو وروسته، د فلسطین د نصرت لپاره وخوځیږي.

یاد لاریون د حزب‌التحریر ولایه تونس نږدې اویایمه فعال لاریون دی چې د غزې د مسلمانانو د روانې نسل‌وژنې پر ضد یې تنظیم کړی. دا لړۍ ثابته کړه چې حزب‌التحریر ولایه تونس د فلسطین له خلکو سره پر خپل عهد ولاړ دی او د الله له وعدې او د رسول الله ﷺ له زېري سره سم د اسلامي حکومت - خلافت - د اقامې په دعوت کې پر خپله لاره روان دی.

په حزب‌التحریر ولایه تونس کې د مرکزي مطبوعاتي دفتر استازی

۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال ۱۳مه

۲۰۲۵م کال د اپرېل ۱۱مه

 

ویډیو

 

 

له لاریون څخه انځورونه

 

 

د فعالیتونو هشتګونه


#طوفان_الأقصى

#الجيوش_إلى_الأقصى

#الأقصى_يستصرخ_الجيوش

#AksaTufanı

#OrdularAksaya

#ArmiesToAqsa

#AqsaCallsArmies

 

د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندې پاڼې وګورئ:

 

د حزب‌التحریر ولایه تونس رسمي وېب‌پاڼه

د حزب‌التحریر ولایه تونس فېسبوک‌پاڼه

د تحریر جریدې رسمي وېب‌پاڼه

د تحریر جریدې فېسبوک‌پاڼه

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې