پنجشنبه, ۰۳ ذیقعده ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۵/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

«صلُّوا بالليل والناس نيام، تدخلوا الجنة بسلام» «د شپې لخوا لمونځ وکړئ، په داسې حال کې چې خلک ویده وي، ترڅو په ارامۍ جنت ته لاړ شئ!»

  • خپور شوی په تثقیفي

(ژباړه)

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت د شپې قیام ته تشویق کړی؛ دلیل یې هغه فضایل، خیراتونه، برکتونه او رحمتونه دي، چې په هغه کې نغښتي دي. د شپې قیام د دعاګانو د قبلېدو، د اړتیاوو د پوره کېدو، د نارغیو د له منځه تلو او د ښېګڼو او کرامتونو د دروازو د پرانیستو لامل کېږي...

له مغیره بن شعبه رضي الله عنه څخه نقل شوی، چې فرمایي:

«قام النبي حتى تورمت قدماه، فقيل له: قد غفر الله لك ما تقدَّم من ذنبك وما تأخَّر ؟ قال : «أفلا أكون عبدًا شكورًا!» (رواه البخاري او مسلم او النسائي)

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم د شپې دومره قيام وکړ، چې مبارکې پښې يې وپړسېدلې. يو چا ورته وويل: الله سبحانه وتعالی ستاسو تېر او راتلونکي ټول ګناهونه بښلي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځواب کې وایي؛ ایا د الله شکر کوونکی بنده نه شم؟!

له ابو هریره رضي الله عنه څخه نقل شوی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«أفضل الصيام بعد رمضان شهر الله المُحرَّم، وأفضل الصلاة بعد الفريضة صلاة الليل» (رواه مسلم وأبو داود، والترمذي، والنسائي وابن خزيمة في صحيحه(

ژباړه: تر ټولو غوره روژه له رمضان میاشت وروسته د الله په میاشت (محرم) کې روژه ده او تر ټولو غوره لمونځ له فرض لمانځه وروسته د شپې لمونځ دی.

له عبدالله بن سلام رضي الله څخه نقل شوی، چې فرمایي:

«أول ما قدم رسول الله المدينة، انجفل الناس إليه، فكنتُ فيمَن جاءه، فلما تأملتُ وجهَه، واستبنتُه عرفت أن وجهه ليس بوجه كذَّاب، قال: فكان أول ما سمعتُ من كلامه أن قال: «أيها الناس أفشوا السلام، وأطعموا الطعام، وصلوا الأرحام، وصلُّوا بالليل والناس نيام تدخلوا الجنة بسلام» (رواه الترمذي)

ژباړه: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته داخل شو، خلک د هغه په لوري راټول شول او زه هم یو له هغو کسانو څخه وم، چې د هغه خوا ته لاړم. کله مې چې د هغه مخ ته وکتل او په دقیق ډول مې تر نظر تېر کړ، نو پوه شوم چې څېره یې د دروغجن نه وه. لومړۍ خبره چې له هغه څخه مې واورېده، دا وه چې ویې فرمایل: «اې خلکو، سلام په خپلو منځو کې خپور کړئ، یو بل ته ډوډۍ ورکړئ، رحمونه وصل کړئ (صله‌رحم وکړئ) او د شپې لخوا لمونځ وکړئ، ځکه دا مهال خلک ویده وي، ترڅو په ارامۍ سره جنت ته داخل شئ.

سعید بن مسیب وایي: «هغه کس چې شپه په ویښه تېروي، الله سبحانه وتعالی یې څېره داسې نوراني کوي، چې هر مسلمان به یې خوښوي. ان هغه کس چې دی به یې لا لیدلی نه وي، خو وایي به: دا کس مې خوښېږي. کله چې له حسن بصري څخه وپوښتل شول: «د هغو کسانو څېرې ولې ډېرې ښایسته وي، چې شپه په ویښه تېروي؟» هغه په ځواب کې وویل: «ځکه هغوی له الله سبحانه وتعالی سره خلوت کوي او الله سبحانه وتعالی په خپل نور سره هغوی ته پوښښ ورکوي.»

له معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«ما من مسلم يبيت طاهرًا، فيتعار من الليل، فيسأل الله خيرًا من أمر الدنيا والآخرة إلا أعطاه الله إياه » (رواه أبو داود، ورواه النسائي، وابن ماجة(

ژباړه: هر مسلمان چې شپه په پاک حالت کې تېره کړي او په شپه کې راپورته شي او له الله سبحانه وتعالی څخه د دنیا او آخرت د مرستې غوښتنه وکړي، نو الله سبحانه وتعالی به یې غوښتنه پرځای کوي.

له جابر رضي الله عنه څخه نقل شوی چې هغه وویل: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې ویې فرمایل:

«إن في الليل لساعة لا يوافقها رجل مسلم يسأل الله خيرًا من أمر الدنيا والآخرة إلا أعطاه إياه، وذلك كل ليلة» (رواه مسلم)

ژباړه: په شپه کې یو ځانګړی ساعت دی، چې هر مسلمان په هغه ساعت کې له الله سبحانه وتعالی څخه د دنیا او آخرت د مرستې غوښتنه وکړي، الله سبحانه وتعالی حتمي د هغه غوښتنه پوره کوي او دا ساعت په هره شپه کې شته دی.

له عقبه بن عامر رضي الله عنه څخه نقل شوی، چې وایي: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې ویې فرمایل:

«الرجل من أمتي يقوم من الليل يعالج نفسه إلى الطهور، وعليه عُقَد، فإذا وضَّأ يديه انحلت عقدة، وإذا وضّأ وجهه انحلت عُقدة، وإذا مسح رأسه انحلَّت عُقدة، وإذا وضَّأ رجليه انحلت عقدة، فيقول الله عز وجل للذين وراء الحجاب : انظروا إلى عبدي هذا يُعالج نفسه يسألني، ما سألني عبدي هذا فهو له» (رواه أحمد وابن حبان في صحيحه، واللفظ له)

ژباړه: زما له امت څخه هر کس چې په شپه کې راپورته شي او ځان د اوداسه لپاره چمتو کړي، پر هغه پورې غوټې تړل شوې وي؛ کله چې خپل لاسونه مینځي، یوه غوټه پرانیستل کېږي، کله چې خپل مخ مینځي، بله غوټه پرانیستل کېږي، کله چې خپل سر مسحه کوي، بله غوټه پرانیستل کېږي او کله چې خپلې پښې مینځي، ټولې غوټې یې پرانیستل کېږي. وروسته الله تعالی د پردې تر شا پرښتو ته فرمایي: زما بنده ته وګورئ چې ځان سختۍ ته ورکوي او له ما څخه غوښتنه کوي، نو هغه څه چې زما بنده یې له ما وغواړي، هغه به ورته چمتو وي.

له ابو امامه باهلي رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«عليكم بقيام الليل؛ فإنه دأب الصالحين قبلكم، وقُربة إلى ربكم ومكفرة للسيئات ومنهاة عن الإثم» (رواه الترمذي)

ژباړه: پر تاسو د شپې قیام دی (د شپې د قیام لپاره بېړه وکړئ)؛ ځکه دا عمل له تاسو وړاندې د نېکو خلکو تګلاره وه او ستاسو رب ته د نږدې کېدو، د ګناهونو د کفارې او له ګناه څخه د ګرځېدو وسیله ده. 

له عبدالله بن عمرو بن عاص رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«أحب الصلاة إلى الله صلاة داود، وأحب الصيام إلى الله صيام داود؛ كان ينام نصف الليل، ويقوم ثلثه، وينام شدسه، ويصوم يومًا، ويُفطر يومًا» (رواه البخاري ومسلم وأبو داود، والنسائي، وابن ماجة)

ژباړه: د الله سبحانه وتعالی په نزد تر ټولو غوره لمونځ د داود علیه‌السلام لمونځ دی او د الله سبحانه وتعالی په نزد تر ټولو غوره روژه د دواد علیه‌السلام روژه ده. هغه به د شپې تر نیمایي ویده کېده، د شپې یو پر درېیمه برخه کې به یې قیام کاوه او وروسته د شپې یو پر شپږمه برخه کې به ویده کېده. هغه به یوه ورځ روژه نیوله او یوه ورځ به یې روژه ماتوله.

له ابو هریره او ابو سعید رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إذا أيقظ الرجل أهله من الليل فصليا، أو صلى ركعتين جميعًا، كُتبا في الذاكرين والذاكرات» (رواه أبو داود)

ژباړه: هر کله چې یو کس د شپې مهال خپله مېرمن راویښه کړي او دواړه لمونځ وکړي یا هر یو دوه رکعته لمونځ وکړي، د ذکر ویونکو نارینه او ښځو په ډله کې به وشمېرل شي.

له سهل بن سعد رضي الله عنهما څخه نقل شوی دی، چې وایي:

جاء جبريل إلى النبي صلى الله عليه وسلم فقال: «یا محمد، عش ما شئت فإنك ميت، واعمل ما شئتَ فإنك مجزي به، وأحبب من شئت فإنك مفارقه، واعلم أن شرف المؤمن قيام الليل، وعزّه استغناؤه عن الناس» (رواه الطبراني في الأوسط)

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته جبراییل راغی او ویې ویل: «اې محمد! هر څومره چې غواړې ژوند وکړه، خو پوه شه چې په پای کې به وفات کېږې؛ هر څومره چې غواړې عمل وکړه، خو پوه شه چې د هغه پر اساس به جزا درکول کېږي؛ له هر چا سره چې دوستي غواړې، خو پوه شه چې له هغه څخه به بېل شې او پوه شه چې د مومن شرف د شپې په قیام کې او عزت یې له خلکو څخه په بې‌نیازۍ کې دی.

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«أشرافُ أمتي حملة القرآن، وأصحاب الليل» (رواه ابن أبي الدنيا، والبيهقي(

ژباړه: زما د امت تر ټولو شریف خلک د قرآن لېږدوونکي او د شپې ویښ پاتې کېدونکي دي.

له ابو درداء رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«ثلاثة يُحبُّهم الله ويضحك إليهم، ويستبشر بهم: الذي إذا انكشفت فئة قاتل وراءها بنفسه لله عز وجل: فإما أن يُقتل، وإما أن ينصره الله عز وجل ويكفيه، فيقول: انظروا إلى عبدي هذا كيف صبر لي بنفسه؟ والذي له امرأة حسنة، وفراش لين حسن، فيقوم من الليل، فيقول: يذَرُ شَهوته ويذكرني، ولو شاء رقد. والذي إذا كان في سفر، وكان معه ،ركَب فسَهِروا، ثم هجعوا فقام من السحر في ضراء وسراء» (رواه الطبراني في الكبير بإسناد حسن(

ژباړه: دری ډلې دي چې الله سبحانه وتعالی یې خوښوي او هغوی ته خاندي او له هغوی څخه خوشاله کېږي: کله چې د اسلام پوځ ماته خوري، خو یو کس په دغه حالت کې د جګړې پر ډګر ځان الله تعالی ته سپاري؛ یعنې دا چې یا به ووژل شي او یا به الله تعالی هغه بریالی او خوندي کړي او الله تعالی فرمایي: زما بنده ته وګورئ چې څه ډول زما لپاره صبر کوي. یو څوک چې ښایسته مېرمن او نرم تخت لري، خو بیا هم د شپې له خوب څخه ویښېږي او وایي: خپل شهوت او ارامي مې پرېښوده او د الله سبحانه وتعالی په یاد راپورته شوم. یو کس په سفر دی او ملګري یې د شپې له ویښېدو وروسته ویده کېږي، خو هغه سهار وختي په سختۍ یا ارامۍ کې عبادت ته را پورته کېږي.  

له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«عجب ربنا تعالى من رجلين: رجل ثار عن وطائه ولحافه من بين أهله وحبه إلى صلاته، فيقول الله جل وعلا: انظروا إلى عبدي، ثار عن فراشه ووطائه من بين حبه وأهله إلى صلاته رغبةً فيما عندي، وشفقة مما عندي، ورجل غزا في سبيل الله، وانهزم أصحابه وعلم ما عليه في الانهزام ، وما له في الرجوع، فرجع حتى يُهريق دمه، فيقول الله: انظروا إلى عبدي، رجع رجاءً فيما عندي، وشفقةً مما عندي، حتى يُهريق دمه» (رواه أحمد)

ژباړه: زموږ رب د دوو کسانو په اړه حیرانېږي: یو هغه کس چې د خپلې کورنۍ او دوستانو په منځ کې له خپلې بسترې څخه د لمانځه لپاره راپورته شي. الله سبحانه وتعالی فرمایي: زما بنده ته وګورئ چې څه ډول له تخت او بسترې څخه د خپلې کورنۍ او دوستانو په منځ کې د لمانځه لپاره راپورته شوی دی، د هغه څه په هیله چې له ما سره دي او د هغه څه له وېرې چې له ما سره دي او بل هغه کس دی چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد کوي، خو ملګرو یې ماته خوړلې وي؛ نوموړی د ماتې له پایلې څخه خبر وي او د جګړې ډګر ته له بېرته ګرځېدو څخه هم خبر وي، خو هغه بیا هم راګرځي ترڅو وینه یې تویې شي. الله سبحانه وتعالی فرمایي: زما بنده ته وګورئ، د هغه څه په هیله چې له ما سره دي او د هغه څه له وېرې چې له ماسره دي، راوګرځېد چې وینه یې تویې شي.

له عبدالله بن ابي قیس رضي الله عنه څخه نقل شوی، چې عایشې رضي الله عنهما ویلي دي:

«لا تدع قيام الليل؛ فإن رسول الله صلى الله عليه وسلم كان لا يدعه، وكان إذا مرض أو كسل صلى قاعدًا» (رواه أبو داود وابن خزيمة في صحيحه(

ژباړه: د شپې قیام مه پرېږدئ؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم به هېڅکله هغه نه پرېښود او کله به چې ناروغ و او یا به یې د ستړیا احساس کاوه، نو لمونځ به یې په ناسته ادا کاوه.

همدارنګه له عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«ما من امرئ تكون له صلاة بليل، فيغلبه عليها نوم، إلا كتب الله له أجر صلاته وكان نومه عليه صدقة» (رواه مالك، وأبو داود، والنسائي(

ژباړه: څوک چې د شپې مهال هر وخت لمونځ کوي، مګر یو ځل خوب پرې راشي، نو الله سبحانه وتعالی ورته د همغه لمانځه بدله لیکي او خوب یې ورته صدقه ګرځوي.

د الوعې مجلې له ۴۵۸-۴۵۹ شمېرې څخه- نهه دېرشم کال، د ۱۴۴۶هـ.ق کال، ربیع‌الاول-ربیع‌الثاني

چې د ۲۰۲۴م کال له اکټوبر-نومبر سره سمون لري

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

خپل دښمن وپېژنئ!

(ژباړه)

خبر:

د انقلابیونو لخوا د سوریې د دکتاتور نظام تر سقوط وروسته، نړیوال پلاوي یو په بل پسې سوریې ته را روان دي.

تبصره:

د شام د انقلاب دیارلس کاله وشول؛ په دې موده کې انقلابیونو د اسد د رژیم د راپرځولو هڅې کولې او د اسلام او اسلام د حاکمیت د تاسیسولو شعارونه یې ورکول. هغه وخت غربي او شرقي هیوادونو د اسد د رژيم ملاتړ کاوه؛ د ده د ملاتړ لپاره له ایران، عراق، روسیې او امریکا څخه پوځونه سوریې ته واستول شول. په دغو دیارلسو کلونو کې په سوریه کې تر یو ملیون زیات مسلمانان شهیدان شول؛ ښارونه یې ویجاړ شول، د سوریې تر لسو ملیونو ډیر خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول او پر انقلابیونو د ترهګرو ټاپې ووهل شوې.

د اسد د نظام تر سقوط څو ورځې وړاندې هغه په سعودي کې د عرب هیوادونو د مشرانو غونډې ته بلل شوی و او هلته یې هرکلی وشو. امریکا او د نړۍ نورو قدرتونو له هغه سره د اړیکو پراخول غوښتل خو د الله سبحانه و تعالی اراده د دوی د غوښتنې خلاف وه؛ د انقلابیونو جبهې پراخې شوې او د اسد رژیم ناڅاپه راوپرځېد. له دې سره د نړۍ ستر قدرتونه او په سیمه کې د هغوی پیروان ووېرېدل؛ پرلپسې غونډې یې جوړې کړې او بیا یې خپل پلاوي سوریې ته واستول چې انقلابیون د اسلام له حاکمولو راوګرځوي؛ ورته ووایي چې لږکیو ته پام وکړي، د ښځو حقونه په پام کې ونیسي او له یهودي رژیم سره له جګړې ډډه وکړي.

پوښتنه دا ده چې کله په سوریه کې یو ملیون مسلمانان ووژل شول، ملیونونه نور سخت شکنجه او له خپلو مېنو بېځایه شول؛ هغه وخت دا کسان (نړیوال پلاوي) چېرته وو!؟ د ماشومانو نازک بدنونه چې ټوټه ټوټه کېدل او پر ښځو تېری کېده؛ دوی چېرته وو!؟ ایا په ملګرو ملتونو کې د بشار الاسد استازی نه و!؟ ایا وحشي بشار د عرب اتحادیې او د اسلامي همکاریو سازمان غړی نه و!؟ ایا د نړۍ هیوادونو د اسد له رژیم سره په دغو جنایتونو کې مرسته ونه کړه!؟ اوس چې هغه وحشي او ظالم رژیم راوپرځېد، نړیوال پلاوي راځي. هغه جنایتونه غندي او د شکنجو د کیسو په لیدو او اورېدو حیرانېږي!

اې مسلمانانو! بشار الاسد او د هغه جنایتکار رژیم ستاسو د وژلو، شکنجې او بېځایه کولو لپاره د سترو قدرتونو یوه وسیله وه؛ دا نړیوال پلاوي ستاسو اصلي دښمنان دي؛ نو اوس چې ستاسو صفت کوي او د راپرځېدلي وحشي نظام بد وايي، په خبرو یې مه تېروځئ! له دوی څخه د خیر هیڅ تمه مه کوئ او هغه څه وکړئ چې الله سبحانه و تعالی یې امر درته کړی. د الله سبحانه و تعالی له مخلصو بندګانو سره یو ځای شئ؛ دښمن ته نرمي مه ښيئ او باور مه پرې کوئ؛ ځکه دا کار د الله سبحانه و تعالی د غضب او خشم سبب کېږي او ستاسو قربانۍ په اوبو لاهو کوي! موږ د یوې سترې بریا په درشل کې یو؛ نو د اسلام د حاکمیت لپاره د الله سبحانه و تعالی د امر په پلي کولو کې ثابت قدم او متعهد اوسئ او په خپلو عملونو کې صداقت او اخلاص وښيئ.

لیکوال: شیخ ډاکتر محمد ابراهیم

د حزب التحریر – ولایه لبنان د مطبوعاتي دفتر رییس

د مطلب ادامه...

د اسلامي خلافت د نظام په اړه د امت تعامل: "خلافت د اسلام حکومتي نظام دی"

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

حزب‌التحریرـ ولایه سوډان د ۲۰۲۴م کال، د ډسمبر په ۲۳مه د دوشنبې په ورځ د پورټ سوډان د مرکزي بازار په زړه کې د "خلافت د اسلام حکومتي نظام دی" تر سرلیک لاندې یوه سیاسي وینا وکړه. دغه وینا د حزب‌التحریر غړي، استاد یعقوب ابراهیم وړاندې کړه. نوموړي په خپله وینا کې څرګنده کړه چې الله سبحانه وتعالی پر مسلمانانو لازمه کړې چې د اسلام احکام تطبیق کړي او د خپل ژوند په ټولو برخو کې یې په عملي توګه تنظیم کړي. هغه وضاحت ورکړ چې دغه تطبیق د یوه شرعي بیعت له لارې له هغه خلیفه سره کیږي چې دین اقامه کوي او نړۍ ته یې رسوي.

نوموړي د خلافت پر وجوب او د بیا تاسیس لپاره یې د امت د کار کولو پر اړتیا ټینگار وکړ او په دې اړه یې له قرآن او سنتو څو نصوص وړاندې کړل، لکه د الله سبحانه وتعالی دغه قول:

(وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَن بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللهُ إِلَيْكَ فَإِن تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللهُ أَن يُصِيبَهُم بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ لَفَاسِقُونَ) [مائده: ۴۹]

ژباړه: «نو اې محمده صلی الله علیه وسلم! د دوی ترمنځ په هغه څه حکم وکړه چې الله سبحانه وتعالی پر تا نازل کړي دي، د دوی د غوښتنو پیروي مه کوه او پام دې وي چې دغه خلک تا په فتنه کې وانه چوي، له هغه هدایت څخه چې الله سبحانه وتعالی تا ته درلېږلی د یوې ذرې په اندازه دې هم وانه ړوي. نو که دوی مخ ورڅخه واړوي وپوهېږه، چې الله سبحانه وتعالی د دوی د ځینو ګناهونو په سبب په مجازاتو د هغوی د اخته کېدو اراده کړې ده او دا حقیقت دی چې له دغو خلکو څخه ډېری یې فاسقان دي.»

او د عبدالله بن عمر رضي الله عنه حديث چې بخاري نقل کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«وَمَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً»

ژباړه: څوک چې مړ شي او پر غاړه یې د بیعت کړۍ نه وي، د جاهلیت په مرګ مړ شوی دی.

نوموړي دا هم په ډاګه کړه چې د نن ورځې حکومتي نظامونه، لکه سیکولر ډیموکراتیک، ملکي یا نظامي دولتونه، له اسلام سره په ټکر کې دي. هغه څرګنده کړه چې دغه ټول نظامونه د استعماري قدرتونو زاړه محصولات دي.

په پای کې، هغه د غونډې له ګډونوالو او ټول اسلامي امت څخه وغوښتل چې د دغه ستر فرض، یعنې د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت د تاسيس لپاره هڅې وکړي.

حاضرینو له دغې وینا سره په قوي او مثبت ډول تعامل وکړ، خپله خوښي، خوشبیني، د تکبیر نعرې او ستاینې یې څرګندې کړې. ځینو خو ان په پای کې غوښتنه وکړه چې دا مهمه وینا دې پای ته نه رسېږي.

ابراهیم عثمان (ابو خلیل)

د حزب‌التحریرـ ولایه سوډان مطبوعاتي دفتر ویاند

۱۴۴۶ هـ.ق کال، د جمادي الثاني ۲۲مه

۲۰۲۴م کال، د ډسمبر ۲۴مه

د صدور ګڼه: ۳۸/ ۱۴۴۶

ژباړن: اسرار تکل

د مطلب ادامه...

د بدلونونو طوفان د اردن د ظالم حکومت ستنې لړزوي

 

(ژباړه)

خبر:

د ۲۱ عربي خبري آژانس «پر اردن د اسراییلو د برید د احتمال په اړه د نظام د بدلون په حالت کې د ټرمپ او نتانیاهو خبرې» تر سرلیک لاندې خبر خپور کړ؛ په خبر کې راغلي چې د تل‌ابیب پوهنتون څېړونکي «یشوع مئیري» ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په خپلو وروستیو خبرو کې ټینګار کړی، چې اسراییل باید په اردن کې د اسلامي کودتا د رامنځته کېدو په صورت کې پر دغه هېواد باندې احتمالي برید ته چمتو وي.

همدارنګه هغه په ټولنیزه رسنۍ، اېکس کې لیکلي: ټرمپ او نتانیاهو د سیمې سیاسي وضعیت ارزولی او دې پایلې ته رسېدلي دي، چې ایران ښايي په سوریه او لبنان کې له ماتو وروسته هڅه وکړي، چې په اردن کې خپل نفوذ پراخ کړي.

تبصره:

امریکا فکر کوي چې مسلمانان د «ایران ګواښ» په اړه د دوی کیسې او هغه هڅې چې د مذهبي نفوذ د پراختیا لپاره یې کوي، مني. خو پر دې نه پوهېږي چې په غزه کې د یهودي رژيم وحشتونو د ایران او په لبنان کې د هغه د حزب اصلي څېره بربنډه کړې ده او د ایران هغه ادعاوې تشې خبرې دي، چې د قدس د ازادۍ او له صهیونیستي رژیم سره د دښمنۍ په اړه یې کوي؛ دوی په حقیقت کې د یهودي اشغالګر رژیم په ګټه عمل کوي او دغه شعارونه په سیمه کې د امریکا د مداخلو او اشغال لپاره پوښښ او دلیل دی.

یهودي رژیم د مسلمانانو په خاورو کې د غرب نظامي اډه ده، چې د عرب حاکمانو په مرسته رامنځته شوې ده، ترڅو د مسلمانانو په ستوني کې اغزی پاتې شي، د مسلمانانو تر منځ اختلافات زیات کړي، د هغوی سرچینې لوټ کړي او د غربي قدرتونو غوښتنې پر ځای کړي. امریکا یو ځل بیا ایران د سیمې لپاره یو ګواښ معرفي کوي، ترڅو د سوریې د وضعیت او پر اردن یې د اغېز په اړه خپلې اندېښنې توجیه کړي، په داسې حال کې چې د جولاني په مشرۍ سوري مخالفینو غربي هېوادونو ته ویلي، چې له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه یهودي دولت سره د جګړې هېڅ نیت نه لري او سوریه به یوازې د سایکس-پیکو په واسطه ترسیم شوې پولې ساتي او له ګاونډیو هېوادونو سره به خپلو اړیکو ته دوام ورکوي.

مسله تر دې هم لویه شوې او د شرم وړ کچې ته رسېدلې؛ ځکه د روسیې د هوایي اډې «حمیمیم» چې د سوریې د خلکو د وژلو لپاره الوتکې ترې پورته کېدې، او نورو امریکایي اډو ساتنه لا دوام لري. خو بیا هم دا مسایل نه دي توانېدلي، چې د اسلامي دولت له تاسیس څخه د غرب وېره را کمه کړي؛ ځکه ویده زمری راویښ شوی او قدرت یې ورځ تر بلې زیاتېږي. مسلمانان دې پایلې ته رسېدلي دي، چې کافر غرب هېڅکله د دوی د خیر او اصلاح فکر نه کوي او د اردن حاکم حس کړې، چې پای یې نږدې شوی او د خطر زنګ وهل شوی دی. د اردن زندانونه هم د نورو عربي هېوادونو په څېر له هغو کسانو ډک دي، چې د حق غږ یې اوچت کړی او حکومت هغوی زندان ته اچولي دي چې د خلکو غږ چوپ کړي.

هو، د صبر کاسه ډکه شوې ده او د اردن د حکامو خیانت نور له هېڅ مسلمان څخه پټ نه دی، خو لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«لَا تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي ظَاهِرِينَ عَلَى الْحَقِّ، لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَذَلَهُمْ، حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللهِ وَهُمْ كَذَلِكَ»

ژباړه: زما له امت څخه به تل یوه ډله پر حق وي او هېڅ شی هغوی له دې لارې نشي راګرځولی، ان که نور خلک هغوی پرېږدي، تر دې چې د الله سبحانه وتعالی امر راورسېږي او هغوی به په همدغه حال وي.

د اتلولۍ هغه فردي عملیات چې ځینو مسلمانانو د اردن پر پوله د یهودي دولت پر وړاندې ترسره کړل، موږ ته دا ثابتوي چې د اردن طاغوتي نظام خلک نه مني او پولې یې تش خیال دی. مسلمانان یوې اسلامي رهبرۍ ته په تمه دي چې د حاکمانو تاج او تخت نسکور کړي او ورپسې د قدس د ازادۍ لپاره قیام وکړي.

امریکا په وېره وضعیت څاري او هڅه کوي چې په سوریه کې د مسلمانانو انقلابي غبرګونونه محدود کړي او د هغوی لوړې موخې د یوه کوچني او کمزوري دولت په رامنځته کولو سره راټیټې کړي. همدارنګه امریکا له راتلونکي څخه د وېرې په سبب له عرب حاکمانو سره د پټو ناستو له لارې د داسې پلان د تپلو هڅه کوي چې د اسلام د طوفان پر وړاندې مقاومت وکړي. د عقبې په ناسته کې د اردن حکومت ټینګار وکړ، چې په سوریه کې باید په سوله‌ییزه توګه قدرت ولېږدول شي. دغه پړاو د غرب او د هغه د مزدورانو لپاره تر ټولو حساس او له خطره ډک پړاو دی، ځکه هغوی په دې لړۍ کې له هر ډول ګډوډۍ څخه وېره لري؛ خو الله سبحانه وتعالی په قرآن کریم کې فرمایي:

﴿وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللهُ وَاللهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ﴾ [انفال: ۳۰]

ژباړه: «او هغوی مکر او چل کاوه او الله (سبحانه وتعالی) هم مکر او تدبیر کوي، الله (سبحانه وتعالی) غوره تدبیر کوونکی دی.»

له پنځو لسیزو ډېر وخت کېږي چې د سوریې خلک د اسد رژیم د دیکتاتورۍ په سبب د وینو غوړپونه کوي او له مختلفو شکنجو څخه یې ځورېږي او دغه دردونه د دې لامل شوي چې د هغوی فکر لا ژور او غوښتنې یې نورې هم لویې شي. دوی د الهي شریعت پر بنسټ ولاړ حکومت غوښتنه کوي؛ سره له دې چې رسنۍ یې غوښتنې سانسوروي، خو د سوریې خلک دې پایلې ته رسېدلي دي، چې د غرب لخوا هره وړاندې شوې حللاره مردوده ده او د انقلابیونو په صفونو کې غږونه اوچت شوي، چې د اسلامي خلافت د تاسیس غوښتنه کوي. مسلمانان په ټوله نړۍ کې د قدس د ازادۍ او په غزه او د نړۍ په نورو برخو کې د خپلو مظلومو وروڼو د مرستې هیله لري. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَاللهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لا يَعْلَمُونَ﴾ [ یوسف: ۲۱]

ژباړه: «او الله (سبحانه وتعالی) پر خپل کار برلاسی دی، خو ډېری خلک نه پوهېږي.»

لیکوال: ام احمد عساف – د فلسطین مبارکه خاوره

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

د جولاني د نیولو پر سر جایزې لغوه کول

 (ژباړه)

خبر:

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي جمعه اعلان وکړ چې د هیئت تحریر الشام د رهبر، ابو محمد الجولاني د نیولو په برخه کې مرسته کوونکو معلوماتو پر سر ټاکل شوې لس ملیونه ډالره جایزه به لغوه شي. دغه چارواکي زیاته کړه چې جولاني اوس د سوريې د «باالفعل حاکم» په توګه پيژندل کېږي.

تبصره:

غربي هیوادونه په چټکۍ له جولاني سره د لیدو او له هغه څخه لازمو تضمینونو اخیستلو لپاره اقدام کوي. اوس ګورو چې امریکا کوم اقدامات کړي او د جولاني د کړنو او شخصیت په اړه نظر ورکوي. دوی ویلي چې د قضاوت معیار به یې د جولاني خبرې نه، بلکې د هغه کړنې وي؛ په پایله کې یې نن د هغه په اړه د معلوماتو پر سر جایزه لغوه کړه. امریکا د تل پشان داسې تضمینونه غوښتي چې ډیر د لږکیو په ساتنه، د ښځو حقونو او ورته مواردو پورې اړه لري. امریکا دغه راز له ترکیې او سعودي مرسته غواړي تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې د سوریې نوی نظام به د امریکا تر کنټرول او نفوذ لاندې وي.

نو اسلامي امت، او په ځانګړي ډول د شام خلک باید خپل ریښتینی مقام او قدرت وپيژني. الله سبحانه و تعالی دوی ته د شام د طاغوت له ولکې څخه تر خلاصون وروسته دا ستر نعمت ورکړی. د دوی مکلفیت اوس دا دی چې د نورو پر ژمنو نه، بلکې پر الهي رسۍ منګولې ټینګې کړي او خپل مسیر ته دوام ورکړي چې نوي حکام یې د حق پلي کولو ته اړ باسي. دغه خلک د نړیوال نظم پر وړاندې درېدلی او هغوی یې د دغه بدلون منلو ته اړ ایستلی شو؛ نو د دغه مسیر د دوام وړتیا هم لري. د شام خلک باید یوازې الهي شریعت ومني او له ملي پولو، قومي تفکراتو او نړیوال نظم څخه لرې شي. په دې توګه، که الله کول، د شام خاوره یو ځل بیا د راشده خلافت مرکز کېدلی شي.

لیکوال: المستنصر بالله الحمصی

 

د مطلب ادامه...

آیا په غزه کې د ماتم لپاره هم څوک نه دي پاتې؟ Featured

  • خپور شوی په فلسطین

(ژباړه)

وژنې، ورانۍ او محاصرې د غزې ورځنی حقیقت ګرځېدلی. خو نوي څه دا دي چې دغه حالت او خبرونه د رسنیو له پامه لويدلي او د امت له سترګو پټ شوي دي. دا د شام حالت ته ورته دی، هلته هم یهودي پوځ پر پاتې وسلو او مهماتو بې رحمه بریدونه کوي. ځکه وېرېږي چې د الله سبحانه وتعالی دین ته ژمن کسان د دغې سیمې کنټرول ترلاسه نه کړي؛ هغه خلک چې د بیت المقدس د ازادۍ هیله لري او د الله سبحانه وتعالی په لار کې د غزې د خلکو ملاتړ کوي.

په دغې پټه شوې صحنه کې، د فلسطین حاکمه اداره او امنیتي ځواکونه یې د یهودو لپاره د اطاعت کوونکو وسیلو په توګه کار کوي. دوی مجاهدین څاري، سنایپر ويشتونکي ځای پر ځای کوي او په پټه يې وژني؛ لکه څرنګه چې بشار او د هغه ملیشو په شام کې وکړل.

د غزې خلک او د ټول فلسطین مسلمانان د شام له ظالم څخه د خلاصون په خوشالۍ کې برخه اخلي، خو یهودي پوځ دوی ته په دغې خوشالۍ کې د برخې اخیستلو هیڅ فرصت نه ورکوي. د دوی محاصره دومره تنگه شوې چې له زغمه وتلې ده؛ که په خپلو کورونو کې پاتې شي، بمبارۍ پرې کېږي؛ که بهر ووځي، په نښه کېږي او که روغتونونو ته پناه یوسي هم وژل کېږي. جنایتکار ځواکونه له ټولو لوریو د غزې د محاصرې د کلکولو لپاره راوتلي دي، په داسې حال کې چې خاین حکام یا چوپ پاتې کېږي او خپل ولس هم چوپوي، یا تر ټولو بده دا چې د محاصرې د دوام لپاره وسلې او تجهیزات برابروي. داسې ښکاري چې غزه یوازې پرېښودل شوې ده، نه مرسته ورسره کېږي، نه څوک د ژغورنې لپاره ورمخې ته کېږي او نه څوک شته چې پر مظلومیت یې ویر او ماتم وکړي.

په شام کې خوشالي نیمګړې ده، ځکه چې له دې خوشالۍ سره غم او ویر مل دی؛ هغه ویر چې په سوریه او جولان، په غزه او ټول فلسطین کې دوام لري. دا یوه داسي خوشالي ده چې د یوازې پرېښودل شوې او ښکار شوې، وژل شوې او بېځایه شوې سپېڅلې خاورې د کړاوونو تر سیوري لاندې راغله. په شام کې څنګه په داسې حالت کې خوشالي کېدی شي چې تاج یې دښمن نیولی او غزه په وینو کې لت پت ده؟

اې د شام خلکو او د دې خاورې اتلانو او مجاهدینو: تاسو د خپل پيغمبر صلی الله علیه وسلم د سپیڅلي سفر (اسراء او معراج) ځای ته ډیر نیږدې یئ. د فلسطین خلک ستاسو لوري ته په ستره هیله ګوري، ځکه هغوی ستاسو کورنۍ او وروڼه دي. هغوی په زخمي ځان پر تاسو غږ کوي چې شمالي جبهه خلاصه کړئ. د مصر سرتیري دې لومړی لکه تاسو چې وکړل، د خپل ظالم حاکم پر وړاندې راپورته شي بیا دې سویلي جبهه خلاصه کړي. د اردن سرتیري دې د خپل حاکم، د بریتانیې د غلام له راپرځولو وروسته ختیځه جبهه پرانیزي. له دې سره به امت یهودي حاکمیت سویل لوري ته د سمندر خواته کلک محاصره کړي چې د تېښتې هیڅ لار به نه لري او د دغه وحشي حاکمیت پای به د الله په فضل او اراده ستاسو په لاسونو ولیکل شي.

پر شام او مصر غږ کوو چې خپل تاریخي رول ته، چې د ازادۍ لپاره د چمتووالي مرکز و، بیا راوګرځي. لکه په حطین او عین جالوت تاریخي جګړو کې چې وو. په هغه ورځ به د غزې خلک، ټول فلسطین، شام، مصر او ټول امت خوشاله شي. هره هغه بریا چې له دې کمه وي، نیمګړې ده؛ ځکه چې خاینانو او دښمنانو ته وخت ورکول او د هغوی پلانونه به لنډمهاله خوښۍ په غم او درد بدلې کړي او په فلسطین او غزه کې به د ماتم کولو لپاره هم څوک پرې نه ږدي.

« يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ » [محمد: ۷]

ژباړه: «ای مومنانو! كه د الله (د دين) مرسته وكړئ؛ نو (هغه سبحانه و تعالی به) مرسته درسره وكړي او قدمونه به مو ټينګ كړي.»

د فلسطین په سپېڅلې خاوره کې د حزب التحرير مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۶ هـ.ق کال، د جمادي الثاني ۱۲مه

۲۰۲۴م کال، د ډسمبر ۱۴مه

ژباړن: اسرار تکل

د مطلب ادامه...

بد او بې ارزښته خلک لږ او ښه او نېک خلک ډیر دي

(ژباړه)

له مرداس اسلمي رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:

«يذهب الصالحون الأول فالأول، وتبقى حثالة كحثالة الشعير أو التمر، لا يباليهم الله باله‏» ‏(رواه البخاري)

ژباړه: نېک انسانان یو پر بل پسې ځي  او د خرما یا وربشو د پاتې شونو پشان پاتې شوني (بې ارزښته خلک) پاتې کېږي چې الله سبحانه وتعالی هېڅ پام نه ورته کوي.

په دغه حدیث شریف کې دوې ډلې خلک معرفي کېږي؛ ښه او نېک خلک او ناوړه او بې رازښته خلک.

نېکي کوونکي انسانان هغه دي چې شمېر یې ډېر دی او هغه اوامر پلي کوي چې الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې امر کړی دی. ناوړه او بې ارزښته خلک ډېر کم دي، هغه وخت پیدا کېږي چې د ښو او نېکو انسانانو شمېر لږ شي او یا نېک انسانان د هغوی د کارونو پر وړاندې چوپ پاتې شي.

نېکي کوونکي هغه خلک دي چې یوازې اسلام یې د خپل دین په توګه منلی، قران یې د خپل ژوند د لارښود په توګه ټاکلی، اخرت خپله وروستۍ موخه بولي، اخرت ته د رسېدو لپاره هڅه کوي او خپل ټول عملونه د اخرت لپاره کوي. د شریعت له نظره یو انسان هغه وخت غوره بلل کېږي چې د الله سبحانه وتعالی پر اوامرو عمل وکړي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره پل کېږدي؛ خو دغه صالح او ښه انسانان په هر وخت کې ثابت نه دي پاتې، بلکې د الله سبحانه وتعالی له سنتو سره سم په خلقت کې بدلون راځي. ځکه هر عصر او وخت خپل صالح خلک لري چې له نېکي کوونکو کسانو سره ملګري کېږي او د هغو کړنو او عملونو په ترسره کولو کې ورسره مرسته کوي، چې د الله سبحانه وتعالی د رضایت سبب کېږي.

یعنې کله چې زمانه یا وخت صالح وي، نېکي کوونکي انسانان ښکاره او غالب کېږي او که زمانه فاسده وي، بې ارزښته او ناوړه انسانان ډېرېږي او برتري پیدا کوي. سره له دې، دا په بشپړه توګه د صالحانو د له منځه تلو معنا نه لري، بلکې فساد دومره ډېرېږي چې ته به وایي تیارې او بدیو پر روښنایۍ او نېکۍ غلبه کړې ده. نو، موږ باید هیله ونه بایلو او د زمانې شرایط د نه بدلېدو وړ ونه وبولو.

پست او ناوړه خلک، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیث شریف کې توصیف کړي، د بې ارزښته پاتې شونو او خځلو پشان دي او هېڅوک اهمیت نه ورکوي. د دغو کسانو وضعیت او حقیقت د بدبویه خځلو او کثافاتو پشان دی. موږ په دغو ورځو کې دغسې کسان ډېر وینو او په اړه یې ډېر څه اورو؛ ځکه دا یې وخت او دوره ده او د دې زمانې خلک دي. دغه کسان ډېر لږ دي، د ټولنې اکثریت د ښو او نېکو خلکو دی چې پېژندل یې اسانه دي.

بې ارزښته خلکو ځمکه فاسده کړې او څوک چې غوږ ورته نیسي او پیروي یې کوي؛ لارورکي کوي. دا کسان د اخرت ژوند د دنیا په بدل کې خرڅوي او ځینې خو یې ان خپل ژوند پر نورو خرڅ کړی. دغه کسان د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره تګ او د الله سبحانه وتعالی د احکامو پلي کولو لپاره هڅه نه کوي. د دغو کسانو او هغو چې پیروي ترې کوي، ژوند ډیر کم دی؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إن دولة الظلم ساعة ودولة الحق إلى قيام الساعة»

ژباړه: د ظلم دولت یو ساعت دی، خو د حق دولت به تر قیامته دوام ولري.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې د دغو ناوړه انسانانو وخت او زمانه لنډه، شمېر یې کم او کارونه یې بې اغېزې کړي او موږ د هغو غوره او صالحو انسانانو له ډلې کړي چې د صالحو سلفو پر لاره لاړ شو؛ هغه چې د الله سبحانه وتعالی د شریعت حاکمولو، اعلاء کلمة الله او د هغه سبحانه وتعالی د عدالت د پراختیا لپاره هڅه کوي. اللهم امین!

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

احکامو ته په پابندۍ کې بیړه

(ژباړه)

د صحیح بخاري د شرحې، فتح الباري ـ چې د حجر عسقلاني اثر دی- په «من أحب تعجيل الصدقة من يومها» باب کې په لږ تصرف سره راغلي:

له عقبه بن حارث رضی الله عنه څخه روایت دی چې ويلي يې دي: د مازدیګر لمونځ مو په مدینه منوره کې په رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې وکړ. هغه صلی الله عليه وسلم د سلام تر ګرځولو وروسته په بیړه جګ شو، له خلکو تېر شو او د خپلې یوې مېرمنې کور ته ورغی. خلک د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغې بیړې حیران او اندېښمن کړل. شېبه وروسته چې راوګرځېد او ویې لیدل چې خلک اندېښمن شوي، ویې فرمایل:

«كنْتُ خلَّفْتُ في الْبيتِ تِبراً من الصَّدقةِ، فكرِهْتُ أنْ أُبَيِّتَه، فَقَسّمتهُ»

ژباړه: د صدقې د سروزو یوه ټوټه مې په کور کې اېښې وه او نه مې غوښتل چې د شپې یې په کور کې وساتم، نو ومې وېشله.

زموږ د خواږه پیغمبر صلی الله علیه وسلم دغه حالت (چې یو نه ادا کړی مسولیت ور له  غاړې و) د اوسني عصر د ډیرو مسلمانانو وضعیت ته ورته دی. په دغه پېښه کې، چې د مسولیت منل او د پاتې صدقې په اړه د الله سبحانه وتعالی له پوښتنې څخه وېره ښيي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه تر ادا کولو وروسته ژر کور ته ځي چې د خیر کار او خپله دنده ترسره کړي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه عمل په ډېره ګټوره توګه خلک د الهی احکامو او قوانینو پیروۍ ته هڅوي. صحابه‌وو رضوان الله علیهم رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید او پوښتنې ورسره پیدا شوې: داسې څه وو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له لمانځه وروسته دومره ژر کور ته تګ ته اړ کړ؟ له شک پرته، هغوی پوهېدل چې دا عمل یې مهم دلیل لري. رسول الله صلی الله علیه وسلم بیرته راوګرځېد او هغوی یې نه یوازې د خپل کار پر دلیل خبر کړل؛ بلکې موږ یې هم پر مهم امر خبر کړو چې په اړه یې فکر ډېر مهم دی.

اې رسول الله، اې د عدالت پیغمبره، پلار او مور مې له تا قربان! نن ورځ چې د خاینو او ذلیلو حکامو ظلم وینو، څنګه پر دغه ستر عمل پوهېدلی او تفیسرولی شو؟ څنګه پر دغه عمل او عدالت پوهېدلی شو؛ په داسې حال کې چې هر ځای سترګې اړوو، ظلم او تیارې وینو او درد او رنځ مو تر سترګو کېږي!؟ حکام وینو چې د کفر د قوانینو پر اساس حکومت کوي؛ هر مسلمان چې «ربي الله» وایي، هغوی هم تر ظلم او شکنجو لاندې وینو. د اوسنیو حکامو نیت د مسلمانانو چارو ته رسېدنه او د احکامو پلي  کول نه دي.

نو اې د امت علماوو، تاسو چېرته یئ! ولې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له عمل څخه عبرت نه اخلئ او ځانته یې نه الګو کوئ!؟ اې هغو کسانو چې ادعا کوئ «ولیّ الامر» یئ، اوس چې د ځمکې په یوه برخه کې هم د اسلام احکام نه پلي کېږي، تاسو چېرته یئ!؟ ایا هغو کسانو ته د مرګ او لعنت هیله نه لرئ چې ظلم یې کړی او پر مسلمانانو ظلم او شکنجه کوي!؟

اې ربه! موږ د نبوت پر منهج راشده خلافت دولت ته ورسوه چې په واسطه يې د مسلمانانو ترمنځ تفرقه ورکه او مصیبتونه یې لرې شي. اې ربه! ځمکه په خپل کریم نور روښانه کړه. اللهم آمین آمین!

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د مسلمانانو حکام غواړي د امریکا په امر د شام انقلاب یرغمل کړي او هغه په یوه سیکولر، ملي او ډیموکراټیک دولت بدل کړي، چې د استعماري نړۍ تر نظم لاندې وي

  • خپور شوی په پاکستان

د راشده خلافت په تاسیس سره، د دوی پلانونه شنډ کړئ!

(ژباړه)

د ۲۰۲۴ کال، د ډسمبر په ۸مه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل ترکي سیال سره د سوريې پر تحولاتو ټلیفوني بحث وکړ. امریکا او اجنټان يې د سوریې حالت اندېښمن کړي دي، ځکه وېرېږي چې دغه حالت به په منځني ختیځ کې د استعماري سایکس-پیکو نظم له سقوط سره مخ کړي. امریکا د ترکیې د حاکم او د اسلامي نړۍ د نورو حکامو په واسطه غواړي چې د سوریې د دوو میلیونو شهیدانو قربانۍ ضايع کړي او په دې توګه د مخکیني سیکولر نظم دوام تضمین کړي، چې یو ډیموکراتیک ملي دولت وي او د تیر جنایتکار رژیم ستنې ټينګې کړي.

موږ د پاکستان د مسلمانانو په استازیتوب د شام انقلابیانو ته د دوی د سترو بریاوو مبارکي وایو. زموږ زړونه له دوی سره دي او د ظالم رژیم پر زوال خوشاله یو. خو موږ له دوی نه غواړو چې سمدستي له جشنونو لاس واخلي ترڅو انقلاب وساتي او بشپړ کړي. موږ له دوی څخه غواړو چې سمدستي د الله سبحانه وتعالی د ټولو احکامو پلي کولو لپاره راشده خلافت تاسیس کړي او د قدس شریف پر لور ګامونه واخلي؛ ځکه دا هغه کرښه ده چې ریښتیني انقلابیون له دروغجنو بېلوي.

د اسلامي نړۍ حکام د امریکا د پلانونو عملي کولو لپاره په قطر کې سره راټولیږي، په ټلیفوني اړیکو خپل رولونه سره شریکوي او د ترکیې له حاکم، اردوغان – چې د شام د انقلاب په ګډوډولو کې یې تر ټولو لوی رول لوبولی دی- سره همغږي کوي. خو امریکا او غرب د اسلامي نړۍ کنټرول یوازې د حکامو په وسیله نه کوي. استعماري ځواکونو د یوه بشپړ استعماري نظم له لارې اسلامي نړۍ وېشلې، کمزورې او بې وسه کړې ده.

د دولت - ملت نظم چې د پولو ویش دی، د مسلمانانو تر ټولو لویه کمزوري ده او اسلام دا ردوي. د ډیموکراسۍ په وسیله امریکا د حکومت چارې د الله سبحانه وتعالی له احکامو څخه اړوي او هغه د بشري غوښتنو په لور بیایي او په مستقیم ډول یې کنټرولوي. امریکا د شریعت د ځینو احکامو د عملي کولو اجازه ورکوي، خو هیڅکله د اسلام بشپړ تطبیق نه پرېږدي.

اې د پاکستان وسلهوالو ځواکونو!

په سوریه کې دوه میلیونه مسلمانان شهیدان شول، ځکه پوځي افسرانو د بشار الاسد د راپرځولو لپاره ګام پورته نه کړ. په تېرو دوو لسیزو کې د امریکا وسله‌وال ځواکونه، سره له دې چې د مسلمانانو حکامو يې په ټولو امکاناتو مرسته کړې وه، په افغانستان او عراق کې ذلیل شوي دي. نو کله چې د مسلمانانو ځواکونه اوسني حکام لرې کړي، راشده خلافت تاسیس او امریکا له اسلامي نړۍ وشړي؛ استعماري ځواکونه به د شیطانانو دروغجنې وعدې هېرې کړي.

د اسلامي احکامو په بشپړ تطبیق او د امریکا د استعماري نظم په پای ته رسولو کې د ټول امت نظرونه سره یو شوي دي. نو، په دغه بحران کې د قاطع اقدام لپاره مخ ته راشئ او د نبوت پر منهج راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره حزب التحریر ته نصرت ورکړئ.

راشده خلافت به د الله سبحانه وتعالی په اذن اسلامي نړۍ په چټکۍ سره یوځای کړي، بیت المقدس به ازاد کړي، د یهودي رژیم له منځه وړل به یقیني کړي او د واشنګټن، لندن، پاریس، مسکو او بیجینګ استعماري نظم به تر خاورو لاندې کړي.

امت د بیا را پورته کېدو په درشل کې دی. ایا د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره نه راوړاندې کېږئ؟

«وَمِنَ النَّاسِ مَن يَعْبُدُ اللَّهَ عَلَى حَرْفٍ فَإِنْ أَصَابَهُ خَيْرٌ اطْمَأَنَّ بِهِ وَإِنْ أَصَابَتْهُ فِتْنَةٌ انقَلَبَ عَلَى وَجْهِهِ خَسِرَ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةَ ذَلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ» [حج: ۱۱]

ژباړه: «او ځينې خلک داسې دي چې په حرف (د څنډې پر سر) د الله تعالی بندګي کوي، که چېرې خير ورته ورسېږي، نو پرې ډاډه کېږي او که فتنه او کړاو ورته ورسېږي، نو پر بل مخ را اوړي، نو دوی هم دنيا له لاسه ورکړې ده او هم اخرت او دا څرګند زيان دی


د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۶ هـ.ق کال، د جمادي الثاني ۱۰مه

۲۰۲۴م کال، د ډسمبر ۱۲مه

ژباړن: اسرار تکل

د مطلب ادامه...

د مرګ او لېونتوب سیوری: د یهودي رژیم په سرتېرو کې د ځانوژنې او رواني ستونزو ناورین!

خبر:

پر غزې تړانګې د اسراییلو له برید څخه د ۴۱۴ ورځو په تېرېدو او لبنان ته د شخړو په پراخېدو سره، له یهودي رژیم څخه خپرو شوو راپورونو ښودلې چې اشغالګر ځواکونه له زیاتو انساني تلفاتو سره مخ شوي دي. د جګړې له پیل څخه ۸۰۴ نظامیان، چې سرتېري او افسران پکې شامل وو، وژل شوي دي. دا شمېرې یوازې تر وژل شوو پورې نه محدودېږي، بلکې د اشغالګرو ډېری ځواکونه له جدي رواني ستونزو سره مخ دي او ځینو یې ان ځانوژنې ته لېوالتیا ښودلې ده. د راپورونو له مخې د هغو معلولو کسانو شمېر چې د درملنې په حال کې دي، ۷۰ زرو کسانو ته رسېدلی دی. همدارنګه د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په ۷مه د جګړې له پیل څخه تراوسه تر ۸۶۶۳ کسانو ډېر ټپیان ثبت شوي دي، چې ۳۵ سلنه یې د رواني اختلالاتو تر درملنې لاندې دي. کارپوهان وړاندوینه کوي چې د روان کال تر پایه شاوخوا ۴۰ سلنه هغه کسان چې روغتونونو ته لېږدول کېږي، له رواني ستونزو لکه؛ اندېښنې او ژور خپګان سره به مخ وي. پر دې سربېره تر ۱۰ زرو ډېرو ذخیره سرتېرو د رواني روغتیا د خدماتو غوښتنه کړې ده. همدارنګه راپورونه خبر ورکوي، چې په وروستیو میاشتو کې لږترلږه ۶ سرتېرو ځانوژنه کړې ده. د دغو سرتېرو ۹۸ سلنه کورنیو اعلان کړی، چې د کورنۍ غړي یې د نظامي خدمت په سبب له رواني او ذهني ستونزو سره مخ شوي دي. دا وضعیت څرګندوي چې د یهودي رژیم نظامي ځواکونه د رواني روغتیا په برخه کې له جدي ستونزو او ناورینونو سره مخ دي.

تبصره:

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَلَا تَهِنُوا فِي ابْتِغَاءِ الْقَوْمِ إِنْ تَكُونُوا تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمُونَ وَتَرْجُونَ مِنَ اللهِ مَا لَا يَرْجُونَ وَكَانَ اللهُ عَلِيماً حَكِيماً﴾ [نساء: ۱۰۴]

ژباړه: «د دښمن په څارلو او پلټلو کې سستي مه کوئ. که چېرې تاسو (له دښمن سره د مخ کېدو پرمهال) له درد او رنځ سره مخ کېږئ، هغوی هم ستاسو په شان درد او رنځ لري؛ خو تاسو له الله (سبحانه وتعالی) څخه هیله لرئ، چې هغوی یې نه لري او الله پوه او حکیم دی»

که څه هم د یهودو رژیم له ټولو غړو، احزابو او ځواکونو سره «د یهودو کیان» ادعا کوي، یعنې دا چې نه ماتېدونکی قدرت دی او د هر مخالف د له منځه وړلو توان لري؛ دغه رژیم هڅه کوي چې خپل هغه درانه زیانونه پټ کړي، چې په خپله وحشیانه جګړه کې د غزې د بې‌دفاع ملکیانو لخوا ورته اوښتي دي او ځان د یوه مغرور زمري په څېر وښيي. خو په ورته وخت کې ټکان ورکوونکې او اندېښمنوونکې شمېرې خپروي، چې په هغو کې د خپلو قربانیو رول ادا کوي، په دې هیله چې په غزه کې خپل جنایتونه توجیه کړي او د نړۍ عمومي نظر منحرف کړي او ملاتړ یې ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې هغوی په خپله اصلي مجرمین دي.

اعلان شوي زیانونه دا څرګندوي چې یهودي رژیم نه یوازې دا چې د جګړې توان نه لري، بلکې د فشارونو پر وړاندې هم نشي درېدلی، که دوی هرڅومره د دې خلاف ادعاوې وړاندې کوي. دغه رژیم په هغو مرګ‌ژوبلو او عاموژنو کې چې د امریکا او نورو غربي هېوادونو په ملاتړ یې د بې‌ګناه خلکو – ښځو، ماشومانو او بوډاګانو – پر وړاندې ترسره کوي، په بشپړه توګه په خپل میل او خوښه عمل کوي. که چېرې یوه ورځ رښتینی جګړه وشي او د مسلمانانو له یوه پوځ سره مخ شي، هغه مهال به څه ډول مقاومت کوي؟

هغه څه چې دغه حقیقت نور هم تریخ کوي، دا دي چې ټول دغه جنایتونه د مسلمانو پوځونو د سترګو پر وړاندې رامنځته کېږي. په دې توګه مسلمان پوځونه په غیرمنطقي او نامناسبو پلمو سره له خپل هغه مسولیت څخه ځان ګوښه کوي، چې د یهودو د دغه کمزوري او بې‌زړه پوځ پر وړاندې سخت کار نه دی!

دغه زیانونه په رسنیو کې د مبالغې په توګه لوی ښودل کېږي، ترڅو داسې تعبیر شي؛ هغه زیانونه چې یهودو ته رسېږي، په همغه اندازه د دوی لخوا مسلمانانو ته هم اوړي. له دغو تبلیغاتو څخه موخه دا ده، چې د هغو پېښو په اړه د عامه افکارو غبرګون کنټرول کړي، چې د فلسطین په مبارکه خاوره کې مسلمانان ورسره مخ دي، په مسلمانو پوځونو کې د مخلصو ځواکونو د قهر مخنیوی وکړي او د یهودي رژیم د جنایتونو دوام توجیه کړي.   

پر همدغه اساس تل باید د امت او مسلمانو پوځونو په ذهن کې شرعي لیدلوری ژوندی وي؛ دا چې د الله سبحانه وتعالی په نزد د یوه مسلمان د وینې تویول د کعبې تر نړولو هم ډېر اهمیت لري او د نړۍ د هېڅ کفارو وینه د یوه مسلمان له وینې سره د پرتلې وړ نه ده، د هغو کسانو (یهودو) وینه خو لا پرېږده چې له الهي غضب سره مخ دي! په همدې توګه پر مسلمانه ټولنه او مسلمانو پوځونو واجب دي، چې د هغو شهیدانو روح تازه کړي چې شمېر یې تر پنځوسو زرو اوښتی دی او د هغوی د وینو د انتقام لپاره په جدي توګه هڅه وکړي. همدارنګه د یوې لویې جګړې لپاره چمتو شي، هغه جګړه چې اسلامي امت پکې له یهودو سره مخ کېږي او هغوی له منځه وړي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«تُقَاتِلُكُمْ الْيَهُودُ فَتُسَلَّطُونَ عَلَيْهِمْ، حَتَّى يَقُولَ الْحَجَرُ: يَا مُسْلِمُ هَذَا يَهُودِيٌّ وَرَائِي فَاقْتُلْهُ» (متفق علیه)

ژباړه: قیامت تر هغه وخته نه راځي چې څو مسلمانان او یهودان نه وي جنګېدلي؛ داسې چې که چېرې یهود له مسلمانانو څخه وتښتي او د ډبرې تر شا پټ شي، الله (سبحانه وتعالی) به هغه ډبره په خبرو راولي او مسلمانانو ته به وایي، چې د هغې تر شا یو یهودی دی، ترڅو راشي او هغه ووژني.

لیکوال: بلال مهاجر_ ولایه پاکستان

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې